دریمه برخه
( ۱ )
د خوشال په سیاسي فلسفه کې دجنګ مقام:
په دې ځای کې دجنګ دتعریف نه تیریږم. ځکه چې جنګ د دوو تنو ترمنځ د لفظي جګړې نه را واخله بیا دهیوادونو تر منځ تروسله والې نښتې پو رې د لاملونو، موخو، تکتیک، ستراتیژۍ او جنګي وسایلو له مخې دومره ډیر ډولونه لري چې په یوه تعریف کې نه ځائیږي اوله بلې خوا دخوشال خان دوخت جنګونه دشلمې او یویشتمې پیړۍ له جنګونو سره ډیر توپیرونه هم لري چې په خپل وار دجنګ په تعریف کې نورې ستونځې رامنځ ته کوي. دخوشال خټک د جنګي وړتیا او مهارت ستاینه هم نه کوم او په دې پسې هم نه ګرخم چې له کوم جنګه بریالی راوتلی دی او کوم جنګ يې بایللی دی. په دې ځای کې غواړم پوه شم چې جنګ دبابا په سیاسي فلسفه او انساني وجدان کې کوم ځای درلود اوایا ننګیالی خوشال په رښتیا جنګیالی خوشال و اوجنګ يې دژوند هدف ګرځولی واو کنه په جنګ یا جنګونو کې ښکیل شوی و. په دې هکله دڅیړنې په بهیر کې لومړی دخوشال خان دې شعر سره مخامخ شوم:
اولیــا د اولیــا ســره بــد نه دی دا په دا چه يې د نفس نشته هوا
په دنیا دپاچا هانو سره ضد دی امــرا ســره د ښــمــن دی امـرا
[ منتخبات خوشال خټک................ ۱۳ مخ ]
اولیا دهرډول حرص او نفسي غوښتنو نه پاک، بې ریا او په بشپړه اخلاص دلوی پروردګار په ذکر او فکر مشغول او له دې امله دهغه لوی ذات نږدې دوستان دي. اولیا له بدو بد وړي اوتل ښیګڼې رسوي. دځان غوښتنې او ځانته غوښتنې ځنځیرونه يې شلولي، یوازې او یوازې دلوی څښتن درضایت په لټه کې دي. نوځکه په زړونو کې کینه اوحسد او په خپلو کې دلانجو اوجګړو موضوع هم نه لري او دیو بل سره په دوستۍ او مینه او محبت کې ژوند کوي. خو ننګیالی خټک دخپل وخت دوسله والو ځوا کونواعلا سرقومندانانو یانې پاچاهانو، آمرانو او هغوی ته ورته زور واکانو ته داولیا په سترګه نه ګوري بلکې دنفس او حرص غلامان او دزور او زرو لیوالان يې ګڼي چې شپه او ورځ دخزانو دپړسولو او دزورواکې دپراخولو په فکر کې دي. د بل پاچا یاامیر نظامي او مالي ځواک يې دستر ګو اغزی و. د شتمنې او زور واکې حرص يې ترمنځ بدګمانې را پارولې چې دښمنې تري جوړیدلې او وسله والې جګړې ته رسیدلې. په جګړه کې زوروراړخ کمزوری ماتوي، خزانې او شتمنې يې لوټوي، ولس يې استثماروي او خپل هر څه په منې. وینو چې دخوشال دسیاسي فکر له مخې د جنګ موخه اولا مل د پاچا ها نو، آمرانو او هغوی ته ورته زورواکانو د ټیټو نفسي غوښتنو یانې حرص څخه سرچینه اخلي او ګټه يې هم دوی ته رسیږي او دولسونو پراخې پر ګنۍ پکې له هرې خوا ژوبلیږي. ولسونه د ولسونو سره دښمني نه لري، دیواوبل په ضد نه جنګیږي، جګړې ته دپاچاهانو، امیرانو او یاد محلي زورواکانو له خوا مجبوریږي. لنډه دا چې خوشال خټک جنګ او جنګ غوښتنه داسلامي اخلاقو، دانسانې عقل اووجدان ضد عمل اودنفس او حرص دغلامې او دبې عقلې پایله ګني او په یو بل ځای کې لیکي چې:
عـقل وهـوش ېې وسړي وته پیداکړ دا چیـچل داړل د پــړانګ وو یا د یږ
دا بیدرد که په ظاهرسړی لیده شي وخوشال ته مچ مېږی دی ماشې سپږ
[ منتخبات خوشال................ ۵۰ مخ ]
چیچل او داړل د یږواو پړانګانوکاردی. عاقل انسان نه داړل کوي، نه جنګ کوي او نه چیچل کوي. یانې عقل دجنګ اړتیا کمزورې کوي اوبې عقلي دجنګ خطر زیاتوي. خوشال خټک دعاقل یا هوښیاراو دبې عقله او یا ناپوه تر منځ یو ټوپیر په دې کې ویني چې:
هوښیار هغه دی چې سخت جنګونه تر خیره راولي په فرسنګونه
نادان هغه دی چې په کار د سولې ګــډ کا د شــروفســا د رنـګونه
[ دخوشال خټک کلیات.............۴۳۶ مخ ] په بل ځای کې لیکي چې:
څوک چې له خلکه شوروغوغا کا نادان حریص دی، هغه چې دا کا
چې عاقلان دي، چې صابران دي هغــه به کــله جنــجا ل له چا کـــا
[ دخوشال خټک کلیات............۳۷۳ مخ ]
جنګ – که د امپراتوریواو هیوادونواوکه په قومونواو کلیو اوبانډو کې وي – دولسونو آرامې او هوسايۍ ته زیان رسوي، اوپه جنګ دښمنې او دښمنان له منځه نه ځي بلکې کینې، دښمنۍ اودښمنان لا زیاتوي. خوشال خټک په دې عقیده دی چې دوستي د دښمنې او دښمنانو د له منځه وړلوترټولوښه او حتی یوازنۍ لار ده. یانې که څوک غواړي چې دښمن له سره ورک کړي نو له هغه دې دوست جوړکړي. بابا ټینګار کوي چې:
هوښیــا ر هغه دی چې ډ یـر د وستـان لري په دښمــنا نو با ندې احسان لري
دښمن دي دوست کا دوست دي دښمن نه کا خوږ دي دهرچا سره زبان لري
[ دخوشال خټک کلیات............۵۳۷ مخ ]
وینو چې خوشال خټک نه یوازې شخړه او دښمني غندي بلکې له جنګ دسولې او له دښمنې د دوستې په لور هلې ځلې دیني مکلفیت او وچت اخلاقي ارزښت هم ګڼي او لیکي چې:
څوک چې آشتي غواړي که دی غلیم دی والصلح خیر ځای دتسلیم دی
عــفــو بــهــتــره تــر ا نــتــقــا مــه ده نیـکې په بد و کا ر د کریم دي
[ دخوشال خټک کلیات............۴۴۳ مخ ]
په غچ او انتقام اخیستنه کې تیری او تیروتنې هم کیږي چې بد ترې جوړیږي خو په بخښنه کې هیڅ ډول تیری اوتیر وتنه نه ځائیږي بلکې له سره نیکي ده اونیکي په بدودکریم کار ګڼل کیږي. نو ځکه بابا ټینګار کوي چې:
ښــه سړی د چا پـه بــد ونظـر نه کا که څوک بد ورسره کاندي دی به ښه کا
پــه بــارداره ونــه تــل وریږي کاڼې ورته ګوره چې باردار ونه څه کـــــــا
دا په دي چې خود بیني ورسره نشته د جهان ننــداره ځــــــکه د وه لیــمه کـا
همدا اثر، ۱۵ مخ
اوپه یوه بل ځای کې لیکي چې:
راشـــــــه ښیــګــڼه دونې ګـــوره خپل ځان په نمرکا، بل کا په سیوره
په سنګ ېې ووله، میوه درواچوي خصلت له ونې واخــله ای وروره
[ دخوشال کلیات..............۴۱۶ مخ ]
دخوشال خټک دا پورتنې څرګندونې راښيي چې جنګ دده په سیاسي فلسفه کې چندان ښه مقام نه لري، جنګ دانسانی عقل، اخلاقو اوله سره دانسانیت ضد عمل ګڼي اوتر دې چې کوچني تاوتریخوالې ته په بده سسترګه ګوري او انسان دانسان په وړاندې تیریدنې، حوصلې، خواخوږۍ اوښیګڼې ته را بولي. په خواښینې سره باید ووایم چې په ډیرو لیکنو کې دخوشال خان نظامي پوهه، دلښکر سوق او اداره، په جګړې کې دهغه شخصي وړتیا له سره جنګ بلل کیږي، خو دجنګ په وړاندې دهغه سیاسي دریځ هیڅ په پام کې نه نیول کیږي، نوځکه دننګیالي بابا نه جنګیالی خوشال جوړیږي او دجنګ غوښتلو او په جنګ کې دښکیل کیدلو تر منځ تو پیر ورکیږي. د دې برخې په « ب» جز کې په همدې ټکي هم یو څه بحث کیږي.