طاېر ځلاند
طاېر ځلاند ، دننګرهار ولايت اوسېدونکی ، دادبي هلوځلو ترڅنګ ، دژورناليزم په ډګر کې کار کوم
لنډې کيسې
ورستي انسان/ طایرځلاند
ورستى انسان لنډه کيسه ليکوال : انتظار حسين ژباړه: طايرځلاند الياس په دې کلى کې ورستى انسان و، هغه له ځان سره دا ژمنه کړې وه چې له دخالق له لوري د انسان په جامه کې پيداشوى يم،او دانسان په جامه کې به مرم، او ددې لپاره الياس خپله پوره پوره هڅ
دَ دوزخي حُورو په جنت كي
دَ دوزخي حُورو په جنت كي لیکوال مرحوم افضل شوق دَ هوا سړوالى په خپل ځاى ، خو كورښادي دومره په تېزۍ ګلېدله
ما مې پلار ته ماتې ورکړه/ ځولۍ
ما مې پلار ته ماتې ورکړه ځولۍ ..........ماته اوس هم په یاد دي چې کله به مې مور د پلار يادونه راسپړل نو د پلار مینه به مې د مور په سترګوکې داوښکو سیلابونه جوړ شول اوموربه مې داسې ستر منه ، سترمنه د سترګو راوویسته او دخپل سپيڅلي پوړني په څنډه کې به یې ونغښته.مور به مې د فخر د جذباتو په وجدکې ورکه وه .ما به داسې انګیړله چې مور مې د کوم میړني سرتیري کیسه راخیستې ده چې د وطن د عزت او ازادۍ جنډه یې په لاس کې ده او مخامخ د غلیم مخې ته وردانګي غلیم ته ماتې ورکوي او دخپل خوږ وطن سپ
د چرسو کنډولی/ ځولۍ [پ]
د چرسو کنډولیځولۍ [پ]له واده نه مې وروسته دا لمړی وار دی چې خپلې پلارګنۍ ته ورځم د خسرګنۍ او پلارګنۍ د کورونو تر منځه مې د ورځو او شپو مزل پروت دی خو زما ډیره بیړه ده چې کله به خپل کلي ته ور رسیږم اودا اوږد مزل به کله پای ته رسیږی په ستو مانتیا هیڅ نه پوهیدم خو دا اوږد مزل راباندیې ډيرغمیدلی و.زړه به راته وایلې چې کاشکې مې وزر درلودلی چې په هوا شوې وای او خپل کلي ته رسیدلې وی او په سپین رود کې مې مخ مینځلی وی او د سړې چینې نه مې سړې ،سړې اوبه چکلې وی چې ما به هر مازیګر ترینه
لنډه کيسه
لنډه کيسه پيژندګلو خاورچودھری ژباړن ـــــ طاير ځلاند دهغې په دماغو کې څړيکې وې ،لکه دهغې دسر هډوکي او رګونه دريل ګاډي پاټلۍ وي او ريل ګاډى پرې خپله لاره وهي ،دهغه خيالات خواره واره و،دوه درې ځله هغه غوښتل چې خپله توجو بدله کړي خودهغه په بې قرارۍ کې هيڅ کمى رانغى،ددفتر دتورو شيشو بل خوا هغه کتل په سوچ کې ډوب شو، اودکلونو دمودې وهلوسره هغه ته دراتلونکي وخت يو سپين ګيرى په نظر راغى ،دپيپل په خورو ورو ښاخونو دځان پټولو هڅ