طایرځلاند

مرحوم سعيد ګوهر دپښتو دښه ليكونكوپه صف كۍ دتخليق او تحقيق په هرو دواړو حوالو په سالمه پښتونخوا كې ديو معياري ليكوال په توګه پيژندګلو لري ، نظم او نثر دواړه دمرحوم دتخليقي وړتياودعظمت روښانه ثبوتونه دي، دپټې خزانې سره داختلاف باوجود څوك هم ددې دتحقيقي كارنامې نه انكار نه شي كولې او تخليقي نثر كې دمرحوم خواره واره تنقيدي مضامين اوتبصرې دمرحوم دتنقيدي شعور راز په مونږ ښكاره كوي،

مونږ چې كله هم ديوچا دشخصيت په اړه څه ليكويا وايو نو دهغه ټول خصوصيتونه او عادتونه دهغې تهذيبي رويې او تخليقي اساسونه به مونږ په نظر كۍ نيسو خو داښكاره خبره ده چې ديو شخصيت په ټولوپاړخونو احاطه كول ډير وخت او ډير زيار غواړي نو له همدې امله غواړم چې مرحوم سعيد ګوهر په بابله زه دهغه دشاغرۍ په حواله څه ووايم

زما له نظره چې دسعيد ګوهر څومره شاعري تيره شوې دې دهغې په اساس زه داخبره په ډاډه زړه كوم چې دارواښاد سعيد ګوهر په شاعرۍ كې دژوندۍ پاتې كيدلو صفتونه او امكانات ډير زيات دانساني ژوند سره تړلي موضوعات ارواښاد سعيد ګوهر دخپل فكر ونظر محور ګرڅولي دي ، كه په صحسح معنا چې په پښتو كې نوي غزل ليكلى دى نو په څو نومونو كې يو نوم دخداي بخښلي سعيدګوهر هم دى

سعيد ګوهر دشلمې پيړۍ شاعردى او شلمه پيړۍ دهنګامو او بحرانونو پيړۍ وئيل كيدلى شي، خو دا روښانه حقيقت دې چې كله يو قام په سماجي سطحه مخ پر زوال شي نو دا دهغې قام دادب دپرمختګ دور وي چې كله دشملې پيړۍ په لور ې نظر كوواو بيا دپښتو ادب او په ځانګړې توګه دپښتو شاغرۍ ته وګورو نو په داكليه ريښتيني جوتيږي سعيد ګوهر دهمدۍ بحراني پيړۍ انسان و اوپه همدۍ بحراني پيړۍ كې يې ليك او تخليق ته مخه كړې وه دخپل وخت غوښتنې يۍ په پام كې نيولې وې او دخپل اولس او دعامو مظلموډلو په پرهرونو يې پټۍ ايښي دي

داراوښاد دشاعرۍ دوه دوه دورونه دي يو هغه چې لاتراوسه يې په كتابي بڼه نه ده چهاپ كړې او بل هغه چې د[څيرې لمن كې اميد] په نوم يې دپښتو شعر مينوالو ته ډالۍ كړې ده ددې دوه بيلو بيلو مرحلو سره سره بيا هم دمرحوم دفكر و نظر محور يو دي او چر ته هم دفكر تذبذوب سره نه دي مخ شوى ، يواځې او يواځې دومره توپير محسوسيږي چې په لومړۍ شاعرۍ كۍ يۍ داخليت په خارجيت غالب و او په دويم دور [څيرې لمن كې اميد] كې داخليت دخارجيت په تناظر كې راوړل شوى دى ،

خو بيا يې ترډيره حده دغه دواړه شعري اړخوونه په خپلوكې سره غاړه غړۍ كړي دي

او كه په نورو ټكو كې يۍ وضاخت وكړم نو كه يو لورې ته يې دمينې محبت سندرې دهجراو وصال كيفيتونه اوداحساساتو اضطرابي لمحې په خپلې شاعرۍ كې ځاي كړي دي نو بل لورې ته دخپل دور ناكړدې دظلم او جبر زور زياتي او دطبقاتي نظام غيرې منصافانه رويې ، ژوند ته پيښې نوې كشالې او دخپل دور محروميانې يې دشعر او غزل په وجود كې لكه روح ګرځي دبيلګې په ډول داڅو شعرونه يۍ ولولۍ

بشر له شره په امان نه دى دښار تهذيبه
سحرراووځي ماښام كور ته واپس نه رسي
زما په برخه ناكامي ده دكوښښ باوجود
نه مدعي دمخبت نه مدعا شوم وخت
يو دژوندون بل دحالاتو غونجې غونجې تندي
ګوهره رابشي په مونږ هم كله ورين موسم

كه يو لورې ته دمرحوم سعيد ګوهر دغزل دلفظ لفظ نه مايوسي اضطرابيت لكه دپرخې قطره قطره څاڅي نو بل په يۍ په خپلې څيرې لمن كې داميدونو غوټۍ هم خندانې دي ، دژوندون پرڅېرې پورت دحالاتو غبار مرحوم سعيد ګوهر ديو غيري يقيني صورتحال سره مخ كړى و دهمدغې ځاي نه ددغه ښاغلي تخليقي سرچينه ساه اخلي ، او لكه دابو په سر ددايرو رورو خوريږي چې خپلې غيږ كې يۍ دفكر او تخيل جهانونه رانغاړي او دغه تخليقي سفر په مختلفو پړاوونو سر كيږي دخپل وجود ثبوتونه وركوي كله دعشق او محبت دسندرو په جامه كې كله دخپل ولس او خپلې ټولنې ديو غمخور په شكل كې كله دې تياره تياره چاپيريال كۍ ديو رڼا طلبه انسان په خيث كله دقام پرستۍ او مزاحمت په صورت كې كله دامن پيامبر په شكل كې دفن ددغه دنيا نه اظهار په شكل كې ديو كردار په مثال وجود كې راشي

چۍ ستا دياد په زهرو پايم كال به نه وي لاتير
خپل لاش به راوړم په اوږو جانانه رابه شمه
ديو ښكلي دڅراغ مخ په رڼا كې
ماژوندون غوښته ژوندون خاورې ايرې كړم
لكه حسين مزاحمت ما دپاره و حق
داحتجاج توره پټۍ مۍ په تندي تړلۍ
دناروا ظلم خلاف په سرك بيا يمه ناست

دغه مختلف شعرونه په خپل باطن كې دخپلې معاشرې واړه پرهر پرهر تصويرونه لكه ګويانه لفظونه ځان سره لوستونكو او اوريدونكو ته دفكر او تعقل په لاره دزړه دنيا ته راكوزوي او خپل لوستونكى ځان سره په داسې حسي او مشاعداتي تجربو كې شريكوي

او همدا ديو ښه ليكوال ځانګړتيا وي چې هغه خپلې تجربې دخپلې ټولنې دوګړو سره شريكې كړي او په دۍ هنر وپوهيږي او دا خوبي داراواښاد سعيد ګوهر دشاعرۍ په زياته برخه كې موندل كيږي

تردغه ځايه ما دمرحوم دشاعرۍ په فكري اړخ وغږيدم په راتلونكو كرښو كې په دګوهر په هغه شعري ځانګړتيا و غږيږم كومو چۍ دسعيد ګوهر غزل ته انفراديت وركړى دى چې دجديدې شاعرۍ په بهير كې يو ځانګړي تشخص خپل كړى دى
دپښتو ژبې نوموړي محقق او ليكوال استاد حبيب الله رفيع وايۍ چۍ سعيد ګوهر په جنوبي پښتونخوا كې هغه شاعر و چې دنوۍ شاعرۍ بنياد يۍ كيښود او په پښتو او اردو داوړو ژبو كۍ يۍ ډيره دستاينۍ وړ شاعري كړې ده او دشعر ترڅنګ هغه ديو څيړونكي په توګه دتحقيق په ډګر كۍ هم ښه ځلېدلي دي

دپښتوژبې مشهور شاعر شمس القمر انديش وايۍ چۍ كه په سلو بۍ نومه شاعرانو دغزلونو سره دګوهر غزل واچولي شي نو بيا هم پيژندل كيږي چې دا دګوهر غزل دى ،

حمزه بابا په خپله يوه مركه وايۍ چې بلوچستان كې زما دخوښې غزلګو شاعر ګوهر دى ، ددې لويو لويو ليكوالانو نظرونه زما ددې خبرې پخلى كوي چې ارواښاد سعيدګوهر په جنوبي پښتونخوا كې دغزل په حواله ديو نوي اسلوب مخكښ او بنياد ايښودونكى دى چې په دې زمكه يې غزل دعصري تخليقي معيارونو په لاره روان كړي و

مرحوم سعيدګوهر په پښتو غزل كې ډيرې تجربې كړي دي او غزل يۍ په داسې نوي او ځانګړي انداز كې ليكلي دي چۍ اوي يې ځانګړي شناخت پيدا كړى دى ، دسعيد ګوهر له غزل نه داسۍ څرګنديږي چې هرڅو كه دفن په افادي نظريې قايل او منونكى يې دى خو دفكر او مقصد دپاره يې دفن او هنر ملا نه ده ماته كړې بلكې دخپل مقصد او فكر دپاره يې دفن او هنر دنويو معيارونو لاره خپله كړې ده ، نادره تشبيهات ، او استعارات مختلفې تاريخي تلميحات موزوه تركيبونه او ژوندي او تازه علامتونه رنګين او دشعريت نه ډك لفظونه او دفن شاعرۍ نور ډير صنعتونه دارواښاد سعيد ګوهر په غزل كې ډير مهارت سره استعمال شوي دي چې دخپل غزل نه يۍ دطاوس بڼكه جوړه كړېده

خپل مړى اخيستى روان يم رنګ دځان په وينو باندې
څومره تنهايي ده احساس دتورې شپې په كربلا كې
په ايره ايره وجود كې په لوګي لوګي ماحول په لمبه لمبه موسم كې
په ماباندې عمر تير شو دتازه مينې په هڅه ، دزړې مينې په غم كې
خلوص عام كړۍ سكون عام كړئ په كوټلو انسان تك شين
دى په وينو جهان تك سور، كړئ په مينه جهان تك شين