لیکوال: یووال نوح هراري
ژباړن: خدیجه وردګ، حسنا میرهکي او عبدالجلیل امرخېل
دا توپان ښایي تېر شي، خو زموږ پرېکړې کولای شي د اوږدو کلونو لپاره زموږ په ژوند کې بدلون راوړي. اوسنی بشر له یوه نړیوال کړکېچ سره مخ دی.
ښایي زموږ د نسل لوی کړکېچ د خلکو او دولت هغه پرېکړې وي چې په دې وروستیو اوونيو کې یې نیسي. دا به زموږ د ژوند راتلونکو کلونو ته بدلون ورکړي او دا پريکړې نه یوازې دا چې زموږ روغتیایي نظام بدلوي لکه اقتصادي، سیاسي او کلتوري نظام او ارزښتونو ته هم بدلون ورکوي. موږ باید چټک او کلک ګامونه واخلو.
په ورته وخت کې باید د خپلو کړنو اوږدمهاله پایلو ته هم پاملرنه وکړو او کله چې یوه حل لار لټوو باید له ځانه وپوښتو چې څنګه کولای شو په راتلونکو ګواښونو باندې بری ومومو؟
همدارنګه دا هم باید له ځانه وپوښتو چې وروسته له دې توپانه به څنګه په نړۍ کې ژوند کوو؟ هو دا توپان تېریږې او انسانان به خپل ژوند ته دوام ورکوي. مونږ څخه به ډېر ژوندي پاتې شي خو په یوه بېله نړۍ کې به میشت یوو.
ډېری لنډمهاله بېړني ګامونه به زموږ د ژوند پر ثابتو برخو بدل شي بېړنی حالت ذاتا همداسې وي. بېړني شرایط تاریخي بهیر چټکوي. هغه پرېکړې چې کلونو ته یې اړتیا لرله په څو ساعتونو کې تصویبېږي. له ناتکمیله یا خطرناکې ټکنالوژۍ نه کار اخیستل کېږي ځکه که داسې ونه شي خطر ډېرېږي. د یوه هېواد ټول خلک به په یوه ټولنیز ازمويښت کې د موږکانو رمو په څېر ګډون کوي.
څه به وشي؟ که ټول خلک پر خپلو کورو کې کېني، کار وکړي او له لرې څخه یو له بل سره اړيکه ولري، څه به وشي؟ که ټول پوهنتونونه او ښوونځي انلاین شي. په عادي حالت کې به حکومتونه، ښوونيز او روزنيز مرکزونه او د کار کسب خلک، هېڅکله هم دا ونه مني خو اوس حالت عادي نه دی. د کړکېچ په پړاو کې مونږ له دوو ارزښتناکو انتخابونو سره مخ یوو. لومړی دا چې د پوره څار او د ښاریانو پیاوړي کولو تر منځ باید یو خوښ کړو او بل دا چې ملت پال ګوښوالی که نړیوال یووالي، له دې دواړو نه باید یو وټاکو.
ژوره څارنه
د دې ويروس مخنیوي لپاره باید د ټولو هېوادونو وګړي ځانګړې لارښوونې وڅاري. دې موخې ته د رسېدو لپاره دوې اصلي لارې موجودې دي: يوه لاره دا ده چې دولتونه خپل خلک تر څار لاندې ونیسي او کوم کسان چې له قانون څخه سر غړونه کوي، سزا ورکړي .
د لومړي ځل لپاره ټکنالوژي د بشر په تاريخ کې دا زمينه برابره کړه چې پر هر مهال ټول خلک وڅاري. ۵۰ کاله وړاندې د روسيې اسنخباراتي شبکې ياKGB ونه شو کړای چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۴۰ میلونه خلکو څارنه وکړي. هغوي ان ونشو کولای چې راټول شوي مالومات په سم ډول پروسس کړي. KGB پر انساني وړتیاوو تکیه کړې وه او له همدې امله یې هېڅکله ونه شو کړای چې د هر وګړي لپاره یو جاسوس و ګوماري خو اوس دولتونه کولای شي د انساني جاسوس پر ځای بې شمېره پل موندونکي او پياوړي سافټویرونه وکاروي.
همدا اوس هم ځيني حکومتونه له کورنا ویروس سره د مبارزې لپاره د څارنې نوې وسیلې کاروي لویه بېلګه یې چین دی.
چینایي چارواکي د ګرځنده ټلفونونو او څېره پېژندونکو کمرو له لارې شکمنو خلکو څخه غوښتنه کوي څو د خپل بدن تودوخې او روغتیايي معاینې په تړاو دوی ته راپور ورکړي چې په دې سره دوی د کرونا احتمالي لېږدوونکي پېژندلي او د دې خلکو د تګ مسیر يې هم څاره څو هغه کسان و پېژني چې له دوی سره یې اړيکه نیولې ده. همدارنکه بېلابېل اپلیکېشنونه موجود دي چې نورو ته پر کرونا د اخته کس د واټن په هکله مالومات ورکوي.
دا ټکنالوژي يوازې د اسیا په ختیځ کې نه کارول کېږي بلکې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هم د کرونا پر ويروس د اخته کسانو څارنې لپاره استخباراتو او د کورني امنیت ادارې ته اجازه ورکړه څو د څارنې هغه سیسټم و کارويړچې په عادي شرایطو کې له ترهګرو سره د مبارزې لپاره کارول کېده.
ریښتیا دا دي، کله چې د اسرائیلو د پارلمان اړوند فرعي کميټې د دولت دا پرېکړه ونه منله نو نتانیاهو د يوه بېړني فرمان په ترڅ کې د دې کار اجازه ورکړه.
ښایي تاسې ووایاست چې دا هېڅ کوم نوی کار نه دی بلکې حکومتونو او شرکتونو له پخوا د خلکو څارنې، پل موندنې او کنټرول لپاره له ورته ټکنالوژۍ څخه کار اخیسته. خو که مونږ پاملرنه ونه کړو، دا به د ساري ناروغیو د څارني او کنټرول په تاریخ کې په یوه نوي ټکي بدل شي.
د همدې لپاره ښایي په هغو هېوادونو کې د څاري وسایلو کارول عادي کړي چې تر دې دمه ورسره مخالف و او هم د دې لپاره چې دا کولای شي اوسنی سطحي څار پر ژوره څارنه بدل کړي.
تر اوسه مو چې د خپل مبایل پر سکرین په یوه لېنک باندې کلېک کاوه، دولت غوښتل وپوهېږي چې تاسې دقیقا په څه کلېک کړی و. خو د کرونا پر راتګ سره به د پاملرنې لوری بدلون وکړي او ورسره به دولت وغواړي چې ستاسو د بدن تودوحې او وینې فشار پرکچه هم پوه شي.
یو له هغو مسایلو څخه چې د څار پر مهال ورسره مخ یوو دا ده چې هېڅوک نه پوهېږي تر اوسه له کوم ډول څارګر سیسټم لاندې وو او دا سیسټم به په راتلونکي کې څه پرمختګونه وکړي.
څارګر سیسټومونه په چټکۍ سره بدلون کوي او هغه څه چې ۱۰ کاله وړاندې یوازې یو خیال و، اوس زاړه شوي دي.
د یوې فکري ازموینې په توګه یو داسې دولت په پام کې ونیسئ چې له خپلو ټولو وګړو غواړي چې د بایومټریک لاس بندونه په لاس کړي څو یې ۲۴ ساعته د بدن تودوخه او د زړه ضربان وګوري او وڅېړي. یاد مالومات به د دولتي سافټویر په وسیله راټول او تحلیلېږي. دا سافټویر به ان له دې وړاندې چې تاسې خبر شئ ستاسو ناروغي پېژني او پوهېږي به چې تاسې چېرته تللي واست او له چا سره مو لیدنه او خبرې کړي.
په همدې ترتیب به د میکروبونو ځنځیر رالنډ او ان له منځه ولاړ شي. دا سیسټم به احتمالا وکولای شي چې د ناروغۍ خورېدل په څو ساعتونو کې ودروي. دا عالي ده، تاسې یې منی؟
خو منفي لوری یې دا دی چې یوه نوي او وحشتناک ساتونکي سیسټم ته مشروعیت ورکوي. د بېلګې په توګه که تاسې وپوهېږئ چې ما د CNN د لینک پر ځای پر فاکس نیوز کلېک کړی دا ښایي زما سیاسي لید لوري او یا ان زما شخصیت تاسو ته څرګند کړي.
که زه د خپلې خوښې ویډیو ګورم او تاسې وکولای شئ زما د بدن تودوخه، د ویني فشار، د زړه ضربان او نورو بدلونونو څارنه وکړئ هغه مهال به پوه شئ چې څه شی ما خندولای، څه مې ژړولی او څه شی په ریښتیا کولی شي ما غوصه کړي.
که شرکتونه او دولتونه وکولای شي زمونږ بایومټریک مالومات را ټول کړي. زمونږ په پرتله به هم مونږ په ښه بڼه وپېژني او د عواطفو پر وړاندویينې سربېره به وکولای شي هغه کنټرول هم کړي. په دې سره به وکولای شي هر څه چې وغواړي پر مونږ وپلوري. که هغه کوم سوداګریز تولید وي یا هم کومه سیاسي نظریه.
دې ته مو باید پام وي چې غوسه، خوشالي، خپګان او مینه هم د تبې او تودوحې په څېر بیولوژیک پېژندل کېږي، هغه ټکنالوژي چې کولای شي ټوخی مالوم کړي په خندا هم پوهېږي.
ان د لویو تحلیلي کمپیوټرونو ټکتیکونه د بایومټریک څار په پرتله اوسني ساتونکي سیسټم ته ورته دي. د ځمکې شمالي برخه پر ۲۰۳۰ کال کې انځور کړئ چې هغه مهال وګړي اړ دي څو ۲۴ ساعته بایومټریک لاسبندونه په لاس کړي. که تاسې د شمالي کوریا د رهبر وینا ته غوږ ونیسئ او لاسبند مو د غوصې نښې ثبت کړي نو سزا به یې ووینئ.
تاسې دا هم ویلای شئ چې بایومټریک څارنه په بېړنيو حالاتو کې د لنډ مهال لپاره ستونزه نه لري او له بېړني حالت وروسته به ونه کارول شي. خو لنډ مهاله فعالیتونه دا یو بد عادت لري چې وروسته له بېړني حالته هم لاس نه ورڅخه اخیستل کېږي. په ځانګړي توګه هغه مهال چې تل د یوه نوي بېړني حالت شونتیا موجوده وي.
د بېلګې په توګه زما په وطن اسرائیلو کې د ۱۹۴۸م جګړې پرمهال بېړنی حالت اعلان شو چې بېلابېل شیان یې د منلو وړ وګرځول. له هغو څخه د رسنیو کنټرول، د ځمکي غصب او د پودینک جوړولو فرمان د یادولو وړ دي (ټوکې نه کوم). د خپلواکۍ جګړه کلونه مخکې په بریالیتوب سره پای ته رسېدلې خو اسرائیلو هېڅکله هم د بېړني حالت پای ته رسول اعلان نه کړل او د ۱۹۴۸م کال ډېری لنډمهاله فعالیتونه یې رد نه شول (د پودینګ د جوړولو فرمان هم په ۲۰۱۱م کال کې لغوه شو).
که پر کرونا ویروس اخته کېدل صفر ته هم ورسېږي، بیا هم ښایي د مالوماتو ځیني وږي دولتونه دعوه وکړي چې د کرونا ویروس د بلې څپې یا په منځنۍ افریقا کې د یو ډول نوي اېبولا ویروس، یا هر بل لامل له وېرې اړتیا لري چې د بایومټریک ساتونکی سیسټم نور هم وکاروي. په دې وروستیو کلونو کې زموږ د محرموالي يعنې خصوصی حریم پر سر ډېره لویه جګړه منځ ته راغلې چې ښایي د کرونا کړکېچ یې ګډ ټکی اوسي. ځکه خلک اړ دي چې د خصوصي حریم او روغتیا ترمنځ یو وټاکي او ډېر ځله انسان ته خپله روغتیا اړینه وي.
ریښتیا هم له خلکو وغوښتل شي چې له دې دوو روغتیا او شخصي حریم ساتلو څخه يو وټاکي، پخپله خلک به د ستونزو رېښه وي. ځکه دا يوه ناسمه ټاکنه ده مونږ کولاى شو چې هم له خپلې روغتیا اوهم له شخصي حريم څخه ګټه واخلو. مونږ د خپلې روغتیا او له کرونا د ځان ساتنې لپاره غوڅ څار ته اړتيا نه لرو. د دې پر ځای باید خپل خلک پیاوړي کړو. په دې وروستیو اوونيو کې د کرونا ویروس د کنټرول په موخه جنوبي کوریا، ټايوان، او سنګاپور کې خورا ښې او بریالۍ تجربې ترسره شوې. هغوی د پل موندونکو اپلیکېشنونو په کارولو سربېره پرعامه ټیسټونو، ریښتینو راپورونو او د هغو خلکو په رضاکارانه همکاریو تکیه وکړه چې له داسې پېښو نه خبر او یا یې غوښتل ځان خبر کړي.
د غوڅ څار او سختو سزاوو له لارې خلک اطاعت کولو ته اړ اېستل سمه کړنلاره نه ده. هر کله چې له علمي لارو خلکو ته مالومات ورکړل شي او خلک پر دې باوري شي چې دولت ورته دا مالومت په واک کې ورکړي، عام خلک ان د یوه ديکتاتور حکومت له پټ څار پرته هم کولای شي سمې چارې سرته ورسوي. له انګېزې ډکه او له هر څه نه خبره ټولنه د یوې بې خبره او کنټرول شوې ټولنې په پرتله ځواکمنه او له هره اړخه سم عمل کوي.
د بېلګې په توګه پر صابون د لاسونو مینځل په پام کې ونیسئ. دا د انسان په روغتیا کې لویه ونډه لري او همدا اسانه چاره هر کال د میلیونونه انسانانو ژوند ژغوري. موږ له دې ټکي بې خبر یوو او پوهان په نولسمه پېړۍ کې تازه پر صابون د لاسونو مینځلو پر ارزښت وپوهېدل. تر هغه وړاندې ډاکټر او نرسانو ان د جراحي عملیاتو پر مهال لاسونه نه مینځل. نن په میلیاردونو انسانان هره ورځ خپل لاسونه مینځي دوی د غوڅ څار له وېرې نه بلکې پر علمي ریښتیا د پوهېدلو له امله لاسونه مینځي.
زه له دې امله خپل لاسونه په صابون باندې مینځم چې د ویروس او بکټریاوو له شتونه خبر یم او پوهېږم چې دا واړه موجودات د ناروغیو لېږدوونکي دي. تر څنګ یې پر دې هم پوهېږم چې صابون کولای شي هغوی له منځه یوسي.
خو د غاړه ایښودنې او همکارۍ دې کچې ته د رسېدو لپاره تاسې باور ته اړتیا لری. خلک باید هم پر علم او هم پر عمومي سرچینو او رسنیو باور وکړي. د تېرو څو کلونو په بهیر کې د سیاست او سیاسیونو قصدي بې مسوولیتو پر علم، دولتي سرچینو او رسنیو باور ته زیان اړولی یا یې د دوی باور له منځه وړی. اوس همدا بې مسوولیته سیاسي څېرې، په دې دلیل چې پر عامه سرچینو باور نه شي کولای ښایي دا وسوسه پیدا کړي چې د دیکتاتورانه حکومتونو تګلاره غوره کړي.
په یاد ولرئ چې څارګره ټکنالوژي هم د دولت له لوري پر خلکو د څار لپاره کارول کېدای شي او هم د خلکو لخوا پر دولت باندې د څار لپاره.
په عادي حالاتو کې هغه باور په یو ځلي نه شو رغولای چې کلونه راکم یا سست شوی دی. خو روان کړکېچ عادي نه دی. د ګړکېچ پر مهال ښایي د عامه خلکو ذهنیتونه هم چټک بدلون وکړي. کېدای شي تاسې له کلونو راهیسې خپل ورور یا خور سره ترخه ناهمغږي ولری، خو کله چې بېړنی حالت اعلانېږي ناڅاپه په پټ احساس سره باور او همغږي مومی او له یو بل سره په بېړه مرسته کوی. اوس هم ناوخته نه ده د یوه کلېک څارګر سیسټم پر ځای کولای شو پر علم، دولتي سرچینو او رسنیو د خلکو باور بیا ورغوو. موږ باید په غوڅ ډول له نوې ټکنالوژۍ نه هم کار واخلو. خو دا ټکنالوژي باید د خلکو له پیاوړتیا سره هم مرسته وکړي. زه له دې سره همغږی یم چې دولت زما د بدن پر تودوخه او وینې فشار څار وکړي خو دا مالومات باید د یوه نوي حکومت جوړولو وسیله ونه ګرځي بلکې باید له ما سره مرسته وکړی څو دقیقه شخصي پرېکړه وکړم او همدارنګه دولت د خپلو پرېکړو پر وړاندې مسوول وساتي.
که زه وکولای شم چې شپه ورځ خپل روغتیایي وضعیت قدم په قدم وڅارم، له یوې خوا پوهېږم چې د نورو ژوند ګواښم او کنه له بل لوري به پوه شم چې کوم عادت مې له روغتیا سره مرسته کوي او که وکولای شم د کرونا ویروس د خپرېدو سم څرنکوالي ته لاسرسی ومومم، نو کولای شم دا قضاوت هم وکړم چې ایا دولت ما ته ریښتیا وایي؟ او یا له دې ویروس سره د مبارزې په موخه سم سیاستونه کاروي او کنه؟ هر کله چې خلک د څار اړوند خبرې کوئ، دا په یاد ولرئ چې څارګره ټکنالوژي هم د دولت له لوري پر خلکو د څار لپاره په کار کېدای شي او هم د خلکو لخوا پر دولت باندې د څار لپاره.
له همدې امله کرونا ویروس یوه لویه ټولنیزه ازموینه ده. په راتلونکو ورځو کې باید مونږ ټول د روغتیایي متخصصینو په علمي لارښوونو باندې باور وکړو نه د ځان غوښتونکو سیاسیونو پر بې بنسټه اوازو. که سمه ټاکنه ونه کړو ښایي وروسته خپله ارزښتناکه ازادي باد ته وسپارو او فکر وکړو چې دا د روغتیا ساتنې یوازینۍ لاره ده.
بل اړین انتخاب دا دی چې د ملت پال ګوښه والي او نړیوال یووالي تر منځ باید یو وټاکو. هم کرونا ویروس او هم له دې ویروس څخه منځته راغلی اقتصادي ګړکېچ نړیوالې ستونزې دي او له منځه وړل یې یوازې په نړیوالې همکارۍ سره شوني دي.
د کرونا ماتولو لپاره تر هر څه وړاندې باید په نړیواله کچه یو بل ته مالومات ورکړو. دا د دې ویروس پر وړاندې د انسانانو لوړوالی او انسانیت ښیي. په چین کې د کرونا یو ویروس نه شي کولای له امریکایي کرونا سره په دې باندې سلا مشوره وکړي چې څنګه انسانان ناروغه کړي. خو چین کولای شي د کرونا او له کرونا سره د مقابلې اړوند امریکا ته ارزښتناک درسونه ورزده کړي. هغه څه چې یو ایټالیوی ډاکټر یې سهار وخته په میلان کې پېژني هغه تر مازدیګر مهاله پورې تهران کې د خلکو ژوند ژغورلای شي. که د بریټانیا دولت سم نه پوهېږي چې کوم سیاست وکاروي، کولای شي له هغو هېوادونو مشوره واخلي چې یوه میاشت وړاندې له ورته ستونزې سره مخامخ وو. خو د دې لپاره چې همداسې وشي باید د باور روحیه او نړیواله همکاري ولرو.
هېوادونه باید په ازاد ډول له نورو سره د مالوماتو شریکولو او په ژمنتیا د سپارښتنو منلو ته لېواله و اوسي. باید په هغو مالوماتو او لارښوونو چې لاسته یې راوړي باور وکړي. مونږ همدارنګه د طبي وسایلو پۀ ځانګړې توګه ازمويښتي ماشینونو او د ساکښلو وسیلو د تولید او وېشلو لپاره نړیوالو هڅو ته اړتیا لرو. ددې پر ځای چې هر هېواد ځان ځان ته کار وکړي او د طبي وسایلو ډېری جوړې کړي، په نړیواله کچه یوه همغږې هڅه کولای شي د تولید بهیر چټک کړي او د ژوند ژغورنې وسایل په عادلانه ډول ووېشي. همغه ډول چې د جګړو پر مهال، هېوادونو د حیاتي صنعت پر ملي کولو لاس پورې کاوه، د کرونا پر وړاندې جګړه هم د طبي تولیداتو«انساني کېدو» ته اړتیا لري. هغه هېوادونه چې شتمن او د کرونا پېښې په کې کمې دي باید بېوزله کرونا ځپلو هېوادونو ته ارزښتناک طبي وسایل ولېږي او باوري اوسي چې که سبا دوی هم مرستې ته اړ شي نور هېوادونه به د مرستې لاس ورکړي.
د طبي پرسونل برابرولو لپاره هم ورته نړیوال ګام اخیستلای شو. هغه هېوادونه چې دمګړۍ د کرونا له امله لږ اغېزمن شوي کولای شي خپل طبي پرسونل هغو سیمو ته و استوي چې کرونا پرې له نورو ډېره اغېزه کړې. دا هم د ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره له هغوی سره مرسته ده او هم د ارزښتناکو تجروبو لاسته راوړلو لپاره اړین ګام دی. ځکه که وروسته د ویروس مسیر بدلون وکړي، کولای شو د مرستې لېږلو لوری برعکس کړو.
پۀ اقتصاد کې هم نړیواله همکاري حیاتي ارزښت لري. د نړیوال اقتصاد جوړښت او د جامو برابرولو ځنځیر ته په کتو سره، که هر دولت یوازې او نورو ته په نه پاملرنې فعالیت وکړي، نو پایله به یې ګډوډي او روان ناورین ته انرژي بښل وي. موږ د نړیوال عمل لپاره یوه منظم پروګرام ته اړتیا لرو او هغه باید په ډېره چټکۍ سره پلي کړو.
دا هم اړینه ده چې د ګډوالۍ او مسافرت اړوند نړیواله همغږي منځته راوړو. په میاشتو میاشتو د ټولو سفرونو ځنډول، لویې ستونزې او کرونا سره په جګړه کې ګډوډي رامنځته کوي. هېوادونه باید دا همکاري وکړي څو لږ تر لږه یو شمېر مسافر وکولای شي له سرحدونو تېر شي یعنې پوهانو، ډاکټرانو، ژورنالیستانو، سیاستوالو او سوداګرو ته دې د تګ اجازه ورکړي. د دې موخې د لاسته راوړلو لپاره باید له ویروس څخه د پاکوالي اړوند یو نړیوال تړون شتون ولري. که پوه شئ چې مسافر په ځير سره کتل شوي او بیا الوتکې ته د پورته کېدو اجازه ورکړل شوې، نو په خپل هېواد کې د هغوی منلو ته ډېر لېواله یاست.
له بده مرغه اوس مهال د نړۍ هېڅ هېواد هم د زړه له کومې داسې ګامونه نه اخلي. نړیواله ټولنه په یوه ډول له ډلییز فلج سره مخ ده. فکر کېږي چې هېڅ بالغ انسان په کور کې نه وي پاتې. ټاکل شوې وه څو اوونۍ وړاندې د نړۍ مشران بېړنۍ ناسته وکړي او د ګډ فعالیت لپاره پروګرام جوړ کړي. خو تازه تېره اوونۍ د نړۍ ۷ هېوادونو مشرانو وکولای شول وډیویي کنفرانس جوړ کړي چې هېڅ پایله یې ورنه کړه.
د پخوانیو نړیوالو کړکېچونو پر مهال د بېلګې په توګه د ۲۰۰۸ م کال اقتصادي او په ۲۰۱۴م کال کې د ايبولا ویروس ناورین پرمهال امریکا د رهبرۍ رول لوبوه. خو اوسني دولت یې د رهبرۍ چارې شا ته غورځولي او دا هم پوره روښانه ده چې د هغوی اوسنی دولت د امریکا لویوالي ته د بشر له راتلونکي نه ډېر ارزښت ورکوي.
دې دولت یې ان خپل اصلي ملګړي خوشې کړې. کله یې چې د اروپایي ټولنې پر ټولو سفرونو بندیز ولګاوه، ان دومره یې هم ځان په زحمت نه کړ چې له وړاندې هغوی ته خبر ورکړي. د دې ستونزې اړوند سلا مشوره خو لا پرېږده. تر څنګ یې جرمني پر دې هم تورن کړ چې د درمل جوړونې یوه جرمني شرکت ته یې د یو میلیون ډالرو په بدل کې د کوېډ۱۹ د نوې واکسین جوړولو د انحصار وړاندیز کړی څو یې د دوی په واک کې ورکړي. ان که د امریکا اوسنی دولت خپل لیدلوری بدل هم کړي او له یوه نړیوال پروګرام سره همغږی شي بیا به هم ډېر کم هېوادونه یاده رهبري ومني. ځکه مسوولیت منونکی نه دی او خپلې تېروتنې نه مني. تل په هر څه کې ځان ته اعتبار ورکوي او تل نور ګنهګار ګڼي.
که چېرې نور هېوادونه د امریکا تشه ډکه نه کړي، د اوسني ویروس کنټرول به ډېر ستونزمن وي چې پاتې شوني به یې د تل لپاره نړیوالې اړیکې مسمومې کړي. له دې سره سره هر کړکېچ یوه موقع ده. باید دې ته هیله مند اوسو چې اوسنی ویروس به مرسته وکړی څو بشر د نړیوال نفاق پر وېروونکي خطر باندې پوه شي.
بشر باید خپله لاره وټاکي. د بې اتفاقۍ پر لور ځم او که نړیوال یووالي ته لاس اچوم؟ که نفاق وټاکو، نه یوازې دا چې کړکېچ به وغځېږي، ښایي په راتلونکي کې له دې نه پر بده بلا واوړو. خو که نړیوال یووالی وټاکو، نو نه یوازې کرونا بلکې ټولو هغو ویروسونو او ناورینونو ته به ماتې ورکړو چې ښایي یووېشتمه پېړۍ کې پر انسانانو حملې وکړي.