یا الله د ستا په ذات به له شیطان نه امان غواړو
د احمد په شفاعت به له کُفران نه امان غواړو
ملاېکې که جنیات دي ټوله ستا په ثنا سر دي
له آدمه تر دې دم له بد انسانه امان غواړو
بیلینونه مخلوقات دې پیدا کړي پورته ښکته
ځمکه ،بحر کې له بدو هم آسمان نه امان غواړو
رنګارنګه نعمتونه مثالونه د جنت دي
چاته لږ او چاته ډیر ،له امتحانه امان غواړو
هیوادونه، ولسونه ، په زرهاوو ژبې و خاورې
بلوڅخوا او پښتونخوا ته له ایران نه امان غواړو
چې انګریز و په انډیا کې او تزار په ترکستان کې
شاه امان الله آزاد کړو له سقاوستان نه امان غواړو
د انګریز ،پنجاب تور مخو،جاسوسانو ګوډاګیانو
پښتانه ګرده شهید کړل له هندوان نه امان غواړو
امریکه ده او که روس دی ، فارسیواڼ دي که اعراب
ټول افغان ته په کمین دي، له طوران نه امان غواړو
د پشتون ژغورنې غورځنګ له نقیب تر( عارف وزیر)
د حق چیغه پورته کړې له پاکستان نه امان غواړو
ای (ساپی زړه ور حمیده !) لا به څو کاله ژوندی ېې ؟
دا زاړهء و ځوانان راغوڼډ کړه له پرلمان نه امان غواړو.
په ټوله پشتني مینه او مڼنه / د غرمې ۱۲نیمې بجې پینځم د مئ=۱۲ رمضان=۱۶ ثور/ بروکسل