د ځینو سر چینو د خبرونو پر بنسټ امریکا په سلګونو میلیونه ډالر پنجاب ته پر ډیورند کرښه د اغزن تار لګولو لپاره ورکړي دي، خو په دې شرط چې طالبان به یوې ننداریزې یا نمایشي او دروغجنې سولې ته حاضروي . د امریکا او پنجاب معاملې ته که څه هم چې ډېرو لیکوالو، ژورنالېستانو، مبصرینو، سیاسيونو، پخوانیو او برحاله استخباراتي مامورینو په وار وار ګوته نیولې ده، خو طالبانو دا ډول تورونه رد کړي او پنجاب خپل د اسلامي عقیدې ورور ګڼي او له مرستو یې منندوی دي . طالبان او د دوی ډیجیټل پلویان دا ډول نیوکې او اندېښنې د افغان دولت توطئه ګڼلې ده او افغان دولت تورنوي چې ګواکي د سولې مخالفت کوي . تجربو هرګوره زباد کړې ده چې طالب د پنجاب یو لغړسری او لغڼ ترهګر دی چې پنجاب د خپلو ګټو لپاره هر وخت زیږولی، لوی کړی، کارولی، مړ کړی، تو کړی او غورځولی دی . 

د سپتمبر د یوولسمې له پېښې وروسته او پر افغانستان د امریکا له یرغل سره سم چې کله پنجاب د کفر او الحاد له سرلښکرو (امریکا او ناټو) سره غاړه غړۍ د طالبانو پر ضد ودرېد او د دوی حمارت یې دړې وړې وکړ، د هر باشعوره او بې شعوره انسان تمه دا وه چې طالبان به خپل اصلي غلیم وپېژني، خو له بده مرغه چې طالبانو تر اوسه پورې نه خپل غلیم وپېژنده، نه خپل ځان، نه خپل ملت او نه هم خپل ملګري۔ 

پنجاب لکه چې په ۲۰۰۱ کال کې په زرګونو طالبان په امریکا له ۲۰۰ څخه نیولې تر ۸۰۰ ډالرو وپلورل، په زرګونو پښتنې پېغلې او مېړوښې یې تر زرګونو جنسي تېریو وروسته د هېرا منډیي او د کراچۍ د فحشا مرکزونو ته کش کړې، دا دي نن بیا هم پنجاب د طالبانو د سر په بیه له امریکا سره د ډیورند پر سر د اغزن تارلګولو معامله کړې ده . پنجابيان هره ورځ یوازې په هغو سیمو کې د ډورند پر سر اغزن تار لګوي چې طالبان پکې واکمن یا یې اغېز ډېر وي . 

د سولې دروغجن تړون یا د طالبانو په وینا د اشغال پای، نه یوازې دا چې سوله را نه وستله، بلکې اشغال یې لا نور هم اوږد، پراخه او وحشي کړ . کټ مټ لکه په نامه مجاهدینو چې د برلین د دېوال د نړولو باټې ولي، خو ملت یې په کوڅو ووېشه، د ډیورند فرضي کرښه یې په حقیقت بدله کړه او د افغانستان یې ان نوم له ګواښ سره مخ کړ، همداسې طالبان هم لګیا دي د افغانستان تاریخ له منځه وړي، د افغانستان له نوم څخه کرکه کوي او غواړي چی د دې هېواد پت او عزت د هیرا منډیي د کوڅو تر پلیدو مشرانو نذرانه کړي. 

د طالبانو د دروغجن جهاد تر ټولو سره پلمه دا وه چې ګواکي افغان سرتېري د امریکایي سرتېرو په مخ کې سپر ولاړ دي او دوی له همدې امله مجبور دي چې باید لومړی افغان سرتېري مړه کړي تر څو د امریکایي سرتېرو د وژلو موکه پیدا کړي . شپږ میاشتې هرګوره وشوې چې همدا پلمه هم له منځه ولاړه . طالبانو په خپله د امریکا سره د بلک واټر کرایي قاتلانو په څېر تړون لاسلیک کړ او د امریکایي سرتېرو د ساتلو او دفاع دنده یې پر غاړه واخستله۔ د افغان سرتېري او د دې غمځپلي ملت لپاره یې سوله و نه کړه، بلکې روژتي سرتېري یې ان د لمانځه پر سر شهیدان کړل، ملا امامان یې له قرآن سره په محراب کې او ولسي وګړي یې په اختر کې د پنجابي ځناورو په ټوپکو او سیده قومانده په ویني ولړل. دا لړۍ له بده مرغه لا پایي او درېږ یې لا د طالبانو لخوا په پام کې هم نه دی نیول شوی او نه هم د کیدونکو یا احتمالي خبرو اجندا ګرځېدلای شي .  

دا دي افغان دولت د څلورو سوو سترو جنایتکارو طالبانو د خلاصون امر هم لاسلیک کړ، تر نیم څخه یې ډېر ورپرېښوول، خو طالبانو بیا هم د خپلې ژمنې ناباندې (مخالف) له افغان دولت سره خبرې رد کړې، د دولتي مامورینو او نظامیانو د محکمې، عدلي تعقیب، د اردو او ملي امنیت د بې وسلې کولو او رټلو او د پنجاب له پلان او غوښتنې سره سم د هېواد د امنیتي اورګانونو، اقتصادي او ټولنیزو بنسټونو د نړولو نارې وهي . 

بلخوا په خبري رسنیو او ټولنیزو پاڼو  کې لیدل کېږي چې د طالبانو مشران او کشران د پاکستان د پلید زېږد لپاره ترانې زمزمه کوي، د دې بدمرغې ورځ لمانځل د فرض لمانځه په شان فرض ګڼي او په هر ځای کې د پاکستان پلید بیرغ ته سلامي ولاړ دي . دا ټول په داسې حال کې چې تر اوسه پورې د زرګونو پښتنو پېغلو او مېړوښو د پوړیو پوښتنه طالبانو و نه کړه، بلکې د دوی د لوټ شوي عزت او د پنجاب د ترهګر فوځ هر وحشت او جنایت ته یې فتواوې او توجیې پیدا کړې . 

په داسې حال کې چې طالبان له افغان ولس او دولت سره له سولې انکار او د پاکستان د زېږد نجسه ورځ په سلامیو او کون لوڅو نڅاوو لمانځي، په بشپړ باور ویل کېدای شي چې طالبان نه د سولې راوستلو هیله لري او نه یې هم په واک ده، بلکې دا ځل به بیا هم طالبان د امریکا او پنجاب د معاملې قرباني شي .