دیو افغان ماشوم هیله: بس دي د جهاد په نوم نوره زموږ ښوونځي مه سوځوي
په دا آخرو ورځو کي د هیواد د ګوټ ګوټ نه راپورونه ورکول کیږي چه د هیواد دښمنانو له لاسه ښوونځيو ته اورونه اچول کیږي. تقریبأ 43 کاله مخکي ډير ښه مي په یاد دي او زه هم د مکتب په دریم ټولګي کي وم دا يوه اپتدایه ښوونځي وه چه د مکتب په نوم مشهور وو او تر نن ورځي پوري چه اوس وړوکي بازار هم په کي جوړ شوي ده د مکتب په نوم یادیږي او دا یواځيني مکتب وو په ټوله ولسوالي کي.
يوه ورځ کله چه سهار وختي له خوبه را پورته شوم چه مکتب ته ولاړ شم ومي لیدل چه د مکتب نه مو د لوګیو لخوړي پو رته کیږي. دمکتب دیوالونه د بمونو په واسطه ړنګ شوي وو او کتابتون ته اور اچول شوي وو چه قرآن شریفونه، دنیات او داسي نور دیني مضمونونه او د څو سوو زده کوونکو هیلو سره یو ځاي خاوري یري شوي وو.
دا وه زموږ په ولسوالي کي لمړنۍ امنیتي پيښه چه 43 کاله مخکي هم مجاهدینو د مکتب په الوزولو او سوځولو سره جهاد پيل کړ.
دا دي همدا اوس هم زموږ مکتبونه، ښوونځي، سړکونه ، پلونه، روغتونونه او عامه شتمني خاوري یري کیږي.
تاسو ته جوته ده چه يو یرغلګر چه روس وو لا وختي وتلي ده او بل یرغلګر چه امریکا ده د جهادیانو په مټه راغلي او اوس د وتلو په حال کي ده.
پکار ده چه دیو افغان په صفت هر وګړي د ځان سره فکر وکړو چه دا ورور وژنۍ ته ځنګه د پاي ټکي کیښودل شي. یواځي متحد او يو موټي ولس کولاي شي چه دا ورور وژنه پای ته ورسوي او دمفسدو چارواکو او جنګسالارانو مخه ونیسي.
بس اړینه ده چه ټول ځوانان چه د هیواد ستون فقرات بلل کیږي او د هیواد اکثریت وګړي تشکیلوي په یو آواز د صلحي آواز اوچت کړي مدنۍ حرکتونه پيل او دهیواد راتلوونکي پخپل لاس کي واخلي.
اي هیواده:
ماویل چه ته به جوړ شي
زه زوړ شوم ته جوړ نه شوي