ټول افغان څیړنیزې مقالې
له سولې منکر د خیالي بریا په تمه دی
لکه څنګه چې د روسانو له وتون څخه وروسته جهادي ګوندونو، په ځانګړې توګه پنجاب بشپړ باور درلود چې د ډاکتر نجیب الله رژیم به په څو اوونیو کې وشړوي، نن سبا طالبان او بیا هم په ځانګړې توګه د دوی پنجابي مشران په کلکه په دې باور دي چې د ولسمشر غني حکومت به نسکور کړي۔ خو له څنګه چې مجاهدینو او پنجابي مشرانو او ملېشو یې ماتې وخوړه، همداسې به طالبان او پنجابي مشران یې هم خپل خوبونه دوزخ ته یوسي، ان شا الله۔ د امریکا او طالب د سولې له ډرامې وروسته طالبانو په بې شمېره توګه پنجابي ملېشې افغانستان
چین د کویید ۱۹ ویروس د وقایی او مخنیوي لپاره څه کړي ؟
چين د کوویډـ۱۹ ويروس د مخنيوي او وقايې لپاره څه کړي؟ ټولو ته مالومه ده، چې چين د کووېډ - ۱۹ ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې نه يوازې د خپل ځان، بلکې د نړيوالې ټولنې لپاره هم اغېزمنې چارې ترسره کړې دي. کووېډ - ۱۹ ويروساوس پر ګردې نړۍ لمن غوړولې ده. د روغتيا نړيوال سازمان((WHO د اپريل په څلورمه نېټه یوه شمېره خپره کړه، چې له مخې يې په ګرده نړۍ کې پر ياد ويروس د اخته کسانو شمېر له يو مليون يو لک څخه اوښتی دی. د مالوماتو له مخې په همدې ورځ په امريکې کې پر دغه ويروس د ا
د دایمی سولی په خاطر د افغانستان د اساسی قانون تایم بمب باید خنثی شی
د افغانستان اساسی قانون د امریکایی استعمار د تربیه سویو لمړی داخلی همکارانو لخوا پداسی وخت کی په افغانستان تحمیل شو چه هغوی د زور په نشه مست وو. دیمکراسی او جمهوربت یی اساس بلل کیدای شی او کیدایسی چه د سولی د راوستلو خنډ شی. په عین زمان کی دا قانون ښی مادی لری چه هغه نوری هم قوی شی. دا قانون لا تراوسه په کامله توګه ندی ازمویل شوی. که څه هم څینی مواد یی د کابل د اداری لخوا ندی مراعات شوی (د مثال په توګه د بی کناه وژل، د خلکو په کورنو په زوره نینوتل، او جنګی بندیان شکنجه کول). ځینی نو
د امریکا او طالب له تړون وروسته د ناورین مسئولیت
هر وسلوال طالب چې هر چېرې وي، هر څه یې چې دنده او مآموریت وي، باید خبر او پر دې پوه وي چې د امریکا او طالبانو له تړون څخه وروسته، طالبان له افغان دولت او د ولس پر ضد د جګړې لپاره هېڅ شرعي دلیل نه لري او له همدې امله یو ټکی فتوا هم ورسره نشته چې خپل وحشت پې توجیهه کړي۔ له همدې امله د جهاد په نامه چې: هر ګرېوان څیرېږي، هر څاڅکی وینه چې تویېږي، هر غاښ چې ماتېږي، هره سترګه چې پړسېږي، هر لاس چې ان له بنده وځي، هره ککرۍ چې پر ځمکه لوېږي، هر روح چې له کالبوت څخه وځي، هره مور چې کونډه، بوره ا
د کورونا ویروس د پیدایښت لاملونه
که څه هم چې د کورونا ویروس د سارس د ویروس یا ذکام ناروغۍ یوه ګواښمنه بڼه ده او سرچینه یې کېدای شي چین او د وحشي ځناورو خوارک وي، خو بېشکه چې همدا ناروغي د الله ج د قهر یوه بېلګه ده چې پر خپلو بنده ګانو یې راکښته کړې ده۔ که یې له خپل ځان څخه ونیسو، تر خپل کور، ګاونډ، کوڅي، کلي، ښار، ولایت، هېواد او تر ټولې نړۍ پورې، په بشپر باور به ووینو چې د دې آفت او بلا یوازینی لامل زموږ او ستاسې خپل کړه وړه دي او بس۔ کفر به یو خوا پرېږدو، لومړی به خپل ځان او خپل مسلمه امت وڅارو چې په څه څیزونو لګی
د سولی ماحول او حساسیتونه
د دی لیکنی اصلی سبب د کابل د اداری غیرمعقول اعلانونه او یو شمیر مقالو نشر دی چه د سولی د راسوتو لپاره باید خنډ و بلل شی. هیله ده زه وکولای شم د هغو کسانو په لیکه ودریږم چه د یو اسلامی ، متحد، خپلواک او سولئز افغانستان غوښتونکی دی. 1. ډبر کسان د قطر د سولی د تړون د هرکلی خبری کوی خو خدای خبر دوی تر څوموره سولی ته چمتو دی. ددوی د ځینو خبرو نه دا نه معلومیږی چه ددوی په خیال سوله څه مفهوم لری. دا په دی معنی چه ایا دوی سوله د اصلی هدف په توګه پیژنی او که نه؟ ایا دسولی لپاره د
د پښتنو د علمی لیکنی په هیله: غبرګون
سلام مروره وروره دا د لیکنی اصول دی چه مقالی د هر هدف لپاره ځانګوړی طرز لری. هغه په صریح او غیر صریح توګه د لیکونکی عقیده ښیی. ستاسو مقاله که بی نومه نشر شوی وای نو ما به هیڅګله دا ګمان نوو کړی چه لیکونګی به یی مسلمان وی. خو خوشبختانه ستاسو نوم می ولید او څکه می په بیعلمی باندی توجیه کړه. دا ولی دلیلونه یی په لاندی لیکو کی ویل شوی دی. وروره زما په انتقادی لیک مه خپه کیږه، دا خو دلیکوالانو یو لازم پلو ده. دا ستاسو په لیکنه سانسور نه دی بلکه ستاسو د لیکنی و م
(له پښتنو نه دعلمي لیکني په هیله ) په جواب کي !!
ستاسو نه به اول تشکر وکړم چه زما لیکنه دي ولوستل ، او په دیانت درته وایم چه خوشحاله سوم ، او کله چه ما دا لیکنه لیکل نو مطلب او غایه مي هم دغه وه چه: که مي یو نفس وښوراوه یا وخوروښاوه نو ما به ستر کار کړی وي ، الحمدالله که ځوان يي نو زویه ! او که تر اویا اوښتی يي نو وروره ! سلامونه مي ومنه ! ((زما په ګماندالیکوالان د روشنفکری ادعا به هم لری)) نه نه هیڅکله !! د روشنفکرۍ ادعا نه لرم ، روشنفکري دي ستاوي زه نه غواړم چه په روش فکرانو کي حساب سم ! زه د روشفکرۍ په لغوي او اصطلاحي ا
د زابل جنایت، پټ لاسونه او مخنیوی یې
د طالب او امریکا د سولې له تړون وروسته، طالب سړیخور هېڅ شرعي دک او دلیل نه لري چې له افغان دولت سره خپله جګړه روا یا جهاد وبللای شي، ځکه چې له تړون وروسته طالبان ان د کافر وژلو ته فتوا نه لري او شریعت یې مخه نیسي۔ له همدې امله په زابل کې د دېرشو سرتېرو وژن نه یوازې یو وحشت دی، بلکې غیر اسلامي، غیر شرعي او یو غیر انساني کړن دی۔ ان شاالله چې طالب سړیخواره به تر دې نور هم ذلیل او په آخرت کې به ځواب ته راکش شي چې په کومه ګنا مو مؤمنین ووژل۔ که طالب د خپلې ځناورۍ د توجیه کولو لپاره کوم شر
له پښتنو نه د علمی لیکنی په هیله
سلامونه او د نوی ورځی په هیله د پښتنو دښمنان پښتنو ته افغان غول وایی. که څه هم دا د هغوی نادانی ښیی خو متاسفانه ځینی پښتانه لیکوالان د خپلو لیکنو د کم علمی په خاطر هغوی ته ښه سند ورکوی. زما په ګمان دا لیکوالان د روشنفکری ادعا به هم لری خو روشنفکره د ستری علمی پانګی نه ورسته د خپلو زده کړو په هکله فکر کوی او بیا يوی اصیلی نظریی ته رسیږی. ډیره د خپګان ځای ده چه په همدی پاڼه کی ځینی پښتانه یا کم علمه مقالی لیکی او یا خو بی بنیاده نظریی ورکوی. اول. څوک چه په اسلام او یا
طالبه که ته وښویدلې ، غاښونه زما وزي
اسلام ورک او په مسلانانو نړۍ ډکه ده ، مسلمانان دعوا لري چه اسلام د هرمشکل له پاره حل لري ، د اسلام دین یګانه د حل لار ګڼي ، او لوی لوی ملایان دا دعوا هم لري چه : د قران ، د الحمدالله سورت د هر مرض علاج دی ، بېله د مرګ نه، دیني طالب او سیاسي طالب ټول په دې عقیده دي چه اسلام د هر (اخلاقي ، حربي ، سیاسي ، صحی او طبي ، زراعتي ، فامیلي )خرابۍ او مشکل د حل لپاره ، قران د حل لاره ښودلې ده که تاریخ راواخلو او تېر ادیانو تاریخي کړنو ته په تېز او ژور نظر وګورو نو عیسوي ملایا
د اشرف غنی تاریخی مسئولیت
سلامونه او د نوی ورځی په هیلهڅو ورځی مخته می د خپلو ویروونکو خیالاتو او اندیښنو لکبله څو ټکی په دی پاڼه کی ولیکل ترڅو د کابل اداره ورته غوږ شی. خو له بده مرغه هغسی ونسول. هیله ده په دی پاڼه کی د کابل د اداری مدافعین زمونږ هیلی مسئولو کسانو ته ورسوی.موږ نه پوهږوایا غنی د خپل مشر نجیب لیاره غواړی؟ایا امریکایان د فلفین د مورو د سلکلن جنګ مادل په افغانستان کی تطبیقوی او د غنی نه د یوی وسیلی په توګه استفاده کوی؟ایا غنی د میرمن غنی تر تاثیر لاندی د امریکایی سپینپوستو افراطی عی
د کورونا ویروس پر وړاندې روان جنګ
د کورونا ویروس پر وړاندې روان جنګ
د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه څلوېښت کلنې واکمنۍ ته یوه لنډه کتنه
اعلیحضرت محمد ظاهر شاه له 1933 – 1973 کلونو پورې د افغانستان پاچا او ټولواک وو. د غازي امان الله خان د واکمنۍ پای په یوه سیاسي او اقتصادی بحران سره وو چې ټولې دولتې اداري او بیت المال لوټ او چور شوی وو، حتی د کابل ښاریانو کورونه او دارایی هم چور شوې وي. د نادرخان د واکمنۍ موده هم ډېره لنډه وو په څلورو کلونو کې د دولت ځینې تاسیسات دوباره احیا شول اما د بودیجې د نشتوالي له کبله ټول دوباره ونه رغول شول. باید یادونه وکړو چې د غازي امان الله خان دوره هم د اصلاحاتو او بیا جورولو لپاره لنډه وه ا
د سولې تړون که امریکا ته برائت ورکول
که څه هم چې سوله الهي امر دی او جګړه حل لاره نه ده، خو کوم تړون چې طالبانو د اسلامي امارت په نوم له امریکایي خونخوار امپریالېزم سره لاسلیک کړ، نه یوازې دا چې د سولې ضمانت نه شي کولای، بلکې امریکا ته یې د ټولو هغو جنایتونو برائت یا خلاصون ورکړ چې دوی په افغانستان کې د کابو شلو کلونو راهیسې سرته رسولي دي۔ که په دې سوله کې د افغان ولس ګټه وای او د امریکا ماتې یې زبادولی، امریکا به هېڅ وخت داسې تړون نه وای لاسلیک کړی۔ امریکا په لنډ تېر وخت کې تر ټولو ستره ماتې په ویتنام کې وخوړه، خو تر ه
د افغانستان د ملی سولی د تړون د بری لپاره د څو لازمه ټکیو یادونه
سلامونه او د نوی ورځی په هیلهبیګا د طالبانو او امریکا په مینځ کی د سولی لپاره یو تړون امضاء سو. که څه هم امریکائی وزیر یو امپراتورشانه دریځ درلود خو هغه په ګران افغانستان باندی حمله یوه غچمنه حمله و بلله او دا اوسنی تړون ئی د اوسنی رښتیا یا رئالیستیک حالاتو په رڼاکی د امپراتوریو د هدیری نه (افغانستان) د بیرته کیدو سبب و ګاڼه. دا په ریښتیا کی د هغه د امریکا د ناکامی اقرار وؤ. په دی کی مهم او لازم ټکی چه د یادولو وړ دی دادی، چه هغه افغانانو ته هم وریاده کړه چه د سولی په راتلونکی پړاو کی د
زموږ ملي ویاړونه او نیمګړي قضاوتونه
د خپل ولس پر شجاعت، شهامت او همدارنګه له دين، هيواد، خپلواکي او ازادي سره په ليونۍ مينه او د همدغو ارزښتونو د دفاع په لاره کې پر ايثار او سرښندنې غيرمتزلزل او غيرمتذبذب باور لرو. زمونږ په هیواد باندې د شوروي له بربنډ يرغل څخه څلور لسیزې تیرې شوې، خو لاهم د دغه تيري له امله د افغانانو په ذهنونو کې پاخه نقوش پاتې دي، ځکه چې پر افغانستان باندې د سره پوځ یرغل دومره ستر ناورین و چې افغانستان، سیمه او نړۍ يې ولړزوله. يو ماښام و چې زمونږ د خپلواکي، سرلوړي او ازادي ژوند د قطبي خرس شوروي يرغل تورو
د کافر ژغورل، خو د مسلمان وژل
د طالبانو د نظامي سربولن غږېز پیغام چې د سنګر طالبانو ته د ملي اردو او پولیسو د وژلو امر ورکوي، خو د امریکایانو سره د سولې د تړون په ساتلو او په امریکایي سرتېرو د برید نه کولو ټینګار کوي، نه یوازې د طالب اصلي څېره بربنډوي، بلکې همداسې زبادوي چې طالب له مذهبي اړخه څومره ذلیل، سپک، لوېدلی او له اسلامي عقېدې څخه لرې دی۔ دا دي طالب سړېخورو د اورکم پر دویمه ورځ په عزني کې دوه هغه پولیس وژلي دي چې له ښار څخه خپل کلي ته روان ول۔ طالبان د شرعي اصولو پر بنسټ مجبور دي چې له امریکایانو
د چین کرونا او د افغانستان جګړه دوه مشابه ویروسونه
لیکوال جان روان ځاځی پسرلنی اختر د چينايانو تر ټولو لوی اختر دی. ډېری چينايان له خپلو ټاټوبو څخه لرې په نورو ځايونو کې دندې لري، هملته خپلې چارې پرمخ وړي، دوی د نوي کال پسرلني اختر ته شېبې شماري؛ ځکه په ویاړ یې په ټول چين کې یوه اوونۍ رخصتي وي، هر څوک هڅه کوي، چې له کورنۍ او ملګرو سره يو ځای د اختر شېبې ولمانځي. د پسرلني اختر په را رسیدو سره په چين کې ترانسپورټ ډېر بوخت وي، په میليونونو خلک له يوه ځای څخه بل ځای ته تګ راتګ کوي او د سیلانۍ بازار
په جرح او تعدیل کې د امام ابوحنیفه رحمه الله مقام
په جرحه او تعدیل کې د امام أبوحنیفه رحمةالله علیه مقام مولانا عزت الله درویش د جرحې او تعدیل د علم اهمیت له اهل علم او د دغه فن له پوهانو پټ نه دی، امام علي بن مدیني فرمایي: ” أشرف العلم: الفقه فی متون الحدیث، و معرفة أحوال الروّاة ” . تر ټولو اوچت علم د احادیثو په متونو کې فقاهت او د راويانو د احوالو پیژندنه ده. ( منهاج السنة: 7/ 428) او دغه علم دومره اړین دی چې دده په سبب صحیح حدیث او غیر صحیح حدیث پیژندل کیږي، امام ابوحنیفه رحمه الله له دغو دواړه سم
د کابل ککړه هوا، لاملونه او حل لارې
د هوا ککړتیا هغه وخت رامینځته کیږي چې ګازونه( کاربن ډای اکسایډ، کاربن مونو اکساید، سلفر ډای اکسایډ، نایټروکس آکسایډ، میتان او کلوروفلو کاربونونه)، عضوي او غیر عضوي ذرې او بیولوژیکي مالیکولونه د ځمکې په اتموسفیر کې ورګډ شي. دا د انديښنې وړ حالت انسانانو ته د ناروغیو، الرجیوو او حتی د مرګ لامل کیږي. د هوا ککړتیا د انسانانو سربیره نورو ژوندي موجوداتو ته هم زیان اړوي. د روغتیا د نړیوال سازمان د وروستیو شمېرو له مخې هر کال ۸,۲ میلیونه خلک د ککړ
په علمی څیړنو کې د اوبو د موضوع...
د طبیعی منابعو د اقتصاد او د چاپیریال د شتمنیو په بحث کې اوبه یوه جریانی منبع( Flow resource) ده، که استفاده ورڅخه وشی، یا ونشی له لاسه وځي. د دغې حیاتی منبع خصوصیت له ذخیروی او ترکیبی منابعو سره توپیر لري، نوځکه باید ستراتیژیکه منبع وبلل شی. موږ به هغه وخت دغه قیممتی او حیاتی منبع ښه مدیریت کړای شو، چې دعلمی څیړنو موضوع یې وګرځوو. ډیره ضروری ده چی د طبیبعی منابعو د څیړنی د ادارو په لړ کې ورته ځای ورکړو. له نیکه مرغه اوس د هایدرولوجی او هایدرومتری تکنالوژي آسانه مهیا کیږی او پوهه هم ورباندی س
دروغجنې څېرې او د نوې مشرۍ اړتیا
په خپله سورې نارې وهي چې کمونېزم مو مات، نړۍ، په تېره اسلامي هیوادونه مو د کمونیزم ځناور ښاماره وژغورل او د برلین دېوال مو ونړوه۔ دغه ادعاوې به څه ناڅه ریښتینې وي، خو همدې د کمونیزم فاتحانو خپل هېواد ته څه وکړل؟ هېڅ په نامه جهادي رهبر نه غواړي چې دغه پوښتنه ځواب کړي، ځکه چې دوی د خپل هېواد زوی له پلار، لور له مور، ښځه له خاوند، ګاونډی له بل ګاونډي ، کلیوال له کیوال، پښتون له تاجک، تاجک له هزاره، هزاره له اوزبک او دا ټول یو ځل بیا له یو بل سره په جګړه کې ښکېل کړل۔ د برلین د
د طالبانو او امریکا مذاکراتو کې بې باوري
مخکې له دي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پېل شي، د بهرنیانو لخوا نیوکه کېدله چې د قطر سیاسي دفتر ډیر واک نه لري، طالب مشرانو په لومړنۍ لیدنه کې مخامخ خلیلزاد او جنرال می
روښاندي څه دی
پارسي ته ژباړونکی : صدیق رهپو طرزي پښتو ژباړونکی : س . سېلنی ( درنو لوستونکو! د دې علمي اثر ژباړه د پښتو ژبې کره والي ته په پام کې نیولو او کارونې سره ، ښایي یو شمیر ځوانو لوستونکو ته ستونزمن وبریښي ، نو ځکه مې ستاسو د اسانتیا لپاره د اړوندې لیکنې په پای کې د ویینو " لغاتو ، کلیماتو" یو ځانگړی لړلیک " فهرست " جوړ دی ، کېدای شي مخکې تر لوستلو یې د وییو له مانا سره اشنا شوو ) . * * * * روښاندي څه ده لکه څنگه چې پوهېږو ، دا رنې ديکارت (۱۶۵۰ -۱۵۹۶) وو چې په پېژندویه