ورکه ماضي

(يو داسې چاته چې اوس رانه ډيره موده وشوه چې ورک دی )

طايرځلاند

ژوند لکه سيند په مخ روان دى په شا  نه راګوري

وخت دهوا په اوږو سور دى چاته وار نه کوي

څومره کلونه څومره ورځې څومره شپې تيرې شوې

خو څو شېبو ته مې درزا دزړه ونه درېدله

اوس هم ستا لارې څارم ګرانه او هم تا يادوم

ځکه يوخــــــت تاهم زما په ياد  ژوندون تــــيروه

يووخـــت به تاهم زما لارې غونډه ورځ څارلې

هرڅو زما او ستا ترمنـــــځ که فاصلې پرتې وې

خو پرمختـــــــــــګ او وسايلو فاصلې وړې وې

تابه سپوږمۍ ستوروته شپه کړه زما ياد کې تيره

اوچې رڼابه خپلې وړانګې راخورې کړې په تا

ته به دروڼ ســـهار په تمه تـــــــلويزون ته راغلې

شوګيروهلې اوسرې سترګې به دې کش کړې سره

اوڅو شيــبو ته به دمــه شوې دشمشــــــاد لمن کې

زه هم خبروم چې ريموټ به ستا په لاس کې وي اوس

مابه دستــــــــــا په خوښــه سپينه جوړه واغوستله

زه به په زړه کې وم خوشاله چې ته ګورې ماته

مابه سټوډيو نه سلام وکړه او مسکى به شومه

زه پوهيدم چې تا سلام واخيست،مسکۍ به شولې

مابه چې هرڅه وويل ، ياره مخاطب مې ته وې

ښه پوهيدم ، زما همکاره به دې ښه نه راتله

تابه وئيل چې دې ته مه ورګوره ، ماته ګوره

تابه چې څه وئيل، نومابه بس هم هغسې کړل

لکـــــه هم ته دخــــپرونې پروډيــوسره چې يې

زه هم نورنه پوهيــــــــــدم، ولې؟په ما څه چل شوى

خو ســـتا اواز رانه پنځــــــــه واړه حواس وړى وو

ستاســـندريزغــږ به زما روح ته مستــي ورکړله

ماســــــتا دمخ کتــــــاب به ستا دغږرڼا کې لوسته

ماتـه ليـــــــــــــــدلې نه وې ،ماته پيــــژندلې هم نه

خو ستا دې ډيرې ليوالتيا زه هم له ځانه ورک کړم

چې به ســـحر شو،نو به زه دروڼ ســـــــــهار لپاره

څـــــــــلورپنــــــځه ځلــــــــې هنـــدارې لره ودريدلم

ځکه زه پوى وم،چې به بيا ويې ريموټ ستا په لاس کې

بيا به دې جنګ وړکي رور سره ريموټ باندې وي

چې بـــــــه بريښنــــا کله سحر يو څو شيبې لاړله

نـــو ولـــسمشرلـــــــــره هم به دې  خيرې کولې

داستا ددې دومره ليوالتيا هم زه له ځانه ورک کړم

ماته ليدلې نه وې ، څوک يې ته او څنګه به يې

خو ستا دې ډيرې ليوالـتيـا هم زه ليـــواله کړمه

هغه ورځ هم راغله ، چې تا يې هم شيبې شميرلې

ګله زه هم دخپل ارمان مـــــعراج ته ورســـيدم

ستا دښکلا په باغ کې وګرځيدم څو شيــــــبو ته

له هغې ښکلې وې چې ما دې تصـــور کړى و

تاهم احساس کولو داسې  چې جنــــت کې وسې

لکه چې خداى وي پوره کړى ستا ارمان دژوندون

او بيا زمونږ ترمنځه ټولې فاصلې ختمې شوې

چــې به مـو کلـــــــــه هم يوبل په زړه راوريده

نوپه يوبل به مونږ ه دواړو سترګې يخې کړلې

خو اوس پوه نه يم، ددې دومره جدايۍ باوجود

چې شو يو کال تير ، خو مونږ يو بل سره ونه ليدل

ستا دموبايـل شميره اوس هم له ســــاحې بــــــهر ده

کلــــه ناکـــله مې يو تـــوره انـديـــښنه ونيـــــسي

چې هسې نه تا په ريښتيا دژوند ساحه پريښي وي

يـــادتـــا ورور وي څوک وژلى په ناحقه باندې

جـــرګې دســـــولې فيصــــله کړې دتا په سر وي

ته يې په بدو کې ورکړې يې ،په ښار کې نه يې

ياکــورنې دې تــــا کوژده وي ، چرته لرې کړي

دکــــــور دپــــاره دې په تير ژوند اړولي خاورې

ماخــــودژونــــــد په لاره دومره پړاوونه سر کړل

چې تـــير وخـــتونه هيرول زمـا په وس کې نه دي

ګـلــــه اى ګــلـــــه اى زمــــــــــــا دسـردسترګو ګله

دتــــــــــا لپـــــــــــــاره زه ترننـه زړې لارې څارم

دموبـــــــايــل شمــــــــــيره تر اوسه مې هغه ساتلې

هر څـــــوک زنـــــــګ ووهي ماته ستا يادونه راشي

ژوند مې دزهروګوټ دى خدايګو تيرول يې ګران دي

کـــه تــه دژونـــدو په لارو ستړې يې او تللې يې ترې

زه هم دژوند له باره ستړى يم نور وړل يې ګران دي