داصول فقه دعلم تدوین !

دعلم فقه دتاریخي قدامت دپیژندلو اودخلفاء راشدینو (رضی الله عنهم) له وخته ترصغارو صحابو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین پورې ،اوبیا دحجازاو عراق دفقهي مدرسو منځته راتلل اوډول ډول اطوار یا مختلف پړاوونه یې دڅه تفصیل سره په تیر بحث کې وشنل شو، اوس به دعلم اصول فقه دتدوین او منځته راتلو په هکله څه وضاحت وکړو!
داصول فقه علم دکره معلوماتو له مخې په دوهمه هجري پیړۍ کې رامنځته شوی دی ،خوددې څخه باید دا ونه فهمول شي ،چې ګوندې داجتهاد پر وخت مجتهدینو داصول فقه دقواعدو التزام ندی کړی ،بلکې په پوره وثوق سره ویلای شو،چې دصحابه کرامو مجتهدینو( رضی الله تعالی عنهم ) څخه راواخله بیا تر وروستیو ایمه وو رح پورې ټولو داجتهاد پر وخت دقواعدو التزام کاوه، خو په دومره تفاوت چې تردې وخته پورې ددې قواعدومنظم تدوین نه و شوی ،چې تفصیل به یې وروسته راشي .
داصول فقه دفن دتدوین په هکله دوه خبرې مشهورې دي ،چې یوه کې یې داصول فقه دخپلواک تدوین او مستقل تصنیف نسبت حضرت امام شافعي رح ته شوی ،اوبله کې ددې فن دتدوین او ړومبي مستقل تصنیف نسبت دحنفي مذهب دوهم امام اوقاضی القضات حضرت امام ابویوسف رح ته شوی ، لکه په )التقریروالتخییرلمحمد الحنبلی/ج۱/ص۱۸۷)او همداسې په (تیسیرالحریرلمحمد امین /ج۱/ص۴۸)کې داسې لیکل شوي چې ((وَيُقَالُ إنَّ أَوَّلَ مِنْ دَوَّنَ فِي أُصُولِ الْفِقْهِ عَلَى سَبِيلِ الِاسْتِقْلَالِ الْإِمَامُ الشَّافِعِيُّ صَنَّفَ فِيهِ كِتَابَ الرِّسَالَةِ بِالْتِمَاسِ ابْنِ الْمَهْدِيِّ))یعنې ددې حوالې لمخې ویل کیږې ،چې ړومبی تدوین چې چا ددې فن مستقلا او په خپلواکه بڼه کړی، هغه امام شافعي رح دی ،چې د(کتاب الرسالة بالتماس ابن المهدی )کتاب یې پکې ړومبی ځل تصنیف او دتدوین چاره یې پیل شوه .
خو(ابن النديم) په ( الفهرست) کې داسې لیکلي چې : وَذَهَبَ ابْنُ النَّدِيمِ فِي " الْفِهْرِسْتِ " أَنَّ أَوَّلَ مَنْ أَلَّفَ فِيهِ هُوَ أَبُو يُوسُفَ صَاحِبُ أَبِي حَنِيفَةَ))یعنې (ابن ندیم) په( الفهرست) کې داسې چې لیکلي، چې اصول فقه کې لومړنی تالیف امام ابو یوسف رح کړی ،او دابه یې ړومبی مدون شي ،خو داچې هرڅه وي وي به،دواړه داسلامي امت دخپلواکیو مسلکونو ائمه دي ،یو داسلامي خلافت قاضی القضات امام ابویوسف رح دی ،چې هغه دحنفي مذهب دویم امام دی ،دعلم او فقاهت دیوه سمندر په حیث امت کې شهرت لري ، اوبل امام شافعي رح هغه څوک دی ،چې په علمي نبوغ کې داسلامي امت ځلانده څیره ده ،دفقاهت یوه روڼ ستوری او دشافعي فقه امام دی ، دواړه داهل سنت والجماعت پیژندل شوي امامان دي ، خودا خبره دهیرولو نه ده ،چې دعلم فقه څخه دعلم اصول فقه مستقل تدوین وروسته شوی او علم فقه پر علم اصول فقه تقدم او وړاندې والی لري ،ړومبی فقه تدوین شوي او بیا علم اصول فقه تدوین شوي ده ،ځکه لومړی هغه شخص چې دعلم فقه ضوابط او اصول یې تدوین کړه او په کتابونواو بابونوکې یې ترتیب کړه، هغه امام ابو حنیفه رح و،دهمدې ځایه ده چې ، د امام ابوحنیفه رح دفضیلت په اړه دامام شافعي رح هغه مقوله چې په (طبقات الفقهاء ) کې (الفیروزآبادي الشافعي) رانقل کړي ، ډیره مشهوره ده ،چې پکې دا حضرت فرمایي : ((مَنْ أَرَادَ الْفِقْهَ فَهُوَ عِيَالٌ عَلَى أَبِي حَنِيفَةَ))یعنې څوک چې دفقهې احکامو سره مېنه او علاقه لري، نو په حقیقت کې دامام ابوحنیفه رح په عیال کې راځي او دابه دده دهڅو او جدو جهد پوروړی وي .
که هریو عالم او امام ددې علم مدون وي ،په نفس الامرکې دواړه داسلامي امت لوړې هستۍ دي او دواړه مقتدایان دي، خو هغه چې دې علم کې پرې وضاحت شوی ،هغه دادی چې دې علم اصول فقه کې دا سې قواعد اوضوابط بیان شوي، چې باید مجتهد یې دقرآن ،سنت او قیاس څخه دشرعي احکامو داستنباط پر وخت التزام وکړي اوددې ضوابطو مراعاتول پرې واجب دي ، داسې ګمان هم بي ځایه دی، چې داصول فقه له تدوین څخه مخکې ګوندې اجتهاد په قواعدو مبتني او ملتزم نه و،ځکه دصحابه کرامو رضی الله تعالی عنهم څخه راواخله ددې اصول فقه علم تر تدوین پورې ،ټولو مجتهدینو دثابتو قواعدو التزام داستنباط پر وخت کړی ،هو داخبره هم رښتیونې ده، چې په ځینو قواعدو کې به دیوه فقیه رایه له بل فقیه څخه خلاف وه ،خو په حقیقت کې ددوئ اختلاف دامکان تر بریده په تحری الصواب باندې بناء وه او ددې نه په غیر بل څه نه و.
هو!
دا قواعدکه څه هم ملتزم وو او داجتهاد پر وخت ترې مجتهدینو استفاده کوله ،خو لا هم تدوین شوي نه وو، دبیلګې په ډول په علم نحوکې چې دا علم او اصطلاحات علمیه یې لا هم تدوین شوي نه وو،خو عربانو به دفاعل درفع اودمفعول دنصب التزام له مخکې څخه کاوه ،چې وروسته یې علمي تدوین وشو،نو ددې څخه په ډاګه شوه ،چې که څه هم اصول فقه او علم فقه دواړه من حیث الوجود ، متعاصرین او متلازمین دي ، مګر په دومره تفاوت چې دعلم اصول فقه تدوین دعلم فقه څخه متاخر او وروسته شوی دی .
په همدې زمانه کې فقه افتراضي یا فقه تقدیري هم ظهور وکړ ،او دفقه دا رنګ دعراق په فقهي مدرسه کې دامام ابوحنیفه رح اودده داصحابوله ظهور څخه مخکې عظمت ته رسیدلی و،خو د دوئ په وخت کې پدې فن بوختیا او اشتغال کې زیاتوالی راغی ،چې دعلم فقه دمسایلو دې افتراضي رنګ فقهاء دا مهال په دوو ډلو وویشل ،یوې ډلې دارنګ بد باله، او بلې ډلې یې ددې امله تایید وکړ،چې په آند یې مونږ باید دپیښې دوقوع څخه مخکې ورته شرعي حکم معلوم او متعین کړی وي ،چې کله پیښه وشي ،نو شرعي ځواب به یې راسره لا له مخکې موجود وي ، دادواړه رآیې په خپل خپل ځای کې وجاهت لري ،البته په دې فقهي رنګ کې داسې اسراف کول ،چې په هغو افتراضي مسایلو مصروفیت چې عادةً مستحیلة الوقوع وي ، ډیر اشتغال به ښایي دځینو علماوو له نظره محمود نه وي ،خوپه هغو مسایلو کې مصروفیت هیڅ باک نلري ،چې ممکنة الوقوع وي ،خو لا نه وي پیښ شوي ،ځکه مونږ دمتقدمینو علماوو په کتابونوکې ډیر داسې مسایل وکتل ،چې هغه وخت مستحیلة الوقوع وو،خو اوس پیښ شول ،لکه دجنس انقلاب له ذکورت څخه انوثت ته ،یا له انوثت څخه ذکورت ته (نارینه په ښځینه تبدیلول او ښځینه په نارینه تبدیلول )،همداسې د (تلقیح صناعي) مسئلې غوندې نور داسې مسایل ،لکه دیوه مړه انسان دبدن اعضاء یا غړي بل ژوندې انسان ته ورکول ،یا دیوه ژوندې انسان دبدن غړي بل ژوندې انسان ته ورکول ....ځکه افتراضي فقه مونږ ته پدې ډول مسایلو کې داسې ډیرې بندې دروازې خلاصې کړي او مخکنیو کرامو فقهاوو رح راته مستقیمه لاره وښوده، الله جل جلاله دې پرې رحم وکړي !
نور بیا ................................