د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور پر بنسټ پاکستان نه یوازې له ترهګرو څخه واتن نه دی نیولی، بلکې د تمې او غوښتنې سره ناباندې پاکستان نور هم ترهګرې ډلې غښتلې او په افغانسان او هند کې یې په نویو ترهګریزو ماموریتونو ګومارلې دي۔ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د موندنو او لاسوندونو پر بنسټ پاکستان په همدې توګه طالبانو ته د سولې له تړون سره هممهال د نویو ترهګریزو یرغلونو، د ولسي وګړو د وژلو، د ټولګټو بنسټونو د نړولو او د افغان دولت سره د سولې څخه پر انکار او جګړې ته د دوام په ورکولو سره ټینګار کړی دی۔ له همدې امله د طالبانو د مشرانو تر منځ په خپلو کې په بې سارې توګه مخالفتونه رامنځته شوي او داسې کره لاسوندونه تر لاسه شوي دي چې د طالبانو ټوټه کیدل او د نویو خونړیو ډلو رامنځته کیدل په ګوته کوي۔ 


د پاکستان همدا سایست د دې لامل ګرځېدلی چې طالبانو له افغان دولت سره تر اوسه پورې له مخامخ خبرو ډډه کړې ده۔ که څه هم چې طالبان دلیل وایي چې د دوی پینځه زره بندیان نه دي خوشې شوي، خو حقیقت دا دی چې طالبان سره ویشلي او له دوی څخه په خپله لاره ورکه ده او نه پوهېږي چې کومه ستراتیژي مخته کړي، په ځانګړې توګه د افغان دولت په وړاندې۔


د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ طالبانو هم له هېڅ ترهګرې ډلې سره خپلې اړیکې نه دي شلولې او نه هم داسې نښې لیدل کېږي چې دوی به له امریکا سره په خپله ژمنه او تړون ودرېږي او ساتلو ته به یې په اوږدمهاله توګه ژمن پاتې شي۔ په ټوله کې د طالبانو څومخی سیاست او ترهګریزه کړنلاره خورا د اندېښنې وړ ده، نه یوازې افغانانو ته، بلکې نړیوالو ته هم۔ پر طالبانو بې باوري او د طالبانو ترهګریز سیاست کېدای شي چې په افغآنستان کې د بې ساره نورو او نویو بدمرغیو سبب وګرځي۔ که څه هم چې طالبانو له امریکا سره د سولې له تړون وروسته په امریکایي سرتېرو یرغل نه دی کړی، خو دا د امریکا د نظامي ځواکونو لپاره تر اوسه بسیا نه کوي۔ همداسې په اسلامي نړۍ کې د طالبانو پر ضد شور او غوغا ورو ۔۔ ورو خپل اوج ته رسېدلې ده، ځکه چې طالبانو د افغان دولت او مسلمان ولس پر ضد له هېڅ ډول ترهګرۍ څخه لاس نه دی اخیستی۔ د اسلامي ملکونو کنفرانس او د دې هېوادونو اسلامي علما او شوراګانې دلیل وایي چې دا څنګه کېدای شې چې د کفر په وړاندې جهاد پای ته ورسېږي، خو د مسلمان سره جنګ دوام پیدا کړي او ان د سولې لپاره له لومړنیو خبرو څخه انکار وشي۔ دوی دلیل وایي چې:


نولس کاله یې د هېواد د اشغال نارې وهلې او د افغانانو قتل یې په دې توجیه کوه چې ګواکي د امریکایي اشغالګرو سرتېرو په مخ کې سپر دي۔ نولس کاله یې ماشومان، ښځې، سپینږیرې او تنکي ځوانان په دې جرم ووژل چې د اشغال تر سیوري لاندې ژوند کوي، د اشغال ښوونځي او پوهنتون ته ځي او د اشغالګرو په ادارو کې کار کوي۔ نولس کاله یې د هیواد ټولګتي بنسټونه په دې پلمه وران کړل چې د اشغال له خوا جوړ شوي دي او نولس کاله یې په مسجدونو کې ځانمرګي وکړل، په قرآن کې یې بمونه کېښوول، محرابونه یې په وینو ولړل، اسلامي علما، ډاکتران، انجینران او قاریان یې شهیدان کړل او پلمه یې دا وه چې دا خلک د اشغال محصول دی یا هم د اشغال له ګټو څخه برخمن دي۔ 


د سولې له تړون څخه څلور میاشې تېږېږي او دا په دې مانا چې اشغال په رسمي او سیاسي توګه پای وموند۔ همداسې له شریعت سره سم په افغانستان کې جهاد پای ته ورسېد او د جهاد په نامه په افغانستان کې نور د هر چا وژل منع دي۔ ان د سولې له تړون وړاندې هم طالبانو دا فتوا نه درلوده چې د جهاد په نامه دې افغانان ووژني، خو پلمې یې ډېرې وي او دا ټولې پلمې پنجابي وي۔ 


خو حقیقت دا دی چې طالبانو یوازې او یوازې د امریکایانو یا هم د طالبانو په خوله د یهودوو او نصاراوو پر ضد جګړه بس کړه، خو د افغانانو پر ضد اوس هم د جهاد نارې تودې ساتي۔ طالبانو یوازې په تېرو درې اوونیو کې کابول پینځه سوه افغان سرتېري او کابو اته سوه ملکیان شهیدان کړي دي، دا په داسې حال کې چې اشغال هم په رسمي، سیاسي او شرعي توګه پای ته رسېدلی دی۔ 


حیرانوونکې دا ده چې د سولې له تړون سره سم طالبان هغه آیتونه اوس هم پر خوله نه راوړي چې له یهودو، نصاراوو او نورو کافرانو سره ملګرتیا او دوستي منع کوي۔ که افغانستان اوس هم اشغال وي، نو جهاد پای ته نه دی رسېدلی۔ که جهاد پای ته نه وي رسېدلی، نو طالبان ولې د امریکا پر ضد جګړه نه کوي؟ 


په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د دروغو جهاد یوه له بدمرغو نندارو څخه دا ده چې طالبان د وردکو په سیدآباد او شنیز کې د امریکا په ټانکونو پیره کوي، د دوی هومووي جیپان په ډېره کمه بیه مینځي او په دې سره غواړي چې امریکایانو ته خپله ملګرتیا زباد کړي او افغآن دولت او نړیوالې ټولنې ته وښیي چې دوی اوس له امریکا سره کومه ستونځه نه لري او نه هم د کومې ستونځې د راپیدا کېدو لېوالتیا لري۔ امریکا هرګوره د نویو لاسوندونو پر بنسټ د طالبانو چاپلوسي او ملګرتیا هره ورځ تر پوښتنې لاندې نیسي۔ د نویو موندنو او راپورونو پر بنسټ طالبانو ان له پیل څخه د الله پاک لپاره چندان د جهاد شوق نه درلود، بلکې د هر امریکایي د وژلو په بدل کې یې له روسانو څخه نقدې روپۍ اخیستلې او لا یې اخلي۔ دغه ډول کرایي قتل له آره د جهاد له اصلي فلسفې سره لوی مخالفت دی چې اسلامي هېوادونه یې په زغره غندي۔


د طالبانو دا ډول بې مسئولیته جهاد او بې عقله سیاست د افغانستان سیاسي، نظامي او اقتصادي اکربکر نور هم له منځه وړي چې تر هر څه به یوازې افغان مظلوم ولس وځپل شي۔ دا خوار ولس نه یوازې له وبا او رنګارنګو ناروغیو سره لاس او ګرېوان دی، بلکې له زرګونو نورو بدبختیو سره پنجه نرموي لکه نېستي، بې کاري، د دولت په اډانه کې فساد، په وینیزو خپرونو کې له شریعت او افغان کلتور سره سم په ټکر کې خپرونې چې په لوی لاس د یوه بې اسرې ولس سره فکري جګره ده۔ پر دې ټولو سرباری د طالب شتون دی چې د ټولو بدمرغیو مور ده۔


له همدې امله نه یوازې ملګري ملتونه بلکې اسلامي هېوادونه دې ډول راپورونو اندېښمن کړي چې طالبان نه د سولې د تړون لېوالتیا لري او نه یې هم په واک دی، بلکې دا ټولې هڅې د امریکا د ټاکنو او د پنجاب د لنډمهاله سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره دي۔ که طالبان ریښتیني وي، خپلواک وي، د ولس د ښېرازۍ ارمان ولري او په ریښتیني ډول د اسلام له فلسفي سره ناباندې نه وي، نو باید ژر تر ژره د روان ناورین د پای ته رسولو لپاره ګامونه واخلي۔ له امریکا سره ملګرتیا، د دوی پر ټانکونو پیره او د جیپونو مینځل یې له ولس سره د هېڅ مرستې او غمشریکۍ ثبوت نه شي کېدای!