رات کې راني

لمر چې د غرۀ له دنګې څوکې نه پناه شي کله

سکڼى ماښام شي لږې ډيرې تيارکۍ خورې شي

دشپې په توره هېبتناکې بوګنونکي څهرې

سپينه رڼا او پلوشې چې دسپوږمۍ خورې شي

نو تۀ لباس د خوشبو واغوندې په سيل لاړه شې

 

خلق اودۀ شي او څادر د خاموشۍ واغوندي

تۀ سېلانۍ شې او دستا په طرف ستوري ګوري

تۀ چې په ناز کله سوره شې د هوا په اوږو

ستوري له ځانه ورک شي ستا په لوري ګوري ګوري

نو تۀ لباس د خوشبو واغوندې په سيل لاړه شې

ستا دپرکېفه وجود بوئ په هرې لورې خورشي

خو دا ويدۀ خلق دستا په ښکالو پوهه نه شي

دا چې د ځان په غم کې ستړي وي داستړي خلق

تۀ په دوئ راشې خو دوئ ستا په راتلو پوهه نه شى

نو تۀ لباس د خوشبو واغوندې په سيل لاړه شې

 

 چرته په وچه تړه ناست يو لېونى شاعر وي

ويښ وي . په غم دوېدو خلقو سوکالۍ دپاره

ستا دخوشبونه ځولۍ ډکه کړي محفوظه دې کړي

سحر دې ويشي په دې خلقو خوشحالۍ دپاره

طایرځلاند