کبیر ریحان دخوست ولایت دی او عمر یې د ۳۰ او ۲۰ کالونو ترمنځ ښکاري خو په دې عمر کې پخه شاعري هغه څه دي چې دلوستونکو او اورېدونکو ځان ته پام ضرور راړوي
هغه وايي چې دشعر له لیکلو نه يو مقصد لري او ددې مقصد دپاره هغه شعر ته مخه کړې ده او دغزل په مهينو تارونو دخپل زړه ارمانونه زمزمه کوي
زه ترې پوښتم چې دا مقصد خو ته دنورو لارو هم ترسره کولی شې کیدی شوه انځور ګري دې کړی وی؟ خو دهغه ځواب هم عجیبه دی وايي چې دشعر ژبه خوږه ده او دخپل ارمان دخلکو سره شریکول له دې لارې ډير سودمند وي او په اورېدونکي اغیزه شيندي
داسې ښکاري چې کبیر ریحان په لفظونو د رنګونو سره رقابت او سیالي کوي او ځکه داسې له رنګونو ډک غزل لیکي چې په لومړي ځل دلوستونکي او د اورېدونکي دسماعت ورونه ډبوي
ستا دسرې ملالې لوپتې په ژۍ
نوم زما د امن د جندې په ژۍ
ستا د مرګي خوب اوبو ته ښایمه
هر سحر کښېنمه د ویالې په ژۍ
څوک چې خپل خوبونه د چینو رڼو اوبو ته وايي نو ښکاره خبره ده چې زړه به يې لکه د آیېنې پاک وي او پاک زړه پاک ارمانونه هم لري او له همدې پاکو ارمانونو څخه یې یو هم دشعر دناوې سنګار دی چې هغه ورسره ډيره لیوالتیا لري خو دا پوښتنه به يې ډير زوروي چې ور نه وپوښتم نن سبا یو شمیر نابغه ګان وايي په شعر څه کوۍ د وزګارو خلکو کار دی
کبیر ریحان وايي چې هغه خلکو ته زه وايم چې سمه ده شاعران به وزګار وي خو بې کاره خلک به نه وي، د کبیر ریحان دغه طنزیه جمله ددې نظر تایید دی چې شعر د هر سړي د وس کار نه دی خو دا خبره به ښکاره کوي څوک کله چې د يوې ژبې په هنري ډګر د بازاري مبصرينو واکمني وي خو کبیر ریحان له دې ټولو کیسو ور اخوا د ځان دپاره یوه داسې لاره ټاکلې ده چې نه له چا په زړه کې خوف لري او نه هم ددې ادبي له لارې له سختيو زړه ستړی کيږي
کله چې يو شاعر ځان دپاره پېل دومره سخت کړي او دلوړ معیار شاعري خلکو ته وړاندې کړي نو توقعات دومره زیات شي چې سړی حیران شي په څه ډول دخلکو هیلو ته روغ ځواب ووايي
خو کبیر ریحان سره ددې لارې دپاره ډيرې ښه وسیلې شته دی هغه په غزل کې نوي نوي ترکیبونه جوړوي نوې تشبیهات کاروي او دکليوال ژوند خواږه دشعر دنوي ماډرن ارزښتونو په ملتیا خلکو ته وړاندې کوي
په تناره کې چې ډوډۍ وسيزي
زما اسره د زندګۍ وسيزي
ماته چې ګوري وتو هیر شي ترېنه
دخپل ګردي قمیص نه ژۍ وسیزي
دځوانۍ ویر پکې په دې کومه
چې زړه یې زما په شاعرۍ وسيزي
او زړه به يې ولې په ځوانۍ نه سوزول کيږي چې په داسې ښکلي او لطیف انداز سره دخپل زړه ارمان خلکو سره شریکوي کبیر ریحان وايي چې دشاعر دپاره مطالعه تر هر بل څه ډيره ضروري ده ځکه چې مطالعه دشاعر شعر کې پختګي پېدا کوي ذهن یې پراخه کوي او دلفظونو سره د لوبو په چل یې پوهوي
د ریحان په خبره یواځې ضرور نه ده چې دې شاعر یواځې شاعري مطالعه کړي هغه راسره خپلې تجربې شريکوي او وايي چې په خپله يې ډير نالونه او کیسې هم لوستي دي چې ډير ځله یې دشعر لیکو پر وخت ورسره مرسته کړې دې
دکبیر ریحان په خپل ځان باور زما خوښ شو او داسې مې حس کړه چې دخپل ځان له پاره یې ډيرې وړاندې نښې ايښي دي چې ځان ورته ورسوي