پښتو نوی غزل او انځور)) ))

طایرځلاند

 

شاعر چې څه محسوسوي او دڅه په اړه چې سوچ کوي، هر کله  چې هغه ته د لفظونو جامه ورپه غاړه کړي او د تخيل پر مرسته د تخليقی عمل په بڼه د اظهار وجود ورکړي او شعري ځانګړتياوې په کې مراعت کړي نو ادب پوهان ورته د شعر نوم ورکړي، هرانسان فکر کوي چې په ورځني ژوند کې له ډير څه نه اغیزمن کېږي،  امکان لري هغه د دې اغیزې په غبرګون کې له نورو لارو هم کار واخلي او  د خپلو احساساتو اظهار وکړي ، خو د يوه هنرمند او تخليقي ذهن لرونکي انسان او د هغه چا ترمنځ چې تخلیقي فطري استعداد او وړتیا ونه لري ډیر توپیروي،

ځکه چې ديو عام انسان په پرتله ، شاعراو تخليقکار ورته نوی وجود نوی ژوند او نوی ارزښت ورکړي اودا کمال يواځې دلفظونو پرمټ ترسره کوي، ښکاره خبره ده چې يو عامي انسان  لفظ څه ډول کاروي؟ او يو شاعر او تخليق کونکي څنګه   یوه لفظ ته روح وربښي؟ عام لفظ به وي چې کله د يو غېر هنرمند په لاس کې وي، له هغه نه يو ډول کار اخلي، خو چې کله هم هغه لفظ د يوشاعراو تخليق کار په لاس ورشي نو هغه نوی ژوند، نوې مانا او نول تصور ور وبخښي،

که د لږې شېبې له پاره پر همدې خبره غور وکړو نو راته ښکاره به شي چې دلفظونو له فنکارانه استعمال نه پرته تخليقي عمل نيمګړی وي اوهغه  احساس او فکرچې شاعر او تخلیق کوونکی يې داظهار په کوښښ کې وي،  شعري مقام نه شي خپلولی، موږ سره ډیر داسې لیکونه شته دی چې د فکر او احساس له مخې خو به ډیر په زړه پورې وي خو چې کله يې هنري خوا ته ځیرشواو په ليک کې هنري ارزښتونه وڅيړو نو د فنون لطیفه (ارټ) له ډګره ووځي، نو زما په خيال له همدې کبله په لیک کې دلفظ هنري کارونه  ډیر ارزښت لري

کله چې لومړيو انسانانو په خط  اوکتابت پیل وکړ نو دلاس ته راغلو اثارو له مخې هغوي دلفظونو او حروفو پر ځای ددموجوداتواوپه ذهن کې دپرتو فکرونو او په زړه کې دا راټوکېدلی جذباتو او احساساتو، ((انځور))ونه کاږل، که څه هم دانسان داظهار دالومړۍ پېرايه به ډيره نېمګړې وه خو داړتیا له مخې دهغې زمانې انسانانو پرې دخپل مافی الضمير اظهار کاوه اوپه خپلو منځونو کې يې  دافهام او تفهيم دا لاره کاروله،  خو دوخت په تېرېدو سره چې انساني ذهن پرمختګ کاوه له نويو کايناتوسره مخ کېده، په تخليقي ذهنونو کې دژوند اوکايناتو په اړه نوي تصورات راپېدا کېدل، دانسان په ذهن کې راټول شوي نوي تصورات د اظهار په لومړۍ پېرايه کې تنګ شوي وو، نو ديوې نوې لارې پېدا کولو په هڅه کې انسان دې پايلې ته ورسېد چې دماناو له پاره يې حروف رامنځ ته کړل،

زه نه پوهيږم چې لومړي هغه انسان چې کله يې ماناو ته دحروفو او لفظونو جامه ورپه تن کړله په کوم منطق ماناوته ځانګړي دا حروف وضع  کړل؟

البته امکان لري د هغه انسان په ذهن کې چې کوم څه پراته وو دغو حروفودهغو عکاسي کولی شوه او دافهام او تفهيم له لومړنۍ پېرایې نه بشپړه وه، خو په کراره کراره  له دې لفظونو او حروفو سره تصورات وتړل شول اوچې کله هم اوس موږ کوم لفظ دچا له خولې نه واورو نو سمدستي زموږ په ذهن کې يو ((انځور)) هم جوړ شي، داسې ښکاري چې له کوم څه نه موږ په ژبه دلفظ او حروفو په ذريعه تعبير کوو په همدې وخت کې دهمدې لفظونو داستعمال سره جوخت په ذهن کې تصويرونه هم جوړيږي،نو چې څومره دژبې استعمال په هنري پېرايه کې وشي نو هومره به په ذهن کې د((انځور))ونو جوړېدنه روښانه او بشپړه وي همدا وجه ده چې دکومو لفظونو سره په ذهن کې ((انځور)) جوړ نه شي نو انسان په اسانۍ پرې پوهیدلی هم نه شي او نه هم دهغه په زړه ذهن کې ځای پېدا کولی شي

هرکله چې مونږ شاعر ته دلفظونو جادوګر وايواو شاعردلفظونو سره لوبې کوي دلفظونو په فنکارانه استعمال پوهيږي نو ښکاره خبره ده چې دهغې ژبه به دې ته زياته جوړه وي ترڅو دلوستونکي ذهن کې ((انځور)) رسم کړي، مونږ که په خپلې کلاسيکي شاعرۍ نظر اچوو نو تر ډیره حده له ((انځوره)) ډکه ده هرڅو که زمونږ دکلاسيک دور شاعرانو دې ته په شعوري توګه کومه خاصه پاملرنه نه ده کړې ، او نه هم هغه وخت د (((انځور))) په اړه کومه اصطلاح وه، خو په لاشعوري توګه دهغوي په شعرنو کې ((انځور))ته ډیر ارزښت ورکړل شوی دی، امکان لري هغه وخت په شعر کې ((انځور)) کوم مصطلح ارزښت نه درلود،خو داچې لفظ دمفهوم تصوير وي اوشاعردلفظ په فنکارانه او هنري کارونه باندې  پوهيږي نو په شعرونو کې يې دشعري ترکيبونو پرمټ، دخيال په مرسته،دلفظونو په هنداره کې ((انځور)) تخليق کړی دی، زما په نظر په شعر کې تخليقي ((انځور)) ديو احساس او حسي تجربې له مخې رامنځ ته کيږي، اوهنرمند او تخليقي ذهن لرونکي له احساس اوجذبې سره يو ځای ذهني او عیني ((انځور)) هم تخليق کوي،

شاعر چې په خپل په خيال کې کومه دنيا اباده کړې وي نو په شعرونو کې دهغې ((انځور)) په لاشعوري او شعوري توګه خلکو ته ورڅرګندوي،

دپښتو شاعرۍ په لمن کې د((انځور)) ارزښت له پوخوا نه موجود دی که له ديواني ادبياتو نه لږ مخکې لاړ شو او شفاهي ادبياتو باندې نظر واچوو نو هلته هم تخليق کارانو دې ارزښت ته پوره پوره پاملرنه کړې ده يواځې پښتو ټپه په دې اړه دومره شتمنه ده چې دنړۍ له هر ې ژبې دشعر سره د((انځور)) په برخه کې مقابله کولی شي،

پاس په کمر ولاړه ګله

نصيب دچا يې اوبه زه درخېژومه

زه چې کله هم دا ټپه اورم نو فکر مې واخلي چې دا ټپه به دکوم هنرمند انسان له خولې وتلي وي دهغې حواس څومره ژوندي ول هغه دغه منظر څنګه زړه ته کوز کړی دی اوبیا هغه انسان به  دتخيل څه ډول قوت درلود چې دلفظونو په پيرايه کې يې يو مفهوم داسې ((انځور)) کړی دی؟

تاسې په دې ټپه لږ فکر وکړۍ ، په کمر ولاړ ګل ، هغه به دلمر تودوخې مړاوی کړی هم وي پاڼې به يې خړې وي، اويو چا به ورته اوبه راروانې کړي وي، په غره ختل ، يو بیل انځور دګرمۍ له کبله به په ده خپله هم خولې راماتې وي او سانيولی او ورخطا به وي ، که ددې ټپې په علامتي انداز سر هم ونه ګرځوو نو يواځې دا ((انځور)) يې هم دمعيار له پاره بسنه کوي او همدا وجه به وي چې ترننه  دخلکو په زړونو او حافظو کې خوندي ده

همدا روايت چې مونږ په ديواني ادبياتو کې او په ځانګړې توګه په شعر کې هم ګورو نو په هردور کې شاعرانو دې هنر ته پوره پوره ارزښت ورکړی دی  تاسې دبیټ نيکه مناجاتي نظم وګورۍ

لويه خدايه، لويه خدايــــــــه
ستا په مينه په هر ځايـــــــــه
غر ولاړدی درنـــــــــاوی کـې
ټولـــــــــه ژوی په زاری کـــې
دلته دي دغرو لمــــــــــــــــــنی
زمونږ کږدی دي پکې پـلنی
دا وکړی ډیر کړي خدايـــــــــه
لويه خدايه،لويه خدايــــــــــه

تر اخره .......................

که دبیټ نيکه دا مناجاتي نظم تر پايه ولولو نو هربند يې يو ځانګړی ((انځور)) لري، همدا رنګه زمونږ په زړه شاعرۍ کې تر ډیره حده پورې ددې خبرې خيال ساتل شوی دی چې څنګه يو شعر ته ((انځور)) ورکړي،

روښانيانو چې په شعر کې يې زيات وخت تصوف ته ځای ورکړی دی اوپه غزل کې يې پراخه موضوع همدا تصوف دی، تصوف دروحانياتو سره اړيکې لري او روحانيات په يو ډول غیرې مادي موضوع ده خو چې کله شاعر داموضوع په شعر کې بیانوي نوبیا ورته يو مادي رنګ ورکوي تاسې راشۍ د(وحدت) الوجود نظريه دمرزا خان انصاري په دې شعر کې وګورۍ چې دخيال په مرسته يې څنګه تصويري بڼه ورکړې ده

د (کثرت) لباس يې واغوست
راڅرګند په څو انواع دى

د (وحدت) ونه يوه ده تل تر تله
او (کثرت) يې په ښاخونو تار په تار شي

(مرزا خان انصاري)

په لومړي شعر کې دلباس اغوستنه يومجسم تصوير په ذهن کې جوړوي،په دويم شعر کې د(وحدت) د ونې يو کېدل،اوبیا د(کثرت) دونې ښاخونه تار په تار کېدل يو نوې ((انځور)) ذهن کې جوړوي، همدا ډول که دخوشال بابا شاعري لولو دهغې په شاعرۍ کې هم ((انځور)) يو اهم عنصر دی

په بل ځای مې پېرزو نه شې ديار غمه

ته زما دزړه دمات کودي ریحان يې

(خوشال بابا)

خو که دنن دور شاعرۍ ته ځيرشو نو دنن دور لیکوال په دې ډیر ټېنګار کوي چې باید شعر ((انځور)) ولري او بغېر له ((انځوره )) شعر ته نن سبا چندان ارزښت هم نه ورکول کیږي، هغه شاعرانودخلکو زړونو کې هم ځای پېدا کړی دی کومو چې دلفظونو ځنې دتخيل پرمټ ذهني او عيني ((انځورونه)) جوړکړي دي

 دپښتونوی غزل چې دکلاسيکي دور له غزله رابیل شوی دی نو دنورو ډیرو ځانګړتياو ترڅنګ يوه ځانګړتيا يې همدا ((انځور)) هم دی، غزل چې يوډول ډیرنازک صنف دی او په خپل ذات کې ډیر نزاکتونه لري نو ځکه يې په خپلې غيږې ((انځور)) ته ځای ورکړی دی ځکه چې په دې سره اختصار ایجاز اوتخيلي ژبه لاهم قوي کیږي، بله داچې په غزل کې شاعر نه شي کولی چې يوه موضوع له سر نه تر اخره لوستونکي ته وړاندې کړي، دا ډول موضوعات کیدی شي په نظم کې  په ډیره ښه پېرايه وړاندې کړلی شي خو غزل چې مدام په کې له ایجاز او اختصار نه کار اخېستل کيږي هلته بيا شاعر زیاتره وخت له داسې مشکلاتو سره مخ کيږي او نه شي کولی چې يوه موضوع په بشپړه معنی لوستونکو ته وړاندې کړي په داسې مرحلو کې دغزل شاعران همیشه دشعري صنعتونو نه کار اخلي، دعلامت ، ترکيبونو، استعاراتو، تشبیهاتو تلمیحاتو، اونورو شعري صنعتونه په کار راولي

په همدې وخت کې دغزل شاعر کولی شي چې د((انځورګرۍ)) له لارې خپل هغه خیال او فکر چې شاعر يې اظهار غواړي لوستونکو ته منتقل کړي ، شاعر دا نه وايی چې زما په کلي جنګ تېر شوی دی زما کلی لوټې لوټې شوی دی زما دکلي ښایستونه خلکو چور کړي دي خو داسې شاعرانه اظهار يې کوي ځکه چې دايې شعري او هنري ضرورت دی

مرغان دې راشي زمونږ لپو کې دې ځالې وکړي

غر مو نښتر نه لري کلی مو چنار نه لري

(پېرمحمد کاروان )

دنن دور شاعر دخپل غربت دخپلې دربدرۍ دخپلې بې وسۍ داستان چاته نه شي لیکلی نوځکه هغه غواړي چې هغه حسي تجربه چې دی وسره مخ شوی دی په يو ((انځور)) کې لوستونکي ته وړاندې کړي

خلک دې کډې ګرځول له مانه زده کړي

چې مې زوړ پاس په اوږو دکور سامان شو

(ریاض تسنيم)

دنن دور شاعر خپل لوستونکي ته دفلسفيانه موضوع توضيحات نه شي کولی ، ځکه چې هغه دخپل لوستونکي له بوختياو خبر دی هغه ورته دا فلسفیانه فکر اوخيال په شعري ((انځور)) کې وړاندې کوي

هریو شی په تغیر دی هريو شي کې يو قوت دی

مړی هم په حرکت دی ژوندی هم په حرکت دی

(خالد پښتون)

مغربي نقادان د((انځور)) او تصویر جوړونې په شا درې عناصر په ګوته  کوي او وايې چې ((انځور)) ياتصویر له دې نه سرچينه اخلي

1 يوهغه ډول چې دورځنيو پېښو دريښتينو حقایقو دخپل دور دغوښتنو سره سم او دخپل عصر دکړه وړه مطابق رامنځ ته کړی شي

لکه دقیصر اپریدي په دې شعر کې

اسمان او زمکه دباګرام څه درته ووايمه

خوبس يو لوښی دی برغولی پرې نسکور پروت دی

(قیصر اپریدی)

2 دويم قسم هغه چې ديوې ريښتني او عصري پېښې ((انځور)) ديو نه لېدونکي ياغېر مري تصوير يا تصوره سره وکړی شي او په نتیجه کې يې يوشعري ((انځور)) رامنځ ته کړی شي

لکه دښاغلي پېرمحمد کاروان په دې شعر کې

څنګه يې وڅکم څنګه وخندېږم زهر دې شي

په اباسين کې دکابل دغرونو اوښکې راځي

(کاروان)

3 درېم ډول هغه دی چې له کومې مذهي يا قومي پېښې ، ياهم له فلکوريکو داستانوله هيرو سره اړيکه ولري او په اړه يې دلوستونکي په لاشعور کې تصورات هم پراته وي لکه دکربلا واقعه ياهم دلیلي مجنون په اړه چې په ياد يې سمدستي دلوستونکي ذهن هغې خوا ته ځي په دې اړه چې لوستونکي څه تصویر لري نو ددې سره سم په دې اړه دهغه په ذهن کې جوړشوي چوکاټ کې ترې مانا اخلي، چې ددې مثالونه په پښتو شاعرۍ کې ډير زیات دي ، که دې سره تلمیح ياده کړو نو هم بده به نه وي په دې برخه کې له تلميحانو نه شاعر پوره کاراخیستلی شي

که دمغربي نقادانو، ډیوډ ايف مارکس،جیمز ډی راته او ددوي دنور ملګرو دې نظريې ته وګورو نو ویلی شوچې په پښتو شاعرۍ کې په دې درې واړو قسمونو سترګې يخېدلی شي، په دې برخه کې زه يوه بله خبره هم کول غواړم هغه دا چې زمونږ پښتنو شاعرانو د((انځور)) يا تصویر جوړونې کې له درې مهارتونو نه کار اخيستلی دی

1 يو ډول هغه شاعران دي چې هغوي تقليد کوي دنورو شاعرانو په شعري تصویرنو دخپل شعر دارزښت زیاتولو کوښښ کوي

2 دويم ډول هغه شاعران دي چې هغوي په تصویر جوړونې کې دنورو له تجربو نه هم استفاده کوي او هڅه کوي دنورو شاعرانو له تخلیقي تجربو نه استفاده وکړي اودخپلو شخصي تجربو سره په امتزاج يوه بېله لاره پېدا کړي دنورو شاعرانو تصویري تصورات دخپلو تصوراتو سره ګډ کړي او يو نوی رنګ تصویر ته ورکړي

3 او درېم ډول هغه شاعران دي چې هغوي په دې برخه کې نه خو دنورو تقلید کوي نه هم په خپل تخلیقي عمل کې دنورو شاعرانو له شعري تجربو نه استفاده کوي بلکې هغوي ځانګړي او نوي تصویرونه رامنځ ته کوي

زمونږ پښتو شاعري او په ځانګړې توګه غزل دا درې واړه ډوله شاعران لري چې دغزل له پاره په خپل خپل ځای درې واړه ډلې ارزښتمنې دي او په خپل خپل حیثیت يې ارزښت زیاتوي

نو که ددې ټولو خبرو نچوړ را واخلو نو ویلی شو چې دپښتو په  غزل کې د((انځور)) ياتصویر ارزښت دغزل دنورو ځانګړتیاو په څیر ‌ډ یر اهم ګڼل کيږي او شاعران کوښښ کوي چې له دې هنره دغزل په ښایست کې پوره پوره کار واخلي

 (ڼوټ)له، پښتو غزل په نويو پړاوونو کې ، کتاب نه )