ښاغلی حکمتیار هغه سیاسي څېره ده چې له تازه ځوانۍ څخه یې تر سپینږیریتوب پورې د افغانستان په تاریخ کې خورا پراخه رول لوبولی دی، خو مثبت نه، بلکې منفي۔ لکه د پښتو ژبې لیکدړه یا کیبورد چې د مایکروسافت په هیڅ سیستم کې سم کار نه ورکوي، ښاغلی حکمتیار هم په هېڅ سیاسي سیستم کې خپل ځای نه دی پیدا کړی او له هر سیستم سره بېسارې د جوړجاړۍ ستونځې لري۔
ښاغلي حکمتیار چې د پوهنتون له دورې څخه سیاست پیل کړ، ډېر ژر یې د شهید داؤدخان له شرعي نظام سره ستونځه پیدا شوه۔ له همدې امله یاغي او ټوپک ته یې لاس واچوه، حال دا چې هېڅ شرعي فتوا یې نه درلوده۔ ښاغلي حکمتیار هرګوره د نظام پر ضد جګړه پیل او په خپل ټول توان سره یې هڅې وکړې چې یو شرعي نظام چپه کړي۔
کله چې خلقیانو او پرچمیانو سردار داؤدخان شهید او د ده نظام یې چپه کړ، بیا هم د ښاغلي حکمتیار نه سینه سړه شوه او نه یې ستونځې حل شوې، بلکې نور یې هم د طغیان څپې لوړې شوې۔ لومړی یې د د نورمحمد ترکي او بیا یې د حفیظ الله امین پر ضد جګړه پیل کړه۔ که څه هم چې نورمحمد ترکی او حفیظ الله امین د افغانستان په سیاست کې دوې خونخوارې او پلیدې څېرې وي او باید له واک څخه شړل شوي او یا اصلاح شوی وای، خو ښاغلي حکمتیار بیا هم کومه فتوا نه درلوده۔ له نېکه مرغه چې د روسانو له راتګ سره سم د فتوا اړتیا پای ته ورسېده او د ښاغلي حکمتیار سرکښۍ او جګړې د جهاد بڼه خپله کړه۔ له همدې سره سم یې د کارمل له نظام سره هم ستونځه پیدا شوه۔
کله چې کارمل له واک څخه لرې، ډاکتر نجیب الله واک ونیو، روسان ووتل او ډاکتر نجیب الله مجاهدینو ته د سولې او پخلاینې لاس وغوځوه، د مخکښو مفتیانو او جهادي امیرانو په فتواوو سره په افغانستان کې نور جهاد پای ته ورسېد۔ ښه بېلګه یې د حرکت انقلاب اسلامي امیر مولوي محمد نبي محمدي دی چې له جګړې څخه یې لاس واخیست۔ سربېره پردې هم د حکمتیار جګړه پای ته ونه رسېده او تر بل هر وخت څخه یې خونړي بریدونه پیل کړل۔ ستونځې یې لا ژورې، پراخه او اوږدې شوې۔
له طلوع تلویزیون سره د پخواني لوی څارنوال جبار ثابت د مرکې پر بنست، ښاغلي حکمتیار په پوره باخبرۍ د نجیب الله د حکومت پر مهمال په کابل راکټونه ویشتل۔ ښاغلي ثابت حکمتیار ته ویلي وو چې کابل په راکټونو مه وله، خو ښاغلي حکمتیار ځواب کړی وو چې ګواکي دی کمونستان په راکټونو ولي۔ دا ټول په دې مانا چې ښاغلي حکمتیار نه یوازې د ډاکتر نجیب الله له حکومت سره، بلکې همداسې له ولس سره هم ستونځه درلوده۔
د ډاکتر نجیب الله حکومت ړنګ شو، د نظار لنډغرې شورا واک ونیو، ښاغلی رباني ولسمشر او د یوه اسلامي دولت بنسټ کېښوول شو، خو بیا هم د ښاغلي حکمتیار ستونځې حل نه شوې۔ دا ځل همدې جهادي ستوریو یو پر بل باندې راکټونه وویشتل۔ کابل وران، خو د ښاغلي حکمتیار ستونځې حل نه شوې۔ داسې وخت راغی چې هر وګړی له ستونځو سره لاس او ګرېوان شو۔ لوږه، تنده، جنګ، د شمالي ټلوالې د لنډه غرو بدماشۍ، بې عزتۍ، د هزاره ګانو مېخکوبي، رقص مرده او ۔ ۔ ۔ ډېرې وړې او نورمال کېسې وګرځېدې۔
کله چې پنجابيانو طالبان وزیږول، د ښاغلي حکمتیار لمن او لستوڼي بیا ستونځو راګیر کړل۔ ښاغلي حکمتیار لاس او پښې ډېرې ووهلې، لکه اوبه وړي هر ځک ته یې لاس واچوه او یو دم د شمالي ټلوالې د لنډه غرو سره سولې ته تیار او صدراعظم شو، خو ستونځې یې حل نه شوې۔ طالبانو کابل ونیو او حکمتیار شمال او وروسته ایران ته ولاړ، هرګوره د ناپایه ستونځو په بدرګه۔
د طالب سړیخورو حمارت چې کله چپه او ښاغلی کرزی ولسمشر شو، بیا هم د حکمتیار ستونځې حل نه شوې۔ که څه هم چې د ښاغلي حکمتیار ځینو ګوندي ملګرو له جګړې لاس واخیست، لکه ښاغلي ارغندیوال، خو ښاغلي حکمتیار جګړه ښه ترا وبلله۔ کله چې ولسمشر غني واک ونیو، د ښاغلي حکمتیار د بخت ستوری وځلېده او د ولسمشر غني سره یوه جوړجاړي ته ورسېد او ټوپک یې پر ځمکه کېښووه۔ د سولې تړون او کابل ته راتګ هم د ښاغلي حکمتیار ستونځې حل نه کړای شوی۔ یو دم یې له دولت سره ډیر ژر بې شمیره ستونځې پیدا شوې۔ دا ستونځې یې هغه وخت لا ژورې شوې کله چې ښاغلي حکمتیار په ټاکنو کې درې سلنه رایې واخېستلې، خو داوه یې د اویا سلنه رایو کوله۔ د یادونې وړ ده چې ښاغلی حکمتیار د سولې د تړون پر بنسټ له افغان دولت څخه هر میاشت د څلورو سوو کسانو رزمنه (معاش) هم اخلي او دا خپل حق ګڼي، خو له همدې دولت سره ستونځې هم لري۔
ښاغلی حکمتیار تل دلیل وایي چې د نجیب الله د حکومت له ړنګېدا وروسته د اردو ځینو افسرانو لکه آصف دلاور او نبي عظیمي د شمالي ټلوالې له لنډه غرو سره په جبل السراج کې تړون لاسلیک کړ او په دې سره یې د واشنګټن او مسکو په پلان او د ایران په مرسته په افغانستان کې تنظیمي جګړې پیل کړې۔ خو همدا اوس هم ښاغلی حکمتیار له افغان دولت سره ناباندې (مخالف) او د ټاکنو پایلې نه مني۔ د ټاکنو د پایلو له ردولو سره سم ښاغلي حکمتیار د شمالي ټلوالې له لنډغرو سره د جبل السراج د تړون په څېر همداسې یو تړون رامنځته کړ چې د افغانستان سیاسي اکربکر یې کاواکه کړی دی۔ د ټاکنو د پایلو نه منښت بله هېڅ مانا نه لري پرته له دې چې د افغانستان کړکېچ نور هم پراخه او ژور کړي ۔ ښاغلی حکمتیار په باخبره توکه لګیا دی او هڅه کوي چې دغه نسبي سیاسي ټیکاو چې ولسمشر غني رامنځته کړی دی، هم له منځه یوسي۔
ښاغلي حکمتیار تېره اوونۍ په خپله ومنله چې روان سیاسي کړکېچ امریکا پیل کړی دی۔ نو که ریښتیا هم امریکا او ایران په دې کړکېچ کې لاس لري، ښاغلی حکمتیار ولې د ټاکنو پایلې ردوي؟ ولې په جار سره نه وایي چې د ټاکنو پایلې باید ومنل شي او ولسمشر غني یو منتخت ولسمشر دی؟ ښاغلی حکمتیار پوهېږي چې اوسمهال یوازینی کس همدا ولسمشر غني دی چې باید ولسمشر وي او بل کس د دې چوکۍ وړتیا هم نه لري، خو بیا هم ښاغلی حکمتیار له دې نظام سره ستونځې لرې۔
د ښاغلي حکمتیار د کړو وړ پر بنسټ سړي ته داسې احساس پیدا شي چې ښاغلي حکمتیار ته افغان ولس هېڅ وخت د لورینې او منښت وړ نه دی، جهاد یې د افغان خاورې د خپلواکولو لپاره نه، بلکې د پنجاب د دفاع په موخه پیل کړی وو او لا اوس هم د پنجاب ګټې ورته اړینې وي۔ ښاغلی حکمتیار هېڅ وخت د ډیورند ها خوا پښتنو پر غم او درد نه دی دردېدلی، نه یې په بې عزتۍ شرمېدلی دی او نه یې هم د ځوانانو پر مرګونو، د پیغلو او مېړوښو پر بې عزتۍ د ننګ احساس کړی دی۔ ښاغلی حکمتیار تر اوسه خپل هیڅ شعار ته وفادار نه دی پاتې شوی، بلکې یوازې او یوازې یې جنګ ته لبیک او ښه راغلاست ویلای دی، هغه هم پر افغان خاوره او د افغان خاورې د بې ثباتۍ لپاره۔
بیا هم له تخنیکي پلوه ښاغلي حکمتیار له پښتو لیکدړې سره ښه پرتله کېږي، ځکه چې له هر سیستم سره کله د ده سیاسي الفبې نه وي جوړې او کله په سیستم کې ده ته ځای نه وي۔ که د ښاغلي حکمتیار ژوند او سیاسي کړنچار ته ښه غور وشي، مالومېږي چې ښاغلی حکمتیار په هېڅ توګه هم له کوم سیستم سره نه غاړه غړۍ کېږي، هغه که هغه سیستم هم وي چې دی یې غواړي۔
له سیاسي پلوه ښاغلی حکمتیار پر افغان خاوره نه کوم ثبات منلای شي او نه هم کوم نظام، مګر دی په خپله هم ولسمشر وي، هم وزیر، هم والي، هم ښاروال، هم مفتي او هم سرتېری۔ خو د دې ضمانت نشته چې بیا یې له ځان سره ستونځې پیدا نه شي۔ د افغانستان تاریخ به ښاغلی حکمتیار په سختو ټکو وغندي، ځکه چې سربېره په بشپړه سیاسي ځیرکي یې د دې ولس او هېواد لپاره یوازې بې ثباتي او جګړه راوړې ده او بس۔