زه ددکتور عبدالاحد وفا معصومي ددې کار چې زما دپلار کتاب يې زما له اجازې پرته چاپ کړی دی غندنه کوم
ځلان مومند
ديو ملګري له خولې خبر شوم چې دمرحوم قلندر مومند لیکل شوی تحقیقي کتاب (پټه خزانه فی المیزان)ددکتور عبدالاحد وفا معصومي له خوا فارسي ته ژباړل شوی دی نو سم دستي مې وغوښتل چې ددې لیکوال چې غواړي دقلندر مومند له دې کتابه، چې مخاطب يې پښتون و او موخه يې يواځې دپښتو ادبياتو دتاريخ سمونه وه ،دسياسي او يا لساني تعصباتوله پاره دقلندر صیب کتاب استعمالول کله به هم زه دې ته اجازه ورنه کړمه چې څوک دې دقلندر صیب دا تحقیقي او څېړنیزه هڅه دافغانستان داتحاد په خلاف ديو سازش لاندې استعمال کړي زه ددکتور عبدالاحد وفا معصومي ددې کار غندنه کوم او دافغانستان له دولته غواړم چې په دې اړه سم لاسي غبرګون وښايي ، زه په دې اړه دافغانستان څارنوالۍ ته عارض شم تر څودداسې اشخاصو چې دنور لیکوالو کتابونه دخپلو شومو موخو حاصلولو له پاره استعمالوي مخ نوی وشي او له قانوني چلند سره مخ شي
ځلان مومند