ناتو د روسی استعمار په مقابل کی د امریکا په مشری د اوروپایی دولتونو اتحادیه ده. هغوی افغانستان ته د امریکا په امر راغلل او باید د هغوی په امر له افغانستان نه ولاړ سی. اوس چه امریکایانو د سولی تړون امضا کړی هغه باید ټکی په ټکی عملی سی. د ناتو او اروپا غړی باید له منافقت او دوه مخی نه ډډه وکړی.

دا چه د امریکایانو د وتلو لپاره تعهد کړی او طالبانو د امریکایانو له وتلو وروسته د افغانستان خاوره د امریکا د امنیت لپاره د خطر په توګه نه استعمالیدلو وعده کړی هغه باید په ټینګه په منلی توګه سرته ورسیږی. امریکایان باید د خپلی خولی احترام وکړی او ناتو باید د هغه لپاره خنډ وانچوی. ناتو باید دا سی بیانیی خپری نګړی کومی چه د نوموړی تړون د نه احترام او د افغانی ذهنیت مغشوشولو سبب ګڼل کیدای سی. 

دا پورتنی دوه موضوعګانی هلته عملی کیدای شی چه امریکا وکولای سی د خپلی اداری (د کابل دری سره رژیم) په وسیله اول د طالبانو ټول پنڅه زره بندیان خوشی کړی او دوهم بیا د یو موټی کابل اداری سره د طالبانو خبری. ترڅو چه بندیان نوی ازاد شوی نه امریکا او نه د هغوی بهرنی ملګری حق لری چه د سولی په هکله خبری وکړی. 

په اوسنی وخت کی امریکا د خپل لوزونو د عملی کولو په هکله کی پاته راغلی. نه دا چه هغه پاته راغلی بلکی د هغوی تخلف په دی هکله اشکارا دی. په نوموړی تړون کی امریکا د جنګ حق نه لری مګر په هغوی حمله وشی. په تړون کی د ملګرو (allies) لوز ویل شوی دی. د دی په څنک کی د کابل د اداری لپاره (بل پلو) ویل سوی. دا په دی معنی چه د ملګرو په معنی کی صرف خارجی قوتونه راځی او د امریکا د استعمار داخلی پلویان نه. نو اوس که امریکا د کابل د اداری ملا تړ کوی هغه د نوموړی تړون نه تخلف دی. 

د پورتنی ټکو سره سره، هم امریکا او ناتو او هم د کابل اداره کولی او نعری وهی چه باید اوربند وشی. دا په داسی حال کی چه اوربند د قطر د تړون له مخی باید په اخری او یا څلورم قدم کی راسی. دا په دی معنی چه هغه باید د افغانی مذاکراتو نه وروسته راسی. دا که اوس د قطر تړون ګډوډ ویل کیږی هغه د تړون د ماتولو مانا لری. 

سوال دا دی چه ولی ناتو او د کابل اداره د نوموړی تړون مخالف دی؟

دری سیناریو او یا امکانیات مونږ انګیرلای سو:

1.  امریکا د چل نه کار اخلی او په دی کی ناتو او د کابل اداره استعمالوی

2.  اروپایان او روسان لا د خپل نژادی توپیر پالنی په خیالونو کی ډوب او د امریکا نه په بیله په خپلو استعماری نقشو کار کوی. دا باید لری و نه بولو ځکه هغوی د افریقا په اشغال کی لا اوس هم اخته دی. 

3.  دا چه د جنګ پای د اوسنی داړه مارانو د غیر اخلاقی او ګډوډی د کارونو پای به هم وی نو د خپلو شخصی ګټو د ساتلو لپاره د اروپایانو او روسانو له درویزی نه وروسته دا نا امیده قوتونه (روسان، اروپایان، او د استعمار داخلی همکاران) هڅه کوی ترڅو د امریکا او طلبانو د سولی تړون بری نه ومومی. 

په ډیره خواشنی سره باید ووایو چه د سولی د تړون د اول خنډ راپورتیدو نه وروسته په سلهاوو افغانان مړه شول. د دی ټولو اوبال باید د پورتنی خنډاچونکو په غاړه وی او کله که بیا ازاده محکمه امکان ولری دا ټول باید محاکمه شی. 

مونږه د هغو افغانو قوتونو او د دوی له رهبری نه هیله کوو چه په واقعیت پوه سی او نور د جنګ نه لاس واخلی ترڅو نور بهرنیان ځینی استفاده ونکړی.