بسم الله الرحمن الرحيم
راټولونه : صاحب الله (رحيمي) 
نېټه : ۷ / ۵ / ۱۳۹۹ هـ ش  
 

څرنګه چي پوهيږو نړۍ يا د ځمکې کره په مختلفو هېوادونو ويشل شويده چې هر يوي ځانته د خپل هويت او ملي حاکميت درلودونکي دي، البته دغه ويش د جغرافياوي حدودو او سرحداتو په اساس مينځته راغلي خو د ټولنيزو اړيکو له مخي نشي کولاي چي دغه دولتونه يو له بل څخه جدا کړو او هر هيواد په خپلو سرحداتو کي انحصار پاتي شي.

څرنګه چي انسانان هم يو د بل څخه جدا په انفرادي توګه ژوند نشي تيرولي بلکه انساني حدودتونه انسانان يو بل سره په اړيکو او روابطو باندي اړ باسي.

نو هيوادونه د همدغه جغرافيي موقعيت، ديني عوامل، اقتصادي، نژادي، قومي او لساني فکتورونه د دي سبب شوي دي ترڅو يو دولت د بل دولت سره خصوصي روابط ولري، چه دغه د روابطو برقراري په مختلفو درجو سره صورت مومي.

هغه هيوادونه چي يو د بل په ګاونډ کي موقعيت لري د هغوي اتباع يو د بل سره د تګ راتګ او د مواد و تبادله لري، لکه د افغانانو روابط د پاکستانيانو او ايرانيانو سره چي د دا قسم روابطو څخه د تاريخ پاڼي ډکي دي ، مګر دلته چي مونږ د کومو  روابطو څخه يادونه کوؤ هغه د ملتونو د افرادو تر منځ نه بلکه د دولتونو تر منځ روابط دي، چي دا قسم روابط د دواړو هيوادونو د ارادي څخه پرته صورت نشي موندلي، او په يو اړخيزه ډول نا ممکن دي، چي البته د دي روابطو تمايل لمړي د يو هيواد د حقوقي شخصيت او د هغي موجوديت په رسميت پيژندلو سره شروع کيږي.

د دولتونو تر منځ دا ډول روابطو ته دپلوماتيک روابط وايي اوکولای شي چې دا روابط دپروتوکولونو له لارې هم ترسره شي چې بيا هغې ته ديپلوماتيک پروتوکولونه وايي  او هغه پوهه چي دا ډول روابط څيړي هغه ديپلوماسي بلل کيږي، او هغه شخص چي د دي روابطو لپاره مؤظف کيږي دپلومات بلل کيږي.

ددي لپاره چې دا روابط اوپروتوکولونه ډيرمهم دی نو مونږ دلته د ديپلومات له بحث څخه تيرېږو ځکه چې دابحث ډير تکراري دی يوازې په ديپلوماتيک پروتوکولونو باندې لنډ بحث ترسره کوو . 

 

 

ديپلوماتيک پروتوکولونه
په بين المللي سياست کې ، پروتوکول د ډيپلوماسۍ او د دولت چارو معاملات دي. دا ممکن نړيوالې موافقې ته هم راجع شي چې د تړون ضميمه يا ترميم کوي.

پروتوکول يو قانون دی چې دا تشريح کوي چې فعاليت باېد څنګه ترسره شي ، په ځانګړي توګه د ډيپلوماسۍ په برخه کې. په ډيپلوماتيکو خدماتو او دولتي هڅو کې د هڅو پروتوکول اکثرا غېر ليکلې لارښوونې وي. پروتوکولونه د دولت او ډيپلوماسۍ په چارو کې مناسب او عموما منل شوی چلند مشخص کوي ، لکه د دولت رئيس ته مناسب درناوی ښايې ، په محکمه کې د دوی د اعتبار ليک په ترتيب کې د ډيپلوماتانو رتبه او داسې نور.

د "پروتوکول" کلمه دوه معنی لري. په حقوقي مفهوم کې ، دا د نړيوال تړون په توګه تعريف شوی چې د تړون بشپړ يا ترميم کوي. په ډيپلوماتيکه معنی کې ، دا اصطلاح د مقرراتو ، طرزالعملونو ، کنوانسيونونو او مراسمو تنظيم ته اشاره کوي چې د دولتونو تر مينځ اړيکو پورې تړاو لري. په عموم کې ، پروتوکول د نړيوالو محکمو پېژندل شوی او په عمومي ډول منل شوی سيسټم استازيتوب کوي. 

ديپلوماتيکو ليکنو ژبه

دديپلوماتيکي ليکنو ژبه دنړيوال تعامل پربنسټ ټاکل کېږي . البته د دغه کار برعکس ، ديپلوماټان په خپلو شخصي اړيکو اوياهم دکوربه هېواد له استازو سره ښايې دهمغه ځاې له مروجې ژبې کار واخلي. په ديپلوماتيکو ليکنو کې د ژبې انتخاب له ډېرو پخوانيو وختونو راهيسې نه يواځې، دګټورتوب اوعملي والي له پلوه ، بلکې ترهرڅه دمخه دپرسټيج مسئله هم ده .

په فيوډالي دورو کې دکاتوليکي کليسا د اغيز له امله (لاتيني) ژبه د هغه وخت ديپلوماتيکې ژبه وه ، خو وروسته دوخت په تېرېدو سره فرانسوي، انګليسی او آلماني هم په محدود ډول په نړيوالو ليکنو کې کارول کېدېؤ د شپاړلسمي پېړۍ له پېله اوپه ځانګړي ډول په اتلسمې پيړۍ کې د فرانسي انقلاب داغېز له امله فرانسوي ژبې د لاتينې ځاې ونيو او په ديپلوماتيکو اړيکو کې داصلي ژبې په توګه کارول کېده ، هر کله چې انګلیسي ژبې ، يعنې امريکايې سرمايه دارۍ په نړۍ کې درهبرۍ ځای خپل کړ ، نو انکليسي ژبې هم دفرانسوي ترڅنګ ديوې پېژندل شوې ژبې په توګه په نړيوالو اړيکو کې ځاې خپل کړ. دسوسياليستي انقلاب په نتيجه کې روسي ژبې په نړيوالواړيکو کې ډېر ارزښت ترلاسه کړ، دشوروي اتحاد دنړيوال باور د ډېرېدو له امله دنړيوالې سترې جګړې وروسته روسي ژبه هم په نړيواله کچه وپېژندل شوه او ديپلوماتيکه شوه .

په اوسنيو ديپلوماتيکو ليکنو کې هرهېواد د خپلې ژبې دکارولو حق لري، دا شونتيا هم شته چې مېشتې نمايندګۍ دمقيم (مېشت) هېواد له ژبې کار واخلي او که چېرې له دغه ژبې څخه دکار اخيستلو پرېکړه موجوده نه وي ، نوبيا له هغه ژبې کار اخيستل کېږي کومه چې په سيمه کې د ديپلوماتيک تعامل لپاره معمول وي دغه کار د ورځنيو چارو په حل کې معمول دی.

که چيرې څوک په داسې حال کې له خپلې ژبې کار اخلي ، چې کومه دوه اړخيزه هوکړه شتون ونه لري، په دي صورت کې بايد له اصلي ورقې سره دمېشت هېواد يا په سيمه کې د ديپلوماتيکي اړيکو مروجې ژبې غير رسمي ژباړه هم ضميمه کړي.

په دې اړه دپرېکړې کولو په برخه چې آيا په ځانګړي حالت کې باېد کومه ژبه وکارول شي ، باېد په دي فکر وشي چې دخپلې ژبې يا کومې بلې ژبې په کارولو سره دهېواد خپلواکي، خپلواکۍ ته درناوې او دټولو هېوادونو مساوي حق ته د درناوي مسئله مطرح ده . له همدې امله هڅه کېږي ترڅو دمېشت هېواد په ژبه د غير رسمي ژباړې يوه ضميمه هم ور زياته شي. زيات شمېر هېوادونه مهم ديپلوماتيک ياد داشتونه په خپله ژبه ليکي ، چې دمېشت (مقيم) هېواد په ژبه ورسره هم دهمغه ياد داشت ژباړه په غير رسمي ډول ضميمه اوبيا یې مقابل لور ته سپاري. همدارنګه ډېرې وختونه په خپلو ورځنيو چارو کې دمېشت هېواد له ژبې اويا هم په سيمه کې دمروجې ديپلوماتيکي ژبې کار اخلي.

انګليسی او فرانسوي دملتونو ټولنې رسمي ژبې وي. په داسې حال کې چې د (۱۹۱۹ز ) او (۱۹۲۰ ز) کلونو ترمنځ د فير زاېلر دسولې په کنفرانس کې يواځې همدغه دوه ژبې په مساوي توګه کارول کېدې، د دونبارتون (۱۹۴۴) ز په کنفرانس کې د دوې ترڅنګ روسي هم په مساوي توګه وکارول شوه . د ۱۹۴۵ ز کال دسنفرانسيسکو کنفرانس روسي، فرانسوي، انګليسي، هسپانوي او چينايي دملګروملتونو سازمان درسمي ژبو په توګه اعلان کړې، دملګرو ملتونو منشور هم په همدغه ژبو خپور شو، په داسې حال کې چې متن يې په ټولو ژبو کې له يوډول اعتبار څخه برخمن و، وروسته عربي ژبه هم له پورته ژبو سره زياته شوه .

 د ديپلوماتيکي ليکنې (مکتوبونو) سپارل

ديپلوماتيکې ليکنې له بېلابېلو لارو مقابل لور ته سپارل کېدای شي.

د دولت يا حکومت درئيس له خوا رسمي ديپلوماتيکې ليکنې راساً د بل دولت يا حکومت درئيس په عنوان استول کېدای شي . پرته له دې چې دهېواد د ديپلوماتيکې نمايندګۍ يا په پلازمينه کې مېشتې دبهرنيو هېوادونو دنمايندګيو له لارې انتقال شي.

 دبل حکومت په عنوان ديوحکومت خبرتيا، پوښتنه او نورې ورته ليکنې معمولاً دخپل هېواد دنمايندګۍ درئيس اوياهم دکوربه هېواد په پلازمینه کې دبل هېواد نمايندګۍ ته سپارل کېږي ، که چېرې دغه وروستۍ لار وټاکل شي ، په دې صورت کې په اړوند هېواد کې دخپلې نمايندګۍ رئيس ته معلومات ورکوي ، ترڅو د ملاقات پرمهال لازمې پوښتنې وکړي اړوند ځواب ترلاسه اوله مخکنيو کړنو هم خبر اوسي.

که چيرې له يوداسې هېواد سره د ديپلوماتيکو ليکنو ته اړتيا رامنځته شي. چې تر اوسه ورسره ديپلوماتيکې اړيکې موجودې نه وي، په دې صورت کې دغه کار په درېيم هېواد کې دهمغه هېواد دديپلوماتيکې نمايندګۍ له لارۍ ترسره کېږي . په ديپلوماتيکي چارو کې ددې امکان هم شته چې د دا ډول اسنادو د سپارلو لپاره د دوست هېواد له امکاناتو کار واخيستل شي اودا به هغه هېواد وي چې داستوونکي هېوادسياسي نمايندګي په کې شتون ولری.

ديپلوماتيکې ليکنې معمولاً دپوست له لارې نه ، بلکې دخبر رسوونکي په واسطه لېږل کېږي، مهم اسناد دنمايندګۍ درئيس ، يا هم دځانګړي سفير اوله دې پرته د يو ديپلوماتيک په واسطه استوي، دسپارلو کچه او بڼه د استوونکې هېواد د سند ارزښت په ډاګه کوي. مهمې ليکنې له قات کولو پرته لومړی په مناسب پاکټ يا ځانګړي دوسيه ( چې ښايي داستوونکي هېواد نښان پرې چاپ شوي وي ) کې بندېږي . هغه ليکنې چې ډېرې مهمې نه وي ، يو ځل قات اوبيا په پاکټ کې بندېږي . په دې هکله باېد ووايو چې د مبارکس کارتونه ، د نسبتاً لږ ارزښت درلودونکي متحدالمال ياد داشتونه اوحتی بلنليکونه دپوسټ له لارې استول کېږي.

دبيرغونو پروتوکول (معنا)

بېرغونه د دولتونو سمبولونه او د دوې دخپلواکۍ نښې دي، دبېرغونو له پروتوکول څخه کار اخيستنه په سمبوليک ډول د دولتونو ترمنځ دمساواتو انعکاس دی، د بېرغونو لګول باېد د ټاکليو پروتوکولي پرنسيپونو پربنسټ ترسره شي . ترڅو له هرډول تبعيض څخه مخنيوې وشي. دملي بېرغونو دشکل او جوړشت په هکله کوم نړيوال نورم شتون نه لري، بلکې د دوې جوړښت ، بڼه اود استعمال ډول دهېوادونو دلاېحو اومقرراتو له مخې تنظيمېږي.

دهېوادونو داخلي نورمونه په هر هېواد کې جلا دي، له همدې امله د بېرغونو مقررات توپیر لري، خو دتېروتنو دمخنيوي په موخه پردغه موضوع پوهېدل اړين دي. 

په ملي اوتاريخي ورځو کې معمولاً بېرغونه پورته کېږي ، سربېره پردې يوشمېر نورې داسې ټاکلې ورځې هم شته چې په ټول هېواد اوياهم دهېواد پريوې ودانۍ يا واټ بېرغونه لګول کېږي، دبېلګې په توګه دهېواد د رهبرانو دراتګ پر مهال ، ملي مساېلو او......

 دملې بېرغونو دپورته کولو پرمهال باېد دېته پاملرنه وشي ، چې آيا په سمه توګه د اړوند هېواد له بېرغ سره سمون لري اوکه نه ؟ يواځې پاک او منظم بېرغونه باېد په ښکاره ځاې کې په بشپړ درناوي سره ولګول شي .

دملي بېرغ هرډول سپکاوې ، چټلول، زيانمنول، اوبې باوره کول دبل هېواد پر وړاندې يو داسې عمل دی ، چې د اړوند هېواد د استازو دپروټېسټ یا نورو غبرګونونو سبب کېدای شي.

ديپلوماتيک پروتوکل دندې او اصول
دبهرني سياست مفهوم د نړيوالو اړيکو اومناسباتو په هکله ديودولت ټولې کړنې او فعاليتونه په برکې نيسي. ديپلوماسي دبهرني سياست ارګانيکه برخه جوړوي اودبهرني سياست دندو اوموخوته درسيدو په موخه ټاکل کېږي .بهرني سياست اوديپلوماسي يوه داسې ټولګه رامنځته کوي ، چې يوبله بل څخه جلا کېدنه يې ناشونې ده .

ديپلوماسي په ساده معنا ډيرې وختونه دمذاکراتو هنر اودولتونو ترمنځ د تړونونو رامنځته کېدو ته وايي، خوپه پراخه معنا بيا دسوله ايزو وسايلو په واسطه د هېواد دبهرني سياست موخو ته درسېدو لپاره ددولتونو اوحکومتونو درئيسانو ، بهرنيو چارو وزارتونو، ځانګړيو ماموريتونو اوسياسي نمايندګيو دفعاليتونو څخه عبارت دي .

دديپلوماتيک فعاليت اساسي بڼې 

لکه څرنګه چې د هرشي لپاره ټاکلي اصول يا نورمونه موجود وي نو دلته هم د ديپلوماتيکې مکاتبې( ليکنو ) لپاره هم اصول يا نورمونه موجود دي چې مونږ يې په لنډ ډول ورڅخه يادونه کوو.

د ديپلوماتيکي مکاتبې ارزښت 

ديپلوماتيکي مکاتبه د يو هېواد د ديپلوماتيکي کړنو يوه برخه ده ، دبهرنيو اړيکو لپاره د دولتي ارګانونو په کار کې يې ارزښت په ډاګه کېږي ، ځکه مکاتبه د دوو دولتونو ترمنځ په دندو اومسايلو حل په برخه کې يوه مهمه وسيله ده .

دهېوادونو ترمنځ اړيکو کې د دولتونو يا حکومتونو رئيسانو ، بهرنيو چارو وزيرانو او نور رهبران د مذاکراتو او شخصي نظرياتو دتبادلې ترڅنګ مخ په ډېرېدونکي ډول له ديپلوماتيکي ليکنو کار اخلي، ترڅو دوه اړخيز او څو اړخيز مسايل توضيح ، حل او پايلې يې مشخصې کړي، په همدې ترتيب ديپلوماتيکي ليکنې د نړیوالو تړونونو د سېستم يوه برخه جوړولې شي. نن ورځ ديپلوماتيکې مکاتبه يوه ټاکلې بڼه او شکل لري، چې د ټاکنې په پېژندنه اودشته امکاناتو په سم استعمال کې ډېره اړينه ده .

ديپلوماتيکي مکاتبه د يو هېواد په نامه دبل هېواد په عنوان دبل هېواد دارګانونو اويا دهغوې استازو ته راجع کېږي ، سند بايد دشکل او محتوا له پلوه دهېواد پرستېج په پام کې ونيسی او دهېوادونو دمساوي حقوقو او درناوي پرنسيپ انعکاس کوونکی اوسي، له همدې امله په مطالبو کې کمښت يا نيمګړتيا ، غېر ادبي فورمولبندي ، تحريف او د نورو عاميانه کليمو کارول جواز نه لری.

ناسمې ليکنې (په ليکنه کې تېروتنه ) په پنسل پاک يا قلم پاک پاک شوي ځايونه ، چټل او زبېخښل شوي کاغذ ، ناسمه ژباړه او نور نواقص له ديپلوماتيک سټايل سره توافق نه لري.

 په ديپلوماتيکي ليکنه کې زيات شمېر هغه سټانډرډونه چې تعارفي يا تشريفاتي بڼه لري ، موجود وي. دغه ليکنې ښايي د نږدې والي څرګندوي اوياهم انتقادي وي. 

د ټاکلي تعارفي او تشريفاتي شکل دبدلون په صورت کې بايد مطلب له جزياتو سره وليکل شي ، د دا ډول حالاتو پېژندنه او استعمال د دې پورې تړلي ، چې د ټاکليو ديپلوماتيکو ليکنو لپاره باېد له با اعتباره نورمونو په بشپړ ډول معلومات شتون ولري.

د ديپلوماتيکې ليکنې (مکاتبې) بنسټيز شکلونه يا فورم .

د ديپلوماتيکي ليکنو لپاره په ديپلوماتيکي کړنلاره کې له لاندې شکلونو کار اخيستل کېږي.

·        کونسلي ليکنې يا سرمونيل.

·        دکابېنټ ليکنه .

·        شخصي پېغام.

·        پېټنټ (پاتنټ).

·        شخصي مکاتبه (شخصي ياد دښت ).

·        لاسي ليکنه .

·        وربل ياد داشت .

·        متحد المال (ګډ) ياد داشت.

·        ورته (مشابه) يادداشت.

·        ټوليز يادداشت.

 

لاندې شکل لرونکي اسناد هم د ديپلوماتيکي ليکنو په کتار کې راځي.

·        مېمورېنډم.

·        ايډ مېمورېنډم.

·        اعلاميه ، تفسير، پېفام ، ګډه اعلاميه.

·        رسنيز – تفسير.

·        دولتي تلګراف.

چې راځو دلته په پورته اسنادو باندې په لنډ ډول رڼا اچو لکه :

·        په بهر کې دسفارت ، کونسلګرۍ او نور نمايندګيو په څېر هغه دايمي نمايندګۍ چې په همغه هېواد کې دخپل هېواد لپاره ديپلوماتيکي اوکونسلي دندې پرمخ بيايې اودکوربه هېواد له باندنيو وزارت او نورو اړوندو ارګانونو سره همېشنې اړيکه ولري.

·        ديپلوماتيک کنفرانسونه ، کنګرې ، مشورتې جلسې اوپه مختلفو سطحو د دولتونو درهبرانو ترمنځ دوه اړخيزې يا څو اړخيزې کتنې اوملاقاتونه .

·        دياد داشتونو ، ميموريڼډم اونورو تحريري توضيحاتو له لارې دمکتوبونو تبادله .

·        دنړيوالې مذاکرې او دوه اړخيزو يا څو اړخيزو قراردادونو دفسخه کولو په موخه چمتوالي .

·        ددولتونو ترمنځ په عام يا خاص  ډول دڅو اړخيزو نړيوالو سازمانونو په هوکړه ليکونو کې ديو دولت دالحاق ابلاغ .

·        دنړيوالو سازمانونوپه چاروکې ددولتونو درهبرانو ونډه (برخه اخيستنه ) .

دديپلوماسۍ په مرسته له نوروهېوادونو سره اړيکې په ډيره ښه توګه پرمختګ او پراختيا مومي ، همدارنګه په موجودو اړيکو کې نور ژوروالې هم راځي اوپه راتلوونکي يې ډيره اغېزه درلودلای شي 

په سمه اومبتکرانه ډول دسياسي پالېسۍ دټاکنې لپاره بايد له ټولو ديپلوماتيکو لاروچارو کار واخيستل شي اودعملي کولو په لارکې يې هم باېد فعال او خلاق اوسو.

دافغانستان اسلامي جمهوريت بهرني سياست له نورو هېوادونو سره دمساوې حقوقو درلودونکو اړيکو پر پراختيا اوپرمختګ ولاړ دی او په دې هڅه کې دی ، چې د افغانستان دزيارکښو خلکو له ګټو اوځمکنۍ بشپړتيا دخپلواکۍ له اصولو سره سم له هېوادونو سره دوستي وکړي.

پروتوکول د ټولو هغه نورمونو اوقواعدو مجموعه ده ، چې ددوو هېوادونو داړيکو ظاهري شکل (ديپلوماتيک تعامل) ټاکي. پروتوکول د ديپلوماتيک فعاليت يوه سياسي وسيله ده ، دکوم په چوکاټ کې چې ترسره کېږي.

دپروتوکول نورمونه دمختلفو ګټو سره تړلي لکه د دولتونو ترمنځ حقوق، عامه حقوقو، نړيوال تعامل ، همدارنګه ملي ځانګړنو او رواج .

دپروتوکول دهېوادونو داړيکو له محتوياتو سره سروکار نه لري اونه ديادو اړيکو کرکټر ټاکي، بلکې يواځې ظاهري بڼه يې رانغاړي ، دپروتوکول فعاليت د ديپلوماسۍ د محتوياتو اوشکلي اړخونو له تناسب څخه رامنځته کېږي . يو پروتوکولي فعاليت هيڅکله ديوهېواد دسياسي موخو او دندو پرته رامنځته کېدلای نه شي.

د ديپلوماتيک پروتوکول لپاره (چې متن او جوهر يې عام دی) يوشمېر بنسټيز او نه بدلېدونکي قواعد شتون لري، چې داقتصادي ، ټولنيز، سياسي اونظامي ځواک په پام کې نيولو پرته پرټولو هېوادونو دپلې کېدو وړ دي . مساوي پروتوکولي قواعد په ټاکل شويو مساوی مراسمو کې عملي کېږي ، چې دغه بنسټيز قواعد د دولتونو ترمنځ د ديموکراتيکو حقوقو له پرنسيپونو (کوم چې هېوادونو ترمنځ پرمساوي اړيکو او حقوقو ولاړ دي) سرچينه اخلي . ددولتونو ترمنځ (بين الدول) حقوقو د پرنسيپونو له مخې د دولتونو دخپلې ارادې اصل اودنورو هېوادونو په چاروکې نه لاس وهنه دټولو ديپلوماتانو لپاره يوشمير داسې مسئوليتونه رامنځته کوي ، چې د کوربه هېواد معمول ديپلوماتيک تشريفات رعايت کړي.

پروتوکول بايد د هېواد له داخلي سرمونۍ (Ceremony) اويا له نړيوالوتعارفاتو سره مساوي ، ګډ ياتبديل نه شي. داخلي تعامل اوپروتوکول ترهرڅه دمخه په لاندې مطالبو کې يو له بله جلا کوو.

·        پروتوکول ديوشمېر هغه محدودو کارکونکيو سره تړاولري ، کوم چې د دولتونوترمنځ دندې ترسره کوي ،په داسې حال کې چې داخلي تعامل دعوامو خلک سره تړلي وي.

·        پروتوکول هغه وخت زيانمنيږي ، چې دهغو اشخاصو له خوا کوم چې رسماً د يادهېواد تمثيل کوي ، مراعت نه شي . په داسې حال کې چې د داخلي تعامل نه مراعت کول دهرشخص سره تړاو لري ( درسمي موقف په پام کې نيولو پرته ).

·        پروتوکول يوشمېر ورته (مشابه) حرکات له نورمونو سره داسې تنظيموي ، چې د داخلي تعامل له قواعدو سره په بشپړ ډول توپير لري.

ديو هېواد دپروتوکول او سرمنۍ ترمنځ بنسټيز توپيرونه دسرمنۍ داصولو او قواعدو په سرچينو کې خلاصه کېږي . ديوهېواد په سرمنۍ (Ceremony) کې شامل شخص په ټولو هغو قواعدو پوهيږي ، کوم چې ديادهېواد په کورني چوکاټ کې معمول وي. ديوهېواد دسرمنۍ قواعدو دهغوظاهري اشکالو سره تړلي ، کوم چې د نوموړي هېواد د رهبرانو ، رسمي شخصيتونو او خلکوترمنځ په اړیکو کې اعتبار لري او يادسرمنۍ هغه برخې چې يوهېواد ته ځانګړې شوې وي، په دا ډول محفلونو کې د ګډون له کبله دبهرنيو هېوادونو داستازو ګډون د دوې په کرکټر کې بدلون نه راولي.

تشريفاتي نومونه يواځې دهېوادونو اونړيوالو سازمانونو ترمنځ دهغو اړيکو سره تړلي ، کوم چې دوي پخپله رامنځته کړي ، په داسې حال کې چې دنړيوالو تعارفاتو قواعد د نړيوالو ټولنيزو سازمانونو اواتحاديو ترمنځ داړیکو له ظاهري بڼې څخه ټاکل کېږي .

دديپلوماتيک پرتوکول ساحې 
دپروتوکول ساحې ، چې د دولتونو ترمنځ داړيکو له بنسټيز شکلونو څخه دی، په لاندې لسو کمپليکسونو ويشلای شو ، د دغه ظاهري شکلونو پربنسټ د دولتونو ترمنځ اړيکې عمدتاً يو له بل سره نښلي.

دديپلوماتيکواړيکو د رامنځته کولو بڼه 
الف: د باورليک دوړاندې کولو، تعارفي کتنواوماموريت دپېل پورې اړوندو نورو چارو په ګډون داګريمنټ ، تعارفاتو، داستازيتوب يا نمايندګۍ درئيس (سفير) اودنمايندګۍ دنوروغړو (ديپلوماتانو) دماموريت پېل.

ب: د يوماموريت دپاې ته رسېدو شکلونه ، ددې پورې اړوند موضوعات او خدای په اماني.

ج: دکونسلي اړيکو درامنځته کېدو شکلونه اودکونسلي مديريت دپېل اوپاې پورې تړلي موضوعات.

د:رسمي مسافرتونه اوپه بهرکې درهبرانو او رسمي اشخاصو نورې ليدنې ، لکه .

·        دکتنې کرکټر.

·        دمعمول سرمنۍ په ګډون دميلمه پالنې اوبدرګه کولو مننه .

·        تعارفي کتنې اوبېلابېل مذاکرات.

·        دملاقاتونو اوکتنو په موخه ديپلوماتيکي بلنې .

·        دجوړشوي پروګرام اضافي اوتعارفي ټکي.

·        همېشني کوربه ، چې په پلازمينه او نوروښارونو کې نوموړي بدرګه کوي.

·        دنښانونو ، مډالونو اوډاليو ورکړه . 

ديپلوماتيکې بلنې، داړيکو ډولونه او د دوې متقابلې اغيزې :
·        دبلوونکې کړئ (ډلې) دتثبيت اړتيا .

·        دبلنوډولونه ، دهغوې منل يا رد کول اودبخښنې غوښتلو ډولونه .

·        دکوربه اميلمه دندې اوحقوق.

·        دشعارونو تعامل (دبيانيو وړاندې کول).

·        دتشريفاتو مراسمو ځانګړي معيارونه (دميلمنو دعذر کولو څرنګوالی، د رئيسه هيئت تشکيل، دملي سرود غږول) ، په مناسب ډول  درابلل شويو اشخاصو د څوکيو ترتيب.

دلاندې مطالبو په پام کې نيولو سره نړيوال مشاورتونه ، کنفرانسونه او کنګرې.
·        درئيس او استازو درابلنې انګېزه او له کوربه او بهرني هېواد سره دهغوې اړيکې ، رسمي ژبه ، دګډون کوونکيو دمراتبو لړۍ، د څوکيو ترتيب، دګډون کوونکو هېوادونو دملي بېرغونو تنظيم ، دکوربه اوګډون کوونکو هېوادونو تشريفاتي وجايب.

·        دنړيوالو قراردادونو لاسليک او نافذول ، نورې هوکړې اودهغوې دترتيب او تنظيم بڼه .

۴) دماموريت له پېل څخه ترپاې پورې په رسمي ډول  دشخص معرفي کولو په ګډون دنړيوالوسازمانونو په کړنو کې برخه اخيستنه ، په اړوند نړيوال سازمان کې د نوموړی دموقف ټاکنه اونور مطبوعاتي مسايل. 

۵) الف: ديپلوماتيکي مکاتبه، چې له کونسلي ليکنو اويا سرمونيل څخه عبارت ده ، دکابېنېټ ليکنې ، لاسې ليکنې ، شخصي ليکنې اوپېغامونه ، متحدالمال اونور ياد داشتونه ، ټوليز ياد داشتونه ، مېمورېنډم ...

اعلاميه ، ګډه اعلاميه ، رسنيز بدلون .

دمبارکۍ او ډاډګيرنې (تسلې) پېغامونه اومسېجونه اويايې دکارت اونوروپه واسطه څرګندونه . 

دديپلوماتيکو ياد داشتونه دلېږد اوسپارنې څرنګوالۍ . 
۶) دمراتبو لړۍ اودلومړيتوب حق (دهرهېواد موقف، دمراتبو دلړۍ پرتله ) .

دبېلابېلو هېوادونو له رهبرانو او رسمي اشخاصو سره دلېدنې اوکتنې دلومړيتوب حق ، خودمساوي مقام په درلودلو.

په نړيوالو غونډو کې درئيس اوغړيو دلومړيتوب حق، درسمي حکومتي يا نړيوال سازمان داستازي دلومړيتوب حق.

د ډله ايز کور ديپلوماتيک (CD) او کونسلي (CC) حضور(شتون) حق، دکوربه هېواد يانړيوال سازمان دکارکوونکو اونورو هېوادونو دهغو رسمي استازو پرتله ، چې باور ليک يې وړاندې کړې وي .

دمراتبو هغه لړۍ چې دکورديپلوماتيک (CD ) ، کونسلي اويا ديوې نمايندګۍ په داخل کې شتون لري.

په ديپلوماتيکو محفلونو کې دوخت اخيستل ...

۷) ددولتي او نړيوالو سازمانونو دسمبولونو څخه دکار اخيستنې قواعد او يا ترتيب (ملي بېرغ، سرميزي بېرغونه اودولتي نښان ).

۸) دنښانونو اونورو مډالونو استعمال او يوله بل سره دهغوې دمراتبو د لړۍ تناسب.

دديپلوماتيک پروتوکول عاملين :
له کومه ځايه چې ديپلوماتيک پرتوکول د دوو دولتونو ترمنځ اړيکو ظاهري بڼه ټاکي، نو دپروتوکول عاملين يواځې هغه کسان کېدلای شي ، کوم چې دهېوادونو ترمنځ اړيکو کې مسئوليت او حق لري.

دوی عبارت دي له : 

·        ديوهېواد رهبران : ددولت اوحکومت رئيس ، عمومي منشي اولومړي سکرتر اوپه سوسياليستي هېوادونو کې دمارکسيست – لېننېست ګوندونو اصلي غړي او سياسي بيرو ، همدارنګه په ډېرې سوسياليستي هېوادونو کې دپارلمان رئيس او نطاق، ددولتي شوراګانو او وزيرانو شورا مرستيالان اوپه غيرسوسياليستي هېوادونو کې د بهرنيو چارو وزير .

·        ديوهېواد رسمي اشخاص : د وزيرانو شورا ټول غړي ، دوزيرانو مرستيالان او ټول هغه رئيسان چې له دوی سره مساوی مقامونه لري ، همدارنګه د بهرنيو چارو وزارت دشعبو مديران.

·        په بهر کې ديپلوماتيک کونسلي استازي ، ديو ديپلوماتيک يا کونسلي ماموريت مشراو غړي، په نړيوالو سازمانونو کې رسمي غړي اودرسمي هېئت رئيس اوغړي، .

·        د دولتي اوحکومتي رئيسانوځانګړي استازي اوغړي .

دپورته يادو شويو اشخاصو مېرمنې دپروتوکول (تشريفاتو) له نظره درسمي اشخاصو په کتارکې راځي، د دولتونو ترمنځ اړيکو په برخه کې ټولې ديپلوماتيکي سرچيني هغوې ته دورسپارل شويو دندو په ترسره کولو کې له امتيازاتو ، ديپلوماتيک اوکونسلي خونديتوب څخه برخمن دي.

د ديپلوماتيک پروتوکول دنورمونو سرچينې او اصول:
دپروتوکول نورمونه له څورو اصولو سره اړيکه لري، د دولتونوترمنځ حقوق، عامه حقوق ، نړيوال تعامل اوځانګړې ملي عنعنه .ددولتونو ترمنځ اړيکو اصل د ديپلوماسۍ په پروتوکول کې دسياسي ټېسټېمېنټ (Political Testament) په نامه يادوي ، همدا راز په پروتوکول کې ددولتونو ترمنځ اړيکو نورې سرچېنې په (۱۸۱۵م ) کال کې دوېن هوکړې ، په (۱۸۱۸) م کال کې داخن پروتوکول ، په (۱۹۲۸) ز کال کې دديپلوماتيکو اوکونسلي اړيکو اوخونديتوب په اړه دويانان کنوانسيون ، د (۱۹۶۱) ز کال داپريل په (۲۸) د ديپلوماتيکو اړيکو په هکله د وين کنوانسيون اودکونسلي اړيکو په هکله په وين کې د (۱۹۶۳) ز کال داپريل د (۲۴) ميثاق دي.

سربېره پردې دپروتوکولي مساېلو په هکله دملګرو ملتونو په سازمان ، داروپايي ټولنې ، دمتقابلو اقتصادي همکاريو په شورا اودهېوادونو په نورو سازمانونو کې هم مساېل بيان شوې دي .

دوين د (۱۹۶۱ز)  او (۱۹۶۳ز)  کلونو کنوانسينونه چې دملګرو ملتونو له خوا هم تائیدشوي ، په تشريفاتي نورمونو کې ددولتونو ترمنځ حقوقو داصولوسرچينې دي. کوم چې دهېوادونو ترمنځ تعامل کې له نويو شرايطو سره مطابقت لري .

له همدې امله باېد ووايو ، چې سياسي بنسټ دسياسي او اقتصادي ديټانت پروسه اودسوسيالېستي، درېيمې نړۍ اوسرمايه داري هېوادنو ترمنځ همغږي ، چې عموماً دملتونو دحقوقو په توګه پېژندل کېږي ، دمختلفو ټولنيزو نظامونو درلودونکو هېوادونوترمنځ دګډ سوله ايز ژوند او انساني پرسېپونو زمينه  برابروي ، چې نه يواځې دملګرو ملتونو په منشور ، بلکې دهېوادونو په دوه اړخيزو هوکړو کې څرګند شوي .

ځانګړتياوې يې په لاندې ډول دي .

·        دتهديدې ځواک دکارونې څخه منع اودعمومي بې وسلې کولو په موخه د مسئوليتونو ترسهر کول .

·        دنړيوال شخړو سوله ايزحل .

·        دنورو هېوادونو په کورنيو چارو کې نه لاس وهنه . 

·        خپلواکي ، (خپله اراده ) ، دهېوادونو مساوي حقوق اوپه نړيوالو اړيکو کې د ونډې په موخه دورته حقوقو درلودل .

·        دملتونو اوخلکو دسرنوشت ټاکنې حق، دهرډول ظلم اواستعمار مخنيوي .

·        دنړيوالې سوله ايزې همکارۍ رامنځته کېدو په موخه مسئوليتونه .

·        ددولتونو دټولو هغو حقوقو پرځاي کول اوپه دې اړه خپل مسئوليت سرته رسول ، کوم چې ژمنه يې شوې .

دپروتوکول دنورمونو دويم اصل دهېوادونو عامه حقوق (اساسي قانون ، قوانين ، مقررې، فرمانونه اولاېحې ) تنظيموي .

·        دهېوادونو ترمنځ داړيکو رامنځته کول (دسمبولونو له مخې ټاکنه اودعمل ډول ، دباورليک دوړاندې کولو څرنګوالې ، دديپلوماتيکو استازو نومول ، دمقام او رتبې ورکول ، نظامي درجه ، نښان اونور لقبونه )

·        دمراتبو لړۍ (مقام يارتبه ).

·        په نړيوالو اړيکو کې ددولتي ارګانونو دبرخورد څرنګوالې .

·        دسرمنۍ (CEREMONY) مساېل.

بنسټيزې لايحې اومقررات بايد دهغو دولتي ارګانونو له خوا چې دترسره کېدو امريې کړي اوهم دبهرنيو هېوادونو د دولتي ارګانونو له خوا له نورو هېوادونو سره په اړيکو کې په نظر کې ونيول شي . 

په دی صورت کې دولتي نورمونه دپروتوکول له نورمونو سره ورته (يوډول ) دي، خوله نړيوالو نورمونو سره کومه اړيکه نه لري .معمولاً ديوهېواد دپروتوکول نورمونه (کوم چې دهمغه هېواد د کورنيو قوانينو قوانينو تابع دي ) دشکل اوماهيت له نظره له نورو هېوادونو سره توپيرلري.

هرهېواد داقتصادي – ټولنيز اوتاريخ واکمن نظام څخه راپورته شوې ارادې ، ټولنيزځانګړتياوو او دټولنې دټولنيزې او آيډيالوژيکي ودې سره سم خپل حقوقي نظم تنظيموي .

درېيمه سرچينه يولړ نړيوال تعاملونه دي، له کوم څخه چې دپروتوکول نورمونه راوځي اود دولتونو ترمنځ حقوقو کرکټرلري ، هغه تشريفاتي نورمونه چې دنړيوال تعامل په چوکاټ کې رامنځته شوي ، دهغو نړيوالو موازينو يوه برخه ده ، چې دوين د (۱۹۶۱- ۱۹۶۳ ز ) کلونو له ميثاق څخه يې سرچينه اخيستي . دبېلګې په توګه : د پورتوکول هغه نورمونه چې پرنړيوال تعامل ولاړ دي ، له هغې ديپلوماتيکی مکاتبې عبارت دي ، چې مروج نورمونه يې بايد دټولو هېوادونو له لوري مراعت شي دلقبونو قواعد ، هېوادونو درهبرانو له خوا دويزېټ ، مبارکيو او خواخوږۍ کارتونو تعامل ، همدارنګه ياد داشتونه ، دمقررۍ څرنګوالي او کوربه هېواد ته داستوونکي هېواد دديپلوماتيک پرسونل د دندې ارتقا يا پاې ته رسېدنه .

دپروتوکول دقواعدو څلورم سرچينه ديوهېواد دعنعنې اوځانګړو ملي خصوصياتو څخه اخيستل کېږي ، دغه قواعد کوم حقوقي اعتبار نه لري اودنړيوال معمول (عام) تعامل پورې اړوندو عناصرو څخه خالي دي.

هغه پروتوکولي نورمونه چې له ملي عنعنې اويوهېواد دخاصو ځانګړنوڅخه رامنځته شوي وي ، يوه سمبوليکه ښودنه اودهمغه هېواد دتاریخي ځانګړنوڅرګندوی دی، همدا راز د دغه عنعنې نه مراعت کول اوله پامه غورځول ياد هېواد ته دسپکاوي اوزيان رسولو په معنا دی ، له همدې امله باید د دوه اړخيزو اړيکو د نه خرابېدو په موخه په پام کې ونيول شي .

له ملي عنعناتو څخه راوتلې قواعد دګل اېښودنې اودفن کولو له مراسمو ، د پوښاکو له نظم اودهغو محفلونو له جريان څخه عبارت دي ، چې د دولت رئيس په کې ګډون کوي.

 

ماخذونه
1.     انجم، تمکين،دفاعي و فوجى حکمت عملى کا مطالعه،پبلشرز ايمپوزيم لاهور.

2.     بابايي، غلام رضا ،فرهنګ سياسي آرش، مکتبه علم و فرهنګ  دويم چاپ ١٣٨٤ ه ل کال.

3.     بصيرت، عبدالنبي، د ديپلوماسي تاريخ چيپتر نوټ، ننګرهار اسلامي پوهنتون د حقوقو پوهنځي ١٣٨٥ ه ل کال .

4.     چوهدري،ابو محمدعون ، ،بين الاقوامى تعلقات،پبلشرز ايمپوزيم لاهور،دريم چاپ،2007م کال.

5.     حق جريده، ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ، فرهنګي کميټه.

6.     شاهد، ايس ايم، بين الاقوامى تعلقات ،ايور نيوپک پيلس لاهور.

7.     ملک، محمد اصف ، ،سياست عالم ،پبلشرز ايمپوزيم لاهور.

8.     خان فضل، عمران، چاپ کال ، ۱۳۹۷هـ ش ، ديپلوماتيک پروتوکول، پنځم چاپ، اصلاح افکار خپرندويه ټولنه ، کابل ، افغانستان .

9.     صدر، دوکتورجواد، ژباړن ، هجرت الله ،اختيار، ديپلوماتيکي اوکونسلي حقوق، چاپ کال ، ۱۲۸۹هـ ش ،خپرندويه ټولنه ، ګودر، جلال اباد ، افغانستان .

10.                        داوري ، فرهاد، ديپلوماتيکی لارښود، چاپ کال ، ۱۳۹۳هـ ش ، خپرندويه ټولنه ، مومند ، جلال اباد ، افغانستان .

يادونه : دا چې دا زما لومړې ليکنه ده نو ډيرې نيمګړتياوې به لري ستاسو د نيکو، ګټورو مشورو او لاتشويق په تمه .