ژونـــــالــــیزم!
دخبرلیکنې ژورنالستیک آرونه!
لیکوال : مفتی فضل هادي (سالک)
(شپږمه برخه )

دخبر تخنیکي جوړښت :
دژورنالیزم دفن پوهان یا استاذان دخبر تخنیکي جوړښت کې (۳)برخې اړینې بولې ،دوئ فکر کوي چې خبر ددې دریو برخو څخه په غیر نشی جوړیدلای ،خود(ژونالیزم مطالعه )کتاب مولف (ایس ایم شاهد)بیا لیکې چې یو خبر له (۴)څلوروبرخونه پرته په تخنیکي لحاظ نشي جوړیدای ،
(۱)-سرلیک یا (Lead)
(۲)-دخبر پیلامه (Intro).
(۳)-دخبر متن (Body)
(۴)- دخبر پای یا شالید(Endiny)
خوعام افغان ژورنالیستان که داڅلور مذکورتوکې دیوه خبر جوړونې لپاره اړین بولې نود(lead)کلمه دخبر دپیلامې په معنی بولې نوځکه وایې چې خبر کې یو سرلیک ،لیډ یا پیلیزه ،متن او شالید ضروري دي .
دخبر سرلیک یا ټیټر:په نوې ژورنالیزم کې سرلیک دخبر هغه عنوان دی چې دخبر دشروع لپاره ټاکل کیږې اوزړه راښکون پکې هغه وخت پیدا کیږې ،چې خورا ډیر مختصر اودپیغام لرونکی وي ،دسرلیک په لیکلو کې هڅه کیږې چې دامکان تر حده ډیر لنډ وي او خبري جوړښت کې سرلیک لیکل تر ټولو ستونزمن کار دی ،او دسرلیک لیکل دهغه چا کاروي چې پدې فن کې څوکلنه پخه تجربه ولري .
دیوه ښه سرلیک لپاره لاندې مشورې په نظرکې ساتل پکاردي !
(۱)-سرلیک چې څومره لنډ وي په هماغه اندازه غوره دی .
(۲)-سرلیک بایددکوټلو لغاتولرونکی وي .
(۳)سرلیک باید څرګند اودقیق وي .
(۴)-په سرلیک باید دتکراري جملوله راوستلونه ډډه وشي .
(۵)-په سرلیک کې باید منفي او سوالیه جملې ونه لیکل شي .
(۶)-که سرلیک فعل ولري نو ښه دی ،خوچې فعل په مناسب ډول وکارول شي .
(۷)-په سرلیک کې باید لغاتونه مات نکړای شي .
(۸)سرلیک باید له لیډ څخه راوستل شي ،یعنې په سرلیک کې باید له ټولوامکاناتونه کارواخستل شي،له شعري ذوق نه هم کولای شوپکې ګټه پورته کړو.
(ډاکترشکرخواه) ددې لپاره چې یو ایرانی ژورنالیست دی داسې بیلګه خپل کتاب کې ورته راوړې :که فرض کړوچې تېره شپه تهران کې باران شوی ،ددې خبر لپاره څه ډول سرلیک ولیکو؟هغه به داسې جوړشي :
ټول تهران تېره شپه ترباران لاندې و،تهران تیره شپه داوبوپه باران ولامبل ،آسمان تیره شپه په تهران وچاودید،تهران تیره شپه دسخت باران لاندې ساه وایستله !
ایس ایم شاهد)دسرلیک یا ټیټرډولونه خپل کتاب کې پدې ډول راخلاصه کوي :
(۱)-داوږدوالې له مخې :یو کالمه ،دوه کا لمه ،درې کالمه ،څلورکالمه ،پنځه کالمه ،شپږکالمه ،اووه کالمه او اته کالمه سرلیک .
دورځپاڼې هر مخ په اتو برابروبرخو چې کالم ورته وایې ویشل کیږې ،ددې لپاره اوږدسرلیک داتوکالمونوبرابر وي .
(۲)-دبڼې له مخې :لېبل سرلیک ،ضمني سرلیک ،بغلي سرلیک ،ځلیدونکی سرلیک اوداسې نور............
(۳)-دجوړښت له مخې سرلیک :الف – منزل لرونکی سرلیک لکه یومنزله دوه منزله ...ب -ځوړنده حاشیه ،ج-کش شوی خط (خط کشیده )سرلیک .
(۴)دډول له مخې :لکه قولي سرلیک (Quotation Lead)،خوډاکتر شکرخواه بیا داسې وایې چې : (۱)دیوې کرښې سرلیک :چې څنګه یې له نامه ښکارې سرلیک په یوه کرښه کې ولیکل شي لکه داسې :
((***************************))
(۲)ددوه یا څو کرښو سرلیک چې کله کلمې زیاتې وي بیا هم په دووکرښو کې ځایه شي لکه دې شکل کې :
[[***********************]]
[[***********************]]
(۳)ترازوډوله سرلیک :داسرلیک دترازوپه ډول دی یوې او کله بلې خواته تمایل کوي لکه پدې شکل کې :
[[******************* ]]
[[***************]]
(۴)هرم ډوله سرلیک :ددې سرلیک ډول دهرم بڼې ته ورته اوتوکي په کې په ترتیب سره دپورتنې لورڅخه ښکته لورته لیکل کیږي لکه پدې شکل کې :
*************************
*********************
* *****************
************
*******
*****
***
**
*
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۵)مثلث ډوله سرلیک :داډول سرلیک دهرم دبڼې پرخلاف یا عکس دیوې کلمې له لیکلوپیل کیږې اودمثلث په ډول پای ته رسیږې لکه پدې شکل کې :

*
***
*****
********
***** *****
* ************ مثلث ډول سرلیک
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دخبر پیلامه :(Intro Lead)
دخبر پیلامه یا لیډ دخبر ډیره مهمه برخه ده چې دهر خبر دبري رازتر ډیره حده په پیلامه کې نغښتی دی ،په انګلیسي کې ورته (Intro)ویل کیږې چې د(Introduction)نه مخفف شوی دی ،څنګه چې دهر یوه هیواد لومړیتوبونه بیل بیل وي نو ضروري نده چې هر خبر لومړۍ کرښه دې په هر هیوادپه زړه پورې وي ،بلکې پیلامه دهرې ژبې لپاره یو بیل ارزښت او معیار لري .
خبرعموما چې دسرلیک او شالید په ګډون څلور برخې لري ،باید ووایوچې داهغه خبر دی ،چې چاپي رسنۍ یې خپروي ،ځکه بریښنایي رسنۍ سرلیکونه نلري ،هلته دسرټکي مهم دي اوهغه پیلامه یا لیډ کې تر سره کیږي ،نوویلای شوچې دبریښنایي رسنیو خبریوازې دوه یا درې برخې لري او سرلیک لیکل ورته ضرورندې .
دژورنالیزم دفن ځینې پوهان دبریښنایي رسنیولیډ یا پیلامې ددې ډول خبرونو سرلیک بولې خونور بیا داسې وایې ،څنګه چې مو مخکې وویل چې داد (Introduction)څخه مخفف دی اودا دپیژندنې په معنی راځي ،هره خبري پیلامه اړونده خبري کیسه ،خبر یا پیښه لوستونکیوته ورپیژني .
دپیلامي په اړه ګڼ تعریفونه شوي چې څو یې پدې ډول دي :
(۱)دخبر لومړۍ جملې یا څولومړیوجملوته یې دخبر پیلامه وایې –
(۲)لوستونکي په ناڅاپي ډول لاندې کول اولوستوته یې پام اړول راړول دخبر دپیلامې دنده ده –(۳)پیلامه دخبردهغې برخې یا برخو لنډیزدی یعنې دخبردپیلامې په اوریدویالوستواوریدونکی یا لوستونکی پوهیږې چې خبر دڅه په اړه دی ؟

پیلامه دخبر ډیره مهمه برخه ده،ا ودهرخبر دبري راز تر ډیره په پیلامه کې نغښتی دی ،څومره چې دیوه خبر پیلامه یا پیل ارزښتناک وي په هماغه اندازه یې اوریدونکي ګوري او اورې ،دجګړوپه اړه راپور ورکونکی خبریال پیلامه دخبروسله ګڼې اودهغوئ په آندکه خبریال په هماغه لومړي سرکې په لوستونکې ددې وسلې ګوزار ونکړي نوداسې وګنئ چې جګړه یې بایللې ده .
دخبرپیلیزه کې دخبردلیکلوکومه فارمولا یا کوټلې لاره نشته ،چې په مټ یې ټول خبریالان یوه پایله ترلاسه کړي بلکې له ګڼولارو کولای شوچې پیلزه ولیکو.
همداسې دلیډ یا دخبردپیلامې داندازې په باب ژورنالیستان ټول یوه خوله ندي ،ځینې وایې چې لیډ دې یوه جمله، ځینې دوه اونور یې درې جملې ضروربولې ،ځینو یې بیاد (۳۰)څخه تر (۶۰)توروپورې دحروفوپه حساب دلیډ اندازه ټاکلې ،خوعام پوهان دخبر پیلامې لپاره کومه کوټلې اندازه ضرورنه بولې، بلکې دخبر دارزښت او لوی والې په پرتله یې لیکل اړین بولې اوبس .
په عموي توګه دخبر دلیډ لپاره دالاندیني اصول په پام کې نیول پکار دي :۱
-لیډ یا پیلامه دخبردډول له مخې لیکل پکاردي.
۲-لومړۍ کوښې داسې لیکل کیږې، چې لوستونکیوته خبرپه زړه پورې شي ،داسې نه چې دلومړیوکرښوپه لوستلو زړه توری شي .
۳-څومره چې شونې وي دخبربیلامه دې لنډه وي .
-په پیلامه کې دخبر د(پایلې)دراوړلوهڅه کیږي .
۵-مدیر خپله ټوله پوهه کاروي اودپیلامې دښه والې هڅه کوي .
۶-دپیلامي په پیل کې دخبر دښه والې مزاج په نظر کې نیول کیږي ،پداسې شکل چې که چیرته داخبر دکوم چا دمړینې دپیښې یا بل کوم زیان په اړه وي ،نوپیلامې کې هم افسوسناک اوغمجن کلمات راوړل کیږي ،چې دې کې بیا دخواخوږۍ دلهجې خپلول پکار وي ،دارنګه که کوم خبر کې دټوکواوخندا اړخونه وي ،نو پیلامه کې یې هم دخندا وړ کلمات راوړل کیږي ،که خبر معیاري وي نو معیاري کلمات راوړل کیږي اوخبریال بایددخبردلیکلوپروخت دخبر خصلت (طبیعت )اعتدال (جذبه)اوټولیز مزاج ته ځانکړی پام وکړي .
دانسان دلچسپي دخبرونو دلیکلوپرمهال د(پیلامي )رنګینۍ ته پام اړولواوپه زړه پورې والې ته زیاته وي ،دژوندۍ پیلامې کرښې دغسې خبرونوته ښکلا ورکوي ،دتوضیحي پیلامې دلیکلوپروخت دچا احساسات یا جذبات ژوبلول نوې پکار،ځکه خبر یا ورځپاڼه دټولنې عکاسه اونبض نیونکې ده .
په مکرره وړاندیز دادی چې دخبر پیلامه بایددومره په زړه پورې وي ،چې لوستونکی دټول خبر لوستلوته اړکړي اوترپایه یې له ځانه سره وساتي .
نوربیا .........