په خپل عقل انسان کله شي کولی
چې پرې ذات د پاک الله یې پېژندلی

د ده فهم دی عاجز د دغه کاره
رڼایي د لمر ړانده نه شي لیدلی

په قدرت یې یو څه پوهه حاصلیږي
نور د دغه حد نه وړاندې نه شي تللی

حیوان کله پېژندلی شي انسان
کاڼي بوټي ترېنه هم دي ناتوان

د انسان په حقیقت کله خبر دي
ناتوان د دغه کاره ځناور دي

موجودیت یې قدرتونو کې څرګند دی
(اشنا) دا زموږ له پاره غوره پند دی