غزل

ستړی مزل، دمينې مل، دعشق انداز مې خوښ دی
پښتو غزل، دزلفو ول، دښکلو ناز مې خوښ دی

درباب ترنګ، دپانزېب شرنګ، دپیالوکړنګ او خمار
پټی دبنګ، په ډول کې ډنګ، دستار ساز مې خوښ دی

دلمر رڼا، دشپې ښکلا، دسپينو ستورو پړکا
سپوږمۍ تنها، دباد شغا، دسايې راز مې خوښ دی

زړه سره جنګ، خوی دپتنګ، په دښمنانو غورځنګ
رهبر ملنګ، په مظلوم ننګ، دقام سرباز مې خوښ دی

غوره اوصاف،ښکلی اهداف او دکعبې نه طواف
سپین اختلاف ژوند کې انصاف دحق اواز مې خوښ دی

خدای، پېغمبر، صدیق ،عمر،ورسره يوځای حیدر
پراخ نظر،هريو بشر، مسلم اعزاز مې خوښ دی

شېرمحمد حیدر