د سنګر طالبه!

پوهېږم چې د قسمت، تقدیر او الهي آزموینې زیږو څپړو وهلی یې او له بې شمېره ناخوالو سره لاس او ګرېوان یې، خو ځان په خپله ولې هلاکت ته ورکوې؟ که ریښتیا د الله سبحانه تعالی په لاره کې جګړه کوې، نو همدا ستا رب تا ته د سولې امر کوي او له افراط څخه دې منع کوي۔ تا ولې دوې پښې په یوه موزه منډلې او د الله اکبر په بدرګه د خپل رب مخلوق وژني او د خپل رب کور نړوي؟

ولې او د چا لپاره جګړه کوې؟ د الله سبحانه تعالی لپاره که د داسې چا د ګټو لپاره چې تر اوسه دې نه دی لیدلې؟ کومه فتوا په لاس کې لرې؟ که یې لرې، ولې پر ممبر نه درېږې او ولس ته یې نه قرائت کوې؟ 

آیا خپل امیرالمؤمنین دې کوم وار لیدلئ دئ؟ آیا د خپل امیر المؤمنین دې کوم ځلې غږ اورېدلئ دئ؟ ایا هغه څوک چې تا د خپل مؤمن مسلمان ورور وژلو ته هڅوي، کوم ځلې دې لیدلئ دئ چې په خپله له تا سره اوږه په اوږه په "جهاد" کې برخه واخلي؟

لږ فکر وکړه! هغه څوک چې تا یې وژلو ته ملا تړلې ده، زړه یې له اېمان څخه ډک او پر شوندو د لااله الا الله کلمه جاري ده، الله ج ته په عبادت پینځه وخته پر سجده پروت وي۔ آیا ته خپل همغه مؤمن مسلمان ورور وژنې چې په جار سره وایي چې الله ج مې رب دی او د محمد ص امتي یم؟ 

پوهېږې چې ستا مشران چې په قطر کې مېشت دي، د هغې امریکا په روپیو چړچې او مزې کوي چې ستا پر کور، کوڅه، کلي او ښار یې له کابو شلو کلونو څخه راهیسې په زرګونو بمونه اچولي، ستا په خویندو، میندو، ماشومانو او سپین ږیرو یې بې دریغه یرغلونه کړي، ځوانان یې دې په مرمیو سوري سوري کړي، تورسرې او ماشومان یې دې په سپیو داړلي دي۔ هو، ستا مشران د همغه امریکا سره تړون کوي او د هغوی په روپیو خپلې سوداګري او چړچې کوي، خو تا ته وایي چې خپل مؤمن مسلمان کلیوال ووژنه، هغه هم د ثواب لپاره۔ 

په قطر کې ستا مشر عباس ستانکزي په ځوانۍ کی له کمونېستانو سره هغه د چا خبره دومره د هورا نارې وهلې دي چې تاسې ټول طالبان په کال د الله اکبر نارې نه وهئ۔ عبث ستانکزی تا ته وایي چې خپل هغه کلیوال مړ کړه چې په دولت کې کار کوي، خو خپله چټه پټه پېغله لور یې د شمالي ټلوالې داسې یوه لنډه غر ته ورکړه چې د همدې دولت لوړ کارمن دی۔ ستانکزی تا ته وایي چې د خپل کلي ښوونځیو ته اور ورکړه، زده کوونکی، زه کړیال، انجینر، ډاکتر، ښوونکی او ۔ ۔ ۔ ووژنه، خو خپله لور یې په امریکایي پوهنتون کې له نامحرمو سره یو ځای زده کړه کوي۔ 

ملا متقي د پنجاب تذکره لري، ټوله کورنۍ یې د پنجاب په فوځیانو کې دندې لري۔ هر څه یې د پنجاب په واک کې او په امن دي۔ له همدې امله متقي هر څه د پنجاب په امر کوي او د پنجاب لپاره یې کوي۔ ناخیره متقي ته ستا سیځلی انګړ، بمبار شوې جونګړه او د ماشومانو ځیرې ګرېوان او تشه ګېډه نه ده اړینه، بلکې د پنجاب عیش او نوش ور ته اړین دي، د پنجابیانو د ډله ییزو سکس کلپونه ور ته اړین دي، هغه د "پهلې پاکستان" اړین دي۔ 

د حمارت ویاند سهیل کارغه د حمارت په خزانه خپل زامن ټاکلي دي چې د چړچو او مزو حساب چا ته مالوم نه شي، خو ته په خپل کور کې یوه بوجۍ اوړه نه لرې، ته وچ چای نه لرې، د ماشومانو لپاره یوه مړی ډوډۍ نه لرې، د مېرمنې لپاره یو ټیکری۔ 

ملا برادر هسې یې کالبوت دی چې ان په خپلو خبرو نه پوهېږي چې څه یې تر خوله وځي۔ ټولو قطرمېشتو طالب مشرانو یوه او بل ته خپل خویندې او لوڼې په نکاح کړې دي او هره ګړۍ په عشقي چاپېریال کې خپل خوندور اخ او ډب او مزې کوي۔ خو ته له خپل پلار او سپین سرې مور سره د یوې شېبې د ناست موکه نه لرې! ولې نه؟ کوم ځلې د فکر کړئ دئ که نه؟ په تا څه شوي دي چې د خپلو حورو (مور، خور او مېرمنې) پروا نه ساتې، خو د پنجابي په خوله د بلې نړۍ له حورو سره د مینې لپاره په ځان پوری بمونه تړې؟ په تا څه شوي چې د خپلې مېرمن پت او عزت ته درناوی او قناعت نه کوې؟ ضمانت لرې چې ته به په ریښتیا جنت ته ځی؟ که کوم ضمانت لرې، خو دې ولس ته یې ور وښیه!

د جګړې طالبه! 

هر ځل چې د ټوپک ماشه کش کوې، د یو لوی منافق انسان جېب ته روپۍ لوېږي او ګټه کوي۔ که ته مړ شې که بل څوک ووژنې، ستا مشرانو او ستا د مشرانو بادرانو او د هغوی د بادرانو لپاره بې توپیره ده، ځکه چې ستا په نامه جهاد ستا د قطر مېشتو، کوټه مېشتو او هېواد میشتو مشرانو لپاره یوه ستره سوداګریزه پروژه او د مزو او چړچو یو لوی نعمت دی، د پنجاب لپاره یو خوند دی او د پنجاب د ښېرازۍ لپاره د طالبانو یو لوی خدمت دی۔ هغه پنجاب چې لومړی یې د هر طالب پرتوږ ووېست او بیا یې امریکا ته د پسونو په بیه وپلورل، په زرګونو طالبان یې د چاپلوسۍ لپاره همداسې وړیا ورکړل۔ هغه پنجاب چې امریکا یې در ته راوستله، په خپله یې لار ورکړه، ستاسې حمارت یې چپه کړ، ستاسې امیران یې یو پر بل پسې په امریکا مړه کړل۔ او هر وخت چې زور پرې ورشي، په زرګونو طالبانو د خپلو ګټو قرباني کړي۔

د امریکا سیاست د وسلو د جوړولو فابریکو په لا س کې دی۔ دا فابریکې د هر کارتوس کټه حسابوي، خو ستا د وینو، ستا د سپین سرې مور، سپینږیري پلار، تورسرې مېرمنې او وړو ماشومانو د وینو سیلابونه نه حسابوي، هغوی ستا د ماشومانو سلګۍ نه حسابوي، هغوی ستا د مور آهونه نه حسابوي۔ دغه د وسلو جوړولو فابریکې ستا په وینو او ستا د بچیانو په څیرې ګرېوان ستا د قطراو پنجاب مېشتو مشرانو په ملګرتیا خپل تجارت کوي۔ همدا اوس امریکا له ولسشر غني سره دومره مخالفتونه لري چې اندازه لګول یې ګران دي۔ ولې؟؟ ځکه چې امریکا نه غواړي په افغانستان کې یو نظام شتون ولري، امریکا نه غواړي چې دا خاوره خپلواکه وي، امریکا نه غواړي چې دا ولسونه ښېرازه وي۔ امریکا یوازې جنګ غواړي او خپلې د نظامي توکو فابریکې چالاندې ساتي۔ امریکا په اسیایي هېوادونو کې د ډېرو نورو ملکونو پر ضد د افغانستان خاره کارول غواړي، خو دا موکه هغه وخت په لاس ورځي چې طالبانو غوندې په څلورو خلکو په دې ولس کې غوبل جوړ کړی وي۔

د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد خبرې دې که نه وي پر زړه، په یوټوب کې یې کتلای شې۔ زلمي خلیلزاد له طلوع تلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل چې موږ د دې اړتیا نه وینو چې له چا څخه د راتګ یا تګ اجازه وغواړو، زموږ چې زړه وي، وځو، چې زړه مې وي بېرته راځو۔ 

د دې خبرې په مانا پوهېږې؟ 
امریکا له یو څو سپږونو طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي او تړون اړتیا نه لري۔ امریکا دومره ذلیله نه ده چې یو څو تر خرو بې عقل طالبان پر نړیوال ستېژ را پورته کړي۔ امریکا خپل پلانونه لري او تاسې د کاروان د سپیو په څېر کاروي او هر چا ته یې چې زړه وي، هغوي ته مو ورغپوي او هر وخت یې چې زړه وي، د لیونیو سپیو په څیر مو په هره کوڅه کې سوري سوري کړي۔ 

امریکا ټوله نړۍ په سیاست کې تر وزر لاندې نیولې ده۔ ستا مشران او تاسې د پنجابي ترهګریزو مرکزونوفارغین امریکا ته په سیاست کې ماتې نه شئ ورکولای۔ د امریکا لپاره د ملتونو وژل او ځپل تر ټولو ستره لوبه او سرګرمي ده۔ امریکا له طالب سره سوله نه کوې او نه هم طالب ته کوم ارزښت ورکوي۔ د امریکا د کپیټلیزم لپاره ګټه وټه اړینه ده۔ جګړه د کرایي قاتلانو لپاره تر ټولو ښه د مالي عایداتو یوه سرچینه ده۔ د غریب د زوی او ناپوه لپاره تر  ټولو ستره او سپیڅلې دنده ده چې باید سرته یې ورسوي۔ نو ځکه ستا جګړه هېڅ وخت جهاد نه شي کیدای۔ ستا جګړه فتنه ده! دا فتنه له خپلې غاړې لرې وغورځوه!

د کابل د نیکټایي واله طالبانو لکه فیضو تیاره (ځلاند)، موټمین او ناحقیار خبرو ته غوږ مه نیسه۔ فیضو له امریکایانو سره ژباړن وو، موټمین ته یې خپل قراردادونه او شرکت اړین دي، ناحقیار څوک په چوکیدارۍ نه نیسي۔ دا خلک ټول د امریکا لپاره په یوه او بل نامه، په یوه او بل رول کې لوبېږي۔ دا او دوی ته ورته خلک د امریکا بې تذکرې جاوسوسان دي۔ 

تاسې په خپل وایئ چې د افغانستان اویا برخې ستا سې په لاس کې دي او ولسونه ستاسې سره ولاړ دي۔ خو هممهال طالبانو په وار وار خبر ورکړ چې د ولسمشر غني د اوربند غوښتنه نه مني، ځکه چې ولسمشر غني او ټیم یې غواړي چې له اوربند څخه ګټه اوچته کړي۔ که افغان دولت له اوربند څخه ګټه پورته کړي، کفر به وشي، خو که طالب له کافر سره تړونه لاسلیکوي، هغه روا دی۔ که د دې خوار ولس اویا برخې له اوربند څخه ګټه پورته کوي، نو دا ولس کافر دی، خو که له جګړې څخه پنجاب ګټه اوچتوي، نو دا جهاد دی۔ سخت ذلیل خلک نه دي دا د ابوجهل طالبي لښکریان! 

د جګړې طالبه! 

ستا مشران داوه کوي چې د هېواد اویا سلنه خاوره او ولسونه له طالبانو سره ولاړ دي۔ نو که داسې وي، پرېږدئ چې دا اویا فیصده ولس او نېستمن خلک له اوربند څخه ګټه واخلي۔ پرېږدئ چې دا اویا فیصده خلک خپلو ماشومانو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي۔ له اوربند څخه خو هر لوری ګټه اخلي۔ طالبانو خو د همدې اویا سلنې خاورې او ولس هر کور، کوڅه، کلی او ښار یې تر اور لاندې نیولي، د همدې اویا سلنې خاورې هر بجی واجب القتل ګڼي، د همدې اویا سلنې خاورې هر سړک کافر، هر د اوبو بند کافر او هر ونه کافره ده۔ 

که ولسمشر او ټیم یې چې ټول ۱۰۰ کسان کېږي، له اوربند څخه ګټه اخېستلای شي، نو پریږدئ چې د د پینځه دېرشو میلیونونو وګړو چې اویا سلنه برخه یې څلورویشت میلیونه او پینځه لکه کېږي، او دا ټول د طالبانو خواخوږي دي، دا هم له اوربند څخه ګټه واخلي۔  

ګوره د جګړې او ټوپک طالبه! 

ستا مشران ستا له سپین او ساده زړه څخه ناوړه ګټه اخلي، ته د دوی په شرارت او شیطانت نه پوهېږي۔ ستا د مشرانو ناموسونه له پنجابیانو، امریکایانو او عربو سره ګرو دي، خو تا ته وایي چې دوی د موسی ع په څېر ستا ناموس ته خپلواکۍ راوړي۔ ستا مشران د پنجاب په امر د خوار او غریب زوی هڅوي چې په ځان پسې بمونه وتړي، د الله اکبر په بدرګه د الله تعالی په کور یرغل وکړي، محراب ونړوي او په سجده پراته مؤمنان ووژني۔ همدا تېره اوونۍ طالبانو کابو دېرش ملکي وګړي شهیدان کړل۔ ولې؟؟ لږ فکر وکړه!

ټوپک پر اوږه طالبه!

روژې ته وګوره، دا ملت، همدا ته او همدا ستا مظلومه کورنۍ له نېستۍ، بدمرغۍ او کورونا وبا سره لاس او ګرېوان ده۔ خو تا ته دې مشران وایي چې خپل کلیوال ووژنه، حال دا چې ستا کلیوال پر خوله روژه او ستا، خپل او د ټولو کائناتو رب ته په سجده پروت وي۔ ته څنګه هغه ته ټوپک نیسي، ته څنګه هغه ته مورچل نیسې؟ سترګې دې خلاصې کړه! ولې د ملا امیرخان متقي زامن په سنګر کې نشته، ولې د عبث ستانکزي زامن په سنګر کې نشته، ولې د سهیل کارغه زامن په سنګر کې نشته؟ ولې ستا هر مشران څلور ښځې او پینځه ماڼۍ لري، خو ته په کور کې وچ چای نه لرې؟ 

دا بل پېغور مې هم واوره۔ 
درې ورځې وړآندې د امریکایي ځواکونو مشر جنرال مکینزې په نره سره رسنیو ته وویل چې طالبان د دوی د فوځ یوه برخه ګرځېدلې ده او په ګډه سره د نورو اسلامي تنظیمونو پر ضد لکه داعش او د ازبکستاني مجاهدینو او داسې نورو پر ضد جګړه کوي۔ د سنګر طالبه، پر ځان رحم وکړه، پر خپله مېرمن، ماشومانو، سپینږیري پلار او سپین سرې مور او دا ټول ولس رحم وکړه۔ د همدې روژې او اختر لپاره دې ټوپک خرڅ کړه او د ماشومانو نفقه دې پې وګټه!