ټول افغان څیړنیزې مقالې
حضرت اصحاب بابا رضي الله عنه
داليکنه داردو سرچينوپرمټ ليکل شوې ده حضرت اصحاب بابا د رسول الله صلى الله عليه وسلم يو جليل القدر صحابي و دهغه نوم حضرت سنان ابن محبق هذلي او ٤٥ هجري کال کې مړ شو ى دى دپېښور د داودزۍ سيمې چغرمټۍ کلي کې يې قبر دى . دپښتونخوا دسيمې زياتره مسلمان او عقيدتمند(باورمن ) خلک يې قبر ته په ډيرې مينې ورځي او د پښتونخوا دنورو نامتو بزرگانو د قبرونو په پرتله يې زيارت کوونکي ډير دي عام خلک له دې څخه ناخبره دي مونږ په دې کرښو کې کوشش کوو چې د حضرت اصحاب بابا رضي الله عنه پر ژوند ر
د روژې دمياشتې دليدو شرعي حيثيت
داسلام سپيڅلى دين تل خپلو پيروانو ته لارښودنه کوي چې خپلې د غم او ښادۍ ورځې په ګډه سره ونمانځي ځکه چې اسلام ديووالي دين دى نو ښايي چې دروژې او اختر ورځې هم ټول مسلمانان سره په ګډه ونمانځي په دې سره دمسلمانانو ترمينځه چې دنړۍ په هر ګوټ کې وي ديووالى بنسټيزه جذبه پيدا کيږي او دغه کار پر ډيرو مسلمانانو باندې ښه اغيزه کولاى شي خو په دې شرط چې ورته عملي جامه واغوستل شي .روژه داسلام دارکانو څخه يو اهم او ارزښتناک رکن دى او دنړۍ ټول مسلمانان يې پر ځاى کوي خو يوه خبره چې ديو څو کلونو راپه دې خ
ليک دليکونکي د ذات انځور دى
دليک پيژدندې نوى څيړنه ياداښت : دا ژباړه ده چې ماکړې ده د ١٩٥٠ ميلادي لسيزې خبره ده دنيويارک په ښار کې په راتلونکي سبانۍ ورځ بمې چاودنې کيدې ددې پېښې تر شا يو پټ مجرم کار کاوه دغه پټ مجرم د ١٩٥٦ ميلادي کال د دسمبر دمياشتې پر ٢٦ مه نيټه دنيويارک په يو اخبار کې پر خپلو کارونواو بمي چاودنو خپگان وښود هغه اخبار دنوموړي پټ مجرم ليک په لومړى مخ کې خپور کړ وروسته دغه ليک ،غور ليک پيژوند نکيو دهغه پټ مجرم دليک مختلفې خواوې وکتلې غور يې پرې وکړ چې دغه غور
پر اسلامي ټولنې دتلويزيون اغيزې
ياد داښت: دغه ليکنه کريسنټ انټرنيشنل خپرونې خپره کړى او بيا دلاهور څخه د (هم قدم ) مياشتنۍ اردو ژبې مجلې يې اردو ژباړه خپره کړه اوس يې زه گرانو لوستونکو ته پښتو ژباړه وړاندې کوم .دلکونو خلکو لپاره دتفريح د بنسټيزې وسلې په ډول د تلويزيون ارزښت خلکو او نړيوالو منلى دى تلويزيون ديفريجويټر ، کمپيوټر ، موټر او ټيليفون په څېريو نوى نوښت او ايجاد دى دغو شيانو پر ټولنې دمعمول پرته اغيز کړى دى ، خو دانساني پرمختگ او پر انساني کړنو او معاملو ديو نوى ايجاد په څېر دتلويزيون اغيز ډير ارزيښتمن دى
داسلام اصلي پيغام امن ، سوله او سوکالي
اسلام دامن ، سوکالۍاو سولې دين دي او هر مهال د فساد غندنه کوي قران مجيد ددې رښتينولۍ اصلي ترجمان دى دقران کريم زده کړه يواځې ديو قوم لپاره نه ده او ټولې دنيا لپاره مناسب دي چې پر قران باندې ځان پوه کړي خو په ځانگړې ډول مسلمان امت ته ډيره ضروري ده چې پر قران باندې ځان پوه کړي او عمل پرې وکړي او هم قران کريم باندې درښتنين عمل سره ځان ته خوښي ، امن او سوکاله ژوند غوره کړي ، اسلام دټولي نړۍ لپاره يو ځانگړى رحمت دى اسلام دانسانيت په زړه کې دنيکۍ ، شرافت ، نياوه (عدل ) انصاف او دتقوى دپېدا کيد
قران کريم دبشريت لارښود
قران عظيم الشان دالله تعالى لخوا هغه را ليږلى شوى دپند څخه ډک کتاب دى چې زمونږ په ستر رهبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم باندې د درويشتو کالو په موده کې لږ لږ دوخت او ورځينو پېښو مطابق نازل شوى د نازليدو څخه نيولې دقيامت دورځې پورې ټول کړه وړه په کې دبشريت دنيکمرغۍ لپاره ډير په ښه ډول ښودل شوي دي د مومنو لپاره ځانگړې لارښونې په قران کريم کې نغښتى دى دجنت نيغه لار دقران په وسيلې سره مومنان موندلى شي . دحديثو په رڼا کې دقران غوره والى ډير په ښه ډول او د لمر په شان مومنانو لره ځلانده بريښي داسلام
د حديث او علم الحديث پيژندنه
حديث معنا خبرې دي او داد حضرت محمد صلى الله عليه وسلم خبرې دي نو ځکه نن ورځ په اسلامي نړۍ کې ورته حديث ويل کيږي که څوک په دې خبرو باندې اعتراف وکړي چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم احوال او افعال خو خبرې نه دي نو بيا ولې په حديث کې شميرل شوى دي ددغه اعتراض په اړه د اسلامي امت علماء دغه ځواب غوره گڼلې چې احوال او افعال د کثرت له امله يې په حديث کې شميرلي دى او بله دا چې علماى کرامو ليکلي دي چې دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم اقوالو ، احوالو او افعالو ته حديث ويل خو دساخته او له ځانه جوړه شوې اصط
د نظريې او ايمان (باور) تر منځ توپير
دا د پورته سرليک اړتيا ځکه پېښه شوه چې ښاغلي زاهد خان شيدا د خپلې لورينې له مخې د امېل پښتومجلې څو گڼې د ډالۍ په دود راکړې ، يوه يې هم د ( رحمان بابا) نمبر وه چې سرسري مې ولوسته ، خو ژر مې د ښاغلي (شهاب عزيز ارمان) پر ليک د (رحمان بابا په شاعرۍ کې د قران او حديث اثرات ) سترگې ولگيدى د همدغه ليک په پاى کې( د اميل پښتو مجلې د( رحمان بابا) د نمبر جولاى – دسمبر ٢٠١٤په ٩٥ مخ )کې يوه جمله ده چې نيوکه او اعتراض پرې کېداى شي . ټوله جمله په دې ډول ده (يوه (نظريه) چې د اسلامي نړۍ
د ځينو لغاتو او کليمو معناوې
ليک: فضل قادرانډيوال موشگاف ( ژورو بارکيو ته کتونکي) ( بارک بين ) نکته چين ، ژور کتوونکي ته وايي په پښتو ادب کې حميد بابا موشگاف بلل شوى دا يې لقب دى حميد بابا په خپله شاعرۍ کې يې له ډير بارکبينۍ او ژورتيا څخه کار اخيستى دى پس له دوى نه (موشگاف )عبدالحميد دى چې يې ووې ښه نازک نکته دان شعر (پير محمد کاکړ) پس له ده نه (موشگاف) عبدالحميد دى باريکي يې د کلام ده ځان د شعر (شمس الدين کاکړ) شگاف
زرکلن تاریخ، سل کلنه خپلواکي، یوویشتمه پيړۍ او دافغان ولس برخلیک
همم، کله چه دستیج سر ته پورته شو کله چه مایک مو لاس ته ولویږي او کله چه په محراب کي دجامع مخي ته ناست وو په لاف وهلو نه ستړۍ کیږو. ډیر لیرۍ به نه ځم، انګریزانو ته مو ماته ورکړه روس مو په ګینډو کړ جهاد مو وګاټه، شوروي اتحاد مو ړنګ کړ، شرقي اروپامو آزاده کړه هغه مو وکړل دا مو وکړل... خو آیا په حقیقت کي مو دهیواد په ګټه او دولس هوسایني لپاره کومي لاسته راوړنۍ لرلې دي؟ نخیر نه، دنړۍ په کچه تر ټولو غریب اوبيچاره افغان ولس دي چه په نس نه ده موړ . که رښتیا ووایو نه کوم اسقلال لرو نه دکوم شي
اقتصادي ستونزې اوحل لاره یې داسلامي اوغیراسلامی اقتصادی نظامونوله نظره /۵ برخه
اقتصادي ستونزه او حل لاره یې، په اسلامي او غیر اسلامي اقتصادي نظامونوکې ! دننګرهار پوهنتون دعلمي کنفرانس ټاکل شوې موضوع . لیکوال او ویناوال : مفتي فضل هادي سالک) (پنځمه برخه) اسلام کي داقتصادي ستونزونه دوتلو حل لاره: • په لنډه توګه به داسې ووایوچې داسلام له نظره اقتصادي بډاینې ،ښیرازي اوپرمختګ دالله تعالی په رحم وکرم پورې اړه لري ،کله چې کوم قام کې فقر،غربت او اقتصادي ځوړتیا راځي وجوهات او لاملونه یې دبنده ګانو ګناهونه اوجرایم وي ،حللاره یې توبه او استغفار دی ،نږدي عامو تف
اقتصادي ستونزې اوحل لاره یې داسلامي اوغیراسلامی اقتصادی نظامونوله نظره /۴برخه
• • اقتصادي ستونزه او حل لاره یې، په اسلامي او غیر اسلامي اقتصادي نظامونوکې ! • لیکوال : مفتي فضل هادي سالک) • (څلورمه برخه) • دمسلمانانوداقتصادي پیاوړتیا اوکمزورۍ لاملونه : • دپیاوړتیا علتونه او وجوهات : • کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته هجرت وکړنوهلته یې دیوه اسلامي حکومت بنسټ کښیښود،دعشراوزکات ،غنایمو،جزئیواو نورواقتصادي طرحوباندې یې عملا کار وکړاودیوه غښتلې اقتصادي ښیرازۍ نقشه یې طرحه کړه ،دده له رحلت نه وروسته خلفاءراشدینودرسول الله صلی
اقتصادي ستونزې اوحل لاره یې داسلامي اوغیراسلامی اقتصادی نظامونوله نظره /۳ برخه
اقتصادي ستونزه او حل لاره یې، په اسلامي او غیر اسلامي اقتصادي نظامونوکې ! لیکوال : مفتي فضل هادي سالک) (دریمه برخه) کمونيزم( Communism) • کمون په عامه توګه هغې ډلې ته ويل کيږي چې دچارودادارې په خاطر يوله بل سره همکاري کوي اودلوړومقاماتودلاس وهنې څخه پرته کارونه سموي،په ځینواروپايي هيوادونوکې يوکوچني اداري واحدته هم کمون وايي • خوکمونېزم له يوټولنيزاقتصادي نظام څخه عبارت دی چې په ټولوشيانوکې دخلکوپه مشارکت باورلري لکه خوراک څښاک ،پوښاک، کور،اوزدواج اوياپه بله اصطلاح
اقتصادي ستونزې اوحل لاره یې داسلامي اوغیراسلامی اقتصادی نظامونوله نظره /۲ برخه
• اقتصادي ستونزه او حل لاره یې، د اسلامي او غیر اسلامي اقتصادي نظامونوله نظره ! • لیکوال : مفتي فضل هادي سالک) • (دویمه برخه) • • مال داسلام په اقتصادي نظام کې دخورا مهم عنصرپه توګه : • • لغت کې :هرهغه شئ چې انسان دهغه څښتن کیدای شي مال بلل کیږي ،لکه سره زر ،نقره ،کاغذی روپۍ ،ځمکه ،شرکت ،فابریکه ،الوتکه ،موټر،کمپیوتر او تلفون ..... • اصطلاح کې :اسلامي پوهانو مال په بیلابیلو تعریفونو سره پیژندلی دی .علامه ابن عابدین شامی رح وایې :مال هغه څه ته وایې چې انسان هغه
د نوامبر ۱۱مه او په چين کې انلاين سوداګرۍ فيسټيوال
د نوامبر ۱۱مه او په چين کې انلاين سوداګرۍ فيسټيوال لیکواله : د چین میډیا ګروپ غړې اغلې زرینه د نوامبر ۱۱مه يا (۱۱. ۱۱) يعنې د يوولسمې ميلادي مياشتې يوولسمه نېټه په چين کې د انلاين سوداګرۍ ډېر مشهور فيسټيوال دی چې چينايان هر کال په دې ورځ په انلاين ډول توکي اخلي. د پام وړ ټکی دادی چې په دې فيسټيوال کې شيان په ډېر تخفيف خرڅېږي او خلک له دې ورځې را رسېدو مخکې په خپلو ګرځنده ټيليفونونو کې نصب کړی شويو اپلېکشنونو له لارې د خپلې خوښې شيان په نښه کوي او د نوامبر ۱۱مې نېټې له
اسلام، اسلامی حکومت، او اسلامی قانونی نظام (دوهمه برخه)
اسلام اسلام د خدای ج آخیرنی دین ته وایی چه په نبی محمد صلعم باندی نازل او له هغه نه وروسته بیا د لوی خدای په قول بل دین نشی راتلای. اسلام د انسانانو د دارینو د خوښی او نیکی لپاره راغلی چه تمام او کامل دی. کامل او تمام په دی معنی چه نور نو د انسان د ښیګڼی لپاره نوی دینی فرایض او واجباتو ته ضرورت نسته. اسلام د ښه ژوند لیاره ده او دیوه قانون په توګه دهرڅه نه مخته ته و مسلمان ته ښه او بد له اوله معلوموی. دهمدی کبله اسلام د ژوندانه د سمون یو کود یا لارښونه ده چه د هغه په بنا انسان ښه او یا
د بیان د آزادی او زغم تړنه او غربی منافقت
هم آزادی او هم زغم اسلامی ارزښتتونه دی چه اوس غربیانو غلاکړی او بیا یی مسخ کړی دی. په اسلام کی آزادی د فردی حق او د ټولنی د ګټو په چوکاټ کی ده او غربیان بیا ضد او نقیض اصول لری. که د غربی قانونی فیلسوف جون لاک لیکنه وګورو نو هغه خپله مفکوره دآزادی په غوښتنه نده پیل کړی بلکه د زغم او دنورو د عقیدو د احترام په فکر یی شروع کړی. هغه د ترکیی مثال ورکړی او وییلی دی چه څنګه د ترکیی په کوڅو کی مسلمان او نامسلمان په ښه او سولئز چاپیریال کی ژوند کوی. متاسفانه دی مفکر د ترکیی درس ښه
دحکمتیار څرګندوني دوهم کور مي پاکستان، خو راځي چه موږ وایو پاکستان نه بلکه کوزه پښتونخوا ده
دخوست په یوه لیري پرته سیمه کي یوه سپین سري بوډا مور مریضه وه په کور کي دوي د ډاکټر پيسي نه درلودي او لور يی خپلې مریضي مور ته وویل چه موري زما ګاڼه به خرڅه کړو چه ته ډاکټر ته په ولاړه شي. بلاخره همداسي وشول دوي دخپلي لور ګاڼه خرڅه کړه او یو څه پیسي يي ورته برابري کړي. دوي څو ځلي د خوست مرکز ته ډاکټرانو ته وراغلل خو یو څه پیسي به يي خرچ شوي لاکن د مریض حالت به ورځ تر بلي خرابیده. دوي بلاخره تصمیم ونیوه چه کوزې پښتونخوا ته ولاړ شي. خو دي سپین سري مور پاسپورت خو څه چه تذکره
د غلیم غېږې ته د حکمتیار پناه
په پنجاب کې د ښاغلي ګلبدین حکمتیار خبرې چې ګواکي "د افغان دولت بېړۍ سورۍ ده" او ډېر ژر به "ډوبه شي"، د هغه چا په مثال ده لکه د خپل ناموس په اړه چې له خپل غلیم سره خبرې کوې . له همدې امله ټول هغه شکونه او پوښتنې چې نه یوازې د شخص حکمتیار په اړه وې، بلکې هغه پوښتنې او شکونه هم چې د ده د سیاست په اړه ول، همدې حکمتیار په خپله ځواب او زباد کړل۔ نور
حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
چشم بد دور، زموږ په وطن کې د جنازو او هدیرو تر څنګ نن سبا د سرو کرښو هم ښه پریماني ده. چا ته جمهوریت سره کرښه ده، چا ته امارت، چا ته د شلو کالو لاسته راوړنې او دا دی اوس حنفي او جعفري فقهې هم سرې کرښې شوې. زموږ د جغرافیا د ارواښاد معلم صیب قادر خان، تکیه کلام رایاد شو چې د هر درس په آخر کې به یې ویل: (ګل د کدو ګل دی، یو پورته کوم لاندی تری بل دی) نن په قطر کې له طالبانو سره د افغان دولت د بی بنده بی سربنده ناستو پاستو او سیاسي چنو وهلو یوه میاشت پوره شوه. د هوټل په ښایسته تالارونو او لابي ګان
د راتلونکي لنډمهاله حکومت مشر درانی، بارکزی که کابلی؟؟؟
له څو ورځو راهیسي په ټولنیزو رسنیو کې د راتلونکي لنډمهاله حکومت د مشر په اړه بحثونه او ځینې لیکنې کیږي، جالبه ده؛ پرته له دي چې د شخص او راتلونکي په اړه باوري معلومات ترلاسه شي، د خلکو د اذهانو د ګډوډولو لپاره ځینې نومورکي رسنۍ د خپل شهرت له امله ځینې وخت ناسم معلومات او اوازې خپروي. د لنډ مهاله حکومت لپاره د احمدشاه دراني نوم په خولو کې اوړي را اوړي، او ډیری لوړ پوړي افغان چارواکي او سیاستوال یې ګیچ کړي، دارنګه بهرني ډیپلوماټان هم نه پوهیږي چې دا څه ډول لوبه ده. د روان کال فب
د جګړې بدرنګ بیزونه او د ملي شتمنیو د لوټ غمخواره!
ورووستیو څلور لسیزو پرلپسي جګړو، ناخوالو، په کور دننه د پردویو اجنډګانو تعقیب، لاسوهنو، نیواک او یرغل په افغان خاوره کې د هر موجود وجود بی تعریفه کړې، هرې رنګینې خپله ښکلاه بایللي، هر خوند خپل رنګ ورک کړې او هر معیار د مروجو او منلو علمي او تاریخی مفاهیمو او ویوکو په خلاف کاریدلی او ورڅخه ناوړه ګټنه شوی. د بېلګې په توګه د لومړی افغان انګریز ملی غزاه اتل وزیر محمد اکبر خان بی ګوره، بی لقبه او بی رتبي دې مګر بچه سقاو او د تنظیمي جګړو ټول بدنامان، بلچاران او بګیلان د کابل په لوړو څوکو ک
اسلام، اسلامی حکومت، او اسلامی قانونی نظام
بسم الله الرحمن الرحیم مقدمه: زړی دسیسی، مسلمانان او پښتانه دا مقدمه په دی خاطر لیکل سوی چه استعماری عناصرو کوښښ کاوه او لا بوخت دی چه اسلام مسخ کړی او مسلمانان ګمراه. د افغانستان په ځمکه دا تحریک د امیر حبیب الله له وخته شروع او د امان الله پاچا په وخت کی یی زور اخیستی او لا روان دی. دی تحریکونو څنګه پښتنی جامعه له خپلو رواجونو نه اړولی، او لا هم کوشش کوی چه نوره یی لا پسی خرابه کړی. مونږه د سید جمال تاریخ ته ګورو. مونږ هیله لرو چه پښتانه د خپل دود او رواج نه لیږ خ
بین الافغانی مذاکرات، د جمهوریت ظرف چې خالي به پاتی شي!
د امریکا شل کلن یرغل، نیواک او استعمار زموږ له ملت څخه د پیړیو خوښې، سکون، فرصتونه، ارمانونه او د ګډ سباوون او ګډ افغانستان جوړولو سپېڅلي هیلۍ تالا کړې، دربدره یې کړل، تر کورګډې ورسېدل او د یوه ملت هر جدجهد یې په بلواکۍ لاهوه او محکوم کړل.په همدې موخه امریکا او ملاتړو یرغلګرو سفارتونه ته یې په کابل کې موږ د جاسوسۍ د تولید ، د نفرتونو د خپرولو او د تپلواکۍ د دوام او روزلو ځالي بولو او پدې باور یو چې تر کله هم د دوی کرغېړن وجود پایته ونه رسیږی، د دې سفارتونو او سیاسي استازولیو شتون افغان مل
دصلحي په راتلو سره د افغانا نو هیلي
دصلحي په راتلو سره د اجتماعي عدالت تامینول هم اړین دي که نه خداي مه کړه چه دا صلح به پایداره نه وي! لمړې - دا څلویښت کاله په افغانستان کي نه څوک دملي اتل او یا مارشال وړ کس وو بلکه دوي دهیواد او د نوامیسو اصلي تجاران وو. بس اړینه ده چه د دا سي کاغذي او تقلبي اتلانو اومارشالانو لقب د بیرته واخیستل شي. دوهم - دشهید او مجاهد په نوم دي د هر ډول تلین او لمنځغاستو ته د پاي ټکي کیښودل شي. دریم - دواټونو ، هوايي ډګرونو دولتي او غیر د ولتي موسساتو نومونه دي بېرته خ