د كابل دمزدورى ، بى واكه -اجنتى او په شر او فساد اخته ادارې اراكين او كرايه شوي ميديايي نغاره چيانو همدا يوه خبره پنجاب ، ISI , پاكستان ، دالخور يادول زده ده او دطوطيانو په شان يى تكراروي او په د بانه خپله زبوني ، غلامي ،ذلت ، جنايت او خيانت غوا ړي مخفي كړي او د ځانونو په شان نورو ته هم د غلام ، احمق او بى خبرو فكر كوي ، خو اوس دحقايقو د پټولو وخت په دروغو او تهمتونو باندى تير شوئ دئ .خلك به بى وسه او د متجاوزينو او اشغال ګرو د تنظيم شوي -دولتي ترور او وحشت او د غلامانو دجنايت او خيانت سره مخامخ وي ، لاكن د واقعيتونو د درك كولو او ليدلو ظرفيت لري .
د تپل شويو ادارو دماهيت نه كاملاً خبر دي او دا مزخرف تبليغات د هغوى په قوي اراده او تصميم كى چى دازاد ۍ او خپلواكۍ په فضا كى دخپل برخليك او سياسي نظام استوارول دي د بدلون هيڅ اثر نه لري .

فرضاً كه ستا سو دا احمقانه ، دروغجنه ، بى اساسه او دپروپاګند نه ډ كه ادعا يعنى دپنجاب او اسلامي امارت په ملګري باور پيدا كړو ، نو ستاسو سره خو هم دامريكا ، ناتو او ٥٠ نورو تر غوږونو مسلح متجاوزو ملكونو ملګري ده او د پريمانه وسلو ، پيسو ، تخيك ، تكنالوژي ، ميديايي او لوژيستيكي امكاناتو لرونكي او د لس هاوو زره متجاوزو حرفه اي يونيفورمي قاتلانو مستقيم او ښكاره حضور او حمايت هم در سره وجودلري ،اوپه لكهاوو مولۍ اردو ، مولۍپوليسو او مولۍ امنيت جاسوسان هم لرئ، بيا څه تندر درباندى لويدلئ دئ چى د يوه دالخور پنجاب سره د مقابلى توان نه لرئ او شپه او ورځ دبى غيرته په شان بغار ې وهئ ، ژ ا ړ ئ او شكايت كوئ .
زمو ږ په وطن كى يوه عاميانه خبره ده چى وايي :
ډم چى ډوهل وهي زور يى لري . په جنګ كى حلوا نه ويشل كيږي ، چى دجنګ ظرفيت ، همت او تاب نه لرئ ، بغارى ولى وهئ ؟نو ورته تسليم شئ ، كه نه تاسو فكر كوئ چى بادار امريكا به مو دا د تمساح او ښكى پاكى كړ ي او د پنجاب نه به مو خلاص كړي ؟
او ايا خلك د تاسو + پنجاب + اشغال ګرو په جنايتكارانه او شيطاني مثلث نه پوهيږي چى د افغان اولس د غلام كولو او دازاد ۍ غو ښتونكو د ځپلو د پاره مشتر كاً په وحشت او بربريت مصروف ياست ؟
ايا تاسو تر خپل بادار هو ښيار ياستئ چى هغوى د پنجاب مداخلى ويني او په مقابل كى يى د اقداماتو دكولو نه انكار كوي او يا ځانونه عاجز بولي ؟
كه دبهرنيانو اجنتوب او غلامتوب اولسونو ته قبول او مقبول وائ نو بيا خو به تاسى نن ورځ د دنيا كاميابترينه اداره وائ ، ځكه دبشر په تاريخ او حتا په دوو جهاني جنګونو كى دومره لوى نظامي او كمېيتي تجاوز ګرانه اييتلاف ( امريكا ، ناتو ، اروپايي اتحاديه ، د غربيانو لاسپوڅي عربي او اسيايي هيوادونه ) چى شمير يى ٥٠ ته رسيږي ، نه و جو ړ شوئ او دا امتياز تاسو لرئ ، مګر د هرى و رځى په تيريدو ستاسو دناولي جنازى په تابوت يو ميخ ټك وهل كيږي او دكثيف شرير او فاسد قدرت حلقه مو تنګيږي .
ايا پنجاب د دومره لوى جهاني اييتلاف سره په نظامي - اقتصادي -تخنيكي -او تبليغاتي لحاظ چى نسبت يى دمچ او فيل مثال لري قابل دمقايسى دئ ؟او كوم منطق او سالم عقل به دا ومني چى مچ د فيل را څملوي او د تيښتى سره يى دمخامخ كړي ؟

د انساني ټولنى تاريخ دا حقيقت ثبت كړئ او ثابت كړئ دئ چى د مبارزى او جنګونو سرنوشت اولسونه تعينوي ، نه زور ، زر ، تزوير ، پرو پا ګند او دروغ .
دهر خو ځښت او جبهى سره چى ملتونه ملګري وي انګيزى او كړنلارى يى د اولس دعقايدو ، كلتور ، غوښتنو او منافعو سره برابرى وي د مبارزى او جنګ برى يى په برخه شوئ او مقابل لوري ته يى چى ددى اصل او پرنسيپونو فاقد وي ماته ور كړى ده . داولسونو د ارادى او تصميم بدلول او يايى دخو ځښت خاموشول په زور ، اسلحه ، ترور ، شكنجه ، جبري مهاجرت ، تطميع او رشوت نا ممكن دي او هر څوك چى په اولسونو د بادارۍ او اغايۍ خيالونه كوي ، بى له نابود ۍ او شرمناكه ناكامۍ يى بل څه نه دي نصيب شوي .
همدا حقيقت دافغان طالبانو په هكله او ادرس صدق كوي او د بى مثاله برياوو او جهاني متجاوز نظامي اييتلاف او وحشيانه اشغال ته يى چى د تولو نظامي -اقتصادي - كميتي او ميدياييي فوقيتونو نه برخورداره دي دشرمناكه ماتى وركولو افتخار ځان ته حاصل كړئ دئ ، ځكه چى داولس عام تام حمايت ور سره دئ او ددى مبارزى او جنګ ماموريت او مسؤليت د اولس له لوري ورته ور كړل شوئ او انګيزه دمبارزى يى هم د الله تعالى (ج) رضا او د الله (ج) دمخلوق د ازاد ۍ او خپلواكۍ حاصلول ، د ټولنيز عدالت پياده كول او د ظلم شر او فساد جرړى ايستل دي .
دا هغه ايماني او معنوي قوت او خدايي طاقت دئ ، چى دزر ، زور او شرارت مريدان يى نه لري .
افغان اولس او اصيل زامن يى طالبان د سفاك او خونخوار دښمن سره په مبارزه كى دشهادت او غازيتوب په عقيده او انګيزه دحق او دباطل دتقابل ډګر ته عاشقانه او شعورانه راوتلي دي او په دوا ړ و صورتونو كى ( خپل ژ وند قربانول او يا د دښمن له منځه و ړ ل ) ورته د عقيدوي او ملي فرض ادا كول او برى ښكاري .

بله خبره د نوكر ۍ او غلامتوب ده . يو څوك د څه دپاره مزدوري او دبل نوكري كوي ؟ طبيعي ده چى يابه دثروت شوقيان وي او يا به د قدرت ليونيان او ددى هدف دلاسته راو ستلو دپاره به خپل ضمير خر څوي او دبل دامر به تابع كيږي .
نو كه طالبان دپيسو او پوشالي قدرت په تلاش كى وائ ، زياتى پيسى خو د امريكايانو او غربيانو سره دي او همدا دوى دي چى خپل نوكران او اجنتان مقامونو او منصبونو ته رسوي ، بيا طالبان ولى دامريكا غلامي ونه كړي چى دامريكا د غلام پنجاب نوكري كوي ؟
دنظامي وحشيانه تجاوز نه مخكى به يى دامريكا خواهش ته چى غلامي او تابعيت و مثبت ځواب ويلى و او نن به د عاق شويو او د ملت د دار نه تښتيدلو جنګي مجرمينو په شان هم د قصرونو خاوندان وو او هم به يى منصبونه او مقامونه نصيب شوي وو .

لاكن دطالب د ژوند فلسفه بيا لكه خوشحال بابا چى څو كاله مخكى بيان كړى وه
ازادي تر بادشاهى لا تيرى كا
چى دبل دامر لاندى شي غلام شي
دازاد ۍ فلسفه ده ، دخپلواكۍ تفكر دئ او د اياك نعبدو و اياك نستعين عقيده او ايمان دئ . دطالب د ژ وند خوند ، لذت ، خو ښي او نيكمرغي د الله د مخلوق په چوپړ او د ظلم ، بى عدالتۍ ، شر ، فساد او نارواوو سره په مبارزه او مقابله كى دي ، نه د شهوت ، شهرت ، ثروت او قدرت په لاسته راوستلو كى . هغه څوك چى دطالب داستقلال او د ځمكى په سر د بلاتشبه ملايكي تفكر ، كركتر او ژوند دود سره اشنايي نه لري او ددى زمانى دماده پرستۍ په اعتياد ككړ دي ، ذهن يى غلامانه ، وجدان يى بيده او عقل يى د نفسي - شيطاني خواهشاتو په مزيو تړل شوئ او زنداني دئ او هر څه د ظاهري فيشن ، سرمايى او منصب په تله وزن كوي د طالب د روحاني شخصيت تصور ور ته د عقل نه پورته ښكاري يا يى د طالب دا درجه درك كړى ده ، خو د اقرار جرائت او شهامت يى نه لري او دطالب په ادرس په مبتذلو او بى اساسه تورونو غوا ړي خپل ضد اسلامي ، ضد ملي او ضد انساني موقف او اعمال توجيه كړي.

طالب د انساني ټولنى د ظلم ، جنايت ، بى عدالتۍ ، فسق ، فساد په ګرداب كى د را ګيرشوي طوفاني او دغرقيدو په حال كى بيړ ۍ د رغيدو د پاره د افغان اولس او ټول مستضعف بشريت د پاره د اميد او نجات فرشته ده ، همدا وجهه ده چى دجهان ټول شيطاني قوتونه ، اشرار او فساديان مشتركاً د طالب سره د ښمني كوي ، خو دطالب د ناكامۍ او نابودۍ ارمانونه يى د طالب د ديني - اولسي -ملي او انساني ماهيت او خصلت له كبله خاورى او دماتى سره مخامخ شول .
طالب اوس د محلي او ملي محيط او تحريك نه راوتلى او د جهاني عدالت دپياده كول سمبول ګرزيدلى او د اولسونو په ز ړونو بادشاهي كوي ، چى همدى كيفيت يى د شر او فساد دعاملينو او د ماده پرستانو زر ې ور وچولي او د زخمي مارانو په شان هر لوري ته خولى اچوي او دهر جنايت نه مخ نه اړوي .
بناءً دطالب سره مقابله د پنجاب ، ISI په تهمتونو مخته بيول لكه د سيند مخه نيول په خاشاكو او خځلو يو احمقانه او مذبوحانه تلاش دئ ، چى دشر او فساد اداره يى د خپل ناولي ژ وند دبقا دپاره كوي ، خو دا تلاشونه يى دطالب جان په لاس دتاريخ كندى ته د دوى د بوين او كثيف جسد دحتمي غورځولو او وركولو د جريان مخه نه شي نيولائ .

تل دوي ازادي او استقلال
بركت او قوت د وي دازاد ۍ او استقلال د سردارانو طالبانو سره .
نابود او برباد دې وي د جهاني نظامي تجاوز ګرانو او اشغال ګرانو اجنتان او اجيران .