(ملي مبارزينو ته يو ډاډ)

که څه هم ما هېڅکله نه دي غوښتي چې د ځينو مغرضو اشخاصو وړو او غټو غرضي نيوکو ته ځوابونه ورکړم، خو بيا هم ددې لپاره چې د ځينو حشراتو پر مکروبونو د ذهني روښانتيا دوا پاشي وشي او د هغو ځينې څرګند او ناڅرګند مکروب له منځه ولاړ شي، ښه ده چې څو ټکي روښانه کړم:
څو موده وړاندې شهيد عارف او څو نور ملګري کابل ته راغلي وو. ما د پښتونولۍ او افغانيت د دود له مخې دوی ته مېلمستيا وکړه او هم مې ورته په ژوندون کې د نظرياتو د اظهار په خاطر غونډه جوړه کړه. دا ډول غونډه يوازې د عارف وزير لپاره نه وه جوړه شوې، بلکې تر دې دمخه هم چې له پښتونخوا څخه هر يو ملي او فرهنګي شخصيت راغلی، هر يو ته مو مېلمستيا کړې او د هغو يادونه او نمانځنه مو کړې ده، د حسينه ګل تنها، اباسين يوسفزي، د پاچاخان، حمزه بابا، غني خان او نورو ګڼو شخصيتونو قدرداني، يادونه او نمانځنه مو کړې ده. د يوازيني رسنيز مرکز په توګه مو د پښتنو او بلوڅو د پيوستون ورځ هېڅکله له ياده نه ده ويستلې او همدارنګه په کوزه پښتونخوا کې چې هر ډول پېښه، پخوانۍ او يا حال کې پېښه شوې، موږ د هغو اړوند پروګرامونه جوړ کړي دي. هغه وخت چې د پښتون ژغورنې غورځنګ لومړنۍ مظاهرې پيل شوې، دلته يې لا چا په اړه فکر هم نه شو کولای او دا مهال يې ان د (پښتون تحفظ مومنټ) نوم هم نه وه غوره کړی چې موږ يې په ژوندون ټلوېزیون کې د تائيد په ملاتړ درنه غونډه جوړه کړه، د ولسي جرګې زړور او ژبور وکيل عبيدالله بارکزي او د وردګو د ټولنيزې سرتاسري شورا رييس ډاکتر ضياءالدين کمال په کې اورنۍ ويناوې وکړې. ورپسې متصل مو په ننګرهار کې بله لويه غونډه وکړه. کله چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ورو ورو خپله بڼه څرګنده کړه، نو بيا مو له نورو ملګرو سره يو ځای، په کندهار، لغمان، کونړ او نورو ولايتونو کې غونډې جوړې کړې، کله چې غورځنګ عام شو، بيا مو هم د شهيد ارمان لوڼي او سره کمر د شهيدانو په باب درنې غونډې وکړې، دغه راز د پښتون ژغورنې غورځنګ اکثره غونډې مو په مستقيم او نا مستقيم ډول خپرې کړې او هم د دوی د نورو پلويانو تائيدي او ملاتړ غونډې مو هم تر خبري پوښښ لاندې راوستې او هم مو دوی په باب مستقل راپورتاژونه خپاره کړل، لنډه دا چې هېڅ رسنۍ، ګوند او ډلې د پښتون ژغورنې غورځنګ په تائيد کې دومره منظمې او متواترې غونډې نه دي جوړې کړي، لکه موږ او زموږ ملګرو چې جوړې کړې دي. په همدې خاطر خو يې ان د پاکستان د پوځ وياند اصف غفور حساسيت هم راوپاروه. په همدې بهير کې مشال خان ټکر هم کابل ته راغی، د هغه د نظريانو د اظهار لپاره مو يوه درنه غونډه جوړه کړه او ددې ترڅنګ مو د نږدې (۶ زره) مخونو په شمېر د کوزې پښتونخوا د نوموتو لیکوالو اثار چاپ کړل. زموږ مبارزه يو اوږد تسلسل لري چې يوازې پښتون ژغورنې غورځنګ سره اړه نه لري، تر هغه وړاندې هم وه، اوس هم شته او که ژوند و سبا به هم وي. په مجموعي ډول د ټولو هغو لويو وړو غونډو، يادونو، نمانځنو او خپرونو شمېر چې موږ د خپل محکوم افغانستان د ولسونو لپاره ترسره کړي، شمېر يې تر (۵۰۰) بېلابېلو کارونو اوړي. دا هغه کار دی چې چا کړی وي زور يې ورته معلومېږي. څلوېښت کاله وروسته مو په پښتونستان واټ کې د پښتونستان لوحه ولګوله چې د پښتنو او ناپښتنو ستميانو له خوا په ګڼ شمېر کنځلو بدرګه شوم. په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او کلتور او قبايلو وزارتونو وزيران پښتانه وو، خو دا جرئت يې نه شو کولای چې دې قانوني کار او حق ته وړاندې شي. موږ دا کارونه ددې لپاره نه کوو چې چاته ځان وښيو او يا له خپل قام څخه شاباسی واخلم. ځکه زما قوم دومره مظلوم شوی چې د شاباسي وس هم په کې پاتې نه دی. خو دا به هم بې انصافي وي چې نظار شورا او د دوی کدو کرېلې تاليڅټو ته هر څه په ډاګ پرېږدو چې دوی پرې خاورې واړوي او حقيقتونو ته بل رنګ ورکړي. موږ چې د خپل فکر او قلم په زور دلته د پښتنو اصلي دښمنانو ته ماتې ورکړې، نو د هغو پاتې شوني او پرکټيان بيا د چا زامن دي؟
خبره عارف شهيد ته رالنډوم، کله چې په ژوندون کې ورته غونډه جوړه شوه، عارف وزير، اياز وزير او نورو ملګرو په کې ښې په زغرده خبرې وکړې، تر غونډې وروسته ما عارف وزير ته وويل چې خبرې ښې وې خو که دې زړه وي يو څه برخه به يې ترې وباسم، ځکه چې خطرناکې راته ښکاره شوې، هغه وويل، خبرې مې کټ نه کړې، زه چې د خپل پلار او نيکه په وطن کې په زغرده ونه غږېږم، نو بيا به چېرته وغږېږم؟ خو دې سره سره مې بيا هم د يو څو کلمو يادښت ايډيټ ته ورکړ چې دا ترې لرې کړئ، هغه مستقيماً پر ځينو هغو اشخاصو نيوکه وه چې دده دوستان هم وو.
عارف وزير ماته وويل چې دا خبرې خو زه هلته هم کوم، مخامخ يې ورته کوم، کله يې چې لاس راباندې بر شي وژني مې، دې خبرو پسې نه ګرځي. خبره تېره شوه، غونډه هم نشر شوه، بيا د جمهور رييس د لوړې مراسم وو، هلته هم ده ګډون کړی و، د غونډې په وروستيو شېبو کې څو توغندي راغلل، د غونډې شاوخوا ساحو کې ولګېدل، سخت بد اوازونه يې وکړل، عارف وزير د غونډې په اول او زه د غونډې په وروستي کتار کې ناست و، خلک داسې وترهېدل، لکه په مرغيو چې ډز وشي، هغو خلکو تر ټولو زياتې منډې ووهلې چې په رسنيو کې همېشه د جنګ د ګرمولو ترانې غږوي. دې وخت کې عارف افغان پورته شو، خلکو ته يې وويل کېنئ کېنئ پر خپل ځای کېنئ، هېڅ خبره نه ده، پنجاب موږ په دې ډزو نه شي ډارولی، دې ډزو سره موږ بلد يو، هره ورځ موږ دا ډزې اورو. دې اوزا سره خلک بېرته راټول شول، ورو فضا ارامه شوه، جمهور رييس خپلې وينا ته دوام ورکړ.
پر سبا مو سرينا هوټل کې د سوداګرۍ د اتاقونو له ملګرو سره يوځای د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه غړو او له کوزې پښتونخوا څخه نورو راغلو دوستانو ته په سرینا هوټل کې يوه درنه او پرتمینه غونډه جوړه کړه؛ له ملي ولولو او وينا ډکه يوه غونډه، هغه غونډه هم په بشپړ ډول له ژوندون څخه نشر شوه، ملګري ټول خپلو سيمو ته ورسېدل، د هر يو احوال مو واخيست. لکه څنګه چې عارف افغان وړاندوينه کړې وه، څو ورځې وروسته د پوليسو له خوا ونيول شو، بيا جېل ته يوړل شو. بيا بېرته ايله شو او تر هغه وروسته دغه ناوړه پېښه رامنځته شوه. کله چې دا پېښه رامنځته شوه نو زه او زما کورنۍ پرې دومره ځورېدلي يو چې تر علي وزير که زیات نه يو دردېدلي، نو کم خو هم نه يو دردېدلي.
خو اوس ګورم چې د نظار شورا يو شمېر پخواني تاليڅټي چې نوې نوې يې د پښتو او پښتونولۍ سريندې شروع کړي او يو شمېر نور کم معلوماته اشخاص هم ورسره يو ځای شوي او غواړي چې دې مسئلې ته داسې رنګ ورکړي چې ګنې که عارف افغان ژوندون ته نه وای راغلی، نو دی به نه شهيدېده، دوی د هغه پر شهادت خفه نه دي، خو اوس غواړي چې د هغه له سپېڅلي شهادت څخه د پښتنو د يو بل شعوري مرکز د بدنامولو لپاره يو ډول ناوړه ګټه پورته کړي، دا هغه ارمان دی چې ددې مرکز پر وړاندې يې د (ای ايس ای) سازمان او د نظار شورا ډله لري. د تېرو لسو کلونو په بهير کې زما ټوله انرژي ددې پرځای چې د ټلوېزیون پر خپرونو ولګي، پر دې مصرف شوې، چې څنګه پر دې مرکز د نظار شورا او (ای ایس ای) د بريدونو مخه ونيسم. د همدې مرکز او د هوتخېلو د درانه قوم او يو شمېر نورو شعوري مبارزينو د مبارزو برکت دی چې ښاغلی غني اوس د قدرت پر ګدۍ ناست دی. يو وخت داسې هم و چې د ډاکتر غني پر کور د لنډغرو د بريد خطر نه و، خو ژوندون ته دا خطر هر وخت محسوس و. پښتانه او په ټوله کې لر او بر افغانان اوس دوه اساسي دښمنان لري؛ تر کرښې اخوا د پاکستان (ای ايس ای) او تر کرښې دې خوا نظار شورا او د شمالټلوالې لنډغر دي. نور فرعي قوتونه او اشخاص بيا د همدې دوو عناصرو پر محور راڅرخي. دوی افغانستان کې هېڅکله قوي مرکزي نظام نه غواړي، ځکه که دلته يو قوي مرکزي نظام جوړ شي، بيا د محکوم افغانستان د ازادېدو داعيه په اسانۍ سره تعقيبېدلای شي. د پنجاب اداره ددې ګواښ له امله دلته يو سست او بې ثباته حکومت غواړي او د نظار شورا، جمعيت، ستم او نورې ډلې بيا وايي که چېرې دلته يو قوي مرکزي نظام جوړ شو، نو بيا خو موږ اوسنی شان او شوکت نه شو ترلاسه کولای او بيا خو که لر او بر افغان سره يوځای شي، نو موږ خو په درياب کې يو څاڅکی يو. نو ځکه خو دوی په هره برخه کې کرايي او اجرتي کسان ګومارلي چې د ملتپالو افغانانو پر وړاندې ذهنونه ګډوډ کړي. عجيبه پوښتنه خو داده چې د عارف وزير د شهادت لپاره ژوندون ټلوېزیون ته راتګ او خبرې پلمه کېږي او دا ورته خطر ګڼل کېږي، خو ارګ ته تګ او هلته خبرې بيا ورته د خطر زنګ نه وي؟ له دې څخه معلومېږي چې (ای ايس ای) او نظار شورا ژوندون ټلوېزيون خپل اصلي دښمن ګڼي نه ارګ او يا يې له ارګ څخه هېڅ حيا نه کېږي.
ښاغلي عبيدالله بارکزي او ډاکتر کمال هم دلته د کوزو پښتنو ملاتړ غونډه کې توندې ويناوې کړې وې، هغوی هم په بېلابېلو پېښو کې شهيدان شول، يانې که هغه هم دلته نه وای راغلي، نو نه به شهيدانېدل؟ په کوزه پښتونخوا کې د پاکستان د پوځ له خوا (۷۵ زره) پښتانه شهيدان شول، هغه ټول دلته ژوندون ته راغلي وو؟ ارمان لوڼی، طاهر داوړ او د سره کمر پښتانه چې شهيدان شول، هغوی هم ژوندون ته راغلي وو؟ که ژوندون ته راتګ او دلته خبرې (ای ايس ای) ته دومره غټ خطر وي چې د هغوی کسانو د مرګ په بيه تمامېږي چې دلته راغلي دي. نو بيا خو همدا د پښتنو د يو ستر ملي مرکز په توګه ومنئ، تخريبوئ يې ولې او ټاپې پرې ولې لګوئ.
بله خبره داده چې موږ دلته د کوم پښتون مخه نيولې چې له کوزې پښتونخوا څخه پښتانه مه رابولئ او دلته ورته غونډې مه جوړوئ؟ خو چې خپله درکې متره نه شته، د نورو د کار مخې ته ولې خنډونه جوړوئ؟
اصلي خبره داده چې زموږ شعوري مبارزه د (ای ايس ای) او نظار شورا د ګډو جاسوسانو پر زړه نه اوارېږي، له دغه مرکزه د پښتنو د مظلوميت غږ اوچتېږي، اوس غواړي په څه ډول ددې مبارزو رنګ پيکه کړي. نو ځکه مې دغه وضاحت ضرور وګاڼه. زموږ مبارزه دلته ددغو دوو وينو څښونکو او افغان ضد سازمانونو پر وړاندې روانه ده، واړه چڼي يې موږ ته کوم ارزښت نه لري، خو اوس او راتلونکي نسل ته ددې وضاحت په کار و چې موږ په ډېرو کمو امکاناتو د دغسې کړيو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړی دی، نو تاسې بايد خپل دښمن ته په ډېر دقت سره متوجه اوسئ.