بسم الله الرحمن الرحيم
دنړيوالو عمومي حقوقو دځينو مهمو پرنسيپونو تحليل
صاحب الله  (رحيمي) 

نېټه : ۱۶ / ۵ / ۱۳۹۹ هـ ش 

·         انسان هغه ټولنيز مخلوق دى چې په ټولنه کې ژوند کوي او هيڅکله په يوازې صورت خپلې اړتياوې نه شي پوره کولې ضرور نورو انسانانو ته اړ او محتاج دى ،ياده دې وي چې انسان اشرف المخلوقات دى يعنې ډېرابرومند او عزتمند مخلوق دى او ددې انسان او مخلوق راضي کول داسې معنې لري چې خداى خوښ او راضي کړي اود انسان په خواشينې او خفګان کې دخداى ج اود هغه  رسول خفه کبږي اود ايت شريف مفهوم دى  چاچې يو انسان راژوندې کړو داسې معنې لري چې ټول عالم يې راژوندې کړو او چاچې يو انسان مړوکړو داسې معنې چې ټول عالم يې تباه کړو، نو ويلې شو چې ټول انسانيت بايدد خوښې،ښو او نيکو اړيکو په چوکاټ کې ژوند وکړى او داچې ډير انسانان په بيلا بيلوهيوادونو او سيمو کې ژوند کوي بايد يو دبل سره نيکې اړيکي ولري دهمدې نيکو اړيکو په لرلو سره بايد دوې خپلې ستونزې حل او اوارې کړي تر څو دنړۍ ټول ملتونه او انسانيت په سوله او ارامې کې ژوند وکړي .  

·         همدارنګه روښانه ده چې انسان په يواځې توګه خپلې اړتياوې نه شي پوره کولاى،نوپرهمدې اساس اړدى چې دخپل هم نوعه سره ژوندوکړي.پس انسان يوټولنيزموجوددى داهم يوحقيقت دى چې غالبا اعمال اودبشراړتياوې يوبل سره ورته والى لرى له دې مخې دافرادوپه اعمالواوجامعه کې تصادم اواختلاف اوتشاجرپيداکيږي. نو ددې ډول کړنو اويا ددوي ترمنځ ،ددولتونو ترمنځ کوم اختلافات رامنځته کېږي نواړينه ده چې ددي ډول کړنو دمخنيوي لپاره ځينې حدودات يا پرنسيپونه وټاکل شي ترڅو ددولتونو ترمنځ کومه شخړه اوياهم پريوبل باندې تيرې ونکړي نو زه هم دلته لومړې د نړيوالو عمومي حقوقو پرنسيپ درپېژنم اوبيا يې د ځينو مهمو پرنسيپونو تحليل په لنډ ډول ترسره کوم .

دنړيوالوعمومي حقوقو د پرنسيپ پېژندنه 
دنړيوالوعمومي حقوقو پرنسيپ هغه قواعد دي چې ددولتونو او نورو نړيوالو عمومي شخصيتونو دتنظيم او روش د ادارې په منظور ددولتونو له لوري اوددولتونو په خوښه رامنځته شوي او ددولتونو په واسطه پلې کېږي يا په بل عبارت ، خپلواک دولتونه چې دملي حاکميت لرونکي وي، په عين حال کې چې دنړيوالو حقوقود پرنسيپونو ايجادوونکی دي، تطبيق کوونکي يې هم دی. روښانه خبره ده ، چې نړيوال حقوق دتاريخ په اوږدو کې تغيرمني اودا تغير دټولنې داقتصادي اوټولنيزو سيسټمونو دکلي تغير تابع دی. دا خبره زياتره داقتصادي اوټولنيز ترفورماسيون تغير پورې اړه لري.

له دې امله موږ دغلامۍ په دوره ، پرفيوډال هېوادونودپلي کېدونکونړيوالو حقوقو، د بورژوازي او سرمايه دارۍ او ان دنړيوالو معاصرو حقوقوپه دوروکې چې په هر درې ډوله سيسټم لرونکو دولتونو ، چې دمتضادو مختلفو اقتصادي اوټولنيزو يانې سرمايه داري ، سوسياليسټي او ددرېيمې نړۍ  مخ پروده دولتونو باندې يې حقوق پلي کيدونکی دي، موږ په دې ټولو دوروکې د نړيوالو عمومي حقوقو شاهد وو. څرنګه چې په ملي کچه درژيمونو په تغير سره ، دولتونه دنړيوالو حقوقوهغه پرنسيپ ساتي ، کوم چې په نوي حالت کې دپلي کېدو وړ وي اودمنافعو ضد نه وي.

بايد په ياد ولروچې يولړ پرنسيپونه يا نړيوال قواعد شته چې ددولتونويا فورماسيونو تغير دهغو کوم ارزښت نه کموي اونه يې له منځه وړلې شي، يوازې دتطبيق بڼه يې توپيرکوي . دا پرنسيپونه او قواعد که تعاملي وي يا قراردادي ، تل ددولت ترشتون پورې موجود وي او خپل موجوديت ته دوام ورکوي، د بيلګې په ډول ، ددولتونو حاکميت ته احترام ، دا پرنسيپ له لومړيو نه په نړيوالوحقوقوکې ديوه عمده پرنسيپ په توګه شته دی خوځينې دولتونو د خپل خصلت په نظرکې نيولو سره دا پرنسيپ سم نه دی رعايت کړی اوځينې دولتونو يې بيا په مراعتولو کې ډيرې هڅې کړې دي.

ديادونې وړ ده چې دهرې تاريخې دورې دنړيوالو عمومي حقوقو پرنسيپ د هغه دورې داقتصادي، ټولنيزو، اوسياسي شرايطو انعکاسوونکي دي  . دنن ورځې نړيوال عمومي حقوق دارنګه پرنسيپ لري چې دغلامی ،فيوډالي او بورژوازي په تاريخي دورو اوپه ځانګړي توګه دنړيوال ښکيلاک په وخت کې يې وجود نه درلود دا ډيموکراټيک اومعاصر پرنسيپ په خپله ناڅاپه توګه په نړيوالو عمومي حقوقوکې منځته نه دي راغلي، بلکې دا د نړۍ د سوله غوښتونکو هېوادونو د اوږدې مودې د هڅو اومبارزو اوداکثره هغوهېوادونو چې دښکيلاک له يوغ نه نوي خپلواکۍ ته رسيدلي ،دهغوی په ملاتړ په نړيوالو حقوقوکې درج شوي دي . په دې اړه دنړيوالو حقوقو سازمان اودملګرو ملتونو دسازمان فعاليتونه ديادونې وړ دي . دملګرو ملتونو سازمان عمومې ټولنې په پنځه ويشتمه غونډه کې ددولتونوترمنځ د ددوستانه اړيکو په اړه دنړيوالوحقوقو په بنسټ ديوې ځانګړې کميټې په راپور چې دمارچ ۳۱ مې نېټې نه د ۱۹۰۷ کال دمې ترلومړې نېټې  پورې په ژنيوکې دايرشوې وه، غور اوڅېړنه وکړله.

دعمومي ټولنې په غونډه کې دراپور له غور او څېړنې وروسته چې د ۱۸۸۳ کال داکټوبر په ۲۴ مه نېټه دنړيوالو عمومي حقوقو دپرنسيپونو په اساس ددولتونو ترمنځ ددوستانه اړيکو اوهمکاريو په اړه جوړه شوې وه ، لاندينۍ اعلاميه يې صادره کړه .

عمومي ټولنه يوځل بيا دملګرو ملتونو دمنشور عبارت چې دسولې او نړيوال امنيت اونړيوالو دوستانه اړيکو اوهمکاريو پراختيا چې دملګرو ملتونو له اساسي موخو څخه ګڼل کېږي ، تصديق کړله او دملګرو ملتونو له غړوهېوادونو نه يې وغوښتل ترڅو يو اوبل ته دورتيرېدو په بنسټ يوله بل سره دنيکو ګاونډيو په شان په سوله کې ژوند وکړي.

پرته له کوم سياسي ،اقتصادي اوټولنيز مدنظر نه ، د ازادۍ ، برابرۍ ، عدالت اودبشر اساسي حقوقو ته داحترام ساتنې لپاره ، دنړيوالو دوستانه اړيکو استقرار ته بايد په پرمختللي کچه پراختيا او وده ورکړل شي.

نوپه همدې اساس ، دولتونه بايد دملګرو ملتونو دمنشور ارزښت اود ملتونو ترمنځ دحاکميت دقانون پلوي په نظرکې ولري.

داخبره هم ديادونې وړ ده ، چې دنړيوالو حقوقي پرنسيپونو مراعات او دهغه په اساس ددولتونو ترمنځ دوستانه اړيکې اوهمکارۍ اوپه ښه نيت د هغه اودهغه دندو اجراکول چې ددولتونو له منشور سره سم يې په خپله غاړه اخيستې دي ، دنړيوال سياست اوسولې دپلي کولو اودملګرو ملتونو د نورو موخو اواهدافو په خاطر بايد په ډير ارزښت ورته قايل شي.

دملګرو ملتونو عمومي ټولنې دمترقي اوتدوين شويو نړيوالو حقوقو دپرنسيپونو پر پراختيا له غور وروسته پريکړه وکړه چې دا پرنسيپونه بايد عملي کړل شي.

نړيوال عمومي حقوقو مهم پرنسيپونه
لکه څرنګه مو چې په پورته ډول د نړيوالو عمومي حقوقو پرنسيپونه دروپېژندل نو دلته به په لاندې ډول د نړيوالو عمومي حقوقو دځينو مهمو پرنسيپونو تحليل او تربحث لاندې ونيسو.

۱ـ په نړيوالو اړيکو کې دتهديد اوقوې داستعمال منع
دهمدې پرنسيپ په اساس دولتونه بايد په نړيوالو اړيکوکې دبل مستقل او سياسي دولت په ځمکنۍ بشپړتيا باندې دقوې داستعمال يا تهديد نه (ياپه هرډول ، خوچې دملګرو ملتونو له موخو سره په ټکر کې وي) بايد ځان وساتي دا ډول دځواک استعمالول يا تهديدول له نړيوالو عمومي حقوقواو دملګروملتونو له منشور نه سرغړونه ده اوددې لپاره په نړيوالو حقوقوکې مسووليت شته دی . نوله همدې امله دولتونه مکلف دي چې د منشور له موخو سره سم ان ديرغلي جګړې له تبليغ اوپروپاګند نه هم ځان وساتي .

ددولتونو لپاره دپورتني پرنسيپ نه لانديني مکلفيتونه راجوتيږي.

الف. هردولت مکلف دی چې دځواک داستعمال اوتهديد په واسطه دبل دولت دنړيوالو موجوده سرحدونو، دسولې هغه سرحدونه چې د نړيوالو تړونونو په اساس ټاکل شوي دي ، تجاوز اويرغل ونه کړي.

ب . دولتونه دنده لري چې له هغو غچ اخستونکو اعمالو نه چې دقوې استعمال هم ورسره ملګرې وي ، ځان وساتي .

ج . هردولت مکلف دی چې دغيرمنظمو ځواکونو له سازمان اوياد اجيرو ډلو نه په ګټه اخستنې سره دبل دولت په خاوره له بريد اوتخريب نه ځان وساتي . 

همدارنګه دولتونه دا دنده هم لري چې له هرډول تحريک يا په داخلي جګړوکې برخې اخستلو ته دلارې له اوارولو نه اوپه ځانګړي توګه هغه چې په تهديد يا د ځواک داستعمال له لارې وي ، بايد ځان ترې وساتي.

څرنګه چې ښکاري ، که دولتونه په نړيوالو اړيکو او روابطو کې دا پرنسيب په نظرکې ونيسي، نو دنړيوالو اړيکو دستونزو لويه برخه به يې حل کړې وي اوبيا به بيخي سر راپورته نه کړي.

يعنې ددې څخه مطلب دا دې چې بايد هيڅ کله هم هغه دولت چې قوي وي اودقوې داستعمال ډيرطاقتور وي بايد په کمزوري هېواد باندې نوموړې هېواد خپله قوه استعمال نه کړي اوپرنسيپ بايد مراعت کړي ترڅو دملګرو ملتونو دمنشور خلاف کړنه ترسره نه شي چې ددې لپاره ترټولو ژوندې مثال دامريکا لخوا په جاپان باندې د دوه پرله پسې اټومي بمونواستعمال کولای شو چې دنوموړي پرنسيپ لپاره يوښه مثال وګڼو .

۲ـ  له سوله ييزې لارې دنړيوال شخړو حل اوفصل 
له ذکر شوي پرنسيپ سره سم بايد دولتونه خپل نړيوال مناقشات اوشخړې له سوله ييزې لارې حل کړي ترڅو امنيت اوسوله له ګواښ سره مخ نه شي دولتونه بايد په ډيره چټکۍ  سره خپل نړيوال مناقشات، له عادلانه لارې يانې مذاکراتو، څيړنو ،منځګړيتوب ، مصالحې، اوقضايې ، پريکړو سره سم په سوله ييزه لاره حل کړي . نه يوازې هغه دولته چې په دې مناقشو کې لاس اوګريوان دي بلکې نور دولتونه هم بايد له دا ډول اعمالو يا هڅو نه چې دمنازعاتو دنه حل کېدو لامل ګرځي ، ډډه ترې وکړي. نړيوالې شخړې بايد د ازادانه ټاکنو او سوله ييز حل لارو اودعادلانه پرنسيپونو په اساس حل او فصل کړل شي .

همدارنګه ددي پرنسيپ څخه مطلب دادې چې په نړيواله سطحه هرکله هم که کومه شخړه رامنځته کېږي بايد د زور او جبر يا د جنګ دلارې نه بايد د سولې اويا دخبرو اترو له لارې په سوله اميزه توګه حل اوفصل شي نه داچې دجنګونو دلارې ځکه که چيرته دوه هېوادونه په خپلو منځونو کې په جنګ شي نو که يوهېواد کمزوري وي اوبل هېواد زورور وي نوداهم دنړيوالو پرنسيپونو څخه سرغړونه شوه اوبل که چيرته دواړه هېوادونه په خپلو منځونوکې سره قوي اودقوي داستعمال لپاره ډيرې امکانات ولري نوکيدای شي چې دواړو هېوادونو ته زيان واوړي نوبايد هره خبره چې په نړيواله سطحه رامنځته کېږی بايد سوله اييزې لارې حل اوفصل شي نه دجنګ دلارې .

چې ددي لپاره مونږ کولای شو چې دشمالي کوريا اوامريکا ترمنځ داټومي وسلو پرسر داختلاف رامنځته کېدل وو چې بالاخر داوسني جمهور رئيس له لوري په سوله اييزه توګه يا دخبرو اترو له لورې سره موافقې ته ورسېدل اوددواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات له منځه لاړل.

۳ـ  د نورو دولتونو په کورنيو چاروکې نه لاسوهنه 
دملګرو ملتونو د منشور په اساس دولتونه اړه دي چې دبل هېواد په کورنيو چاروکې لاسوهنه ونه کړي . هيڅ دولت يا يو دولتي ګروپ دا حق نه لري چې دبل دولت په کورنيو يا بهرنيو چارو کې په کومه بهانه لاسوهنه وکړي. نو له همدې امله ، دوسلې په واسطه لاسوهنه ، يا هغه ټولې نورې لاسوهنې چې د هغه دولت شخصت تهديدوي ، يا دهغه هېواد دسياسي ، اقتصاديو اوکلتوري ساحاتو نه خلاف وي، نړيوال تيرې بلل کېږي . هيڅ دولت نه شی کولای چې دسياسي ، اقتصادي يا دارنګه نورو فشارونو له لارې بل دولت د ځان تابع کړي اودهغه دولت واکمنۍ ته زيان واړوي . نو په همدې اساس هيڅ دولت بايد تخريبي ، تروريستي او وسله وال فعاليتونه ترتيب نه کړي ، تحريک يې نه کړي اوتمويل يې نه کړي ترڅو دبل هېواد سياسي رژيم را ړنګ اويايې په ملي شخړوکې لاسوهنه وکړي.

دزور له لارې له ملي هويت نه دخلکو محرومول ، له حقوقو نه سرغړونه او دهغه دولت دنه لاسوهنې د پرنسيپ ترپښو لاندې کول دي.

هردولت حق لري چې سياسي اقتصادي ، ټولنيز اوکلتوري سيسټمونه يې په خپله خوښه دبل دولت له لاسوهنې پرته وټاکي.

ددي څخه مطلب دنورو هېوادونوپه کورنيوچارو کې لاسوهنه بايد ونه کړي که هغه هرهېواد وي که کمزورې هېواد وي اوکه دقوت لرونکې هېواد وي بايد هيڅ ډول لاسوهنه دنوموړي هېواد په کورنيوچارو کې ونه شي .

يعنې که هغه په هره برخه کې وي بايد هيڅ هېواد ددې حق نه لري چې ديو اوبل په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي اويا دنوموړي هېواد په خاوره تيرې وکړي 

چې مونږ کولای شوو ووايو چې فلسطين او افغانستان يو دهغو هېوادونو دجملې څخه دي چې په خاوره باندې يې تيرې شوې دی چې دفلسطين څخه د يوې برخې جدا کېدل وو چې داستقلال يوه برخه يې دهمدې کورنيو لاسوهنو له امله ددي لامل شوه چې يوه برخه ترينه جدا کړي . همدارنګه دافغانستان هېواد چې دبرتانوي هند لخوا دامير عبدالرحمن خان په وخت کې د ډيورنډ دکرښې جدا والې چې دنړيوالو پرنسيپونو اودملګروملتونو دمنشور خلاف عمل هم ګڼل کېږي دا چې څوک يې پلټنه او غورنه کوي نوبيا دابيله موضوع ده .

۴ـ  له نورو دولتونو سره دمرستو وجيبه او دنده 
دا پرنسيپ دولتونه دېته اړ باسي چې په  ټولو نړيوالو برخو کې له نورو دولتونو سره دملګرو ملتونو له منشور سره سم مرستې وکړي . دولتونه بايد پرته له اقتصادي اواجتماعي سيسټمونو داختلافاتو په نظرکې نيولو نه يو له بل سره مرستو ته ادامه ورکړي يادې شوې مرستې بايد ټولې اقتصادي ، سياسي، ټولنيزي اوکلتوري برخې له ځانه سره په برکې راونيسي.

پردې سربيره ، دا همکارۍ بايد دملګرو ملتونو له لوري له کوم تبعيض پرته پلې شي . ددولتونو يوله بل سره دا مرستې بايد ديوعادلانه اقتصادي نړيوال نظم په استقرار او دنړيوال امنيت اوسولې په تامين کې يوعمده رول ولوبوي. په ځانګړي توګه له هغه دولتونو سره چې دپرمختګ په وخت کې وي اوله اقتصادي پلوه شاته پاتې وي اونوې يې خپلواکي ترلاسه کړې وي، د پرمختللو هېوادونو دا وجيبه اودنده ده چې له دغه شان هېوادونو سره اقتصادي مرستې وکړي .

ددي پرنسيپ نه مطلب دادې چې هر هغه هېوادونه چې داقتصادي ، سياسي ، ټولنيز، اجتماعي پلوه غني وي بايد له هغه هېوادونو سره چې جنګ ځپلي ، داقتصاد له لحاظه ډير ضعيفه اوکمزوري وي ددي ترڅنګ په سياسي برخه کې همکاري ، په اجتماعي برخه کې بايد همکاري وکړي اوهيڅ کله بايد يوپربل باندې تيرې ونه کړي او دنوموړو هېواد ملي استقلال ته احترام وکړي دملګرو ملتونو دمنشور مطابق ترڅو داسې هيڅ کړنه هيڅ هېواد بايد ترسره نه کړي چې دبل هېواد په زيان اودملګرو ملتونو دمنشور سره په ټکر اويا ورڅخه سرغړونه وکړي .

ددي ترڅنګ دجنګ ځپلو هېوادونو سره دسولې په برخه کې ډيره همکاري وکړي او جنګ ورته دسوله اييزې لارې حل اوفصل کړي اوپه نوموړي هېوادونو کې بايد کوشش وشي چې په اقتصادي لحاظ ډيره همکاري وشي يعنې بايد په هره برخه کې بايد دنوموړي هېوادونو سره مرسته وشي ترڅو نوموړي هېوادونه په خپلو پښو ودرېږي او وکولای شي چې خپل توليدات اوياهم په اقتصادي، سياسي ، او اجتماعي برخه کې په پوره ډاډ سره واک ترلاسه کړي .اوبرلاسي شي په ټولو چارو کې دي ته اړتيا پيدا نشي چې دبل هېواد څخه قرض اوياهم همکاري وغواړي.

مثال : کولای شوو چې افغانستان هم راشي ځکه چې که چيرته وګورو افغانستان هم يوله هغو هېوادونو دجملې څخه دي چې په زياتو برخوکې مرستو ته اړتيا لري چې يو يې هم دجنګ ختمول دی چې بايد نړيوال ، يا نور هېوادونه په دي برخه کې مرسته وکړي ترڅو دافغانستان څخه جګړه ورکه سوله او امن په افغانستان کي راشي نوبيا مونږ کولای شوو چې په اقتصادي ،سياسي او اجتماعي برخو کې پرمختګ وکړو .

۵ـ  دخلکو دسرنوشت ټاکلو اودحقوقو دبرابرۍ حق 
پورتنې پرنسيپ دخلکو دسرنوشت ټاکلو اودحقوقو دبرابرۍ حق دارنګه بيانوي چې ټول خلک ياټول ملتونه حق لري چې سياسي وضع ، اقتصادي اوټولنيز نظام دنورو دولتونو له لاسوهنې پرته په ازادانه توګه وټاکي.

دملګرو ملتونو منشور هم نور دولتونه ددغه پرنسيپ احترام اوپه رعايت مکلفيت ته رابللي دي. دا دهر دولت دنده ده چې په ځاني يا ټولنيزه توګه د پورتني پرنسيپ دپلي کيدو لپاره هڅې اوکوښښونه وکړي اودملګرو ملتونو د سازمان سره مرسته وکړي ، ددې لپاره .

Ø      چې دهېوادونو ترمنځ مرستې اودوستانه اړيکې پراخې اوځواکمنې شي.

Ø      دخلکو ازادې ارادې ته داحترام په خاطر بايد ژر ترژره ښکيلاک ته د پاې ټکې ولټول شي.

په ازاده سره دخلکو دسرنوشت ټاکلو لارې عبارت دي له : ديوخپلواک دولت جوړېدل ، په داوطلبانه توګه له بل دولت سره يوځاې کيدل ياهرهغه سياسي حالت چې بايد خلک يې په خپله ازادانه توګه سره اختيارکړي .

يعنې ددې څخه مطلب په داخل دهېواد کې دخپل ځان لپاره دمشر ،رئيس جمهور يا پاچا ټاکل د انتخاباتو يا رايي ګيرې له لارې خو بغير ددي څخه چې دنورو ګاونډيو هېوادونو دلاسوهنې په نتيجه کې دنوموړې هېواد لپاره رئيس جمهور وټاکل شي اوبيا وروسته د داخلي افرادو سره يې مشکل وي اونه همغږي رامنځته کېږي چې دا هم ديوهېواد لپاره دبربادۍ سبب کېدای چې دا کار بيا دملګروملتونو دمنشور خلاف عمل کڼل کېږي .

مثال : که چيرته فکر وکړو دغه پورته ټولوپرنسيپونو له نظره په افغانستان کې يې يو هم نه دې عملي شوای اوکولای شوو چې دهريو پرنسيپ لپاره افغانستان يوژوندې مثال ورکړو.

۶ـ ددولتونو دحاکميت او واکمنۍ برابري.
ټول هېوادونه دواکمنۍ له برابرښت نه برخمن دي . ټول هېوادونه دنړيوالې ټولنې غړي دي . نو له همدې امله يې حقوق او وجايب هم سره برابر دي . نو ځکه دکوچنيو او لويودولتونو ، پرمختللو اوشاته پاتې هېوادونو ترمنځ کوم توپير اوتفاوت که دنړۍ په هره نقطه کې وي ، نشته .

دحاکميت برابري په ځانګړې توګه لانديني مطالب رانغاړي

۱- له حقوقي اړخه ټول دولتونه سره برابردي.

۲- هردولت دا دنده لري چې دنورودولتونو شخصيت محترم وبولي.

۳- ددولتونو سياسي خپلواکي او ځکمنۍ بشپړتيا بايد تريرغل لاندې رانه وستل شي .

۴- هردولت دا دنده هم لري چې په هراړخيزه توګه اوپه ښه نيت خپل نړيوال وجايب سرته ورسوي اوله نورو دولتونو سره په سوله کې ژوند وکړي 

ددي څخه مطلب دادی چې هيڅ هېواد دحقوقي اړخه په بل هېواد برتري او فوقيت والې نه لري که هغه قوي هېواد وي اوکه کمزورې هېواد وي اوددي ترڅنګ بايد هرهغه هېواد چې سياسي ازادي اوځمکنۍ بشپړتيا لري بايد دبل هېواد تر تيرې اوفشار لاندې رانه وړل شي ځکه چې زور اوفشار هم دملګرو ملتونو دمنشور خلاف عمل ګڼل کېږي اوبايد داستقلال لرونکي هېوادونو باندي تيرې اوتجاوز ونه کړي په جنګ ځپلو هېوادونو کې سولې لپاره کار وکړي اونړيوال وجايب سرته ورسوي 

۷ـ  په نيک نيت دنړيوالو دندو او وجايبو پلي کول .
دولتونه بايد هغه دندې چې دملګرو ملتونو دمنشور په اساس دوي ته ورله غاړي دي، په ښه نيک نيت ترسره کړي . پورتني پرنسيپ ددولتونو د دندو څخه ښه خبر دی چې هغه نړيوالې دندې چې دملګرو ملتونو دسازمان په منشورکې دندې اودنړيوالو معاهداتو مندرجه وجايب، دنړيوالو عمومي حقوقومنل شوي پرنسيپ ، هغه چې ددوې ته ورله غاړه دی، نه يوازې داچې دوې يې پلې اوسرته ورسوي ، بلکې هغه بايد په ښه نېک نيت سره پاې ته ورسوی.

دنړيوالو وجايبو په ښه نيت پلي کول ددولتونو ترمنځ دنړيوالې دوستۍ او همکارۍ فضا رامنځته کوي اودنړيوال امنيت او سولې دژر پلي کېدو لپاره يو با ارزښته پرنسيپ دی.

اووه هغه پرنسيپونه چې په پورته ډول ترغور او څېړنې لاندې نيول شوې وو، او توضيح شول ، دنړيوالو معاصرو عمومي حقوقو يوه برخه ده او ددولتونو ترمنځ داړيکو دپراختيا لپاره لارښوونکي بلل کېږي . کله چې دا پرنسيپونه په عملي ډګرکې رعايت اوله دې سره سم په ځانګړي توګه دلويو قدرتونو په خپل منځي غبرګونونو کې ، يا د درېيمې نړۍ له هغو هېوادونو سره چې نوي دپراختيا په حال کې دي ، رفتار وشي ، له اقتصادي ، کلتوري اوټولنيزه پلوه تريو لازم انساني قيادت لاندې پلي شي ، اوپه يوه داسې ټولنه کې چې هميش په کې سوله او امنيت پلي وي، دا پرنسيپ هم پکې پلي کېدای شي ، پورتني يادشوي پرنسيپونه اوسمهال دنړۍ په اوسنيو شراېطو کې ديوې ډيموکراټيکې ټولنې حقوقي بنسټونه بلل کېږي اوشمېرل کېږي .

يعنې ټول هغه قواعد ، يا قوانين چې دنړيوالو هېوادونو ترمنځ اوياهم دملګروملتونو اونورو نړيوالو ټولنو لخوا رامنځته شوي دي بايد دټولو ته لومړی درناوې ، بيا پرې عمل يعنې عملي کړي ترڅو نور هېوادونه هم دنوموړو قوانينو څخه سرغړونه ونه کړي اوښه يې عملي کړي اوهريو هېواد يې په خپله برخه کې په جلا ، جلا توګه ترسره کړي .

 

ماخذونه
 

1.   ابوزهره ،امام محمد ، ژباړن، سيد احمد شافعی ، چاپ کال ۱۳۸۳ هـ ش، روابط بين الملل در اسلام ، ، خپروونکی بانګاه انتشارات و مطبعه ميوند .

2.   حقمل، محمدايمل، کال ۱۳۹۵ هـ ش ،  نړيوال بين المللي حقوق لکچرنوټ، ننګرهارپوهنتون حقوقواوسياسي علوموپوهنځی.

3.   درانې ، احمدګل واثق ، ۱۳۹۳ هـ ش ، دحقوقوبنسټونه ، مازيګر خپرندويه ټولنه .

4.   رضا موسى زاده، ۱۳۷۶.، حقوق بين الملل عمومى ، تهران، وزارت امور خارجه.

5.   سيدباقر مير عباسى چاپ کال ، ۱۳۷۶.، حقوق ژبين الملل عمومى ، تهران، دادگستر.

6.   شاو ، ملکم ، حقوق بين الملل ، ژباړه محمد حسين وقار ، ۱۳۶۹ هجري شمسي.، ناشر: ايران، ګنج دانش.

7.   صافی ودير ، نړيوال عمومی حقوق ، ژباړن امان الله ايمان چاپ کال ۱۳۸۷ هـ ش.، خپروونکی ميوند خپرندويه ټولنه .

8.   ضيا بيګدلی ، محمد رضا ، ۳۳ چاپ ۱۳۸۷ هـ ش، حقوق بين الملل عمومی ، ناشر: ايران ګنج دانش.

9.   عماد زاده ، محمد کاظم  ، چاپ کال ۱۳۶۹ هـ ش.، حقوق بين الملل عمومی ، خپروونکی انتشارات عطا.

10.  له فور، لويي، ۱۳۲۱ هـ ش ، نړيوال عمومي حقوق، ژباړه، محمد قاسم واجد، کابل، عمومي چاپخونه . 

11.  محمد ابراهيمى،۱۳۷۷،اسلام و حقوق بين الملل عمومى ، تهران.