په تیرو ۲۰ کلونو کې تل د ډيورنډ پر فرضي کرښه میشتو ولسونو د پاکستان د سرحدی سرغړونو، افغان ضد کړنو او دوامداره یرغلونو څخه شکایتونه کول.
ولې دغه رویه پر تیرو ۸ کلونو کې تر ټوله سپکه بڼه او ناوړه بدلون کړې، د بېلګي په توګه پاکستان پردې موده کې لږ تر لږه ۲۷ ځای سرحدی بریدونه مات کړې او له ۵ تر ۲۰ کیلومیترو يې افغان خاوره غصب کړې، پر ۱۷ نقطو کې یې د افغان خاورې دننه ستراتیژیک امنیتي او دفاعي تاسیسات جوړ کړې، کلونه کېږي چې له ننګرهاره، تر کنړ او کندهاره په پرلپسي توګه افغان خاوره پر توغندیو ولي چې پر پایله کې یې زرګونه افغان کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوی، ځاني او مالي زیانونه یې ور اړولي، دارنګه له تیر ۲ کلونو رایسي د اغځن تار او پر افغان خاوره کې د دروازو پر جوړولو هم اقدام کړې.
تازه پېښې یې د ننګرهار دور بابا څڅوبي سیمه او د کنړ پر مروره کې د نویو دروازو جوړولو او پر یو نادر ګام کې د کنړ مرکز اسعداباد په توغندیزو راکیټونو ویشتل دی.
پر متقابل ګام او غبرګون کې افغان ولس، ملي شوراه او د چارو شنونکې د پنجاب د دغه بي شرمانه یرغل پر وړاندې درېځ نیسي او توند غبرګونون وښیې مګر افغان حکومت تل له سیاسي لارو د پنجاب د یرغل، غصب او اشغال ژمنه وکړې ولي پایلۍ یې صفر او حتا لا ورځ تر بلې د پنجاب لخواه د نویو او لا یرغلګرانه تیریو شاهدان یوو.
له پنجاب سره د څو معاملو بېلګې:
۱ـ د اوسنې حکومت پرمهال عملا د پاکستاني حکومت له لوری په تورخم او چمن کې سرحدی دروازی جوړې کړې، دباډر اصظلاح ورته یاده شوه او له عمران خان سره په پرانیستې کې یې د ننګرهار پخواني والی چې تازه د دفاع وزارت مرستیال شوی شتون لرل.
۲ ـ بل لور ته د ډېورنډ په کرغیړنه کرښه د پنجاب لخواه نږدی ۲ کاله کیږی چې اغځن تار تېریږی، هغه تار چې ټول لګښت یې امریکایان ورکوی، مګر د افغان حکومت له لوری پدی اړوند د ولس او سیاستوالو د جدی اعتراضونو سره، سره تراوسه یو ګام څه چې یو عادی رسنیز دریځ هم نه دی نیول شوی.
۳ ـ د کونړ، ګوشتې او کندهار یوشمیر افغان سیمې د یوې معاملې په ترڅ کې پنجاب ته پریښودلي شوی، ولس او رسنیو دا موضوع راپورته کړله ولي حکومت یې پر سر لا تراوسه هم پټه خوله ده.
۴ ـ د ملی یوالي حکومت پرمهال د پنجابی حاکمیت مخالف مشهور بلوڅ ملتپاله لکه اجمل بلوڅ چې د کندهار په پرامنه سیمه عینو مېنه کې اوسېده ترور شو او دیته ورته ډېر نور ووژل او یا په نښه شو، هغه چاره چې مطلقا د استخباراتي معاملو بوی ترې راځی.
۵ ـ لطیف الله محسود، چې د پنجاب سرسخت دښمن وو، او دغه خوځښت د مسيدو یو تاریخی ـ مذهبي جریان ده چې تل یې پنجابي ـ پاکستاني حکومتونو ته د محکوم افغانستان په خاوره کې خنډونه راولاړ کړې، افغان حکومت د پنجاب دا سرسخت دښمن د یوې استخباراتي معاملي په پایله کې پنجابیانو ته لاس تړلی وسپاره.
۶ ـ د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله هم د پنجاب او امریکا سره په معامله کې لومړی ونیول شوو بیا یې امریکا ته ځای وښودل شو او ووژل شو.
۷ ـ د آی ایس آی مامورین د لومړی څل لپاره د اوسنې حکومت سره په معامله کې ارګ ته راوستل شو، په ارګ کې وساتل شو او په اخیر کې د امنيت په زیندانونو کې د پنجاب ضد زندانیانو دوسیې یې وپلټلي او هغه ټارګیټونه چې هدف وو ترلاسه یې کړل.
۹ ـ د اوسنې حکومت پر مهال کې پر پښتنو قبایلو د ډیورنډ پر پوله د اوښتو را اوښتو بندیز او پر سر یې معامله وشوه.
۱۰ ـ له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو شریکولو تړون په ارګ کې د ای آيس ای له مشر سره لاسلیک کېدو ته چمتوه وه چې بیا د پخواني ولسمشر کرزی او افغان ولس د توندو غبرګونونو له امله وځنډول شو.
۱۱ ـ د لومړي ځل لپاره د افغان ملي اردو افسران د پنجاب تعلیمي مرکزونو ته ه واستول شو.
۱۲ ـ د اوسنې حکومت له پیله تر همدا ننه د پاکستان پنجابي پوځ هره ورځ افغان خاوره ( کنړ او خوست ولایتونه ) په راکیټونو ولي، مګر حکومت پرې چوپه خوله او داسي ښکاري لکه دغه سیمه چې د سهیلي افریقاه برخه وی.
بین الافغاني خبرې او د راکیټو شدت ـ تصادف که نوی لوبه؟.
د پاکستان لخواه د ډېورنډ له صفری نقطي مخکې تګ، د ننګرهار پر دور بابا او د کنړ پر مروره کې پر ښکاره توګه پر کیلومیترونو دننه پر افغان خاوره کې د تاسیساتو ـ دروازو جوړول او پر راکیټونو د کونړ مرکز اسعداباد ویشتل د افغان حکومت له اوږدې چوپتیا سره او بیا پر ناڅاپي توګه د شپی لخواه ننګرهار او کنړ ته د امنیت شوراه د سلاکار ښاغلي محب سفر او هلته له پاکستان څخه د غچ او طالب اوبو ته د پاڼي ویونکو لاسپوڅي بلل د دې پرڅای چې یو تصادف واوسیږی د یوې نوی لوبي او معاملي رنګ تر شاه لری.
زه ویره لرم چې یوشمیر امریکایی، پنجابی او پر افغانستان کې دننه پرديپالي امنیتي ـ استخباراتي کړۍ د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې د یوې نوی دسیسې، د ولسي ذهنیت خرابونکې او پر ټوله کې د سولې د روانو هڅو پر وړاندې د بندون، سبوتاژ او حتی ماتي تر درشله د یوې موقعي پر تمه او د یوې دسیسې پر لټه کې دې.
افغان ولس ته څه کول پکار دې:
داچې د ننګرهار د دوربابا ولسوال ته د پنجاب صوبدار وایې: چې د اغځن تار او دروازو جوړولو د پروژې خنډ نشي، کنه له کابله به منفق شي او ۳ ورځې لا نه وې تېرې چې د ننګرهار د ولایت له مقام څخه ولسوال ته زنګ وهل کیږی چې ته ګوښه او د تل لپاره تقاعد شوی یې، چارې دې د ولسوالۍ اجرایه مامور ته وسپاره او ته کور ته لاړ شه، دا د دې څرګنده ښوودنه کوی چې پر حکومت کې داسي کړۍ شته چې د شخصي او ټیمي ګټو پر موخه په دغه لوبو کې لاس لری، وطن ته خاین دې، پلورل شوی دې، جواسیس دې او د پنجاب سره د مخالفت پر دریځ کې اصلا همدوی د پنجاب نوکران، چاکران او ورڅچارې بړیڅې دې.
اوس دې ټولو ته په کتو سره یوازنۍ لاره او د افغانستان د ژغورنې فرصت چې هم افغانان له روان بدامنه، ناوړه او ګواښونکې حالت څخه د یوه واقعي بدیل پر توګه ژغورلي او ورپسي د ښې سبا هیلۍ تړلي شي هغه یوازی له سولې ملاتړ، سولې ته فردی او ولسي کار او پر ټولو کې د ټولو هغو پر وړاندې درېدل پکار دې چې سوله تخریبوی، د سولې په لار کې خنډونه او ځنډونه راپېداکوي، د سولې پر خلاف او د سولې د سبوتاژ او بلاخره د سولې یعني افغانستان د ناکامولو او ماتولو هڅې کوی.
افغانان پر داسې یوه وضعیت کې چې د چارو واګۍ یې د وچي ډوډۍ د غلو، سیاسي زعامت یې د بهر څخه را وارد شویو بي بنسټو او پر ټوله کې د تاریخ د تر ټولو بدمخو او ورځچارو ـ ځانچارو پر لاس کې دې ولس سولې ته له کار او له سولې څخه له واقعي ملاتړه د ځان، وطن او تاریخ د ژغورلو په لار کې بل انتخاب نه لری.
پر همدې بنسټ که غواړو چې چوپ پاتي نشو نو له سولې ملاتړ وکړې ترڅو پنجاب او معاملګر یې رسواه، منزوی او مختورن شي.