د استرالیا حکومت به لږترلږه د دریو نورو میاشتو لپاره خپلې پولې د بهرنیو مسافرینو په مخ تړلې وساتي ترڅو دغه هیواد کې د کرونا وایرس وبا په بشپړه توګه کنټرول کړای شي.

د دغه هیواد ستر روغتیايي افسر برنډن مرفي وايي، «دامهال نړیوال وضعیت داسې دی که چیرې په سرحدي اقداماتو کې ژر نرموالی رامنځته شي نو ښايي ډیر خطرناک تمام شي او استرالیا کې د کرونا وایرس د چټک خپریدو چانس بیا زیات شي.»

مرفي وايي، «د سرحدي محدودیتونو لرې کول باید ترټولو وروستي اقدام وي او حتی که حکومت د استرالیا دننه سوداګري هم پرانیزي او د ټولنیز واټن مقرراتو کې نرمښت هم راولي نو باید له هغې وروسته هم نړیوال سرحدونه د څه مودې لپاره تړلي پریږدي ترڅو د دې وایرس د بیا انتقالیدو مخه وینولی شي.»

استرالیا له تیرو ۱۱ ورځو راهیسې د کرونا وایرس په خپریدو کې د کمښت خبر ورکوي او وايي چې دې موده کې دغه وایرس یوازې ۱ فیصد وده کړې.

دغه هیواد کې تراوسه د کرونا وایرس څه دپاسه شپږنیم زره پیښې ثبت شوي او ۶۷ کسانو ترې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دا پداسې حال کې ده چې د کرونا وایرس د بندیزونو له امله استرالیا کې مهاجر کارګر له جدي مالي ستونزو سره مخ شوي.

استرالیا کې یوې نوې سروې دا څرګنده کړې چې دغه هیواد کې د کرونا وایرس کړکیچ او وضع شوو بندیزونو له امله مهاجر کارګر چې لنډمهاله ویزې لري له جدي ننګونو سره مخ دي.

دغه سروی ښودلې چې استرالیا کې ۵۰ سلنه مهاجر کارګرو د دندو څخه د ګوښه کیدو وروسته صرف د دوو اوونیو لپاره خپل مالي لګښت ته ادامه ورکړې او له هغې وروسته یې د حکومت یا خیریه ټولنو مرستو ته اړتیا پیدا کړې.

په یاده سروی کې چې له ۲۰۰ څخه په زیاتو مهاجر کارګرو ترسره شوې، لیدل کیږي چې ۷۹ سلنه یې د خپلو استوګنځایونو د کرایې په پوره کولو کې پاتې راغلي او د بیکارۍ سربیره له بې کورۍ سره هم مخ شوي.

سروې وايي، استرالیا کې دمګړۍ نږدې ۱.۶ میلیونه د موقتي ویزو لرونکي بهرني مهاجر کارګر ژوند کوي چې له دې جملې نیمايي یې په روانو حالاتو کې بیکاره شوي.