ټول افغان څیړنیزې مقالې


د خدای منکرو روانی مشکل او سفسته: ګهیځ ریښتین ته

ګهیځ نه پوهیږم څوک دی. دا به د هغه له وروستنی لیکنی نه معلوم سی. خو د اولی لیکنی له عنوان او تفصیل نه معلومیږی چه هغه د شک په حال کی دی. شک مو ځکه ووایه چه هغه د خپل دیلیکتیک په دوران کی د اوسنی خدای منکرو سوالونه او جوابونه د سوال په ډول خپاره کړی دی.  د ګهیځ سوالونه البته د حاضر خدای ناشناسی په سفسته (غیر فلسفی) ولاړ دی چه اوله برخه یی د روسی او غربی او نورو په لیکنه متکی وی او اخرینی برخه یی د د عیسویانو په توماسی عقیده متکی وی. مونږ د دواړو برخو په هکله لیکنه کوو او دواړی برخی له

18.05.2020 طاهر ثابت

د امریکایي قراردادي خونیانو جهاد که د مسلمه امت ځپل؟

په کابل کې په نویو زیږدېلو ماشومانو او د دوی پر میندو او په ننګرهار کې په جنازه له برید وروسته چې ولسمشر غني د امریکا په قراردي خونیانو یا طالب سړیخورو د یرغلیزو عملیاتو اعلان وکړ، طالبانو غوغا پیل کړه چې ولسمشر غني سوله نه غواړي، جګړه غواړي او هڅه یې دا ده چې د جګړې له لارې په واک کې پاتې شي۔ سربېره پر دې د طالبانو د کوټې او پېښور شوراګانو د قطرمېشتي طالب مشرانو په خوښه په افغانستان کې د ملکي او نظامي بسنټونو پر ضد د مرګوني یرغلونو اعلان هم وکړ۔ که څه هم چې افغان غمځپلی ولس طالب ښه ترا پیژني

17.05.2020 محمدکریم نور

د سیاسي سرچوک شپېته کلنه رنډۍ

څاروی حلال نه، ښنکی پر سر نیولی۔ په بل عبارت، د واده یا خیرات لپاره څاروی حلال شوی نه دی، خو ده به کاسه یا پتنوس د غوښې لپاره وار له وړاندې پر سر نیولي وي او د "راکړه" نارې به وهي۔ کټ مټ لکه ډاکتر ګلمرجان۔ د رایې ورکولو بهیر لا پای ته نه وي رسېدلی، خو دی پلید به بوغارې وهي چې ټاکنې ده ګټلې دي، دی ولسمشر دی، سبا ته کابینه جوړوي، که یې چا مخ ډب کړه، خلک به ووژني، ولسونه به د توکم په نامه وپاڅوي، د وینو سېلابونه به راولي، افغانستان به تجزیه کړي، خو مسئولیت یې د ده پر غاړه نه، بلکې د بل پر غاړه د

12.05.2020 محمدکریم نور

اریانا - خراسان - افغانستان

(پښتو ژباړه)د دکتور زمان ستانیزی لیکنهد کلیفورنیا په دولتي پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد  د هیواد په متشنجه سیاسي فضا کې د افغان او افغانستان په شان موضوعاتو باندی مقابله او مناظره کول په عمومی توګه د مینې یا نفرت پر محور راڅرخی چې په هغه کې د هیوادوالی او پخوانی «وطنداری» رسم له تهدید لاندی راځي. په دی لیکنه کې د اریانا، خراسان، او افغانستان دریګوني نومونه د نژادي او سیاسي هویت د اصطلاحاتو په توګه له لغوي نظره د تاریخ په اوږدو کې د درېو مشخصو معیارونو له مخی تر غور لاندی نیس

10.05.2020 دکتور زمان ستانیزی

 تبلیغاتی چلونه او تنقیدی سوچ 

د روڼ اندی مهم شرط تنقیدی سوچ دی. د تنقیدی سوچوهنی لیاره داده چه یو نظر او یا حقیقت په منطقی ډول تحلیل او یا ولیکی. تحلیل به یی له خطا وساتی او لیکنه به یی د هدف د لاسته راوړلو په لوری کی بریالی و بلل سی. بری د لیکنی د منلو په اساس ترازو کیږی. دا لیکنه د ځینی لیکنو د سطحی او تبلیغاتی بڼی په خاطر لازمه بلل سوی ده خکه د هغوی ځینی محتویات د منلو وړ نه وو.  د یوی منلی لیکنی لپاره دوه لیاری ویل سوی: اول علمی او منطقی لیکنه، دوهمه تبلیفاتی لیکنه. دواړه لیکنی ډیری کوچنی او ځانګړی لیاری او چل

10.05.2020 طاهر ثابت

زلزله څه شى ده او ولې مینځ ته راځي؟

زلزله يا ريږدله د طبيعت د فجېح ترينو آفتونو څخه ده چې په نړۍ كې هر کال په لسګونو زره انسانان وژني او په لكونو نور بې كوره كوي . د ډېر پخوا وخت خلكو باور درلود چې تر مځكې لاندې ديبان بيده دي او كله چې دوى د يوه اړخه پر دا بل اړخ را واوړي نو د مځكې پر سر زلزله ايجادوي. لرغوني يونانيانو عقيده درلودل چې د اوبو خداى ”پوسايدون” ته چې درد (قهر) ورشي نو مځكه كلكه په سوټي وهي او د دې گوزار له تاوه مځكه رېږدي. د ختيځې افريكې خلكو ويل چې نړۍ د غوايي پر ښكر ولاړه ده، كله چې د غوايى يو ښكر ستړى شي، نو نړۍ

07.05.2020 ن. پسرلی

د لوی افغانستان داعيه به پالو

(ملي مبارزينو ته يو ډاډ) که څه هم ما هېڅکله نه دي غوښتي چې د ځينو مغرضو اشخاصو وړو او غټو غرضي نيوکو ته ځوابونه ورکړم، خو بيا هم ددې لپاره چې د ځينو حشراتو پر مکروبونو د ذهني روښانتيا دوا پاشي وشي او د هغو ځينې څرګند او ناڅرګند مکروب له منځه ولاړ شي، ښه ده چې څو ټکي روښانه کړم:څو موده وړاندې شهيد عارف او څو نور ملګري کابل ته راغلي وو. ما د پښتونولۍ او افغانيت د دود له مخې دوی ته مېلمستيا وکړه او هم مې ورته په ژوندون کې د نظرياتو د اظهار په خاطر غونډه جوړه کړه. دا ډول غونډه يوازې د

06.05.2020 پوهاند محمد اسماعیل یون

به افغانستان کی د جنګ بنیادی لاملونه

  شل کاله وروسته امریکایی لیکوالان د امریکا د ناکامی عوامل په افغانستان کی د هغوی ناپوهی بولی. هغوی د افغانستان د کلیوال ژوند،‌ کلیوال کلتور او مذهبی مینی نه خبر نوو. هغوی په خپل زور غره وو او د دی په خاطر له طالبانو سره سولی او تفاهم ته حاضر نه ول. د امریکایی اشغال چلونکی چارواکو تل خپل خلکو، دولت او حکومت ته درواغ ویل ترڅو خپله ناپوهی او ناکامی پټه کړی. کله چه نور نو د درواغو لیاره بنده شوه او د خپلو ټاکلسویو اهدافو لاس ته راوړل یو خیال ښکاره کیده یو څه وخت په نن او سبا د بری د وعدو

06.05.2020 طاهر ثابت

تکنوکراسي او دموکراسی

تکنوکراسۍ اودموکراسی دواړه یوناني کلیمې دی دواړه دو ګونی ترکیب لری چې تکنود فن اومهارت اوکراتودحاکمیت اوحکومت معنا ور کوي او کوی همدارنګه دمو خلک اوکراتو هم د حاکمیت حکومت مفهوم لری دواړه اصطلاح په شلمه پیړۍ کې په ۱۹۲۰ کال کې د امريکا په هېواد کې رامنځ ته شوې دی په دې وخت کې دروسانود اکتوبر سوسیالیستي انقلاب هم بریالی شوی، د اقتصادی سیستم بدلون په وجه او په نړۍ کې د نړیوالو بدلونونوپه راتګ سره تکنو کراسی او دموکراسي دواړه له کړکېچ سره مخامخ کیږی.خکه د هرې ټولنې عینی او ذهنی شرایط فرق کوی

06.05.2020 ع.شریف زاد

كاينات پيژندنه،‌ ستر درز او د كايناتو زوكړه

كله چي د شلمي پيړۍ نامتو فيزيكپوه البرټ آينشټاين خپله د ”عام نسبيت” تيوري طرح كوله نو غوښتل يې چي پر ټولو كايناتو يې تطبيق كړي. د هغه وخت ستوري پيژندونكو ورته ويل چي كاينات نه سر لري او نه پاى. كاينات تلپاته دي او ټوله كهكشانونه هم پكښي ځاي پر ځاى او تغير نه موندونكي دي (دغه آند د ثابته حالت Steady State په نامه مشهوره وو). خو آينشټاين پوهيدى چي يوازنۍ فزيكي قوه چي د كهكشانونو په سطح تاثيرناكه ده د جاذبې قوه ده. دا صحيح خبره ده چي د اليكټرومقناطيس قوه هم په عالمي سطح حضور لري خو هغه و چارج ته

05.05.2020 ن. پسرلی

ښاغلی حکمتیار او د ده ناپایه ستونځې

ښاغلی حکمتیار هغه سیاسي څېره ده چې له تازه ځوانۍ څخه یې تر سپینږیریتوب پورې د افغانستان په تاریخ کې خورا پراخه رول لوبولی دی، خو مثبت نه، بلکې منفي۔ لکه د پښتو ژبې لیکدړه یا کیبورد چې د مایکروسافت په هیڅ سیستم کې سم کار نه ورکوي، ښاغلی حکمتیار هم په هېڅ سیاسي سیستم کې خپل ځای نه دی پیدا کړی او له هر سیستم سره بېسارې د جوړجاړۍ ستونځې لري۔  ښاغلي حکمتیار چې د پوهنتون له دورې څخه سیاست پیل کړ، ډېر ژر یې د شهید داؤدخان له شرعي نظام سره ستونځه پیدا شوه۔ له همدې امله یاغي او ټوپک ته یې لاس

04.05.2020 محمدکریم نور

د ثبات او همپالنې ټیم د طرحې پر وړاندې ځوابي طرحه

د ډاکتر اشرف غني غټه نیمګړتیا دا ده چې پر ځان بې ځایه غره دی، درباري غوړه مالان ترې راتاو دي، له هر چا څخه طرحه غواړي ، خو خپله بیا د یوې جدي او خطرناکې سیاسی موضوع پر وړاندې عملي طرحه نه لري.د ټیم جوړونې ظرفیت هم نه لري؛ یوازې دولتي امتیاز د ده پر محور د نامتجانسو افرادو د را ټولېدو سبب شوی دی، د ملي افرادو برخه په کې ډېره خواره ده.همدا علت دی چې د ده حکومتي او سیاسي سیالان ، دی وخت پر وخت له سختو ننګونو سره مخامخوي.د ده د مقابل لوري د ټلوالې (نظار شورا) ماهیت او خصوصیت بیا دا دی چې

02.05.2020 محمد اسماعیل یون

لمړۍ برخه ـ د پښتون روڼ آندتیا او پښتو ژورنَلیزم پلار

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار zirakyar1234@yahoo.com لوَړ(دنګ،جګ) بابا د خپل وخت بایزید روښان پير و(۱۵۲۵ـ ۱۵۸۱=۹۰۳تر۹۶۰لمریز). روښان  پيـر په دې پسې ملا تړلې وه چې د ولس په ذهـن کې دیـن روښان کړي. له دې امله یې خوځښت  هم «روښاني» و ګڼل شو. لوړبابا د پښتون – افغان د ملت سازۍ په ډګر کې  د سیاسي، کلتوري، اصلاحاتي او علمي غورځنګ په هسک (اسمان) کې  هغه لمر و چې بې تاوه پاڅون(عدم تشدد) یې د خپل هیواد د لرغوني چوکاټ لپاره روغ ګڼلو. لوړ بابا غوښتل چې پښتون-افغان د روزلي ملت مقام ته ج

28.04.2020 Karim Halimi

د سنګر طالبه، تاته جګړه جهاد، خو ستا مشر ته تجارت دی

د سنګر طالبه! پوهېږم چې د قسمت، تقدیر او الهي آزموینې زیږو څپړو وهلی یې او له بې شمېره ناخوالو سره لاس او ګرېوان یې، خو ځان په خپله ولې هلاکت ته ورکوې؟ که ریښتیا د الله سبحانه تعالی په لاره کې جګړه کوې، نو همدا ستا رب تا ته د سولې امر کوي او له افراط څخه دې منع کوي۔ تا ولې دوې پښې په یوه موزه منډلې او د الله اکبر په بدرګه د خپل رب مخلوق وژني او د خپل رب کور نړوي؟ ولې او د چا لپاره جګړه کوې؟ د الله سبحانه تعالی لپاره که د داسې چا د ګټو لپاره چې تر اوسه دې نه دی لیدلې؟ کومه فتوا

25.04.2020 محمدکریم نور

ناتو د سولی اوبه ولی خړوی؟ Why NATO plays the role of spoiler in Afghan Peace?

  ناتو د روسی استعمار په مقابل کی د امریکا په مشری د اوروپایی دولتونو اتحادیه ده. هغوی افغانستان ته د امریکا په امر راغلل او باید د هغوی په امر له افغانستان نه ولاړ سی. اوس چه امریکایانو د سولی تړون امضا کړی هغه باید ټکی په ټکی عملی سی. د ناتو او اروپا غړی باید له منافقت او دوه مخی نه ډډه وکړی. دا چه د امریکایانو د وتلو لپاره تعهد کړی او طالبانو د امریکایانو له وتلو وروسته د افغانستان خاوره د امریکا د امنیت لپاره د خطر په توګه نه استعمالیدلو وعده کړی هغه باید په ټینګه په منلی

24.04.2020 طاهر ثابت

د افغانستان په عصری کولو او پرمختایی پلانو کی د محمد داود خان رول

له لرغونی آریانا بیا تر نن پوری په اوسنی افغانستان باندې درې غمیزی تیری شوی: لومړۍ یې دچنګیز ټکه وه، چی دهیواد مادی او معنوی بنیاد یی له بیخه برباد کړ. دوهمه یی داتلسمی پیړۍ د لوی استعماری قوت، یعنی دانګریزتاړاک و چی نه یواځی دا چی موږ یی په دریو خونړیو جګړو اړ ایستو، بلکی ډیر نور زیانونه یی هم راواړول: څه ناڅه اقتصادی زیربنا مو چی لرله هغه له منځه ولاړه، د افغانستان له لاری د وچی سوداګری، په سمندری سواداګری بدله او دوریښمو دلاری تاریخی، تجارتی او ستراتیژیک ارزښت کم شو، هغه ملی صنایع چی نوی پ

24.04.2020 پوهاند محمد بشیردویال

له کرونا ورسته نړۍ

لیکوال: یووال نوح هراري ژباړن: خدیجه وردګ، حسنا میره‌کي او عبدالجلیل امرخېل   دا توپان ښایي  تېر شي، خو زموږ پرېکړې کولای شي د اوږدو کلونو لپاره زموږ په ژوند کې بدلون راوړي. اوسنی بشر له یوه نړیوال کړکېچ سره مخ دی. ښایي زموږ د نسل لوی کړکېچ د خلکو او دولت هغه پرېکړې وي چې په دې وروستیو اوونيو کې یې نیسي. دا به زموږ د ژوند راتلونکو کلونو ته بدلون ورکړي او دا پريکړې نه یوازې دا چې زموږ روغتیایي نظام بدلوي لکه اقتصادي، سیاسي او کلتوري نظام او ارزښتونو ته هم بدلون

21.04.2020 اندیښمن ځاځی

د وو هان ښار پرانيستل د چين اقتصادي احيا ته باور او حياتي ځواک برابروي

د وو هان ښار پرانيستل د چين اقتصادي احيا ته باور او حياتي ځواک برابروي اوس چين کې د کوويد-۱۹ ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې پړاوييز برياليتوبونه تر لاسه شوي، ټولنيز او اقتصاد نظم ګام په ګام د عادي کېدو په حال کې دی. وو هان ښار چې په چين کې د دې ويروس له امله تر ټولو سخت ځپل شوی، بېرته پرانيستل شوی.  په چين کې د کوويد-۱۹ په کنټرولېدو سره، د تېر مارچ په ۳۰مه نېټه په وو هان ښار کې سوداګريز ځايونه په وار سره بيا خلاص شوي او د هان جيې په نوم مشهور تجارتي واټ هم بيا پرانيستل شو

18.04.2020 اندیښمن ځاځی

د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه - اوومه - برخه

ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او د نېکو کارو په کولو بوخت وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنه تر آخره پورې په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظرونه له ما سره شریک کړئ. د لیکنې پدغه برخه کې، غواړم چې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، پاکستان ته، د خپل هجرت په هکله یو څه معلومات وړاندې کړم. زه د ۱۳۶۲ لمریز کال، د سنبلې د میاشتي په ۲۸ نېټه، په لومړي ځل د پاکستان، په طرف مه

17.04.2020 عبدالله - وردک

د سولی د تړون ښه پوهنه

او همدا اوس اوس ښاغلی مومند د قطر د تړون یوه انګیرنه خپره کړی چه زمونږ په فکر د نومړی تړون د بری لپاره باید ګواښ و بلل شی. دی انګیرنی شبهی او شکونه زمونږ په فکر کی پیدا کړه او زه مطمئن یم چه دی به د نورو وطنوالو لپاره هم سوالونه پیدا کړی وی.  خو زمونږ په نظر دهغه انګیرنه د یوی قانونی لیکنی د تفسیر په ښه قانونی اصولو ولاړه نده او څکه مونږ غواړو چه د نوموړی تړون صحیح تفسیر وړاندی کړو. مخته له دی چه صحیح تفسیر یی و لیکو څو مهم ټکی باید په نظر کی ونیسو: د ښاغلی مومند تفسیر په زاړه

12.04.2020 طاهر ثابت

څوک سوله نه غواړي؟؟؟ طالب که افغان دولت؟

طالبانو اعلان وکړ چې نور له افغان دولت سره د بندیانو په اړه خبرې نه کوي۔ دلیل یې دا دی چې افغان دولت ۵۰۰۰ طالبان په یوه وار له څنګه چې له امریکا سره په تړون کې یې یادونه شوې وه، نه خوشې کوي۔  همدا له عقله لرې خبری د کابل نېکتیایي واله طالبان چې د دولت خیرنې کاسې څټي، هم ساعت پر ساعت تکراروي۔ تر ټولو خنداوړ هر ګوره د ژوند تلوېزیون د خبرونو فسبوکي پاڼه ده چې د پنجاب دولت او د دوی د طالبي ملېشو خبرې تکراروي او غواړي چې په دې سره افغان ولس وغولوي چې طالبان سوله غواړي، خو دا دولت دی چې سوله نه کوي

11.04.2020 محمدکریم نور

د طالبانو او امريکا ترمينځ تړون

سره لۀ دې چې د طالبانو او امريکا ترمينځ خبرې اوږدې او د بیلابيلو ستونزو او کړکيچونو څخه ډکې وې مګر دا هيله کيده چې د دواړو خواوو ترمينځ لومړنۍ هوکړه به يوې پراخې هوکړې او تلپاتې سولې ته لار پيدا کړي. د تړون محتوی ته پۀ ليدو سره او پۀ افغانستان کې عيني حالاتو ته پۀ کتو سره داسې بريښې چې پۀ افغانستان کې به جګړه دوام ومومي او ډير احتمال شته چې د مجاهدينو د اسلامي حکومت د شر او فساد دوره دې يوځل تکرارشي. پۀ تړون کې طالبانو ډير څۀ منلي دي او لږه لاسته راوړنه لري. پۀ تړون کې تر ټولو لوی جنج

11.04.2020 ډاکټر عبدالقيوم مومند

عملي تنقيد

PRACTICAL CRITICISMBy: I.A. Richardsعملي تنقيدائي اے رچرډز تبصره نګار: ډاکټر محمد علي ديناخېلايريا سټډي سنټر، پېښور پوهنتون۶م اپرېل ۲۰۲۰ ليکوال: ائي اے رچرډزپه کتاب د تبصرې کولو نه اول ضروري ګڼم چې د ليکوال لنډه پېژندګلو وکړم ۔ ليکوال ائي اے رچرډز د نوي ادبي تنقيد په بنسټګرو کښې شمېرلے شي ۔ هغه په ۱۸۹۳ کښې پېدا شوے دے ۔ هغه په کلپټن کالج برسټن او مګډالن کالج کېمبرج کښې تعليم حاصل کړۀ ۔ په کال ۱۹۲۲ کښې هغه په کېمبرج کښې د انګرېزۍ لېکچرار منتخب شۀ او څلور

11.04.2020 ډاکټر محمد علي ديناخېل

تکنوکراسي یا (تخنوکراسي) Technocracy

د تکنوکراسۍ لغت د یوناني ژبې د (téchne) او (kratos ) له کلمو څخه اشتقاق مومي چې (téchne) د فن او مهارت او (kratos ) د حکومت او حاکمیت معنا ور کوي. دا اصطلاح په اوسني مفهوم په شلمه عیسوي پیړۍ کې په ۱۹۲۰ کال کې په امريکا کې د (تکنوکرات خوځښت) لخوا رامنځته شوې ده. په دې وخت کې په شوروي اتحاد کې د اکتوبر ستر سوسیالیستي انقلاب بریالی شو، د مرکزی پلان اقتصادی سیستم رامنځته شو او دې نړیوالو بدلونونو دموکراسي له بحران سره مخامخ کړې وه. تخنو کراسي د دولت جوړولو او ادارې هغه شکل دی چې ټولې معاملې ا

09.04.2020 نور محمد غفوري

د سولی سهراب

  دا تیره میاشت د افغانانو په زړو کی د سولی، آزادی، او د سوکالی هیلی راوټوکیدی او د دی خوشباوری په ګناه مایوسو افغانانو خپل ارمانونه د توصیی په توګه له جنګمارانو سره شریک کړل. هره ورځ د دی په هیله وه چه د افغانستان روشنفکره (!!!) خلک به له خودنمایی نه تیر شی او د سولی لپاره به خود ایثاری وکړی او دهغی په لور به مثبت قدم واخلی. متاسفانه دا د سولی هیله یو هوس وو چه خدای خبر بیا به کله زمینه ورته برابره شی.  امریکایان یو شریر دولت دی چه د افغانستان اداری ته یی داسی کسان راوړی چه ه

06.04.2020 طاهر ثابت

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more