عبدالله او ډله يي د «ټولشموله حکومت» غوښتنه کې لږ تر لږه لاندې موخې او هغو ته د رسېدو لارې(وسایل) تعقیبوي:
۱ ــ د هویتي مسایلو او ملي ارزښتونو په وړاندې لالچ او پایله کې انکار
۲ــ د اساسي قانون په وړاندې درېدل او بې اعتباره کول
۳ ــ ملوک الطوافي، کمزوري او پاشلي حکومت ته لار هوارول
۴ ــ د ټولټاکنو مسخره کول
۵ ــ د افغان مرکزي واکمنۍ د حیثیت ټيټولو لپاره په سیمه او نړۍ کې پروپاګنډه، لابیتوب او دا ډول یو شمېر نور مسایل
د عبدالله او د هغه د ډلې «ټولشموله حکومت» لکه څنګه چې ورته پاس په یادو فقرو کې اشاره وشوه د ټولټاکنو د پایلو په وړاندې ولاړ دی او غواړي چې ټاکنې مسخره کړي. دا چې ټاکنې دوی بایللی او ګټونکی ټیم حکومت جوړولو ته نه پریږدي او یا باید نیم حکومت دوی ته ورکړي او په حکومت کې دننه بل حکومت جوړ کړي، داسې دریځ د هغه «ګډ حکومت» سره چې دولت ساز ټیم يی غواړي او هغه کې به ټول افغانان د وړتیا پر اصل، نه د سهم او د دولت د ویش پر بنسټ ګډون کوي، په سلو کې سل توپیر لري.
عبدالله او ډلې يي د ۱۳۹۸ کال د ټاکنو مخکې هم دوه ځلې ټاکنې مسخره کړي، ګټونکې ټیم يي نه دی منلی او په لالچ يي ځان په حکومت کې د دې لپاره ټومبلی چې د منتخب حکومت مخه ډب او مثبتو بدلونو راوستو ته يي پرېنږدي.
دا ډله چې د بنسټ له مخې د اخوانیزم په مکتب او ايډیولوژي ولاړه ده، ټاکنې چې د دیموکراسۍ اصل دی؛ دوی ته د منلو نه دي. بلخوا د دوی سیمه یز ملاتړي لکه ایران او روسیه، په افغانستان کې له امریکا او لوېدیځه چې افغانستان سره تړونونه او ګډې ګټې لري د غچ اخیستو، بدنامۍ او ناکامۍ لپاره دوی لمسوي چې بویه ټاکنې، دیموکراسي او لیبرالیزم له امریکا او لویدیځه صادرشوې متاع ده، په هره توګه چې کیږي باید نوم بدې او مسخره شي.
دوی هغه حکومت چې د ټولټاکنو پر بنسټ هم جوړیږي«تک قومي، قبیله یی پښتون او فاشیست» بولي!
د روسيې د بهرنیو چارو د وزارت ویانده میرمن زاخاروا په یو رسنیز کنفرانس کې وايی«قابل تذکر میدانم و نباید فراموش کرد که بحران و تقابل ناهنجاری که (غنی وعبدالله ) بوجود آمده است امریکا خود در این بحران دست دارد؛ زیرا امریکایی ها خود قصدآ و به شکل علنی پیروزی یکی را (غنی) به رسمیت شناختند؛ در حالیکه این عمل شان مخالف توافقات قبلی بین روسیه، چین، امریکا و پاکستان که در برگیرنده یک حکومت همه شمول را مدنظر داشت صورت گرفته است. بنآء روسیه بار دیگر از امریکا میخواهد برای بیرون رفت از بحران موجود بازیگران اصلی و اقدامات همآهنگ جهانی را درنظر داشته باشند.» منبع: تاس. برگردان بفارسی: عطا صفوی.
په داسې حال کې چې چین په کابل د خپل سفیر او اسلام اباد د لوی درستیز باجوا په مټ ولسمشر غني سره د تلیفوني خبرو له لارې، ولسمشر غني ته مبارکي ویلي، ماسکو بیا هم دا سیاسي نزاکت په پام کې نه نیسي او په سپینسترګۍ د نوموړو هېوادو په استازیتوب د ټاکنو د پایلو په وړاندې دریږي او داسې «ټولشموله حکومت» افغانستان ته غواړي چې افغانانو په خپلو رایو رد کړی دی.
د میرمن زاخاروا له څرګندونو ښکاري چې روسيې او شریکباڼو هېوادو ته يی د افغانانو رايي ارزښت نه لري. ټاکنې او دیموکراسي افغانانو ته پردۍ بولي. غواړي بیرته افغانان د تېرې پېړۍ ۹۰ کلونو ته چې هلته د اسلامي جمعیت او نظارشورا په سرخیلۍ برهان الدین رباني د ماقبل تاریخ د وحشت او بربریت واکمني چلوله، ستانه کړي.
اوس د هرې ورځې په تېرېدو سره د عبدالله د ډلې د «ټولشموله حکومت» توطیه، په کور دننه او نړیواله کچه لا بربنډیږي.
روسیه د نړیوالو قوانینو او اصولو له مخې څه حق لري چې افغانانو ته «ټولشموله حکومت» تعریف او معرفي کړي؟ روسان څه حق لري چې افغانستان کې د حکومت د څرنګوالي په اړه امریکا او یا بل هېواد سره چنې ووهي؟
هغه ژمنې چې روسیه یا نور هېودونه يي امریکا سره لري، افغانانو پورې څه اړه لري؟
موږ افغانان په عبدالله او ډلې يي غږ کوو چې د روسيي، ایران، پاکستان او چین سره خپلې پټې ژمنې افغانو ته په ډاګه کړي!
روسیه او شریکباڼې هېوادونه (ایران، پاکستان او چین) امریکا او لوېدیځ سره سیالي او دښمني په افغان خاوره کې مخته وړي. عبدالله او ډله يي د هېواد دننه مزدوران او اجیران دي. لکه څنګه چې طالبان د اسلام اباد مزدوره او اجیره ملیشه ده، هغسې عبدالله او ډله يي هم د یادو هېوادو مزدوره او اجیره ډله ده!
عبدالله او ډله يي افغانستان کې د سیمه یزې توطیې وسیله او سمبالوونکي(Coordinator) دي!
عبدالله او ډلې ته يي که حکومت کې ځای هم ورکړل شی، حکومت به د پخوا پشان کار کولو ته نه پریږدي. حکومت ته به چیلکه او لینګته اچوي. عبدالله او ډله به يي بډې خوری، چوراو فساد به کوي، سبوتاژ به کوي؛ خو دا ټول به د حکومت په پاتې برخه وراچوي. په بهر کې به هم د حکومت پر ضد تبلیغ کوي، پلویانو ته به وايي لاریونونه وباسۍ چې دولت فاسد او بېکاره دی. بهرني هېوادونو ته به راپور ورکوي، شیطاني اولابیتوب به کوي چې افغان حکومت سره مرسته ونه کړي.
که څه هم د ماسکو وروستۍ څرګندونو د عبدالله او ډلې د رسوايۍ تشت له بامه راخطاکړ، خو بیا هم عبدالله او ډله يي په ټاکنو کې له ماتې وروسته اوس ماسکو ته د «ټولشموله حکومت» جوړولو په تمه ده!
افغانان باید د خپلو رایو په ننګه ودریږي او د ولسمشر غني په مشرۍ په منتخب حکومت راټول شی.