د کوویډـ۱۹ ویروس ضد واکسین او د ویش اندېښنې

جان روان ځاځی

د کوويډـ۱۹ ویروس څپې اوس د نړۍ تر هر هيواد رسيدلي، خو پر ځينو هيوادونو بیا غورځنګونه وهي او د اقتصاد ستنې يې ورلړزولې دي. دغه ویروس د نړۍ د لويو هيوادونو پر اقتصاد چې نړيوال اقتصاد هم پرې ډېره تکيه لري، بدې اغېزې کړي او خلکيې له فقر او غریبۍ سره  مخ کړي دي.                                                                                                                                                   د نړۍ په لر او بر کې هر کس پر دې نيت سهار له خوبه پورته کیږي او غوږونه یې بريږي، چې کومه رسنۍ به د کوویډـ۱۹ ویروس ضد درمل او واکسين د جوړېدو زیری پرې کوياو د نړۍ د ټولو وګړو سترګې پرمختللو او لویو هيوادونو ته نيولې دي.                                                                       له ښه مرغه؛ په دې نږدې ورځو کې د دې ویروس ضد واکسين جوړېدو ته هيلې ډېرې شوې دي.                                                                                                                                               د بریتانيا اکسفورډ پوهنتون څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د کوویډـ۱۹ ضد احتمالي واکسين يې جوړ کړی دی. دغه پوهنتون ويلي، چې ياد واکسين يې پر څه باندې زرو کسانو تطبیق کړی او د قناعت وړ پایله يې تر لاسه کړې ده، ډاډ يې ښودلی، چې واکسين یې بې‌ خطره او خوندي دی، د کرونا ویروس پر وړاندې د مقابلې لپاره د بدن د معافیت سیستم پياوړی کوي او په وینه کې د سپینو کرویاتو د ډېرېدو لامل کېږي، چې دا له کرونا ویروس سره مبارزه کې ښه رول لوبوي.  

په ورته وخت کې چين هم خبر ورکړی، چې د کوویډـ۱۹ ضد واکسين يې درېیم پړاو ( بستريزې څېړنې) ته ننوتلی دی او ډاډ يې ښودلی، چې واکسين يې ګټور، خوندي او اغېزمن دی.                   د دغه هيواد چارواکو غوره کړې او ويلې يې دي، که د واکسين درېيم  پړاو يې بريالی شي، نو د نړۍ تر ټولو خلکو پورې به يې ور ورسوي.                                                                            دروغتيا نړيوال سازمان د بېړنيو پروژو مسئول مایکل ريان څو ورځې مخکې وويل، چې اوسمهال په ټولې نړۍ کې د کوويډـ۱۹ ویروس ضد ۲۳ واکسينونه د بستريزې څېړنې پړاو ته ننوتلي او تمه شته، چې د روان کال تر پایه د يادې ناروغۍ ضد واکسين ولرو.

د کوویډـ۱۹ ویروس ضد احتمالي واکسین جوړېدل او اندېښنې

که له يوې خوا د کوويډـ۱۹ویروس ضد واکسين جوړېدو ته د خلکو هيلې ډېرې شوي، خو له بلې خوا ټولو ته دا اندېښنه پيدا شوې، که د کوویډـ۱۹ویروس ضد واکسين جوړ شي، نو ایا د نړۍ هر وګړيته به منصفانه ورسيږي، که لومړی به د لویو او پرمختللو هيوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره ښکته پورته کیږي.                                                                                                                 د امريکا حکومتي چارواکو په ډاګه ويلي، که د نړۍ هر هيواد او یا شرکت د کوویډـ۱۹ ویروس ضد واکسين جوړ کړي، نو دغه هيواد به يې د خپلو خلکو لپاره په لوړه بیه ترې وپيري.

د جرمني بيونتيک د درمل جوړولو شرکت او د امريکې فایزر شرکت د جولايې په ۲۲مه نېټه وویل، چې امريکايي چارواکو ورسره موافقه کړې، چې د کوویډـ۱۹ ویروس ضد واکسين سل ميليونه دوزه کابو په دوه ميليارډه ډالره ترې وپیري او امريکايي حکومت يې خپلو خلکو ته وړيا ورکوي.

داسې مالوميږي؛ که چېرته د يادو شرکتونو واکسينونه بريالي شي، نو دوی به يې لومړی پر امريکې وپلوري او هلته به وکارول شي، ورپسې به په نورو پرمختللو هيوادونو کې وکارول شي او ډېر وروسته به کمزوري اقتصاد لرونکو او وروسته پاتې هيوادونو ته ورسيږي. 

که داسې وشي، نو بیا بشردوستي څه شوه؟                                                کوویډـ۱۹ ویروس یوازېامريکې، اروپايي ټولنې او نورو پرمختللو هيوادونو ته ستونزې نه دي جوړې کړي، بلکې د دغو هيوادونو په پرتله يې پرمختيايي او کمزوري اقتصاد لرونکي هيوادونه ډېر را لاندې کړي او سخت یېځپلي دي او د دغو هيوادونو خلک يې د مرګ خولې ته ور نږدې کړې دي.                                                                                                                                 که حقيقت درک شي؛ د لويو پياوړیو هيوادونو اقتصاد او هم يې د وګړيو اقتصاد ډېر ښه دی، خو د وروسته پاتې هيوادونو خلک یوې ګولۍ ډوډۍ پسې حیران دریان دي. که خبره د بشردوستۍ شي او په حقيقت کې دوی غواړي، چې بشر له دې لوی ناورين څخه بچ شي، نو واکسين بايد لومړی د غريبو او وروسته پاتې هيوادونو خلکو ته ورکړل شي، که داسې نه غواړي، نو بیا یې بايد له نظره هم ونه غورځوي او په  منصفانه ډول بايد وويشل شي.           

داسې ښکاري، چې پرمختللي هيوادونه په تېره بیا امريکا او بريتانيا هسې په خوله د بشردوستۍ چيغې وهي، دوی بیا د نورو هيوادونو په کورنيو چارو کې د خپلو ګټو لپاره د بشردوستۍ په پلمه لاسوهنې کوي، اقتصادي بندیزونه پرې لګوي او د نړۍ نور هيوادونه يې پر وړاندې سوداګریز جنګ ته هڅوي، خو حقيقت دا دی، چې دوی په خپلو ګټو پسې لالهانده دي. خو  بیا هم د واکسين د اخيستلو په برخه  کې به دا لا وختي وي، چې قضاوت پرې وشي، خو د دوی له چارو مالومیږي، چې د دې ناروغۍ ضد واکسین به لومړی په همدغو  لويو هيوادونو کې کارول کیږي او وروسته به  د نورې  نړۍ  هيوادونو ته رسیږي. 

د کوویډـ۱۹ویروس ضد د احتمالي واکسين له جوړېدو سره هممهاله؛ امريکا، بريتانیا او کاناډا پر روسيې تور لګولی، چې د دغه هيواد د استخباراتي ادارې هيکران د دوی هغه ادارې په نښه کوي، چې د کوویډـ۱۹ ضد واکسين جوړوي.

د بريتانیا د ملي سایبري امنیت مرکز، د امریکا د کورني امنیت اداره، د امریکا د سایبري امنیت اداره، د دې هېواد د ملي‌ امنیت اداره او د کاناډا د مخابراتو د امنیت بنسټ په ګډه پر روسيې تور لګولی، چې د کوويډـ۱۹ ويروس ضد واکسين مالومات يې غلا کړي دي، خو روسيې د دوي دغه تورونه رد او بې بنسټه بللي دي.

بلخوا امريکې پر چين هم تور پورې کړی، چې د دغه هيواد حکومت له هغو هيکرانو سره مرسته کوي، چې د کورونا وېروس ضدواکسینونو پر چمتو کوونکو لابراتوارونو انټرنېټي بریدونه کوي.

چينايي چارواکي بیا د امريکې دغه تورونه ردوي او وايي، چې امريکايي سياستوال کوويډـ۱۹ ویروس وبا ته سياسي رنګ ورکوي،دوی د کوویډـ۱۹ ویروس مخنيوي کې پاتې راغلي او اوس پر نورو هيوادونو تورونه پورې کوي. امريکايي چارواکي غواړي، چې په دې تورونو سره د خپلو خلکو مخ بلې خوا ته واړوي او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ترې  کار واخلي. د دوی په وينا  ښه به دا وي، چې امريکايي سياستوال د دې پر ځای چې پر نورو هيوادونو تورونه ولګوي، د خپلو هيوادوالو ژوند دې وژغوري او خپله انرژي دې د خپل هيواد د خلکو لپاره وکاروي.                                           د دغه هيواد چارواکي وايي، چې د کوويډـ۱۹ ویروس ضد څو واکسينونه يېجوړ کړي او په  بېلا بېلو پړاوونو کې دي او اړتيا نه لري، چې د کوويډـ۱۹ ویروس ضد واکسين او يا مالومات پټ او يا یې پر ادارو انټرنيټي بريدونه وکړي او دا د امريکايي حکومت سياسي بريدونه دي، چې پر چين يې کوي.