شل کاله وروسته امریکایی لیکوالان د امریکا د ناکامی عوامل په افغانستان کی د هغوی ناپوهی بولی. هغوی د افغانستان د کلیوال ژوند،‌ کلیوال کلتور او مذهبی مینی نه خبر نوو. هغوی په خپل زور غره وو او د دی په خاطر له طالبانو سره سولی او تفاهم ته حاضر نه ول. د امریکایی اشغال چلونکی چارواکو تل خپل خلکو، دولت او حکومت ته درواغ ویل ترڅو خپله ناپوهی او ناکامی پټه کړی. کله چه نور نو د درواغو لیاره بنده شوه او د خپلو ټاکلسویو اهدافو لاس ته راوړل یو خیال ښکاره کیده یو څه وخت په نن او سبا د بری د وعدو په مټه خلاصیدل خو وروسته بیا هغه هم باندی و دریدل. دا په داسی حال کی چه خپل اخری زور یی و آزمایه او نتیجه یی ورنه کړه. د ویری او وحشت هره لیاره یی عملی کړه خو په اخر کی یوازی د هغوی د عسکرو په انتحاری مرګونی ورته تمامه شوه. اکثره انسانان بیا هم انسان دوستی نسی هیرولای او دا علت دی چه امریکای عسکرو خپل وحشت نسوای هیرولای او هغه وه چه نور یی خپل ځان د انسانانو له ډلی کم کړ. 

اوس له تیرو څو کالو نه وروسته د امریکا یی اشغال چارواکی د کامیابی دعوی نکوی او دی حقیقت ته رسیدلی چه د طالبانو د سولی نه پرته به له نړیوال بیشرمی سره مخ سی. اوس یی هر هغه خبری چه د دوی په ناکامی باندی شاهدی ورکړی پټ کړی او په کار لګیا دی. 

د امریکا له خوا د افغانستان اشغال په ظاهره د هغوی تکبر هڅولی وو خو ترشایی د امریکا د ترپردی شاته مافیا وه. دا مافیا په جنګ پاییږی. دا مافیا د شتمنو او مسلحو او غیرمسلحو قواوونه جوړه ده چه د تیرو سلو نه زیاتو کلنو راپه دیخوا د امریکا په خلکو مسلطه ده. د جنګ لپاره شتمن خلک سلاګانی جوړوی، بانکونه روپی تبادله کوی، نور شرکتونه خپل خدمتونه او نور وسایل تهیه کوی، عسکری جنرالان او ملکی مامورین په تیره بیا جاسوسان یا غلاوی کوی یا خپلی رتبی اوچتوی. ددی غیر دولتی مرکزونو مشران بیا حکومت ته ځی او لوړی چوکی ترلاسه کوی او بیا دا کسان بیرته د شتمنو او عسکری مشرانو په ګټه نوی پالسیوی او پلانونه تهیه کوی. په دی ډول د ملی شتمنی لوټ او غلاوی کوی. عسکری جنرالان د تقاعد نه وروسته د خصوصی شرکتونه لوړ مشران ټاکلی کیږی او بیا د خصوصس سیکتر لپاره د نورو غلاوو زمینه برابروی. د واشنګټن لیوان ټول تر خولی ډګ خیانتکونکی بډایان دی. اوس دی تور ګرداب او دایری عادی امریکا له فقر او مسکینی سره مخ کړی تردی چه د هغوی بودجه ټوله په قرض تمویلیږی، خلک یی مری د دوا پیسی نلری او ملی انفراسترکچر یی تقریبا د دریمی نړی دی. ترڅو چه دا مافیا وی امریکا به په جنګ بوخته وی. 

دی مافیا د طالبانو نه کرکه هلته وکړه چه هغوی د افغانستان د ګټی په خاطر د ترکمنستان او پاکستان پیپلاین برازیلی کمپنی ته ورکړ او دا د امریکایی مافیا د تکبر او غرور لپاره یوه ننګه وه. هغوی د افغانستان او نورو منځنی اسیایی دولتونو زیرمی په نظر کی وی او دا چه دوی غوښتل د هغو انحصار دوی ته ورکړل سی  نو هر جنګ ته حاضر سول. اوس چه پایپلاین جوړیږی او ویل کیږی چه طالبان یی نه خرابوی د امریکایی مافیا ویری کمی شوی. دا په داسی حال کی چه د افغانستان د اشغال مصرف اوس د افغانستان د زیرمو د ارزښت نه پورته شوی. 

هر اشغال د داخلی خود غرضو او په ځان مین خلکو له خوا اوږدیږی. دا چه امریکایی استعمار له ځان سره په قوتی کی بند افغانان د افغان حکومت لپاره له ځان سره راوړل هغوی د نورو په ګډه لا تراوسه دوام لری. د کابل خلک هغوی ته هم مافیا وایی چه د امریکایی مافیا په وړاندی کوچنی مافیا بلل کیدای سی. په دی کی شک نسته چه د هغوی په مینځ کی داسی کسان سته چه رښتونی افغانان دی او چه خپل ملت او دین ته متعهد دی. خو دا چه افغانستان یوازی د امریکای استغمار لخوا ندی اشغال شوی نو شکونه ډیردی او ځکه ویلی سو چه د کابل اداره زیاته د پنچپدرو په ولکه کی ده. ځینی یی پردو روزلی او ځینی پردی تابعیت لری، ځینی په پردی ټوکو او خیرات پائیږی او ځینی په پردی دولتو کی یا ژوند کړی او یا خیرات او ټوکونه ورته رالیږل سوی دی. دا چه د افغانستان خلک د تیرو حکومتو په وخت کی بهر ته تللی وو او ځینی یی سی آی ای ته متعهد وو نو امریکایی استعمار په دی خیال وو چه د دوی اشغال به په افغانستان کی زیات بریالی وی. مګر دا خیال و او سست وهن وو. که ریښتیا ووایو دا کسان د یو مزدور شان لری او مزدور اکثره د خپل جیب ډکول غواړی. دا دلیل کیدای سی چه ولی د دوی د فساد ډنډوری په دنیا کی ووهل سوی اوس نړیوال دریم مقام لری. ویلی سو دا د امریکایی، پاکستانی، هندی او روسی فسادونو معجون دی چه داسی نړوال نوم لری. د ۲۰۱۰ خبره ده د امریکایانو له یو مجلس نه کوم باخبره کس د احتجاج په ډول وتلی وو څکه هغه ویلی وو چه د کابل په اداری د هغی خپل مامورین هم راضی ندی. د اوباما او کرزی ناندری خو مو په یاد دی. د یوه والی د دفتر په مینځ کی می د مراجعینو له خولی د طالبانو ارمانونو اوس هم په یاد دی. 

د کلبل په اداره کی ریښتونی افغانان او د افغانستان غمخواره هلته ځان سپینولای سی چه د امریکایی او نورو اشغال و پای ته رسولو لپاره په سولئیزه توګه اقدامات وکړی. دا کسان کیدای سی د لوړپوړو نه وی، نور عسکری او ملکی مامورین وی، سیاستمداران وی او د مطبوعاتی اورګانونو غړی وی. په اصطلاح د مدنی ټولنی غړی نه یادوم ځکه زما په نظر دوی په افغانستان کی د جنګ زمینه برابره کړی وه او بیا یی د اشغال لپاره کارونه کړی دی. په اشغال افغانستان کی له دوی نه کومه هیله معقوله نه ښکاری. 

لنډه دا جنګونه هلته دوام مومی چه د جنګمارانو ګټی پکی خوندی وی. اوس چه امریکایی مافیا نوره هیله نلری نو یوازی کورنی مافیا د جنګ دوام غواړی. د کورنی مافیا یو ملاتړونکی به کم سی خو څلور نور ورونه لا خلاص دی. ترڅو دا وی نو د جنګ امکان زیات دی. 

لکه چه پورته مو وویل چه د کابل په اداره کی د اصیلو افغانانو امکان شته. نو اوس له هغوی نه هیله ده چه زړور سی او د افغانانو د سولی اوسوکالی لپاره موثر قدم پورته کړی.