(بسم الله الرحمن الرحيم )
افغانستان دجګړې خارجي عوامل
صاحب الله (رحيمي)
دخپرېدو نېټه : ۱۲ / ۵ / ۱۳۹۹ هـ ش
څرنګه چي د تاريخ په اوږدو کې دغو هيوادو(شوروي اومريکا) طاغوتي اوشيطاني طاقتونو خپلې د وحشت او دهشت ،د فساد او د فتنې ډکې څيرې نړيوالوته وخت په وخت په يونوم اوبل نوم ښکاره شوې چې دغو انسان ډوله ځناورو او اشغالګرو بشريت باندې د امن او سکون خوب حرام کړي او د هغوي صلحه او نيکمرغي يې د ګواښ سره مخ کړې ، دغو بشر ضد وحشيانو کله خپل منځ کې يو بل داړلي او کله يې د نړۍ مظلومو،بي ګناه او کمزوريو هيوادنو وينې څښلي اوپه خپلو کورنو کې يې د وير په ټغر کېنول لکه افغانستان،عراق او د زبر ځواکونو د مخامختيا څخه وروسته يو له هغو پايلو څخه چې منځ ته راغلې د ښکېلاک کمښت وو،دښکېلاک د کمښت له امله چې د ورستيو دريو پيړيو محصول ده او په هغې کې د ښکېلاګرو ځواکونو رقابت ډير رول دردلودل د خپلواکو هيوادونو په شمير کې زياتوالي راغي ،د همدې پايلې سره يو ځاي يو شمير نړيوال لوي سازماونونه هم رامنځ ته شول په دي ډول ورو ورو د پخوانيو زړو ښکېلاګرو ځواکونو ځاي نويوو زبرځواکونو ونيو ، دوي چې بين المللې اړيکو کې لوړ حيثت پيدا کړ نو د نويوو ازاد شويو هيوادونو او نړيوالي ټولنې د ارادې پرخلاف چې يو ډول نړيوال عادلانه نظم يې غوښت د دوو زبر ځواکونو رقابت د اکثرو هيوادو په بر خليک اغيزه وکړه ان دا چې بشريت تر پخوا لازيات خطر سره مخامخ شو، د دغه رقابتونو يوه پايله جګړه وه کومه چې دټولو هيوادنو په خارجي سياست يې په مستقيم اوغيرمستقيم ډول اغيزه لرله او د نړيوال سياست ژوند يې مشخص کاوه او همدارنګه ويلای شوو. چې دافغانستان دجګړې خارجي عوامل دېته ورته نور عوامل هم شتون ولري.
د جګړې تعريف
جګړه هغه کشمکش ته وايي چې د دوو يا تر دوو ډيرو لوريو ترمنځ د نيواک او بريا لپاره وي او انسان پکې وژل کيږي. دا کشمکش (که د هيوادونو يا انسانانو) ترمنځ وي کوم توپير نلري خو د انسانانو وژل پکې اساسي ټکي دي.
همدارنګه جګړې ډيرډولونه لري چې مونږ يې په لاندې ترينه په لنډ ډول يادونه کوو.
د امنيت لپاره جګړه
د شتمنۍ لپاره جګړه
د ځمکې لپاره جګړه
د قدرت لپاره جګړه
دين او جګړه
د سياسي باورونو لپاره جګړه
د ازداۍ لپاره يا د ظلم پر وړاندې جګړه
د جګړی تاريخي شاليد
د ځينو رواياتو له مخي، وايي کله چې ابليس د خپلو شيطاني انديښنو په اثر، د آدم (ع) د زامنو، هابيل اوقابيل تر منځ د نفاق او دښمني تخم وشينده او له بلي خوا دا چې قابيل په ناز و نعمت او هابيل په خواريو او غمونو کې ډوب ؤ او په سختيو کې يي ژوند کاوه، چې ريښي يي همغه د شيطاني تحريکاتو، احساساتو، ځان غوښتني، ناانډول توب او کورنۍ توپيرونو کې ښخي وي، او په پاي کې خبره ودي ځاي ته ورسيده چې قابيل راولاړيږي او خپل يوازنۍ ورور هابيل د نيزي په څوکه وژني.
د دغي غم لړلي پيښي څخه ورورسته د قابيل او هابيل د زوزاد، اولادونو، کورنيو ټبرونو او په پاي کې د ټولني تر منځ د مخالفت او دښمني تخمونه کرل کيږي. په دي توګه د انسان د ټولنيز ژوند په لومړيو مرحلو کې د پاسنيو فتنو، توپيرونو او ناانډول توب د راپيدا کيدو زيادتيدو او ژورتيا په وجه غچ اخستل او جګړي هم پيل کيږي.
اوس که د يوي شيبي لپاره غور وشي، چې نن په نړي کې د ځينو افراطي فکرونو، تګ لارو او پاليسيو، ځان ځاني خوبونو، د لوړتيا غوښتني د هيلو او د ټولنيزو ژور ناانډول توب او توپيرونو له امله د رامنځ ته شوي روانو جګړو او تراهګريو په سبب، د ټولي نړۍ په بيلابيلو ګوټونو کې د دښمنيو او کرکي څومره تخمونه کرل کيږي؟ آيا اټکل کولاي شو چې د نړي په کچه د دي کرکيلي حاصل او ثمره، څومره نوري دښمني ګاني او کرکي يي راپارولي او انساني ټولني يي د ناهيلو سره مخامخ کړي دي؟ آيا انتظار کيداي شي چې د دي کښت د حاصل څخه دي د تخريب او ويجاړولو او په ناروا ډول د نړي د تر لاس لاندي کولو د نيت څخه دي پرته بله لاس ته راوړنه ولري چې د بشري ټولني د قناعت وړ وي؟ همدارنګه د ساري په توګه که د نن څخه دوه زره کاله وړاندي د تاريخ پاڼي واړوو او د شکلي توپيرونو څخه پرته د هغه مهال د بشري ټولني د اخلاقي، رواني او د ځان غوښتني حالات د نني ورځي د علمي، تکنالوژيکي پرمختګونو او مدني هيلو په پام کې ساتلو سره د انساني ټولنو د اخلاقي، رواني او د ځان غوښتني حالات سره پرتله کړو، آيا ويلاي شو چې په کومه خوا کې به ناخوالي، بدمرغۍ، وحشت، ناآرامي، مرګ او ژوبله او د وينو بهول زيات وي؟ عملاً ځواب به يي داسي وي چې د نني ورځي د متمدني او پرمختللي نړۍ د زباني د بدمرغيو، ناآراميو او مرګ او ژوبلي د تلي پله ډيره درنه او د مقايسي وړ نده، دا ځکه چې نن د بشر د ډله ايزي وژني لپاره تر هستوي وسلو پوري کارول کيږي، نو داسي پوښتني منځ ته راځي چې د انسان د ژوند طبيعي اړينه او د پرمختګ څخه هيله څه شي ده؟ جګړه، تراهګري، مرګ او ژوبله؟ او که سوکاله، آرام او پرمختللي خوشحا له ژوند؟ طبعاً انسان غواړي چې سوکاله، آرام، مترقي او خوشحاله ژوند ولري. د دغه ډول ارماني ژوند لومړنۍ اړيني دا دي چې انسان د پوهي او کار خاوند، په نس موړ، په تن پټ، سرپنا ولري، په سوله کې ژوند وکړي، د روغتيايي چارو، ښووني او روزني د نعمتونو څخه برخمن وي او د نورو طبيعي او ټولنيزو آفتونو، ناخوالو، ستونزو او نورو کمبوديو سره مخامخ نشي.
دا هم بايد څرګنده شي، چې پورتنۍ اړيني په طبيعت کې تيار او آماده نه دي چې انسان پرته له کار او زحمت څخه د خپلو هوسونو پر بنا د هغو څخه ګټه اخلي. بلکه هغه بايد په غور کولو د تندي په خولو، د لاسو په تڼاکو او د ګډو مرستو پر بنا وکټل شي. د هغو لپاره اړيني وسايل جوړ شي يا د روزني شرايط ورته برابر شي، تر څو د اړتيا وړ هر څه توليد او حاصل شي. همدارنګه د توليد شوي او يا لاس ته راغلي حاصلاتو د ويش لپاره يو داسي د باور وړ ټولنيز نظم او د قانون حاکميت منځ ته راشي چې وکولاي شي په لومړي سر کې د بي نظميو، خود سريو، چور و چپاول او زور زياتي مخنيوي وکړي او هم د انسان استعداد و سوله ايز او عادلانه ژوند ته او نورو پرمختګونو پر لوري يي وهڅوي او د جګړي، تراهګريو، شيطاني افکارو، مخالفتونو، بدمرغيو، ځان ځاني خويونو، ظلم، تيرۍ او نورو نارواؤ څخه وژغورل شي.
د دي اړيني پر بنا بي ځايه نده که نه يو ځلي په جهان کې د بشر د جګړه ايزوکړنو او د مشهورو جګړه مارانو د وحشت او جناياتو څخه پرده پورته شي، تر څو ښکاره شي چې د لوي خداي د مځکي پر مخ د دي ښايسته او بي ګناه مخلوق پر برخليک باندي څه لوبي شوي دي او څه لوبي رواني دي. تر څو د هغو په رڼا کې حقايق او د ستونزو ټولنيزي، اقتصادي عوامل او تاريخي ريښي يي څرګندي او د جګړي پايلي ښه تره روښانه شي. بر سيره پر دي د دغو تيرو ترخو تجاربو څخه زده کړه وشي او د اوسنيو روانو ستونزو او نازکو حساسو حالاتو د واقعيتونو په درکولو سره د مسووليت احساس پياوړي شي. په دي هيلي سره به د لرغوني زماني څخه بيا تر ننه پوري ځني مهم او لوي لوي جګړي او فتوحات او د امکان تر بريده پوري د هغو انساني، مادي او معنوي پيښ شوي ضايعات او زيانونه د يادوني په توګه وسپيړو.
په لرغوني يونان کې جګړي او د مقدوني سکندر د فتوحاتو پاېلې.
يونان د ميلاد څخه د مخه د يو لوي او عظيم مدنيت لرونکي ؤ. يونان د نړۍ په لرغوني تاريخ کې ستري وياړني لري. د يونان د هغه وخت لرغوني آثار چې تر اوسه پوري په موزيمونو کې خوندي دي، تر ننه پوري انسان ورته هيښ پاتي دي. لرغوني يونان د فلسفي افکارو او پوهنو په وده او د تخنيکي پر مختګونو په اعتبار په ټوله اروپا کې يو مخکښ هيواد ؤ. دموکريت، افلاطون، پريکلس، اريس طوفان، هيرودوتس، ارسطو، سقراط، اپيکور او ګڼ شمير نور پوهان د بشر د فکري ترقي او پرمختګونو لوي لوي لارښوونکي تير شوي دي. (۱) د پورتني وياړونه سره سره په لرغوني مهال کې، يونانيان هيڅکله پردي نه دي بريالي سوي چې د اوږدي مودي لپاره يو مرکزي دولت يا کومه لويه مرکزي امپراطوري جوړه کړي. يونان شل ځانګړي، خپلواک ښاري دولتونه ؤ. هر ښار ځانله حکومت ؤ. حکومتي سيستم جمهوري ؤ نه شاهي. ښار د دولتونو مرکز ؤ. د ښار شاوخوا، کلي او محلات چې د مربوطه ښار د اړتيا مواد يي توليد او د هغه ښار په سياسي قلمرو کې شامل ؤ. د هر ښار اوسيدونکي د ټولنيز ترکيب له مخي تقريباً يو شانته دري طبقي وي.
د بډايانو طبقه، چې د ښار اداره او کنترول د دوي په لاس او واک لاندي ؤ. منځنۍ طبقه يا عادي خلک چې په حکومتي چارو کې چندان لاس نه درلودي، خو په کار و کسب او خواريو کې اخته ؤ. دريم د بينوايانو او مريانو طبقه ده چې شمير يي زيات ؤ، خو په اداري چارو کې هيڅ اثر او اغيزي نه وي. دوي يوازي او يوازي د ښار په شاقه کارونو او په جګړو کې د پرسونل په توګه او ان د اوزارو پر ځاي به يي کارول.
د لرغوني يونان په ښارونو کې لوي مصيبت او بدمرغي دا وه، چې ښارونه سره متحد نه ؤ. د ښارونو تر منځ د ګډ کار پر ځاي، دښمني او تنګ نظرانه ځان ځاني خوي او سخت منفي سيالي او رقابتونه جاري ؤ. هر ښار په ځانګړي توګه ځانله اردو او د نظامي واک خاوندان ؤ.
دغه ځان ځاني خويونه، وچ غرور او د نفسي خواهشاتو تر اغيزي لاندي تل په دوام داره جګړو او شخړو کې مښتي ؤ. په دي شخړو کې په طبيعي توګه، ځاني مادي او معنوي خساري تر حسابه وتلي وي. وايي د سکندر پلار، فيليپ يو با تدبيره سړي ؤ. نوموړي د خپل ښار د حکومتي چارو په لاس کې ولاړ ؤ. ده خپل ښار ډير تقويه کړي ؤ. په نظامي تجهيزاتو سمبال غښتلۍ او پياوړي اردو يي جوړ کړي او په واک کې ؤ.
فيليپ په (۳۳۷ ق.م ) کال کې ووژل شو. سکندر، د ده زوي پر تخت کښيناستي. سکندر په دغه وخت کې شل کلن ځوان ؤ. سکندر تند خويه، خود سره، کبرجن، کينه کښه او د ځانه څخه راضي شخص ؤ. د نظامي چارو سره يي ډيره مينه وه. د پلار منظمه او با دسپلينه اردو په واک کې ورته پاتي ؤ. سکندر په تاريخ کې لوي فاتح ګڼل کيږي. ده په رښتيا سره ډير ځايونه يي فتح کړي دي. سکندر کوم خاص محبوبيت يي نه لاره، ان د ده ښاريانو هم په ښه سترګه ورته نه کاته. د پوهي خاوند نه ؤ. د ده ټول کمال په بي رحمي، قصي القلبي او ظلم کې ؤ. دي يو وينه بهوونکي او غج اخيستونکي سړي ؤ. دي چې د يونان په نظامي او جګړه ايزو شرايطو کې لوي شوي ؤ يو پياوړي جګړه مار ؤ.
د لرغوني يونان په ښارونو کې تب، اسپارت او آتن تر ټولو لوي لوي ښارونه ؤ. د اسپارتيانو او آتنيانو جګړي، له دي کبله چې بي شميره قربانيان يي پري ايښي دي په تاريخ کې زيات شهرت لري. وايي سکندر د تب پر ښار باندي، چې يو ګاونډي ښار ؤ حمله وکړه. دغه ښار د سکندر په وړاندي ټينګ مقاومت وښود او تسليم نه شو. سکندر د خپل جګړه ماري او ظالمانه خصوصياتو په لرلو سره پر ښار باندي وحشيانه هجوم يو وړ او دغه ښکلي تاريخي او آباد ښار يي د خپلو ټولو آثارو، وياړنو ښکلو ، ښکلو ودانيو، موزيمونو سره يي ټول د خاورو او ايرو سره برابر کړ. ولس يي قتل عام او د وينو ويالي يي وبهولي. ځني محدود کسان چې د مرګ څخه بچ شوي او ژوندي پاتي و، همغه يي ټول د مريانو په څير، يرغمل ونيول او په نورو جګړو کې يي ووژل.
وايي د خپل جګړه مارۍ، بي رحمۍ، غچ اخستنې او ځان غوښتنې د ځانګړونو په لرلو برسيره، سخت دريځه بخيل او حسود هم ؤ. د ساري په توګه- کله چې سکندر په (۳۳۴ق.م) کال کې د (۱۳۰۰۰) پيلو او (۴۰۰۰) سپاره په ملاتړ او ملتيا او هم د اړيني په انډول خپل اکمالاتي او لوژيستکي تياري د نيولو څخه وروسته پر مصر او ايران باندي يي يرغليزي حملي پيل کړي، نو په دي ترڅ کې يي د ايران د وخت د شاهانو لوي لوي او مجلل قصرونه يي ونړول او خورا زيات زيانونه يي ورواړول. سکندر دغه ظالمانه کړنه يي يوازي په دي پلمي وکړ چې ګويا يو وخت د ايران شاهانو د آتن ښار ته اور اچولي ؤ. همدا راز په دي لړ کې د جمشيد د افسانوي عظيم او باشکوه قصر د نړولو يادونه هم کولاي شو. نوموړي ماڼي چې په سيمه او حتي په نړي کې بل ساري نه و او يو سياسي مرکزي ځاي او ماڼي ګڼل کيدي، د همدي سکندر په لاس ونړول شو. دغه ماڼي د يوپنځو سو کالو په بهير کې د وخت د ګڼ شمير د ماهرو مهندسينو، د پرله پسي کار او زيار په ګاللو او د زياتو مالي لګښتونو په بيه جوړ شوي ؤ. د ماڼي د نړولو اساسي علت او دليل يي د سکندر د حسادت او بخل خوي او خصلت نتيجه وه.
سکندر حاضر نه ؤ چې د خپلي سياسي واکمنۍ په قلمرو کې او يا د هغه د باندي بل عظمت او يا د بل چا درناوي وويني. په همدي بنا و چې سکندر به ډير مهم مفتوحه ځايونه او ښارونه يي په خپل نامه کاوه. چنانچه په مصر کې د سکندريي لوي بندري ښار تر اوسه پوري د ده په نامه ياديږي.
سکندر د مصر، ترکيي، ايران د نيولو نه وروسته په (۳۳۰ ق.م) کال کې د افغانستان پر لوري يرغل پيل کوي او غواړي چې د دي لاري ځان هندوستان ته رسوي. سکندر دلته د زياتو ربړونو، جګړو او مقاومتونو سره سره د هرات. کندهار- کابل او بلخ له لاري ځان تر سيحون او جيحون پوري رسوي. (۲) سکندر په دي سيمه کې د ولس داسي يو موټي ملي مقاومت سره مخامخ کيږي چې د خپلو ټولو فتوحاتو په جريان کې نه و ورسره مخامخ شوي. وايي سکندر هيښ پيښ پاتي ؤ، نه پوهيدي چې څه وکړي. د اراضي سره د نابلدتيا او د خپلو جنګياليو د تلفاتو له امله له بلي خوا، د جګړي واک يي د لاسه ورکړي و. په دي توګه د پرمختګ پر لار کې د خنډ او ځنډ سره مخامخ کيږي.
«وايي د سکندر مور يوه پوهه، با تدبيره او د نظر خاونده ښځه وه. مور په ځانګړي حالاتو کې وخپل زوي، سکندر ته لارښووني او مشوري ورکولي. سکندر هم د مور ومشورو او نظريو ته په درناوي غوږ نيوي. نو کله چې سکندر په دي سيمه کې د پرمختګ په لار کې ځند راغي او هم د سيمي او ولس د يووالي او وطن پالني ځانګړي مينه وليده، نو موضوع يي د خپلي مور سره شريکه کړه او مشوره يي تري وغوښتله. سکندر و خپلي مور ته داسي خبرداري ورکړ چې ګويا د افغانانو يو ګروپ د خبرو لپاره و دي ته ورځي او د خاورو يوه کڅوړه هم له ځانه سره ولري.
مور به يي کڅوړه اخلي او د افغانانو په وړاندي په بي پروايي او سپکاوي سره به خاوره پاشي او تيتوي يې. افغاني پلاوي چې د سکندر د مور سپک وضعيت او بي احترامي ويني، سخت په غوسه کيږي او دو باره خاوره ټولوي يې... د سکندر مور چې دغه جريان ويني نو وسکندر ته داسي لارښوونه کوي چې دلته په دي سيمه کې ستا پرمختګ ناشوني کار دي، بايد بيرته پر شا راوګرځي. سکندر پخپله هم دغسي يوي نتيجي ته رسيدلي ؤ چې بيرته پر شا ولاړ شي.» (۴) دغه کيسه چې هر رنګه وي، خو د افغانانو يووالي، وطن پالونکي او د يو موټي ملي روحيې ښکارندوي دي. د سکندر په هکله داسي ډيري افساني شته چې ځني يې ډيري په زړه پوري، د پام لرني او يادولو وړ دي.
وايي يو ځلي سکندر د خپلو فتوحاتو په بهير کې سخت په عوسه او خپه ؤ. د مشاورينو څخه يو تن پوښتنه ځني وکړه چې ولي خپه يې؟ سکندر په ځواب کې يې ويلي ؤ، نه پوهيږم چې اوس نو څه وکړم. نړۍ خو مي فتح کړ، بل کوم ځاي نه دي پاتي چې فتح يې کړم. دغه خبره د سکندر د بي معلوماتي او د جغرافيايي پوهي د بي خبري نښه ګڼل کيږي.
«همدارنګه وايي کله چې سکندر چين ته رسيږي، د چين پاچا و ده ته بلنه ورکوي او شاهانه ميلمستيا ورته جوړوي. د ډوډي خوړلو پر مهال، د ډودۍ پر ځاي د لعل و جواهرو، ياقوتو او مرغلرو ډکي کاسي او غوري ګاني د سکندر ومخي ته پريږدي او ورته وايي، بسم الله که، ښه اشتها درته ويي خوره، تر څو نور کسان هم په ډوډي خوړلو پيل وکړي. سکندر وايي څه شي وخورم؟ زما و مخې ته خو خواړه نشته. و ماته خو مو لوړ بيه ګاڼي ايښي دي. دا خو نه خوړل کيږي. د چين پاچا ځني پوښتنه کوي چې تاسو پخپل وطن کې جواهرات نه خوري؟ سکندر ورته وايي، نه، جواهرات څرنګه خوړل کيږي؟ زما خوراک هم د نورو انسانانو په شان، يوه يا دوه ډوډۍ دي. د چين پاچا بيا ورته وايي کله چې ستا خوراک تر دوو ډوډيو زيات نه دي او جواهرات هم نشي خوړلي، نو آيا دغه اندازه ډوډۍ ستاسو په ملک کې نه پيدا کيږي چې ويي خوري؟ دلته د لوي پلټن سره راغلي يي، عالم دي ويجاړ او ولسونه دي قتل عام کړل، ښارونه دي لوټ او بيا دي وشيزل، لوي لوي ماڼي ګاني دي ونړولي، د انسانانو وينه دي وبهولي، سر پر سر لوي لوي تاوانونه دي پيښ کړل. دا کار به دي نه واي کړي، هلته به دي خپل ژوند کولاي، خپل ولس ته دي مصيبت نه واي پيښ کړي، بد بينان او دښمنان نه واي پيدا کړي، په آرامه او وياړ به دي ژوند کولاي. کله چې سکندر د چين د پاچا حکيمانه او پر ځاي خبري واوريدي همغه کړي يې وپيتيله چې هرومرو د فتوحاتو او جګړو څخه لاس اخلي او پر شا وګرځي او بيا تر قيامته پوري د حرص پر ځاي د قناعت پر خواړه بسنه کوي. تر دي ظالمانه ګټي څخه د قناعت نړۍ په واقعيت کې د خپلواکۍ او سوکالي نړۍ ده. په جهان کې پر خپل حق تر قناعت څخه بله ښه تره دارايي نشته.
بايد په څرګنده ووايو چې تر اوسه پوري د ځينو په ماغزو کې دا مفکوره ريښه اي ځاي لري او ستر وياړ په دي کې بولي چې د نورو کسانو څومره ځمکي مو نيولي دي، څومره ولسونه او قومونه مو زجر او شکنجي ورکړي دي، د وينو څومره ويالي مو بهولي دي، او څومره مو خپل زيات وخت، فکر، پوهه او خپل عمر مو بي ځايه په دي لار کې لګولي او تير کړي دي. د نورو د ځمکو نيول او اشغالول، بي رحمي، د وينو تويول دا يوه غلطه او ناانساني مفکوره، شيطاني کار او شيطاني وسوسه ده چې د حرص څخه سرچينه اخلي. په دي اړوند د سکندر په باره کې يوه بله کيسه هم ولولو:
وايي، سکندر يو ځاي ته راورسيد، په هغه محل کې يو شخص په حکمت او پوهه کې ډير مشهوره ؤ. سکندر هيله وکړه چې که دغه شخص وغواړي او وده ته علم او حکمت ور وښيي. ځکه که د نړۍ شاه هم وي و علم او حکمت ته اړتيا لري. ځکه انسان د پوهي او علم په ذريعه کولاي شي چې د حقايقو په راز پوه شي. نو سکندر ته داسي معلومات ورکړل شول چې پلاني شخص چې په پوهه او حکمت کې لوي لاس لري او تر ده بل لوړ څوک نشته خو ځني کسان يې ليوني بولي او ځني هم دي لوي عالم او کامل شخصيت ګڼي. د سکندر خو ښه سوه، خپل استازي يې وروليږه چې رايې ولي. استازي ورغي او نوموړي عالم او حکيم ته يې د سکندر پيغام ووايه، چې سکندر دي غواړي که څه هم دا کار و تا ته ګرانه وي، بايد ويې مني او ورسه ورشي، ځکه سکندر د جهان لوي پاچا دي.
حکيم د سکندر واستازي ته وويل: زه د زماني د باچا د قيوداتو او امراو څخه خپلواک يم. ځکه چې ستا باچا د هغه شي بنده دي چې هغه زما فرمان وړونکي او زه يې خداي يم. په دي وجه ستا باچا زما د بنده، بنده دي، نو نه ښايي چې و ده ته ورشم. استازي د ناچاري له مخي راغي او دغه پيغام يې و سکندر ته ورکړ. سکندر په خښم او غضب سو او وويل چې دا سړي په رشتيا ليوني دي يا د جهالت له مخي بيګانه دي. ځکه چې زه د حق بنده يم او څرنګه کيداي شي چې حق تعالي د ده بنده شي. هيڅ څوک نشي کولاي او حق نلري چې ما خپل بنده وبولي. نو له ډيره قهره او غضب څخه حکيم ته ورغي او د سلام د ادا کولو نه وروسته وويل: دا څرنګه او په کوم دليل وايي چې زه ستا د بنده بنده يم؟ حکيم وروسته په جواب کې داسي وويل: اي پاچا تا يو لوي عالم تر پښو لاندي کړ، تر څو د ژوند اوبه پيدا کړي او ويي چښي او د تل لپاره عمر وکي او ژوندي پاتي شي. اوس دغه حرص پر تا خپل حکم چلوي او تا لکه خپل بنده هري خواته ځغلوي. ځکه نو تا په سلهاو لښکري تيار کړي تر څو د اوو هيوادونو څښتن شي او د خلکو وينه بهوي. که ته پوه شي چې د خپل حرص او آز بنده يې او وهغه ته دي دتسليمي سر ټيټ کړيدي او د هغه بنده ګي دي منلي ده، نو ته د هغه حرص او آز مري يې او هغه ستا څښتن او فرمان چلوونکي دي. په داسي حال کې چې ما ډير کلونه پخوا خپل حرص او آز کنترول او تر پښو لاندي کړي اوخپل تابع کړي او هغه زما مريې دي. ځکه نو ته زما د بنده بنده يې.
په دي توګه کله چې سکندر د دغه سړي حکيمانه خبري واوريدلي، د سکندر په سترګو کې اوښکي لکه د هغو وژل شوو کسانو ويني وبهيدلي او وي ويل: دا سړي نه يوازي چې ليوني نه دي، باکه تر ده څخه بل هوښيار او لوي عاقل نشته. زه اوس پوه شوم چې زما د ټولو فتوحاتو څخه د حرص او آز فتح کول لويه او ښه تره فتح ده. زما فتحي د ګناه فتحي وي». (۳) په هر ډول سکندر دلته د لرغوني افغانستان په سيمو کې د څلور کالو په موده کې د ټولو جنجالونو څخه وروسته او د نورو تازه دمه سپاهيانو په راسيدلو سره د دوهم ځلي لپاره پر شرقي سيمو يرغل وکړ، تر څو د هغي لاري ځان و هندوستان ته ورسوي. خو په سيمه کې د مقاومتونو له امله، په پاي کې د کنړونو د اسمار په سيمه کې سکندر زخمي کيږي. نور نو ډير خسته، ستومانه او د فتوحاتو واک د لاسه ورکوي. قواوي هم خواره واره کيږي، ورسره پاتي ځواک هم ستړي، پريشانه او د کاره لريدلي او هر څه ځني پاتي ؤ، همغه ؤ چې په ډير خواريو سره ايله چې ځان د هندو سيمو ته رسوي. په هند کې د ملاريا ساري ناروغي ګډه وه. سکندر هم د ملاريا په ناروغي اخته کيړي. د ناروغي په حالت کې غواړي چې په بيړه ځان خپل هيواد ته ورسوي. خو کله چې د بين النهرين ښار ته رسيږي، ناروغي يې سخته کيږي او همدلته د بابل په ښار کې د (۳۲) کلنۍ په عمر مري او لويه امپراطوري د ده د قوماندانو ترمنځ ټوټي ټوټي ويشل کيږي.
په پاي کې سکندر پر خپلو ټولو کړونو او فتوحاتو باندي پيښمانه ؤ، خو ناوخته ؤ. سکندر پر خپل ټول جلال او عظمت باندي ونشواي کولاي چې ځان تر خپله هيواده او تر خپله مور ليدي ورسوي.
دغه ؤ د نړۍ د لوي فاتح او وينه چښوونکي جهانکرده، د لوي سکندر برخليک او د ده د جګړو پايلي.
جګړه په افغانستان کې
پر افغانستان د شورويانو د يرغل پر مهال، ا فغان ولس او امريکا د ګډ دښمن له کبله يو بل ته نېژدې شول او امريکا د شورويانو پرضد پاڅېدلو جهادي خوځښتونو سره مرستې کولې. د شورويانو له وتلو سره د امريکايانو پاملرنه له دې سيمې څخه د ختيزي اروپاپه لور شوه، چېرې چې د شوروي اتحاد د ړنګېدو له کبله نه يوازې دا چې د برلېن دېوال ونړېد، بلکې ډېر نور هېوادونه هم خپلواک شول. خو په بل اړخ کې د شورويانو له وتلو سره په افغانستان کې د کورني جګړي لمبې اوچتې شوې، چې له دريو کلونو وروسته يې په طبيعي توګه په يوه توند غبرګون کې يي له کندهاره د طالبانو تحريک راپورته چي د ملا عور په مشري وو راپورته کړ. کله چې د طالبانو اسلامي امارت جوړ شو، نو ځينې عربان د اسامه بن لادن او د ده د ملګرو په شمول په افغانستان کې مېشت وو، چې له طالبانو څخه وړاندې د استاد رباني حکومت پناه ورکړې وه. په ۱۹۹۸ کال کې د طالبانو او د امريکا ترمنځ او بيا د طالبانو او سعودي ترمنځ د اسامه پر سر شخړې پيدا شوې، چې له کبله يې څو ځله د امريکايانو له خوا پر افغانستان توغنديز بريدونه هم وشول؛ خو وروسته، چې په امريکا کې د ۱۱ سپتامبر بريد وشو، يو ځل بيا د اسامه پر سر شخړې زور واخېست او امريکايانو په همدې پلمه پر افغانستان يرغل وکړ.
کله چې پر امريکا د سپتامبر د يولسمې نېټې بريد وشو، نو د امريکا د هغه مهال ولسمشر “جورج بش” طالبانو ته د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر په ۲۰مه لاندې وړانديزونه وکړل کوم چي په لاندي شکل وو: )۱( طالبان دې امريکا ته د القاعدې ټول غړي وسپاري. )۲( له طالبانو سره چې څومره بهرنيان بنديان دي، خوشې دي يي کړي. )۳( طالبان دې ژر تر ژره د وسله والو جنګياليو د روزنې مرکزونه وتړي، ټول “ترهګر” او د دوي ملاتړي بايد مناسبو چارواکو ته وسپاري امريکا ته بايد د “ترهګرو” د ټرېنېنګ مرکزونو ته لاره ورکړي، څو دوي هلته خپل تحقيقات وکړي. خو طالبانو طالبانو بيا سملاسي د سپتامبر پر ۲۱مې دا وړانديزونه رد کړل او د دليل په دود يې امريکا ته وويل، چې د سپتامبر د يولسمې په پېښه کې د اسامه د ښکېلتيا هېڅ ډول ثبوت نشته دي؛ ځکه نو دوي نه شي کولي، چې اسامه امريکا ته وسپاري. وروسته بيا د اکتوبر پر څلورمه طالبانو امريکا ته وړانديز وکړ، چې دوي چمتو دي، څو اسامه پاکستان ته وسپاري او هلته د اسلامي شريعت تر چتر لاندې په يوه نړيواله محکمه کې پرېکړه وشي؛ خو دا وړانديز د مشرف له خوا رد کړاي شو. د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷مه طالبانو يو ځل بيا وړانديز وکړ، چې دوي چمتو دي په افغانستان کې دننه په يوه محکمه کې پر اسامه پرېکړه وکړي، خو په همدې ورځ امريکايانو بيا د طالبانو دا وړانديز د افغانستان پر خاوره په هوايي بريدونو بدرګه کړ. د اکتوبر پر ۱۴مه طالبانو يو ځل بيا بل وړانديز وکړ، چې که امريکا دوي ته ثبوتونه وړاندې کړي، دوي حتي دې ته هم چمتو دي، چې اسامه کوم بل دريم هېواد ته وسپاري. خو د امريکا ولسمشر دا ټول وړانديزونه رد کړل او ويې ويل، چې که طالبان اسامه بن لادن امريکا ته ونه سپاري، نو له طالبانو وخت تېرېدونکي دي. په دې توګه د طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو اترو ټولې دروازې بندې شوې او امريکايانو پر افغانستان يرغل وکړ.
په نړيوالو قوانينو کې د امريکا د يرغل حيثيت
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا د سپتامبر د ۱۱مې پر پېښه دوه غبرګونونه د ۱۳۶۸ او د ۱۳۷۳ قراردادونو په بڼه کې راڅرګند شول. په دغو دواړو قراردادونو کې يوه قرارداد هم پر افغانستان د يرغل اجازه نه ورکوله او نه هم دغو قراردادونو کومه تعرضي ژبه درلوده؛ بلکې په عمومي توګه يې يوازې په اصطلاح “ترهګريزې پېښې” او “ترهګر” غندلي وو. وروسته بيا په يوه بل ۱۳۸۶ قرارداد کې د ايساف ځواکونو رامنځته کېدل هم شامل وو، چې دا به په کابل او شاوخوا سيمو کې د امنيت او سولې لپاره ميشت وي، خو دا قرارداد بيا د ۲۰۰۱ کال دسامبر پر ۲۰مه شوي و او پر افغانستان د امريکايي يرغل څو اوونۍ تېرې شوې وې. په نړيوالو قوانينو کې هم دا يو منل شوي اصل دي، چې هر فرد د خپلې کړنې مسؤول دي، چې د اسلام مقدس دين هم همدا راښيي. د ملګرو ملتونو د نړيوال قانون د ۱۴مې مادې له مخې که يو خوځښت يا ارګان چې په کوم هېواد کې دننه وي او يا د يوه هېواد تر ولکې لاندې سيمو کې کومه کړنه ترسره کوي، دا به د دولت د کړنو مترادف نه وي. دا چې د ستامبر په پېښه کې نه کوم افغان شامل و؛ نه امريکايانو د هغو کسانو په اړه کوم جامع ثبوتونه وړاندې کړاي شول، چې د دوي پر اند د ستامبر په پيښو کې ښکېل وو، ان تر ننه پورې هغه ثبوتونه چې کولن پاول يې ژمنه کړې وه، خپاره نه شول؛ نو امريکا څرنګه پر يوه داسې هېواد بريد وکړ، چې دې ته چمتو و، چې پر اسامه د شواهدو د وړاندې کولو په صورت کې، نه يوازې دا چې په خپل هېواد کې بلکې په کوم بل درېيم هېواد کې هم د هغه د محاکمې لپاره تيار و؟ د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو د قانون په ۳۳مه ماده کې راغلي، چې د قضيو لوري بايد تر ټولو لومړي د قضيې حل د خبرو اترو، پلټنو، د درېيم لوري په مرسته، په محکمه کې… او د نورو لارو پر مټ ولټوي، نه د زور له لارې. خو امريکا په بل اړخ کې د ۲۰۰۱ کال د ۱۱ سپتامبره رانيولې تر ۱۵ اکتوبر پورې د خبرو اترو لارې له بندو دروازو سره مخ کړې او يوازې يې د زور خبره کوله. همدا راز امريکايانو د ملګرو ملتونو د ۵۱ مادې له مخې، چې يوه هېواد ته د دفاع حق ورکوي، پر افغانستان يرغل وکړ. دا چې په دې بريدونو کې نه کوم افغان ښکېل و او نه د طالبانو اسلامي امارت، بلکې د اسامه د سپارلو په اړه طالبانو يوازې د شواهدو په اړه ټينګار کاوه، دا په هېڅ ډول هم د دې خبرې معنا نه لري، چې امريکا د هغه مهال د افغان دولت له خوا تر ګواښ لاندې وه. که څه هم امريکا مستقيماً د طالبانو تر ګواښ لاندې نه وه او نه هم طالبانو پر امريکا کوم بريد ترسره کړي و؛ خو له دغو ټولو سره سره امريکا د غچ اخېستلو په دود، د ملګرو ملتونو د قانون له ماتولو سره د بې ګناه افغانانو د وينو پر بهولو پيل وکړ.
د افغانستان د جګړې موخې
ظاهراً پر افغانستان د امريکايي يرغل تر شا د اسامه بن لادن قضيه وه او همدا راز په دې جګړه کې د امريکايانو نورې موخې، د طالبانو د اسلامي امارت ړنګول، بلکې خپله د طالبانو ختمول، د افغان اردو جوړونه او دغه راز د طالبانو د اسلامي امارت پرځاي د يوه دېموکراتيک نظام رامنځته کول وو، چې هېواد ته سوله او ثبات راوړي. که چېرې امريکا ته د اسامه ورسپارل له طالبانو څخه د امريکا يوازېنۍ تقاضا وه؛ نو په کار وه، چې د هغه له وژل کېدو سره امريکا نور له دې سيمې وتلې واي؛ خو خبره هومره هم ساده نه ده، بلکې امريکايان دلته نورې ډېرې پټې او ښکاره ګټې لري، البته په يوه توپير سره، چې دوي لا پر دې نه دي توانېدلي چې په کافي توګه خپلې څرګندې موخې خوندي يا ترلاسه کړي. په دغو څرګندو موخو کې د طالبانو او القاعدې ختمول وو، چې له يوې خوا طالبانورځ تر بلې پياوړي کېږي او امريکايان ورسره ان له ۲۰۱۰ کال راهيسې په خبرو اترو مصروف دي او له بلې خوا القاعده شبکه هم د پخوا په څېر خپل فعاليت لري، بلکې د دوي انشعابي ډلې “داعش” په [[[عراق]] او سوريهکې تر پخوانيو ډلو زياته خونړۍ جګړه پيل کړې ده. د ځينې شنونکو په اند د دوي نورې موخې د چين، ايران او روسيې حصارول و، چې په دې موخو کې هم تر ډېره نه دي بريالي شوي او دوي دلته د منځنۍ اسيا بډايه منابعو راوستلي وو؛ خو د مغرورانه پاليسۍ له امله يې دا منابع يې هم نه دي ترلاسه کړي. اوس چې د امريکا پر جګړې ۱۳ کلونه تېرېږي، د امريکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، يوازې ۲۳۸۶ امريکايي سرتېري په دې جګړه کې وژل شوي او لسګونه زره نور ټپيان شوي او د امريکا لخوا پرې تقريباً يو تريليون ډالره مصارف هم راغلي دي؛ خو نه د دوي په اصطلاح “تروريزم” ختم شو، نه طالبان! نه يې هم افغانستان ته سوله راوړه او نه يې هم د يوه باثباته نظام بنسټکېښودلاي شوي؛ بلکې دلته پر دې نظام د نړۍ تر ټولو د فاسد هېواد نښان لګېدلي، په مخدره موادو کې د نړۍ ۹۰ سلنه تقاضا پوره کوي، او ورځ تر بلې پکښي امنيت او ثبات خپل ځاي ناامنيو او بې ثباتۍ ته پرېږدي. په دې جګړه کې لسګونه زره افغانان شهيدان شول. که څه هم د نړيوالو ځواکونو په بريدونو او بمباريو کې د ملکي وګړو د تلفاتو شمېرل سخت برېښي؛ خو ترڅنګ يې دا چې د دغو ملکي تلفاتو کچه معلومول ولې سخت دي؟ خپله د يوه امريکايي جنرال له دې مشهورې جملې، چې: “تاسو پوهيږئ موږ مړي نه شمېرو“ څخه هم جوتيږي. که دوي د مړو شمېرو ته پاملرنه نه کوي، نو د ملکي کسانو تلفات هم ورته د اندېښنې وړ نه دي. ستونزمنه ده، چې د امريکايانو د بريدونو له کبله د ملکي تلفاتو په اړه دقيق ارقام جوت شي، البته په دې اړه ډېرو مرکزونو او ادارو څېړنې کړې دي لکه: يوناما، هيومن رايټس واچ، د افغانستان د بشري حقونو کميسون، د يو شمېر پوهنتونو او نړيوالو ورځپاڼو ارقام او … خو دا څېړنې هم کاملاً يو طرفه او په يوه څېړنيزه ليکنه کې يې راوړل له انصافه لرې برېښي.
دسپټمبريوولسمه اوپرافغانستان يې اغېزې
داچې دسپټمبريوولسمې پېښه يوه داسې جوړشوې پلان ووچې ترڅو دهمدې پلان شوې طرحې له مخې وکولای شي چې افغانستان ته دراتللو زمينه ځانته برابره کړي اوخپل سياسي ،اقتصادي اوټولنيزاهداف ترلاسه کړي چې مونږ ددغې پېښې اغيزې پرافغانستان باندې تر بحث لاندې نيسو.
مخکې له دې چې لومړئ دبن په لومړي نړېوال کنفرانس باندې بحث وکړولازمه ده چې دهغه مخکې دسيپټمبر دپيښې په اړه څه ووايو،ځکه چې دسيپټمبريوولسمې پيښې تقريباًدټولې نړۍ په حالاتوسيورې وغوړوه،په ځانګړې توګه پرافغانستان يې زيات اغېزوکړ.
دسيپټمبرديوولسمې پيښه دسه شنبه ورځ د2001م کال دسيپټمبرپه11مه هغه وخت رامينځته شوه چې دوې الوتکې دامريکامتحده ايالاتودنړېوال سوداګريزمرکزسره چې په نيويارک کې يې موقعيت درلودي د18دقيقوپه توپيرسره وجنګيدې اودريمې الوتکې دپنټاګون(دامريکامتحده ايالاتوپه دفاع وزارت)باندې بريدوکړاوڅلورمه الوتکه په پنسالوانيا ايالات کې راوپرزول شوه دتښتونکولخوادبريدپه موخه په دقيق ډول همغږي موجوده وه اوتښتول شوي الوتکې دکليفورنياايالات په لوري په حرکت کې وې.لومړي يوولسم نمبر الوتنه بوينګ 767ډوله الوتکه دامريکن ايرلاين هوايې شرکت وه کوم چې دبوستون Bostan څخه يې دلاس انجلسLos Angeles په موخه الوتنه کړې وه سهارمهال په۸بجواو۴۸دقيقودنړېوال سوداګريز مرکزشمالي برج سره وجنګېدل18دقيقي وروسته 175نمبرالوتکه ديونايټډايرلاين وه چې داهم دبوستون څخه دلاس انجلس په لوريې الوتنه کړي وه چې بلاخره دجنوبي برج سره وجنګېدل وروسته بوينک 757ډوله الوتکه دامريکن ايرلاين د واشنګټن ډالزDullesنړېوال هوايې ډګرڅخه دلاس انجلس په موخه الوتنه کړې وه،چې بلاخره په9بجواو40دقيقوسهار مهال دپنټاګون لويديځي برخې وجنګېدل اوآخرنۍ 93نمبرالوتنه ديونايټډ ايرلاين 757ډوله بوينګ الوتکه وه چې دنيويارک څخه دسانفرنسيسکوSanfranciscoپه لور يې الواتنه کړي وه بلاخره په پيټزبرګ PittsburgدپنسلوانياPennsylvaniaايالات کې رانسکوره شوه،چې ددې الوتکې په هکله امريکايې مقاماتوداسې فکر کړې وه چې کېداي شي ددې الوتکې هدف واشنګټن ډي سي يا ديويډکمپ David camp وي، پدې وخت کې دجمهورريس بوش ويانداري فليچر Ariflescher دپنټاګون دبريدپه هکله ويل چې حکومت موثق معلومات لري کومه الوتکه چې پنټاګون سره جنګېدلي اصلاًدهغې هدف ماڼۍ وه، نړېوال سوداګريزمرکزونو50000 کارکوونکې درلودل اوپه ورځ کې 150000 ليدونکوددې برجونوڅخه ليدنه کوله ديادولووړده چې پنټاګون 24000کارکوونکې درلودل دنړېوال سوداګريزو مرکزنونړيدل چې لس ساعته يې دوام وکړ،ځينې نورتعميرونه له ځان سره ونړول اوداورلمبې يې پکې بلې کړې په څلورواړو الوتکو کې 266 تنوژوندله لاسه ورکړ.په 13 ډسيپټمبرپنټاګون علان وکړچې 126 خدماتي غړي اوملکې خلک لادرکه دي اود مړوشمير190 تنوته رسيږي په شمول دالوتکې سپرلۍ چې 64 مسافرين اوخدمه يې درلودل دهغه راپورله مخې چې د 2001م کال دنومبرپه 11 دبي بي سي لخوا خپورشودقربانيانوشميريې په لاندې ډول وښووي.
نړېوال سوداګريزمرکزونه
3748 لادرکه په شمول دتښتونکود11او175نمبرالوتنو556تنه وژل شويدي.
پنټاګون
په يقيني توګه 189تنومړه کېدوخبرورکړپه شمول د77الوتکې سپرلۍ.
پنسلوانيا
دالوتکې د44 تنوسپرليودوژل کېدوخبرورکړل شو،دسيپټمبرديوولسمې نيټې دپيښې قربانيان په ټوليزه توګه تر4000 زيات وه،په هرترتيب عجيبه پيښه وه دامريکاپرغبرګونوبرجونوالوتکې ورجنګيدلي وې خوتراوسه پورې څوک دپيښې په اصلي ماهيت خبرنه دي چې پدې پيښه دنړۍ دسرمشرانودانديښنواوغبرګونونولړۍ پيل شوه دپيښې په تړاودامريکا ولسمشربوش په خپلولومړيوخبروکې دالقادې دمشراسامه بن لادن نوم واخيست،خوخبره دومره لا سپينه نه وه چې باورپرې وشي،لږوروسته دکندهارڅخه دطالبانوداسلامي امارت دبهرنيوچارووزير مولوي عبدالوکېل متوکل غبرګون هم واوريدل شوچې دنيويارک په برجونودبريدغنده يې کوله،دغه پيښه لومړئ يوه ناڅاپي ټکه ښکاريدله خوله بده مرغه په همغه لومړيوشيبوکې افغانستان ته ګوته ونيول شوه ځکه چې دطالبانوداسلامي امارات نازولي ميمله (اسامه بن لادن )دلته وه اوددې بريدونو تورپرهغه پورې شوي ؤ،داسامه بن لادن لومړني غبرګون ددې پيښې په اړه مرموزؤ،ويې ويل چې په دې بريدونوکې لاس نه درلودي خوهرچاچې ترسره کړي خداي تعالي به اجرورکړي وروسته بيادالقاعدې نوروغړيوپردې اعتراف وکړچې داددوي ملګري ووددې پيښې دپلان اصلي طراح خالدمحمد شيخ چې په 2003 زيږديزکال داپريل په لومړي نيټه په پاکستان کښې ونيول شوچې بياامريکاته وسپارل شواواوس د همدغوبريدونوپه جرم دامريکاسترې محکمې په بندمحکوم کړي،ښوول شويدي.
خوځيني ليکني بياداسې ښيې چې داکارپه خپله دامريکادڅارګرې ادارې سي اي اې طرحه وه چې غوښتل يې خپل موردنظرهيوادونوته دلاسوهنې بهانه جوړه کړي،دهندسترداعي ډاکټرعبدالکريم ذاکر نائيک هم په يوشميردلايلوسره وايې چې دنوموړي برج نړيدل په الوتکه امکان نه لري بلکه سي اي اې دبرج په دننه کې ځينې کېمياوي منفرجه موادځاي پرځاي کړي وه.
دولسمشربوش ويانداري فلسچر (Ariflescher)دپنټاګون دبريدپه هکله وويل”حکومت موثق اودقيق معلومات لري،کومه الوتکه چې دپنټاګون سره جنګيدلې اصلاًدهغې هدف سپينه ماڼۍ وه.”
دامريکايې چارواکوحواس لاپرځاي نه وه چې دپيښې په اړه غبرګونونه پيل شول اوافغانستان اودطالبانواسلامي امارت ددوي لومړۍ نښه ؤ،پراسامه بن لادن په”نايروبي اوتنزانيا”کې دامريکا پرسفارتونواوپه يمن کې پرامريکايې بيړۍ دبريدونوتورونه پخوالګېدلي وو،اوس نوامريکادبدل لپاره راوپاريده،پاکستان ته ګواښ وشوچې يابه موږسره ياست اوياله ترهګروسره! دپاکستان دوخت ولسمشرجنرال پرويزمشرف دې ګواښ ته ټينګ نه شودامريکا دبهرنيوچارووزيرته يې دتسليم سرټيټ کړاودده اصطلاح پاکستان يې له دې وژغوره چې دډبرودژوندزمانې (عصرحجر)ته ولاړشي!
امريکاد2001 پيښې داصلي مسئول په توګه اسامه بن لادن له طالبانوڅخه وغوښتي چې نيغ تردرې زروتنود امريکايې وګړودوژنۍ مسئول ؤ،طالبانولومړۍ دادافغاني عرف خلاف کاروباله اوحاضرنه وه چې دامريکادغه غوښتنه ومني،وروسته يې داسلامي هيوادونوپه يوه ګډه محکمه کې دنوموړي دمحکمې خبره ومنله،خومولوي متوکل په خپل کتاب کې ليکې چې اسامه ونه سپارل شواوپه وينايې دافغانستان خلک په دې پوه نه شول چې ولي؟(کله چې دطالبانودحکومت دبهرنيو چارووزيرپه دې علت نه پوهيږي نوعام افغانان به څنګه پوه شوي واي)خوامريکاپه ډېرګړينديتوب دخپلومتحدينوسره په ګډه د2001 کال ددغه خونړۍ پيښې څخه دزياتوګټوترلاسه کولولپاره حرکت کاوه داکټوبرپر7 مه پرافغانستان باندې لومړني هوايې بريدونه پيل شول،له بريدونوسره يوځاي دطالبانواسلامي امارت پرځاي دافغانستان دراتلونکې ادارې اونظام دجوړولو هڅې ګړندۍ شوي دغه هڅې دملګروملتونوتر څارنې لاندې ددغه سازمان دسرمنشي داستازي لخصرابراهيمي ترمشرتابه لاندې پيل شوې چې دامريکادخاصوکړيولخواجدي څارل کېدې،ظاهراًخبره معلومه وه دامريکاپرغوروګوزارشوې ؤاوهغه هيواددبدل اخيستلوحق ځانته ورکاوه دنړيوالې ترهګرې په نوم پرخلاف دمبارزې نړيوال نظامي ايتلاف جوړشواوامريکاته ډېره مناسبه پلمه په لاس ورغله چې له ترهګرۍ سره دمبارزې په نامه هغه سيمې ته ګام راواخلي چې له اوږدې مودې يې لارې اوګودرې ورته کتلې خوظاهري خبره په افغانستان کې دطالبانودامارت ترسرپرستۍ لاندې دالقاعده مرکزونه ووچې ددوي په اندله همدې ځايه پرامريکاد بريدونوپلان جوړشوي اوپلي شوي ؤ،دافغانستان لپاره دملګروملتونولخواپخواهم دجګړې دپاي ته رسيدواوديوې حل لارې په توګه دپراخ بنسټه حکومت ترنامه لاندې دحل يوه نسخه وړاندې شوې وه چې ظاهري تعبيريې دټولوښکېلواړخونوشريک حکومت ؤ،اوس يوځل بيادغه هڅې ګړندۍ شوې،په افغانستان کې دامريکايې ځواکونوله درنوبمباريوسره دشمال ټلوالې په مځکنيوعملياتودطالبانود حکومت نسکوريدل پيل شول،له ياده دې پاته نه وي چې دهيوادپه سهيل اروزګان ولايت هم دحامدکرزي په مشري دطالبانوپرضدقيام پيل شو،خوډېرقوي نه ؤ،طالبان چې امارت يې ايله درې هيوادونوپه رسميت پيژندلۍ ؤاوس په ډګريواځې پاته شول ځکه چې ددوي ترټولوسترپلوي (پاکستان) هم مخ ورڅخه اړولي ؤعجيبه داوه چې دپاکستان له هوايې ډګرونوڅخه الوتکې راپورته کېدلې اوپه افغانستان کې يې دطالبانومرکزونه بمباري کول خوله هغه هيواددطالبانوډلې راروانې وې چې په افغانستان کې ددوي دامارت دفاع وکړي،په همدې لوبه کې دمولاناصوفي محمدپه سلګونوکسان دشمال ټلوال لخواژوندي ونيول شول،په هرصورت دافغانستان دکړکېچ سياسي حل زړه دوسيه داځل په يوه نوي خوځښت راپورته شوه لويديځ ته دافغان لانجې په حل کې له پيله دپخواني پاچامحمدظاهر شاه رول دارزښت وړؤځکه خودروم دپروسې بازارتودشو،پينټاګون پريکړه وکړه چې دطالبانوپه ماتولو کې دخپلوپلي ځواکونوپرځاي دشمال ټلوالي له ځواکونوڅخه کارواخلي په دې ډول دافغانستان په سياسي پروسي کې هم بدلون راغي اوترهمدې ورځې پورې دپخواني پاچادروم دګروپ په نامه سره راټول وواوزياتره يې لويديځ ميشت دوه تابعته افغانان وه امريکااومتحدينوته يې له هغه لومړني ارزښته ولويدل لحضرابراهيمي،زلمي خليلزاداويوشميرافغانان چې په هغوکې دروم دبهيرغړي هم وه سره وښوريدل،لومړني ناستي ولاړي پيل شوې دپيښور،اروپااوافغانستان دشمال نويوخپلواک شويو هيوادونوترمنځ چې اوس دټالوالي دمشرانوداوسيدوځايونه وه دتګ راتګ لړۍ تونده شوه په شمال کې زياتره ولايتونه دطالبانوله لاسه وتل اودجنرال دوستم اوټلوالې دنوروقومندانانوپه لاس کې ولويدل،له همدې سره دراتلونکې نظام دميکانيزم اوبڼي په اړه هم خبري رالڅي وې،ظاهراًدملګروملتونوترپوښ لاندې دامريکااودهغودمتحدينوهڅه داوه چې په افغانستان کښې دبحران اوجګړې ددايمي حل لپاره دخلکواستازي حکومت جوړشي،ځکه خودطالبانوامارت له ځينواړخونوسره پټې اړيکې نيول کېدې چې په اصطلاح دپراخ بنسټه حکومت پرترکېب ورګډشي په دې اړه يوه هڅه داوه چې دپاکستان په منځګړيتوب دطالبانوله يوپياوړي اوبانفوذه قوماندان اودکابيني غړي مولوي جلال الدين حقاني سره امريکايانواړيکې ونيولې،نوموړي دنومبرپه لومړي اوونۍ کې لاهورته لاړداسې ويل کېدل چې دډېرې خرابۍ دمخنيوي لپاره بايدحقاني دملامحمدعمراخنددعزل کولواوداسامه دشړلواعلان وکړي دده په مشرتابه دطالبانومعتدل ګروپ له نوي نظام سره ملګري شي،خودغه تفاهم ناکام شواوجلال الدين حقاني اعلان وکړچې په سنګرکې شهادت له امريکايانوسره پرتفاهم غوره بولي،دحقاني له اعلان سره سم له 33 ورځووروسته پرپکتيادامريکالومړنۍ بمباري پيل شوه.
هېواد ته دقومندان عبدالحق ننوتل
دويمه مسئله چې په جنوب کې ديوه مثبت حرکت تمه ورته کېده هيوادته دقوماندان عبدالحق ننوتل وه چې څوساعته وروسته دلوګرولايت په ازره کې نيول شواودطالبانولخواووژل شو،دده اعدام اودحقاني له اعلان سره نوردطالبانولخواله سوله ايزپلان سره دملګرتياهيلۍ ختمې شوې اودامريکااوملګرو ملتونودهڅولوري معلوم شو،ديوه نړېوال کنفرانس په ترڅ کښې دافغانستان لپاره ديوه لنډمهاله حکومت طرحه باوري شوه چې بيادلوي جرګې له لارې دافغانستان لپاره ددايمي نظام طرحه پلي کېږي، دطالبانونظام نورنړېوالوته دمنلووړنه ؤ.
د2001م کال دنومبرپر13 مه چې د1380 هجري لمريزکال دلړم له 22 مې نيټې سره سمون خوري کابل دشمال ټلوالي ځواکونوته په لاس ورغې اويوه شپه مخکې دطالبانوځواکونودغه ښاربيله کوم مقاومت څخه خوشې کړې ؤ،دملګروملتونوځانګړي استازي لخضرابراهيمي له بيلابيلوافغاني ډلوسره له پرلپسې ليدنوکتنووروسته دامنيت شوراته يوه پينځه فقره ايزه طرحه وړاندې کړه چې ومنل شوه،په هغوکې دملګروملتونوترڅارنې اوسرپرستۍ لاندې ديوه بين الافغاني کنفرانس جوړيدل، دملګروملتونو ترڅارنې لاندې ديوې لنډمهالې ادارې جوړيدل،دپاچاپه مشرۍ دلويې جرګې دايريدل او افغانستان ته دملګروملتونودسوله ساتوځواکونواستول شامل وه،همدغه مهال دالمان هيواداعلان وکړچې دافغانستان لپاره دنړېوال کنفرانس کوربه توب ته چمتودي،چې بيادنومبرپه 27 مه دبن ښارد پترزبورګ په دولتي هوټل کې دبن نړېوال کنفرانس چې دافغان ولس داستازيتوب په نوم څلورډلوپکښې ګډون درلودي دايرشوچې اول داسلامي متحدي جبهې ډله،دريم دپيښورډله اوڅلورم دقبرس ډله وه.
دسپټمبر۱۱ پېښه اوپرافغانستان يې سياسې اغيزې
وروسته دسپټمبر له پېښې نه چې امريکايې لوړپوړوچارواکو اسامه بن لادن اودهغه ډله دپېښې عاملين وګڼل اودهغه سره دمبارزې په لټه کې شول چې بالاخره متحده ايالاتو ته هغه موقع په لاس ورغله کوم چې کلونه يې دهغه انتظار ويست ، نوپه همدې ترتيب يې دافغانستان په وړاندې له سخت دريځۍ نه کار واخيست اوپه افغانستان يې حمله وکړه ولې سوال دلته مطرح کېږي چې په افغانستان دامريکا يرغل دسپټمبر پېښې پورې اړه لري اوکنه ؟
په دې هکله فرانسوي رسنۍ ويلې چې وروسته دځينې امريکايې لوړپوړو له خوا ومنل شوه ، چې په افغانستان د سپټمبر۱۱ پېښې نه دمتحده ايالاتو د دفاع وزارت له خوا تنظيم شوي وه او دسپټمبر پېښه په هيڅ صورت په افغانستان باندې دبريد عامل نشي کېدای ، اوکيدای شي چې دسپټمبر پېښه دهغه بريد په لازياتو پارولو اوخونړي کېدلو کې مؤثره وي . دګارډين ورځپاڼې ليکواله ميرمن ارونداتي روي دسپټمبر۱۱ نه څو اوونۍ وروسته ليکلې وه چې که اسامه بن لادن وجود نه درلود؛ نو امريکا به په دې لټه کې وه ترڅوداسې شخص منځته راوړي .
په همدې ترتيب امريکايي دنفتو تږي ليکوال ليکلي چې موږ ديته اړتيا لرو ترڅوپه خپلو نفتي څاګانو عسکر ودروو ترڅو له هغه نه ساتنه وکړي.
چې بېلګه يې دمتحده ايالاتو پوځ دنړۍ په څه باندې ۵۰ هېوادونو کې ښکار ثبوت دي . همدارنګه دبي بي سي مشهور خبريال جورج کرائي په ۱۸ دسپټمبر ۲۰۰۱ زيږديزکال کې خپل راپور کې ويلي وه ، چې امريکا دوه مياشتې وړاندې دسپټمبر نه يانې دجولای میاشت کې په افغانستان باندې دبريد خبر ورکړې وه ، دبي بي سي په حواله ښاغلي نيازنيک پاکستاني ديپلومات داسې وويل چې په هغه ناسته کې چې دنړيوالې ټولني ترنظر لاندې په برلين کې دآلمان دايره شوې وه ، امريکايي لوړپوړو ماته په افغانستان کې دنظامي بريد تصميم نه خبرداری راکړ اودبريدنه موخه دطالبانو پرځول اودپخواني پاچا واکمنۍ ته رسول و، چې دغه مطلب څلور ورځې وروسته دګارډين ورځپاڼې له خوا تائيد شو نيازنيک دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت پخوانې لوړ رتبه کارکوونکې داروښانه کړه چې لوړ رتبه امريکايي کارکوونکي ده ته په جولای ۲۰۰۱ ز کال کې وويل چې د امريکا نظامي بريد به دافغانستان پروړاندې داکتوبر په نيمايي کې پيل شي ، اوددې خبرې سره سم کولن پاول دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزير دلښکرکشي په موخه دمنځنۍ اسيا دجمهوريتونو دمرستو دجلبولو په حال کې وو.
داچې دطالبانو دنظام دپرځولو نه دنظامي تيري په پايله کې متحده ايالات له افغانستان نه کومو موخوته رسېدلای شي په لاندې کرښو کې يې خلاص کولای شو.
الف: په مرکزي اسيا کې دنفوذ پراختيا اوپه دې حوزې باندې نظارت کول .
ب: دفشار اوتاثيرلرونکو اعمالو سرته رسول په روسيه باندې .
ج: دمنځنۍ اسيا اوقفقاز اقتصادي منابعوته لاس رسی اوپه سيمه کې دپانګې اچولوپه موخه دپراخه بازار جوړول.
د: دبهترينو ،اقتصادي اولنډو لارونه دمنځنۍ اسيا اودکسپين بحيرې دطبيعي شتمنيو استفاده کول.
ه: دايران دمحاصرې د دايرې کوچنۍ کول.
و: دکړکېچ دراوستلو تيوري په کاراچول اوخپل اوسېدو لپاره په سيمه کې دضرورت احساس اودهغه رهبري کول.
ز: داسلامي نړۍ دپيوستون کړۍ ماتول دمنځنۍ اسيا دهېوادونو سره .
ق: دچېن په پولو نظامي شتون اودلويديځ لوري نه دهغه هېواد محاصره .
ح: دروسيې اوچېن ترمينځ دحايل ايجادول په حقيقت کې دسپټمبر پېښه امرياک ته ددې زمينه مساعده کړه ترڅوخپلو موخو ته کوم چې په افغانستان اوسيمې پورې اړه لري ورسوي اونړۍ والوته ددې غږ رسول چې موږ دتروريزم سره په جګړه کې يو او موږدخپل حريم نه ددفاع په موخه مجبور يو ترڅو تروريزم په خپلوځالو کې وځپو اما پوښتنه دلته مطرح کېږي چې آيا دعراق حکومت دصدام په مشرۍ هم دتروريزم ځاله وه چې عراق دمستقيم تجاوز لاندې واقع شو؟
دامريکا غوښتنې اودطالبانوحکومت
کله چې په متحده ايالاتو دسپټمبر پېښه واقع شوه نوطالبانو په خپل رسمي غبرګون کې داپېښه وغندله اوله امريکا څخه يې په افغانستان کې دبريدکولو پرځای داحتياط غوښتنه وکړه ،په دې وخت کې دامريکايانو غوښتنه داسې اعلام شوه چې طالبان دې اسامه بن لادن وسپاري ، دعربو ميشت ځايونه ياکمپونه دې بند کړي اونړۍ وال نظارت ته دې چمتوکړي ، همدا راز هغو بهرنيانو چې دپيسوپه بدل کې مسيحت ته دعوت کاوه اودافغاني محکمې لپاره په کابل کې توقيف وه خوشي کړل شي . بالاخره طالبانو داسامه بن لادن دبرخليک په هکله په کابل کې دعلماوو يوه لويه شورا راوغوښتله پرېکړه وشوه چې اميرالمومين دې اسامه بن لادن څخه وغواړي چې له افغانستان څخه ولاړ شی مګردا کار ونشو خودافغانستان خلک په دې پوه نه شول چې داسې ولې ونه شول ؟
دبنديانو په اړه سترې محکمې اعلان وکړ چې دا راز بحراني شرايطو کې دې دخيريه موسسو پرتورنو بهرنيانو دعادلانه پرېکړې دنه شونتيا په خاطر به محاکمه وځنډيږي ، چې همدغه بنديان بيا دجنګ په جريان کې غزني ته دساتنې په نيت بوتلل شول خوهلته دتحول په ترڅ کې خوشې شول.
که څه هم متحده ايالات په افغانستان باندې ديرغل پلان مخکې طرح کړې و ولې دسپټمبر دپېښې نه په استفادې سره دنړيوالو سترګوکې يې خاورې وشيندلې اوپه افغانستان يې دټولو اصولوخلاف بې رحمانه بريدوکړ
دامريکا تيرې په افغانستان باندې
بالاخره متحده ايالاتو غوښتل ترڅو په افغانستان کې دطالبانو او اسامه بن لادن دملګرو په ضدجګړه پيل اوبرياليتوب ته ځان ورسوي، که څه هم متحده ايالاتو دشوروي له يرغل نه تجربه درلوده ، په همدې لحاظه نظامي رهبرانو يې په دې تاکيد کاوه چې دشوروي اتحاد تجربې په دقيق ډول وڅېړل شي اوپه اساسي توګه ترينه ګټه پورته شي . ولې متحده ايالاتو دشوروي اتحاد ديرغل دتجاربونه په صحيحه توګه ګټه نه ده پورته کړې ځکه شوروي اتحاد قوتونه په اسانۍ سره افغانستان ته داخل شول او دداخليدو وخت کې يې هيچا ورته مزاحمت ونکړ، ولې ويې نه شول کړای چې په افغانستان اودهغه په لوړو غرونو خپله ولکه ټينګه کړي .ځينې کارپوهان دامريکا په اړه هم دغه نظرلري او وايې چې متحده ايالات به ټول افغانستان ترخپلې ولکې لاندې رانه وستی شي اوله افغانستان نه به په زوره وشړل شي.
په هرترتيب ۲۰ : ۸ دقيقي ديکشنبي ماښام مهال ۷ داکتوبر ۲۰۰۱ ز کال کې لمړنې هوايې عمليات په افغانستان پېل شول لمړنې هوايي عمليات کوم چې دعمان دسمندر اودهوايې ځواکونو پايګاه دديه ګوګارسيادجزيري نه چې دهند په اقيانوس کې موقعيت لري پېل شول اودافغانستان دمخکې تعين شوي مراکزيې دموشکو اوبمباران لاندې ونيول . په لومړي قدم کې دالقاعده شبکې تربيوي کمپونه چې په جلال اباد (ننګرهار) کې موقعيت درلود بمباران شول په عيني وخت کې ۲۵ جرقي او دوحشت نه ډک دبمب غږونه په کابل کې واوريدل شول چې په پايله کې يې دکابل ښاربريښنا پرې شوه دالجزيرې دتلويزيون دخبرنګارانو په حواله توردود دکابل فضاء ونيوله ،په لومړی قدم کې دطالبانو دفرمان مراکز کوم چې په پايتخت اوجنوب ختيځ کې يانې د دارالمان ماڼۍ اوبالاحصار تربمباران لاندې ونيول شول وروسته ترهغې دکابل نړۍ وال هيوايي ډګر د ۱۲ کروزو دلګېدلو شاهد و، دهرات اوقندهار هوايي ډګرونه هم بې نواپاتې نه شول . ددفاع وزارت ، دشريعت غږ راډيوستيشن ، دملاعمر داوسيدو ځای په قندهارکې اوپه همدې ترتيب په کوموځايونو باندې چې ګومان دالقاعدې شبکې داوسېدو کېده ، په لومړۍ شپه دهوايي بريدلاندې ونيول شول دطالبانو دوياندويانوپه حواله په لومړۍ شپه دبريد کې ديرش تنه ووژل شول اوپه سلګونو نورټپيان شول اوډيرمالي خسارات داوسيدو ځايونو ته ورسېدل.
که څه هم خلکو لادمخه دکډو په ويستلو پيل کړی و خپل ځانونه اودامکان ترحده يې خپل مالونه يې خوندي ځايونو او پاکستان ته رسول، دطالبانو مخالفينو هم له هوايې حمايت څخه په استفادې دطالبانو پردفاعي کرښو خپل ځمکني يرغلونه چټک کړل ، په شمال کې دوستم هم دبلخ په اطرافو کې مزاحمتونه ايجاد کړل، دباميانو لاره هم دوحدت ګوند دکميونونو له خطرسره مخ شوپه شمال کې دميشتو طالبانو له خوا دپرله پسې هوايي اوځمکنيو فشارونو له کبله دسردار ولي اوپيرګيلاني صاحب څخه دمداخلې غوښتنې وشوې خوبې ځوابه پاتې شوي؛ نويې دخپل مشر تابه سره دمخابرې تماس له ليارې په مشورې د دوستم سره په دې ژمنه چې طالبان به وسايل ورته سپاري؛ خودوی به خوندي خپلو سيموته رسول کېږي ځانونه وسپارل، وسلې اوموټر ورڅخه واخستل شول دوی په مزارشريف کې جنګی کلا او نوروبندي خانوته بوتلل شول ډيرکسان په لاروکې په کانټينرونو کې دبندي هوا له امله مړه شول نورپه جنګي کلا کې چې لږې سپکې وسلې ورسره وې ترمحاصرې اوبم باريو لاندې په جنګ کې زخميان ، وږې تږې کړل شول اوووژل شول، دا راز پېښو ټولو طالبانو ته پخوا النهايي ډارونکي انځور ورکړی و نوپه کابل کې دکورنيو چارو دوزارت مرستيال ملاخاکسار چې له مخالفينو سره يې هم اړيکې درلودې ، طالبانو ته دپلازمېنې دتخليله کولو پيغامونه ورکول خط هم له شمال څخه راشاته شو اوله يوې لويې غميزې پرته طالبان دپکتيکا اوکندهار په لور ووتل دافغانستان په جنوبي ولايتونو کې واک قومي شوراګانو ته په لاس ورغې؛خوپه هرات کې بيا دطالبانو له راوتلو وروسته اسماعيل خان واکمن شو.په کندهارکې لاسخت مقاومت روان ؤ،چې دشېرزي کسان اوامريکان دبولدک اوکندهارترمنځ دتخته پل سيمي ته په هوايې همغږی ورسېدل ، ښاغلی کرزی هم له ارزګان څخه دکندهار خاک ريز ته راورسيداوله طالبانو څخه يې وغوښتل چې څرنګه يې په نورو ولايتونوکې ښارونه پرېښودل ؛ نودکندهار ښارهم بايد نورخراب نه شي، دطالبانو له خوا څخه اعلان وشوچې مشرملاصاحب دوزيرانو يوې شورا ته چې ددفاع وزير هم پکې ؤ اودرياست الوزراء مرستيال حاجي ملامحمد حسن اخند مشري کوله واک ورکړی ؤ ، چې هغوی دکندهار ښارهم تخليله اوښاغلي کرزي ته يې وسپاري ، په دې جريان کې دافغانستان دسياسي زعامت دخلا دپوره کولو په منظور دجرمني په بن ښارکې له طالبانو اواسلامي حزب پرته دنورو افغاني خواووپه موجوديت کې ترنړيوال مستقيم نظارت لاندې غونډې هم ښاغلی کرزي دلنډمهاله حکومت درئيس په توګه وټاکه .
دسپټمبريوولسمه اودافغانستان پراقتصاد يې اغېزې
کله چې نړيوالې ټولنې رنګينې اوغوړې وعدې دافغانستان له حکومت سره وکړې اودبيارغونې په موخه يې داقتصادي مرستونارې خپرې کړې ، په لومړي سرکې دافغانستان ملت خوښ ښکاريده اوداسې هيله يې درلوده چې په نږدې راتلونکي کې به دافغانستان اقتصاد پياوړې شي ، ولې حقيقت دا وو چې نړيوالې ټولنې دافغانستان دبيارغونې په موخه لازمه پانګه (بوديجه) ورنکړه . دکرزي حکومت دبیارغونې وزيرصديق فرهنګ په وينا چې افغانستان دراتلونکو۵ کلنولپاره د ديرشونه ترپنځه ديرشو ميلياردو ډالروته دبيارغونې په موخه اړتيالري ځکه چې ٪ ۸۰ اقتصادي زېرمې متضررې شوي دي.
دنړيوال بانک ۲- ۴- ۲۰۰۴ زيږديزکال راپورله مخې افغانستان داوږدې جګړې له امله ۲۴۰ ميليارده ډالره متضرره شوي . دتوکيو اوبرلين دکنفرانسونو له مخې په ټوليزه توګه له افغانستان سره د ۱۳ ميلياردو ډالرو مرسته وشوه چې دتخمين شوې اندازې په مقابل کې په هيڅ حسابېدای شي ، په دې هکله بله ستونزه چې وجود لري اودبيارغونې خنډ واقع شوی هغه دبهرنيو هېوادونو دمرستې ژمنې وې چې دافغانستان دبيارغونې لپاره يې کړې وې اوپه خپلوژمنويې وفاونه کړه ، اوعلت يې دافغانستان حکومت دکافي ادارو او دباصلاحيته اداري نظام نه درلودل وبلل ترڅو دغه شتمنۍ په مشخصو اړخونو ولګوي اوپه دې عقيده ووچې دغه پيسي به غلا اواختلاس شي اوپه اړو ځايونو کې به ونه لګول شي . ددې پرځای چې مرسته کوونکي هېوادونه مرستې دافغانستان حکومت ته ورکړي ترڅوپه خپلو پښو ودرېږي ، کاري صلاحيت پيدا کړي اودمطلوب اووړي ادارې نه برخورداره شي غواړی دغه اموال دخپلې اجنډا له مخې په مصرف ورسوي اوپه هغې باندې خپلې ګټې خوندي کړي ، چې دغه حالت دپلان وزيرمحمدمحقق له خواتر نيوکې لاندې ونيول شو او ويې ويل چې مرسته کوونکي هېوادونه دافغانستان له حکومت سره همغږي نه لري اوخپل ځان ددې پابند نه ګڼي ترڅو دخپلو کړنو نه دافغانستان حکومت ته راپور ورکړي اوخپلې مرستې دحکومت له طريقه نه لګوي چې دغه عمل دزياتو ستونزو زيږنده ده ، ځينو اوقاتو کې مرسته کوونکي هېوادونه خپلې مرستې دافغانستان په نوم هغه مشاورينو ته ورکوي چې دهغوې لخوا په بېلابېلو اداروکې کارکوي اوهغه يې دخپلووزګارو خلکو لپاره دکاروسیله جوړه کړې ده اولوړمعاش ورته ورکوي ، له همدې وجهې نه په افغانستان کې دبيارغونې پايله يواخې پاخه شوي محدودسړکونه دي اوله هغې نه سوا کوم اقتصادي اودبيارغونې فعاليتونه نه ترسترګوکېږي.
دنړيوال بانک دراپور له مخې په افغانستان کې ۷ ميليونه خلک دلوږې سره مخ دي اودبې کوره خلکو تعداد لسګونو زروته رسېږي ، چې له دې نه داسې ښکارېږی چې امريکا هېڅ نوع ميل نه لري ترڅو پيسي دافغانستان دبيارغونې په موخه وکاروي له همدې وجهې نه ځينې څېړونکي وايي چې امريکا افغانستان وران کړ ولې دبيارغونې لپاره يې هسې پاملرنه ونه کړه کوم چې ورانولولپاره يې کړې وه .
دافغانستان دجګړې خارجي عوامل
لکه څرنګه چې جګړه عموماً په اوسني وخت کې د خوږو اوبو ، زيرمو اوخامو مواد په خاطر په نوروهېوادونو کې دوام لري اوهغه هېوادونه چې خامو موادو ته ضرورت لري نه غواړي چې جګړه دی په نوموړي هېواد کې ودرېږي نوپه همدې اساس يودهغه هېوادونو څخه هم افغانستان دی چې داڅولسيزې کېږي چې جګړه په کې روانه ده چې مونږددغې جګړې په خارجي اړخونو دلته بحث کوو.
دغرب ملګري په واک کې ساتل
امريکا داسې خلک، سياسي جهتونه، احزاب او ټولنې واک ته رسوي چې امريکا ته به د اوسني حاکم وضعيت د نه بدلولو ضمانت ورکوي، سيکولرزم به د فکر او )عقيدې( او ډيموکراسي به د نظام په حيث مني، او واک ته د رسېدلو يوازينۍ لار به د امريکا په خوښه انتخابات او سياسي جوړ جاړي ګڼي. دغه خلک به د )ډيموکرات اسلام( يا)امريکايي اسلام( پلويان وي، د جهاد، ولاء او براء او د امت د عملي وحدت پر مفاهيمو او نظرياتو به باور نه لري. په سياسي پلوراليزم، وطنيت او د نړۍ له کفارو سره د يوه مشترک نړيوال نظام په چوکاټ کې ګوزاره کوي. د اسلام د اقتصادي نظام پر ځاي به د کاپيټاليزم پر اقتصادي نظام چلېږي، او د )ګلوبلايزيشن( په نامه د امريکا د نړيوال برلاسي په مقابل کې به د اسلام پر فکر او عقيده ولاړ موقف نه لري. دغه خلک به غرب ته دا ضمانت ورکوي چې اسلامي شريعت به نه تطبيقوي، بلکې يوازې په يو څو ظاهري شکلياتو به د خلکو د تېر اېستلو هڅې کوي. له امريکا، ملګرو ملتو، ناټو، نړيوال بانک او په مجموع کې د دوئ په اصطلاح له نړيوالې ټولنې سره به خپلو التزاماتو ته وفادار وي، ترڅو يې هغوئ په رسميت وپېژني او ملاتړ او مرسته يې وکړي. امريکا به هڅه وکړي دغو خلکو ته د چارو واګي د دې لپاره وروسپاري چې دلته د امريکا د خوښې مطابق حکمرانې وکړي، له امريکا سره امنيتي تړون امضاء کړي، د مجاهدينو په خلاف جګړې ته ژمن پاتې شي، د امريکا د اشغال د تېرو ديارلسو کلونو سياسي او فکري لاسته راوړنې لکه ډيموکراسي، سيکولريزم، د ښځو لپاره غربي ډوله آزادي، غربي بشري حقوق، د شريعت پر ځاي د وضعي قوانينو تنفيذ او د غرب لپاره د افغانستان تابعيت وساتي. دغه خلک بايد ديته هم ذهني او عملي تياري ولري چې که د افغانستان غرب، جنوب او شرق په اوله مرحله کې د مجاهدينو په لاس سقوط وکړي نو دوئ بايد دافغانستان په شمال کې د غرب تر حمايې لاندې بله داسې يوه اداره جوړه کړي چې تر ډېره حده به د نشنلزم او سيکولريزم پر بنسټ ولاړه وي، او په منځنۍ اسيا کې به حکومتونه پدې وېروي چې که د دوئ حمايت ونه کړي نو د افغانستان لخوا به هغوئ ته د اسلامي فعاليت د ورغځېدلو خطر ورپېښ شي.
له ناپوځي لارودطالبانودکمزوري کولوهڅې
امريکا له سياسي او استخباراتي لارو نوره هم هڅه کوي چې هغه خلک او کړۍ د منځلارو طالبانو په حيث رامنځته کړي چې يو وخت يې د خپلو شخصي او يا تنظيمي مصالحو د خوندي کولو لپاره د طالبانو په تحريک کې ځان ځاي کړي وو خو وروسته چې د طالبانو قيادت په ټينګه د جهاد او د اسلامي شريعت پر سر له چا سره د نه جوړجاړي لاره ونيوه نو دغو په طالبانو کې ورننوتلو فرصت طلبه سياسي لوبغاړو خپلې لارې بېلې کړې، او په يوه او بل نامه يې ديرغلګرو تر وزرو لاندې ځانته ځالې جوړې کړې، او يو په بل پسې يې د پرديو له ګريوانونو سرونه راووتل. امريکا، متحدين يې، د سيمې هېوادونه او ګاونډيان هېځکله نه غواړي چې په افغانستان کې يو واقعي اسلامي حکومت قائم او په رښتنې معني شريعت ورکې پلي شي، ځکه چې دا به بيادسيمې د نورو مسلمانانو لپاره چې د غربي ډوله فاسدو سيکولرو نظامونو له فساد او استبداد څخه کړېدلي دي يو ماډل جوړ شي، چې هغوئ به يې هم په خپلو هېوادونو کې د پلي کولو مطالبې او هڅې شروع کړي. نو دوئ ټول به هڅي کوي چې يا ريښتني طالبان د اسلامي حکومت او د شريعت د نافذولو له دعوي څخه تېر او په داسې يوه نظام يې قانع کړي چې يوازې نوم يې اسلامي وي او نور هر څه ورکې د غرب په خوښه ترسره کېږي. او که ريښتني طالبان پر خپلې تګلارې او )جهادي حل( ټينګار کوي نو په مقابل کې به يې له ښوېېدلو او خرڅو شويو اشخاصو د معتدلو طالبانو په نامه بله سياسي جبهه تشکيلوي چې پخواني )جهادي( او نني )ديموکرات( تنظيمونه، د روحانيت درواغجن مدّعيان، يو څه معتدل سيکولران او د نړۍ او سيمې استخباراتي کړۍ به يې تر څنګ درېږي، او د اوږدې مودې لپاره به هڅه کوي چې ريښتني طالبان او د)جهادي حل( پلويان کمزوري، بدنامه کړي او د جهادي مقاومت په افاديت باندې يې شکمن کړي، ترڅو له دې لارې په افغانستان کې د غربپالنې، سيکولريزم او نيمه مسلمانۍ په مقابل کې مقاوم ځواک کمزوري کړي او له غرب سره يې جوړجاړي ته اړ کړي.
دجهادي فکراوعقيدي په خلاف منفي تبليغات
امريکا او ملګرو يې په افغانستان کې خپلو پلويانو ته وظيفه ورکړې چې د جهاد او مقاوم فکر په خلاف دومره ډېرې ليکنې او تبليغات وکړي چې د اسلام ستره فريضه )جهاد( خلکو ته د وحشت، جنايت، وراني، اقتصادي بېرته پاتې والي او د تمدن د نه خپلولو په معني ور معرفي کړي. د همدې مقصد د حاصلولو لپاره امريکا او ملګري يې په افغانستان کې هغه فکري او فرهنګي اشخاص او جهتونه تمويلوي او وسائل په لاس ورکوي چې په فکري او عملي لحاظ د فساد د مخنيوي په منظور د مسلح جهاد مخالفت کوي. امريکا د دغو خلکو پراخ مالي او تخنيکي ملاتړ کوي، هغوئ ته مطبوعاتي ادارې، مؤسسات، پوهنتونونه او نورې تعليمي ادارې ورجوړوي ترڅو په پراخه پيمانه په ټولنه کې د غربي افکارو او مفاهيمو د خپرولو لپاره کار وکړي.
په افغانانوکې دمقاومت روحيه له منځه وړل
امريکا او محلي ملګري يې هڅه کوي په افغانانو کې د مقاومت روحيه له منځه يوسي، ځکه چې ترڅو د مقاومت روحيه په افغانانو کې موجوده وي نو د پرديو په مقابل کې به مقاومت هم موجود وي. د مقاومت د روحيې د له منځه وړلولپاره امريکايان، اروپايان او د هغوئ محلي ملګري له هرې لارې کوښښ کوي چې ځوان نسل په لوبو، فيشن، موسيقۍ، اخلاقي فساد او د غربي افکارو پر خپلولو مصروف کړي. همدا اوس يې لوبو ته دومره زورور کړي چې د)کرکټ( او )فوټبال( د مسابقو په ورځو کې يې تقريباً ټول افغانستان د مېډيا له لارې د هغو په کتلو مشغول کړي وي. او که په کومه لوبه کې يو څو بيسواده لنډغر، له زده کړو تښتېدلي کوڅه ډبي چې دوئ ورته د ملي اتلانو نوم ورکوي له کومې بلې ډلې لوبه وګټي نو په هغه ورځ يې بيا نيم افغانستان په ګډاوو، ډول او سورنيو، بې بندوباريو او مسرفانه لمانځنو مصروف کړي وي، او ولس ته داسې روحيه ورکوي لکه افغانانو چې له دين او وطن څخه د دفاع کومه ستره معرکه ګټلې وي. دا هر څه د دې لپاره تر سره کېږي چې ځوانان او نوي نسل له تعليم، جهاد، کار او د اولوياتو له پېژندلو او مراعاتولو څخه په داسې څه مصروف وساتي چې ګټه يې يوازې دښمن ته رسېږي. د لوبو، موسيقۍاو د ځوانانو او پيغلو ترمنځ د فساد د خپرولو ترڅنګ امريکايان او په افغانستان کې د هغوئ ملګرو مليونونو ځوانانو ته په مخدراتو)شرابو، چرسو، پوډرو( د اخته کېدلو زمينه هم برابره کړې ده. او دا هرڅه داسې په سيستماتيک ډول تر سره کېږي چې په نتيجه کې يې په مليونونو ځوانان د کار او جهاد لپاره د فکري استعداد د له لاسه ورکولو ترڅنګ بدني توانايي هم له لاسه ورکوي. د افغانانو د تاريخ په هېڅ دور کې دومره ځوانان او نجونې په مخدراتو او له اخلاقي فساد او فحشاوو څخه په راپيدا شويو جسمي او رواني مرضونو نه ؤ اخته شوي لکه څومره چې د امريکايانو د اشغال په تېروديارلسو کلونو کې اخته شول. د کابل ښار په خپل ټول تاريخ کې دومره پوډريان نه وو ليدلي لکه اوس چې يوازې د کابل د سيند پر غاړو هر چېري پراته وي. د غرب پلوې مېډيا له لارې د موډ او فيشن خپلولو ته د خلکو او نوي نسل تشويقول د جهاد او مقاومت د روحيي د له منځه وړلو بله وسيله ده چې د رواني لالهاندۍ ترڅنګ يې افغاني ټولنې ته خورا دروند اقتصادي تاوان هم وراړولي دي، او په لکونو خلک يي پدې کار کې يو له بل سره په سيالۍ اچولي دي. د موډ او فيشن دغه مصرف که په تعليم او د تخنيک په زده کړه کېداي نو اوس به نوي نسل ډېر څه زده کړي واي.
دتعليم نظام اونصاب دټولنې دغربي کولولپاره دوسيلې په ډول استعمالول
د هغو ناپوځي وسائلو له جملې څخه چې امريکايې د جګړې په راتلونکې مرحلې کې کاروي يوه هم تعليم ده. امريکا د افغانانو او افغانستان د تسخير لپاره په لاندې شکلونو کې له تعليم څخه کار اخلي
) الف( امريکا په تېرو ديارلسو کلونو کې درې ځلې د افغانستان په تعليمي نصاب کې بدلون راووست او له نصاب څخه يې د جهاد، دفاع، شهادت، غيرت، ازادۍ، اسلامي نظام، له کفارو څخه د کرکې، د اسلامي امت د يووالي او د ديني تعليماتو او ساينسي اکتشافاتو تر منځ د ارتباط مفاهيم حذف کړل او پر ځاي يې د سولې، دېموکراسۍ، د غربيانو له نظره د بشر د حقوقو، د ښځو د آزادۍ، د ښځو او نارينه وو ترمنځ اختلاط، موسيقۍ، ګډا، د فرهنګ په نامه د زړو افغاني خرافاتي انګيرنو او رواجونو د راژوندي کولو، د غربي ډوله مدني ټولنو د معرفي کولو او رائجولو، د هيومنيزم د فلسفې له مخې ټولو انسانانو ته په يوه سترګه د کتلو، له کفارو سره ديو ډول سياسي، فرهنګي، اخلاقي او ټولنيزو ارزښتونو د خپلولو او د غربي او يا غرب پلوو شخصيتونو د معرفي کولو مفاهيم او مضامين ورځاي کړل. د تأسف ځاي لا دا دي چې دا هرڅه يې د داسې خلکو په لاس وکړل چې ځانونه يې د اسلامي فکر مدافعين بلل، او د جهاد او هجرت په محيط کې يې د مهاجرينو او مجاهدينو په خيراتي پيسو ماسټرۍ او دوکتوراوې واخيستې خو په آخر کې له خپل ټول علم او تجربې سره د اشغال د حکومت په ادارو کې د يرغلګرو تر څنګ ودرېدل. امريکايانو د خپلې خوښې مفاهيم اکثره په ادبي، اجتماعي، تاريخي، فرهنګي او د مدني زده کړو په مضامينو کې ځاي پرځاي کړي دي، ترڅو په پراخه پيمانه د نوي نسل په ذهن کې ځاي ونيسي.
)ب( د امريکايانو له راتللو سره د افغانستان د تعليمي حريم دروازه د هر چا پر مخ خلاصه شوه او هر چا دلته د خپلې خوښې تعليمي ادارې، شخصي مکتبونه، پوهنتونونه، لنډمهالي او اوږدمهالي کورسونه جوړ کړل، او په هغه کې يې خپل خپل نصابونه عملي کړل. غربي هېوادونه او مؤسسات چې د دغو تعليمي ادارو تر شا ولاړ ول له يوې خوا يې د افغانستان تعليمي نصاب له اسلامي ارزښتونو محروم کړ، او لکه چې د اشغال د ادارې د پوهنې وزير )فاروق وردګ( وايي په نصاب کې يې د شاملو ديني کتابونو د چاپ لپاره پيسې هم ورنه کړې، تر څو نوي نسل د مکتب په نصاب کې هم د ديني کتابونو له شتون څخه محروم شي. او له بلې خوا يې د ټولنې د شتمنې طبقې اولادونه د خپلو افغاني ملګرو په توسط په شخصي تعلميي ادارو کې احتوا کړل، او هلته يې په واردو شويو پرديو نصابونو روزي. دغه په پرديو نصابونو روزل شوي نسل به هماغه ډول افغانستان هم په راتلونکي کې د پرديو پر لار روانوي لکه څنګه يې چې د اسلامي نړۍ نور هېوادونه روان کړي دي.
)ج( امريکايانو د يوې سنجول شوې توطيې په ترڅ کې د افغانستان په خلکو داسې يو تعليمي نصاب ور تحميل کړ چې د اسلوب، تعليمي مېتود او د معلوماتو د سويې په لحاظ د افغانستان د اوسني جنګ ځپلي معارف د معليمنو او متعلمينو له سويې او وضعيت سره مطابقت نه لري. د دې کار نتيجه دا شوه چې نه موجوده معلمين دغه د پرديو له لوري فرمايشي نصاب په سم ډول تدريسولي شي، او نه هم زده کوونکي له هغه څخه سمه استفاده کولي شي چې پدې ډول يې معارف، معلم، شاګرد او د هغوئ د سرپرستان ټول له يوه ذهني اضطراب سره مخ کړل. او چې د لوړو زده کړو په وزارتونو او نظام کې اداري او اخلاقي فساد هم وسره ملګري شي نو نتيجه يې د) تعليم( پر ځاي )تجهيل( راوځي، چې همدغه د غرب اوږد مهاله هدف هم دي. ځکه چې غرب او د اسلام نور دښمنان نه غواړي چې افغانان دې پرمختګ وکړي، بلکې هڅه کوي چې د تل لپاره افغانان ځانته محتاج او له لاس لاندې وساتي
دمعتدل اسلام اومنحرف روحانيت له پيروانوکاراخيستل
معتدل اسلام او غرب پلوي روحانيت دوه نورې هغه خطرناکې وسيلې دي چې امريکا او د هغې متحدين يې په افغانستان کې د رښتنيو مسلمانانو او د غرب په خلاف د جنګېدونکو مجاهدينو په خلاف په سيستماتيک ډول په لاندې شکلونو کاروي:
)الف( غرب د خپلو تحقيقاتي مراکز د څېړنو او د خپلې زورورې مېډيا له لارې هڅه کوي مسلمانان هغه اسلام ته ور وبولي چې غربيانو په خپله ډيزاين کړي او )معتدل اسلام( يې بولي. غرب د خپل معتدل اسلام لپاره د ځيني سيکولرو هېوادونو لکه ) ترکيې(، )اردن(، )مصر(، )تونس( او ځينې نورو غرب پلوه او له حقيقي اسلام څخه د پرديو شويو هېوادونو او تعليمي مراکزو مثالونه وړاندې کوي چې د )الازهر( پوهنتون يې په سرکې دي.
امريکا همدا اوس په افغانستان کې د بېلابېلو سياسي او ديني مؤسسو له لارې د يوه )بې جهاده(،)بې وسلې(،)بې ځانګړي هويته( او )بې شريعته( اسلام د خپرولو لپاره کار کوي، او د همدې مقصد لپاره يې پدې وروستيو کې د اوقافو وزارت د ۱۰۰۰۰ ملايانو روزنه او په کابل کې د (اعتدال( په نامه د ديني مرکز افتتاح تر سره کړل. امريکا د دغه ډول لنډمهالو او اوږد مهالو پروژو له لارې غواړي په افغانستان کې د اسلام هغه فهم له منځه يوسي چې د هغه پر اساس افغانان په افغانستان کې د اسلامي نظام قائمول او د غرب په خلاف مقاومت کول غواړي.
)ب( امريکا او نور غربي هېوادونه او مشهور اشخاص په افغانستان کې له هغو تنظيمونو، ديني مراکزو، اصلاحي ټولنو، اسلامي ډوله راډيوګانو او ملايانو سره مرستې کوي چې د جهادي فکر مخالف دي، د) ولاء او براء( پر عقيده باور نه لري، او په افغاني ټولنه کې د )ارجائي فکر( د خپرولو لپاره کار کوي. غرب دغه جهتونه دېته هڅوي چې د غرب په خلاف جنګېدونکو مجاهدينو ته )خوارج(او)تکفيريان( ووايي، او په ډول ډول نورو هغو نومونو يې ياد کړي چې دافغاني ټولنې خلک ورڅخه کرکه کوي.
همدغه خلک چې مجاهدينو ته )تکفيريان( او )خوارج( وايي دوئ بيا له غرب څخه د راواردو شويو فکري فتنو لکه ډيموکراسۍ، سيکولريزم، لبراليزم، هيومنيزم، نشنلزم، وضعي قوانيونو او فکري ارتداد په هکله نه څه ليکي او نه يې وايي. او دا ځکه چې دوئ په بېلابېلو مجالاتو کې له غرب سره فکري او عملي مشترکات او متبادل مصالح لري. امريکا غواړي د همدوئ په واسطه د افغانانو له زړونو او ذهنونو د )جهاد( او )ولاء او براء( د عقيدې مفاهيم وباسي، او کرار کرار يې د سياسي پلوراليزم ترڅنګ د ديني پلوراليزم پر لار هم روان کړي. روحانيت، معنويت ته توجه، زهد، حسن خلق او ديني ارشاد ټول په اسلام کې مطلوب او مرغوب کارونه دي چې د اسلام علماؤ او مصلحينو تل ترسره کړي دي، او بايد ترسره يې کړي، خو يو څه خلکو بيا دغه صفات او حيثيتونه د اسلامي تاريخ په اوږدو کې په درواغو او په ټولنه کي د دنياوي وجاهت د ترلاسه کولو پخاطر کارولي دي، او پدې ډول يې پر )بې علمه( او )ساده لوحه( سپين زړو خلکو خپل تسلط ساتلي، او د هغوئ شتمنۍ يې د نذرونو، شکرانو او قلنګونو په نامه ورڅخه تروړلي دي، او خپله يې ورباندې مست شاهانه ژوند تېرکړي دي. دا چې دغه ډول خلکو تل د خوندونو ژوند تېرکړي، نو د خوندونو د نور تداوم لپاره يې له مشبوهو جهتونو، ګمراه حکومتونو، غربي استعمارګرو او په اسلامي هېوادونو کې له سيکولرو احزابو سره هم روابط او ايتلافونه جوړ کړي دي، او استعماري قوتونو هم د بېلابېلو سياسي او مالي هداياوو او رشوتونو په ورکولو د دوئ خدمات حاصل کړي، او د دوئ له نفوذ څخه يې د مسلمانانو په تسخيرولو او له جهاده د هغوئ په منصرف کولو کې کار اخيستي چې مثالونه يې په عربي هېوادونو، شمالي افريقا، سوډان، د هند نيمې وچې او افغانستان کي ډېر ډېر وليدل شول. همدا اوس چې امريکا د اسلام او مسلمانانو په خلاف يوه لويه جګړه روانه کړې ده، او د مسلمانو هېوادونو رښتيني روحانيين، مجاهدين، علماء، طالبان او با احساسه مسلمان ځوانان د غربي يرغلګرو په خلاف په ټوله اسلامي نړۍ کې په جهاد بوخت دي، په همدغه ډول حالت کې دغه د )کمرشل روحانيت( مدعيان او )سيکولر ډوله پيران( د غرب له صليبي ايتلاف سره ملګري دي، او د غربي لښکرو د صليبي جګړې په تبليغاتي او معنوي ډګر کې د مجاهدينو په خلاف د ديني مليشو په رول کې لوبېږي. امريکا په تېرو دېرشو کلونو کې ډېر دغه ډول درواغجن او سيکولر روحانيين په افغانستان او سيمه کې د خپلو توطيو د عملي کولو لپاره وپالل او ويې کارول، او لا نور يې هم د رښتينيو علماؤ، طالبانو مصلحينو او مسلحو مجاهدينو په خلاف کاروي. په راتلونکي کې د طالبانو تحريک او د دوئ جهادي فکر ته ريښتني خطر هم د همدغو دوه مخو خلکو له لوري متوجه دي. همدوئ به خلک د طالب پر جهادي مصداقيت شکمن کوي. همدوئ به امريکا او غرب ته د طالب د نرمولو او سولې ته د آماده کولو تمې ورکوي، همدوئ به د نوئ نسل ځوانان د جهاد او جدّيت له افکارو او ژوند څخه خرافاتي عقائدو او له غرب سره پيوند اخيستلو ته تشويقوي، او همدوئ به د جهاد نظريه تحريفوي او ځوانان به د جهاد له جبهاتو او د علم له مدارسو څخه خپلو خرافاتي مراکزو ته وربولي. که د غربي تحقيقاتي مراکزو لکه د )رنډکارپورېشن( او نور توصيو ته چې امريکا او غرب يې کړي وکتل شي نو وبه ليدل شي چې غربي يرغلګر دغو خلکو ته د خپلو دوستانو او ستراتيژيکو ملګرو په سترګه ګوري، او کوښښ کوي چې د دوئ په وسيله د ريښتيني روحانيت او جهاد د لاري لارويان له خپلې حقې لارې منصرف او منحرف کړي.
دغه خلک په هېڅ وخت کې د طالبانو د تحريک ريښتيني ملګري او خيرخواهان ندي. دوئ پرون هم د خوندونو او منصبونو پخاطر له طالبانو سره ولاړ ول، خو کله چې خوندونه او منصبونه له لاسه و وتل نو سمدستي يې په بېلابېلو نومونو او حيثيتونو د دښمن صف ته ورټوپ کړل. امريکا غواړي يو ځل بيا له همدغې دروازې د طالب په جهادي صف کي رخنه وکړي او له خپلې تګلارې يې واړوي.
دميډيا له لارې دفکرونوتسخيرول
امريکا پدې پوهېږي چې د خپلو پوځي وسائلو او جنګي لښکرو له لارې د هر افغان کور ته نشي ورسېدلي چې هلته د هغوئ په فکرونو، عقائدو او د ژوند په بڼه کي تبديلي راولي، او هغه فطري کرکه او کينه يې له زړونو وباسي چې د غرب په خلاف يې لري. خو دغه کار بيا په ډېرې اسانۍ د مېډيا له لارې کولي شي، ځګه چې تقريبا ټول خلک راډيو اوري، تلويزونونه ګوري، د موبايل ټلفونو په واسطه فلمونه او نور تصويري معلومات ويني، او يوه زياته برخه خلک کمپيوټر او انټرنټ هم استعمالوي، او په راتلونکي کې به د دغو وسائلو استعمال نور هم ډېر شي
همدې اهميت ته په پام سره امريکا او ټول غرب کوښښ کوي چې خپل افکار او نظريات افغانانو ته د برقي وسائلو له لارې ور ورسوي. که د نوري فايبر )کېبلي انټرنټ( پروژه رښتيا هم په ټول افغانستان کې تطبيق شي نو امريکا به له يوې خوا ټول افغانستان په ډېرې آسانۍ تر خپل فکري او فرهنګي تهاجم لاندې ونيسي او نوي نسل به له ديني ارزښتونو څخه پردي کړي، او له بلې خوا به د ټول افغانستان معلومات د همدي نوري فايبر )کيبل( له لارې د دوئ لاس ته ورلوېږي چې دا بيا د لوي خطر خبره ده، ځکه چې افغانستنان دا ظرفيت او ټکنالوژي نه لري چې خپله سايبر سيکورټي )انټرنټي امنيت( تأمين کړي. امريکا همدا اوس د ۸۱ تلوېزوني او ۱۷۰ راډيويي سټيشنونو په ذريعه د افغاني ټولنې په اجتماعي او اخلاقي ژوند کې دومره منفي بدلون راوستلي چې په تېره يوه پېړۍ کې يې ساري نه ليدل کېږي.
داقليتونوپالل اونشنليستي افکارتقويه کول
امريکا د خپل ديارلس کلن اشغال په دور کې په افغانستان کې شيعه او اسماعيلي اقليتونو ته ډېره توجه وکړه، هغوئ يې منظم کړل، مؤسسات او د ښه ژوند وسائل يې ورته مهيا کړل، د افغانستان په اقتصادي او دولتي ادارو يې مسلط کړل، په سياست کې يې د هغوئ تر اصلي حجم زياته برخه او ځاي ورته ورکړ، او په فکري لحاظ يې د سيکولريزم او غربپالنې په فکر او په لوړو تحصيلاتو وروزل. امريکا دا هرڅه د دې په بدل کې ورته وکړل چې هغوئ په مطلق ډول د يرغلګرو ترڅنګ ودرېدل، او په قطعي ډول يې د اشغالګرو په خلاف مقاومت ونه کړ.
همدارنګه امريکايانو په افغاني ټولنه کې نشنلستي افکارو ته وده ورکړه، او په تيوريک لحاظ يې د افغانستان د بېلابېلو قومونو باسواده ځوانان او د فکر او قلم خاوندان پدې مصروف کړل چې تر هرڅه زيات بايد نشنلزم ( قوم پرستۍ( ته ارزښت ورکړي، که څه هم چې د اسلامي عقيدې او احکامو سره په تصادم کې هم واقع شي. دا چې نشنلزم يوه غربي مفکوره او نشنلستان په شعوري ډول غرب پلوي خلک دي نو امريکا همدوئ د مجاهدينو په خلاف استعمالوي، او د همدوئ په توسط د اسلامي نظام د قائميدلو مخنيوي کوي. او همدا اوس هم ټول نشنلستان چې په هر قوم پورې اړه لري د يرغلګرو په صف کې ولاړ دي
حکومتي نقش ناحکومتي مؤسساتوته سپارل
د امريکا او غرب حکومتونه د افغانستان په اشغالولو کې د مستقيمې ښکېلتيا له امله د مجاهدينو لپاره مشروع اهداف ګرځېدلي دي. د هغوئ پوځيان، جاسوسان، د هغوئ محلي ملګري، د هغوئ دفاتر او هر ډول پرسونل يې په افغانستان کې په خلاص مټ فعاليت نشي کولي. ځينې هېوادونو يې خپل پوځيان وېستلي، خو ناپوځي سياسي، استخباراتي، روزنيز او د فکرونو د بدلولو ادارې يې لا تر اوسه پټ او ښکاره فعاليت کوي چې هره ورځ يې د تأثير او فعاليت ساحه نوره هم تنګېږي. په ولسواليو، ولاياتو او لويو ښارونو کې د مجاهدينو پراخ او مؤثر حضور د غربي او غرب پلوو ادارو لاسونه ورتړلي دي او کارکوونکي يې د سر د ساتلو په هڅه کې دي دې وضعيت غرب دېته اړکړي چې د افغانستان د لاندې کولو او دلته د خپل تأثير د ساتلو لپاره د خپله ښکاره حضور استراتيژي د پټ او بالواسطه حضور په استراتيژۍ بدله کړي. امريکا او ملګرويې په تېرو ديارلسو کلونوکې په افغانستان کې تر ۴۰۰۰ زياتي نادولتي مؤسسې ايجاد کړي وې. دغه مؤسسې دومره ډېرې او خپلسرې وې چې د کرزي د پخوانۍ کابينې د پلان وزير رمضان بشردوست ورڅخه تقريباً دوه زره مؤسسې په يوه ورځ لغوه کړې. خو دا چې افغانستان د غرب لخوا اشغال شوي، او د غرب لخوا افغانستان ته تخصيص شوې ۸۰۶ فيصده پيسې د همدې مؤسساتو له لارې د هغو اهدافو د حاصلولو لپاره مصرفېدلې چې غرب يې غواړي، نو ځکه خو د دې پر ځاي چې د وزير په امر مؤسسې له فعاليته منع شي، بالعکس وزير د مؤسساتو په امر له وزارته برطرف کړاي شو. غربي نادولتي مؤسسې په حقيقت کې د غرب هغه لښکر دي چې پرته له جګړې د غرب لپاره د اسلامي نړۍ حکومتونه او ولسونه تسخيروي، او په سړه سينه او دوامدار فعاليت ټول هغه مقاصد حاصلوي چې پوځونه يې له حاصلولو عاجز پاتې کېږي. او دا ځکه چې پوځي فعاليت او اشغال خاوره نيسي، خو د مؤسساتو فعاليت ولسونه، عقلونه، فکرونه او اقتصادونه اشغالوي. نو ځکه خو همدې اهميت ته په پام سره غرب په افغانستان کې د خپل پوځي عقب نشينۍ تشه په نادولتي مؤسساتو ډکول غواړي. د مؤسساتو د پټ او خطرناک رول د وضاحت لپاره يوازې دا مثال هم کافي دي چې کله طالبانو د خپل حکومت په وخت کې په کابل کې له ميشتو مؤسساتو وغوښتل چې د ښار له ګڼې ګوڼې او د خلکو له منځه دې دکابل د ښار په غرب کې د قرغې پر سړک ښکلې سياحتي او د تازه هوا لرونکې ساحې ته ټول په يو ځاي کې راجمع شي، او د دې کار هدف دا وو چې له يوې خوا ښار د دوئ له فشار څخه خلاص شي، او له بل لوري يې طالبانو ته نظارت آسانه شي، خو مؤسساتو د خپلو دفاترو بندولو ته پر هغه ځاي ته په ورمنتقل کېدلو ترجيح ورکړه، ځکه چې هلته يې بيا پټ رازونه او پټ ملګري رسوا کېدل. په افغاني ټولنه کې د غربې نادولتي مؤسساتو د خطرناک تأثير تر ټولو لويه نمونه همدا د اوسني نظام منځته راتلل دي،ځکه چې د اوسني حکومت ډېرو وزيرانو، رئيسانو، سفيرانو، لوړپوړو چارواکو، واليانو، وياندانو، د مطبوعاتو او ميډيا چلوونکو، د سنا او ولسي جرګې استازو، د تعليمي ادارو مشرانو او د سياسي احزابو رهبرانو او مشهورو څېرو د غرب په پرونيو نادولتي مؤسساتو کې کارونه کول، او همدغو غربي نادولتي مؤسساتو په تېرو څلورو لسيزو کې په افغاني ټولنه کې دومره کار او تأثير کذاري کړې وه چې کله امريکا پر افغانستان د يرغل اردهوکړه نو په سلګونه زره افغانانو ورته په يوه او بل شکل د راتلو لاره هواره کړه. چا ورته د پياده عسکرو وظيفه اجراء کړه، چا ورته جاسوسي وکړه، چا ورته د مېډيا له لارې د هغوئ په ګټه ذهن سازي وکړه، چا ورته دولتي او نا دولتي ادارې وچلولې، او چا ورته د هغوئ لپاره جنګېدونکي پوځ، پوليس، استخبارات، مليشې او اربکيان جوړ کړل، او ښه په خوند يې د غربي يرغلګرو خدمت وکړ. غربي نادولتي مؤسساتو د کمونستانو اوروسانو په خلاف د افغانانو له جهاد سره هم يوه خطرناکه لوبه وکړه، او هغه لوبه داسې چې غربي مؤسساتو په ډېر مهارت د مجاهدينو او مهاجرين له منځه پوه، باتجربه، د لوړوتحصيلاتو لرونکي، د قومونو مخور او با نفوذه خلک، مشهور قومندانان، ليکوالان، فرهنګي او تأثير ګذاره خلک، د پوهنتونونو استادان او نور هغه با استعداده خلک چې بايد د جهاد صف ورباندې قوي شوي واي يو يو ټول کړل، او په خپلو ادارو کې يې په کار وګومارل. دې کار د جهاد او هجرت صف ته دوه ستر نه جبيره کېدونکي زيانونه ور واړول، او هغه دا وو چې يو خو يې د جهاد صفوف او مهاجرين د کار او سرپرستۍ له خلکو محروم کړل، چې د دوئ ځاي بياپه جبهاتو کې نا اهلو خلکو، چرسيانو، لوچکانو، بې هدفه او خرځېدونکو جنګياليو او پاټکيانو ونيوه چې هم يې جهاد بدنام کړ او هم يې ولس وکړاوه. او بل زيان يې دا وو چې دکار خلک مو څه په آګاهانه او څه هم په نا آګاهانه ډول دغرب په خدمت کې واقع شول. امريکا اوس بيا غواړي خپل نا تکميل شوي پوځي اشغال د همدغو نادولتي مؤسساتو په لاس تکمل کړي، که څه هم چې دا کار به لس پنځه لس کاله نور هم واخلي. او په همدې مقصد خو امريکا د ۱۰۱۵ م کال لپاره په افغانستان کې د جنګ بوديجه يوازې ۷۹ مليونه ډالره ټاکلې، خو د ناپوځي فعاليتو د جارې ساتلو لپاره يې دوه مليارده او شپږ سوه ميليونه ډالره تخصيص کړې او کانکرس ته يې د منظورولو په مقصد ورلېږلې ده. په افغانستان کې د غربي نادولتي مؤسساتو په اړه به دا يو ډېر ساده تصور وي چې يوازې هغه مؤسسې دې تر څارنې لاندې ونيول شي )نصرانيت، يهوديت او نورو باطلو نظريو ته خلک وربولي) او دا ځکه چې غرب اوس دينونو ته پر دعوت ترکيز نه کوي، هغوئ اوس په خپله عملاً نصرانيت پرې اېښي دي، يهوديت يوازې د يهودانو دين دي، او هغوئ نه غواړي چې بل څوک دې ورکې داخل شي، او نورو باطلو عقائدو ته هم غربيان په ښکاره مسلمانان نه وربولي. نن د غرب لپاره تر ټولو مقدس دين او مقدس ارزښتونه چې تر نصرانيته هم ورته ډېر ارزښتمن دي هغه)ډيموکراسي، د بشر حقوق، د ښځو آزادي او له نارينه وو سره په هر څه کې د هغوئ مساوات، د وضعي قوانينو حاکميت، سيکولريزم، ليبرال تعليم او د کاپيټالزم اقتصادي نظام( دي. او په اسلامي نړۍ کې يې خپل ټول مؤسسات او د مدني ټولنو منظومه هم د همدغو اهدافو د تحقق لپاره په کار اچولي دي، او دا ځکه چې هغوئ د همدغو ارزښتونو له لارې پر اسلامي نړۍ خپل تسلط ټينګ کړي دي. نو هره هغه مؤسسه چې په هر پټ اوښکاره ډول د دغو اهدافو لپاره کار او فعاليت کوي هغه خطرناکې مؤسسې دي چې مسلمانان بايد د دښمن په سترګه ورته وګوري، او پداسې ډول استفاده ورڅخه وکړي لکه له اور څخه چې څوک استفاده کوي. امريکا له تېرو دوو کلونو راهيسې د داسې پلانونو پر جوړولو کارکوي چې څنګه خپلې پروژې او پروګرامونه دمحلي قرارداديانو، ملکانو، روحاني ډوله مشرانو او د خصوصي تعليمي ادارو د چلوونکو له لارې عملي کړي. د غربي هېوادونو او امريکا پټو او ښکاره توطيو او د اسلامي نړۍ د هېوادونو د ما بعد الاستعمار پېچلي او په غرب پورې تړلي وضعيت ته په کتلو او په افغانستان او سيمه کې د امريکا اقتصادي او ستراتېژيکو اهدافو ته په پام سره سړي په زغرده دا ويلي شي چې امريکا په آسانه د افغانستان په يو مخيز ډول پرېښودلو ته زړه نه ښه کوي، او له افغانستانه د قواوو وېستل يې په پوځي جګړه کې د شکست حقيقت ته د تسليمېدلو او د خپل جګړه ځپلي اقتصاد له رګونو د نورې ويني د درولو د عملي هڅې په معني دي. پدې کار سره امريکا يوازې د جګړې له له اور او ستومانۍ ځان هوسا کوي، خو له افغانانو څخه د خپلې ماتې د انتقام د اخيستلولپاره به خپلې ناپوځي جګړې او په افغانستان کې د اسلامي نظام د مخنيوي هڅو ته نور هم زور ورکوي. غرب د اسلامي هېوادونو د نيولو او د مسلمانانو د تسخيرولو اوږده تجربه لري چې له صليبي جګړو شروع شوې او د اندلس د سقوط، استعماري جګړو، استشراقي څېړنو، پر اسلامي نړۍ د سيکولرو او مستبدو نظامونو د تحميل، د نوي نړيوال نظام د تسليط، او د نړۍ د نيونې په مقصد دګلوبلايزشن د نظريې د جبري تنفيذ په څېر مراحل يې طې کړي دي، او لا نور هم د غرب فکري او څېړنيز مراکز د مسلمانانو د تسخيرولو په مقصد د پلانونو او دسيسو په جوړولو شپه او ورځ کار کوي
د غرب په اړه زموږ درک ډېر ساده دي، موږ مقابله او بري يوازې د جګړې په ډګر کې ګڼو، او لدې ناخبره يو چې غرب څنګه په خپل سياسي او اسخباراتي استعداد او مهارت زموږ د پخواني جهاد تنظيمونه، په لکونو مسلح مقاومت کوونکي، جهادي رهبران او د تېر جهاد قهرمانان په خپل صف کې ودرول، خپل ټوپک يې د هغوئ پر اوږه کښيښود، او د غرب په خلاف جنګېدونکي ريښتيني مجاهدين يې هدف وګرځول؟ د اوسني روان جهاد رهبرانو ته په کار ده چې د غربي يرغلګرو او د هغوئ د پاليسيو په اړه کافي مطالعه ولري، او ټولې هغه لارې وپېژني چې دښمن له هغو څخه راداخلېږي. ترڅو داسې نشي چې دښمن د دروازې له لارې ووځي خو دکړکۍ له لارې بېرته راننوځي
ماخذونه
1- ستانکزی، عبدالصمدباهر، چاپ کال، (۱۳۸۹ هـ ش) ،دسپټمبريولسمه اوپرافغانستان يې اغېزې ،عبدالمجيدمومندخپرندويه ټولنه ، جلال اباد ، ننګرهار.
2- صفاري، سلطان شاه ، چاپ کال(۱۳۹۴ هـ ش) ، دافغانستان دبهرنيواړيکو تاريخ،مستقبل خپرندويه ټولنه ،کابل ، افغانستان.
3- مسلم دوست عبدالرحيم بدراستاد بدرالزمان؛ چاپ کال (۱۳۸۵ ) دګوانتنامو ماتې زولنې ، مومندخپرندويه ټولنه ، جلال اباد ، ننګرهار.
4- ليکوال، ويليم بيليم، ژباړن فريداحمد هلال ، چاپ کال (۱۳۹۰ هـ ش) ، بدمعاشه امريکا، مومند خپرندويه ټولنه ، جلال اباد ،ننګرهار.
5- ليکوالان، ناهيداسي ګوريا ، مظهري داکټرسليم، مسرت جبين، ژباړن ، احمدزې ،خيرنيازمحمدسرور، دافغانستان اوامريکا متحده ايالاتو اړيکې اودسپټمبر ۱۱ پېښې ته يوتاريخې کتنه .
6- نيازې ،مستعلي خان، کال(۱۳۸۹ هـ ش) سردارمحمدداودخان دواکمنۍ سياسي ستونزې، ګودرخپرندويه ټولنه ، جلال اباد، افغانستان .
7- فراهي ، عبدالغفار، افغانستان د ديموکراسي اوجمهوريت په کلونوکې ، دانش کتابتون، پېښور.
8- عطايي ،محمدابراهيم،کانديد اکاډميسن ،کال(۱۳۸۳ هـ ش) دافغانستان پرمعاصرتاريخ يوه لنډه کتنه ، ميوند خپرندويه ټولنه ، کابل افغانستان .
9- شېرزاد،م ، کال(۱۳۹۱ هـ ش ) افغانستان دنړيوالوسياستونوپه محراق کې ، همدرد خپرندويه ټولنه ،جلال اباد ، افغانستان .
10- لس کلنه امريکايې ديموکراسي اوافغاني سياسي بی وسي دمقالوټولګه ،کال (۱۳۹۰هـ ش) ، خپرندويه ټولنه ،په نيدرلند کې افغانی کلتوري ټولنه ،چاپچارې : مومندخپرندويه ټولنه جلال اباد.
ستاسې د ګټورو او مثبتو نظرونو په تمه .