. پورته شه خپله

نه په ماضي کې کړی چا او نه يې اوس کوي څوک
پورته شه خپله د پرېوتي لا تپوس کوي څوک
د بېچاره له غمه ما ليدلي مړۂ نه دي څوک
د بېنواوو حق کې خپل وجدان ته پړۂ نه دي څوک؟
د اوبو وړي لاسنيوي ته فرصت نه لري څوک
له خپل وجود نه د وتلو جرأت نه لري څوک
مشران وايي: (پردی غم تر واورو سوړ وي) ګله!
په حال د وږي څه خبر په خېټه موړ وي ګله!
* * *
په خپلو ګوتو خپلو سترګو نه خړ رنګ وباسه
د طمع بې ننګه نظر ترې په ښه ننګ وباسه
د لټۍ پښې دې پخپل لاس پرې کړه له خپله ځانه
د همت لاس درسره ښکلی ښکاري ښکليه ځوانه!
خپلو ورغوو کې تڼاکې مرغلرې راوړه
د خپل وجود په خولو پاکې مرغلرې راوړه
د خپل قامت سېوری دی غوره ټولو سېورو ځنې
خپل څراغ ښه دی شيرين زويه! سپينو ستورو ځنې