له لرغونی آریانا بیا تر نن پوری په اوسنی افغانستان باندې درې غمیزی تیری شوی: لومړۍ یې دچنګیز ټکه وه، چی دهیواد مادی او معنوی بنیاد یی له بیخه برباد کړ. دوهمه یی داتلسمی پیړۍ د لوی استعماری قوت، یعنی دانګریزتاړاک و چی نه یواځی دا چی موږ یی په دریو خونړیو جګړو اړ ایستو، بلکی ډیر نور زیانونه یی هم راواړول: څه ناڅه اقتصادی زیربنا مو چی لرله هغه له منځه ولاړه، د افغانستان له لاری د وچی سوداګری، په سمندری سواداګری بدله او دوریښمو دلاری تاریخی، تجارتی او ستراتیژیک ارزښت کم شو، هغه ملی صنایع چی نوی په پښو د دریدو په حال کی وو، امیر دوست محمد خان او امیر شیرعلیخان یی بنسټونه ایښی وو، برباد او تر ټولو بده او نه جبران کیدونکی یی دا چی هیواد له سمندر سره خپله پوله له لاسه ورکړه، یعنی کله چی افغانانو په خپل همت او میړانه دغه د نړی لوی استعماری ځواک مات کړ، نو دغه مکار استعمارګر د مصنوعی پولو په جوړولو هیواد له څو برخو را محدود او زموږ لوی افغانستان یی وویشه، څه یی ایران ته او څه نور یی د هند له یوی برخی سره د(پاکستان) په نوم را څخه جلا کړ. له هغی ورځی را ورسته ددغی مصنوعی ویشنی له امله هیواد او هیوادوال آرام نه دی. درېیمه غمیزه دغه ورستۍ کورنۍ جګړه وه، چی لامل یی دسړی جګړی ډغری وی، چی زموږ هیواد یی دجګړی تود ډګر ګرځولی و، دلته موږ په نورو سیاسی، ټولنیزو، کلتوری، نظامی، حقوقی او ګڼ شمیر مسایلو خبری نه کوو، یواځی د اقتصادی اکر په هکله د تجربی په توګه یو څو یادونی لرو:
افغانستان ذکر شویو دریو غمیزو کی لوی زیانونه و ګالل، خو ددغو غمیزو ترمنځ د سولی او ثبات په دوران کی موږ د اقتصادی پرمختیا او ترقی په برخه کی ځینی غوره تجارب لرل. دلته موږ ددغو اوږدو تاریخی پیښو په نورو اړخونو خبری نه کوو، صرف د اقتصادی پرمختیا په فرصتونو به لږ څه تم شو:
د اتلسمی پیړی په پای کی امیر شیرعلیخان د هیواد د پرمختیا لپاره یو پرمختیایی پلان درلود، یو شمیر ریفورمونه یی په پام کی وو، خو هغه ددغو اقداماتو اجرا کولو ته پری نه ښودل شو. کلونه، کلونه وروسته غازی امان الله خان د هیواد د استقلال ګټونکی یوه ډیره عالی برنامه لرله، دده پرمهال د ګڼ شمیر اقتصادی تاسیساتو بنسټونه کیښودل شول، یو شمیر فابریکی ورغول شوی او د متخصصو کادرونو د روزنی او د تخصصی زده کړو لپاره یی د اول ځل لپاره افغانان ددولت په لګښت بهر ته واستول. لویو لارو، بریښنا، کانالونو او کرنی ته توجه وشوه، مالی موسسات نوی شول، قوانین او لوایح جوړ او تطبیقول یی په ګړندی ډول پیل شول. د افغانستان دغه طلایی دوره د افغانستان تاریخی دښمن ونه شوه زغملای، نوځکه د ملت دغه لوی ناجی ، د ترقی سرغندوی ، د ختیځ روڼ ستوری او د هیواد ریښتنی ترقی غوښتونکی یعنی امان الله خان له هیواد څخه وتلو ته اړ شو. کلونه کلونه وروسته افغانستان وروسته تر ۴۰-۳۰ کلونو اختناق، انزوا او رکود څخه بیا د غوړیدا او رغاونی یو نوی پړاو پیل کړ. دا پړاو د افغانستان د لومړنیو پنځه کلنو اقتصادی ـ اجتماعی علمی پلانونو پړاو و.
افغانستان په معاصرو شرایطو کی او په داسی حال کی چی شلمه پیړۍ د ساینس او تکنالوژی پیړۍ نومول شوی وه، له ۱۳۳۵ ل. کال وروسته خپل لومړنی پینځه کلن اقتصادی پلان جوړ او په تطبیق یی پیل وکړ، دا هغه مهال و چې ارواښاد محمد داود خان دافغانستان صدراعظم و. دغه پلان د هیواد د افغانستان د اقتصاد د عصری کولو او پرمختیا دلومړنی پلان په نوم یاد شو، چی تر ۱۳۴۱ ل. پوری تطبیق شو. وروسته بیا ورپسی بل پینځه کلن پلان له ۱۳۴۱ څخه تر ۱۳۴۵ل. پوری او دريیم پلان له ۱۳۴۵ تر ۱۳۵۰ پوری دوام وکړ، څلورم اقتصادی –اجتماعی پرمختیایی پلان په پارلمان کی د یو شمیر ستونزو او د صدراعظم د تبدیلی له امله په لازم وخت کی تصویب نشو، یا اصلا وکیلان د هغه پراهمیت او ارزښت و نه پوهیدل، یعنی په دغو کلنو کی دهیواد دوه صدراعظمان د پاچا له خوښی پرته د پارلمان د جنجالونو او د بیسواده وکیلانو د ناپوهی له امله تبدیل او د هیواد حکومتی نظام له یو ډول هرج مرج سره مخامخ شو. وروسته بیا د افغانستنان د لومړنی جمهوری نظام په دوران کی د جاپان د هیوا په شان یوه اوه کلنه اقتصادی – اجتماعی برنامه طرح او تطبیق یی پیل کړه. په دې ډول سره ګورو چې د هیواد په عصری کیدو او د زیربنایی تاسیساتو په جوړیدو کی هغه درې پنځه کلن پلانونه چی محمد داود خان پکې سیده روول درلود او بل هغه اووه کلان پلان چې د لومړنی جمهوری نظام پر مهال جوړ شو، ډیر د یادونې وړ او اغیزمن وو. خو د دریم پنځه کلن د تطبیق پر مهال محمد داوود خان نور صدراعظم نه و، مګر پلان دوام وموند ، د اووه کلن پروګرام له څلورم کال سره سم د هیواد لومړنی جمهوری رژیم له کودتا سره مخامخ او محمد داوود خا شهید شو.
د لومړنی پنځه کلن پلان د جوړولو په مسوده په خپله صدراعظم محمد داوو خان نظارت درلود او د پلان هره برخه به جلا جلا د وزیرانو مجلس کی لوستل کیده او ده به شخصاً ټکی په ټکی بحث لاندی راوستله، د دی جریان راقم الحروف په یه مستقل کتاب کی په تفصیل سره لیکلی چی ډیر په زړه پوری ټکی لری . د صدراعظم نقل قولونه، په مجالسو کی یې چلند، دپلان دپرمختګ په هکله دده پوره دلچسپي او دپروژو کتنو ته یی سفرونه ... ټول پکی راغلی دی. کله چی دغه پلان جوړ شو یو کاپی یې امریکی کی خلک حیران کړل، هلته هغوی وویل چی موږ فکر نه کاو چی افغانستان کی دی داسی علمی سند ترتیب شوی وی. پاچا محمد ظاهر شاه ددغه پلان له امله خپله وینا کی داسې ویلی و:
( ما فکر کاو چی افغانستان به هیڅکله عصری نشی او همداسی به یو بیوزله هیواد وی، خو اوس چی ګورم افغانستان به د عصری او پیاووړی آقتصاد لرونکی شی...) یعنی دغو پلانونو پاچا هم حیران ګړی و.
یو شمیر هغه لاسته راوړنی چی موږ ددغو پلانو په تطبیق کولو کی درلودی او تر نن ورځې یې اثار لیدل کیږی هغه دادی:
د سالنګ تونل، د شمال د نفتو – ګازو تاسیسات، د کیمیاوی سر ی فابریکه، د هرات سمنټو فابریکه، دهیواد لوی حلقوی سرک، د ننګرهار د کانال پروژه، د لشکرګاه ښار او د هلمند لویه پروژه، دکرنی د وزارت د شنه کولو برنامه، د بریښنا تاسیسات( په بیلابیلو ولایتونو کی په بیلابیلوو سینندونو)، د لوړو زده کړو موسسات( کابل پوهنتون، پولیتخنیک، ننګرهار پوهنتون او دارالمعلیمنونه، تخنیکمونه او مسلکی لیسی، ...)، مکروریانونه، د کوپراتیفونو غورځنګ ، نوی مطبوعات، رادیو او داسی نور چې دلته یی ذکرکول ګنجایش نه لری، خو د پلانونو د اجرا او اجزاوو یو څو مثالونه به ذکر شي چې آیا د دغو پلانو مهم اجزا څه وو؟ مثلا : دافغانستان لومړنی پینځه کلن پلان کی د کرنی لپاره لاندی تدابیر په نظر کی وو:
• ددولتی فارمونو جوړول او نویو کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسول .
• د پیله ورۍ او شاتو د مچیو د روزنې پرمختیا.
• د ځنګلونو ساتنه او پراختیا.
• د فني زراعتي پرسونلونو روزنه او د تحقیقاتی مرکزونو جوړول.
• د زراعتي تخنیک رواجول او د کرنیزو امراضو او آفاتو په ضد مبارزه.
• د تخمونو اصلاح کول د څارویو د روزنې پراختیا.
په لومړي پنځه کلن پلان کې له کرنې سره یو ځای د هلمند د ناوې پراختیا پروژې او د کلیو د پراختیا د ریاست پروژه هم په نظر کې نیول شوې وه، چې ۱،۳ ملیارده افغانۍ بودجه ورته په پام کې نیول شوې وه، خو عملاٌ ۹۶۶ میلیونه افغانۍ چمتو شوې وې، واقعي انکشافي مصارف پورتنیو درېیو برخو کې ۴۲۱ میلیونه افغانۍ وې.
د کرنې د وزارت امریکايي متخصصینو د لومړي پنځه کلن پلان اول دوه کلونه د (پروګرام سبز ساختن) یا د شنې ساحې د پراختیا لپاره جلا کړل او په نورو دریو کلونو کې د کرنیز ترویج لپاره کار وشو. د ۱۳۳۵ – ۱۳۴۰ پلان په ترڅ کې ۲۱۱ ترویجي مرکزونه جوړ شول حال دا چې په ټول افغانستان کې ۴۴ زره کلي وو. په ډاګه ښکاري چې دغه مرکزونه د ټولو کلیو لپاره کافي نه وو، خو د راتلونکی لپاره یو پوخ اساس کیښودل شو. په پلان کې ۸۰،۶ میلیونه افغانۍ د نوښتګرو بزګرانو د تشویق په خاطر په پام کې نیول شوې وې، چې مستحقو د هقانانو ته ورکړل شوې د دغه پلان په ترڅ کې د غنمو ۷۸۰۰ ټنه اصلاح شوي تخم بزګرانو ته ورکړل شو. همدارنګه ۵۱ زره نوي نیالګي کینول شول چې د شنه کولو تر پروګرام لاندې عملي شو. د یوې نتیجې په توګه ویلای شو چې لومړنی پنځه کلن پروګرام ښه پلان و. خو صرف د کرنې د وزارت او د دولتي پروژو په حدود کې عملي شو، کرنی ته ځکه لومړیتوب ورکړل شو چی د راتلونکی صنعت لپاره تهداب جوړ او د صنعت خاک توکی تامین شی. نمونوی زراعتی دولتی پروژې اجرا شوی، خو په عام ډول کوچنیو بزګرانو زارعت عصری نشو کړای، یعنی د حکومت له ساحې بهر د ټول هیواد د کرنې په سکټور ډیر موثر ثابت نه شو، نو ځکه د خلکو په تیره بیا د کلیوالي سیمو د اوسیدونکو د ژوند په سطح کې هغومره ژور بدلون رانغی لکه توقع یی چی کیده، دا ځکه چی ډیر لګښت په زیر بنایی چارو لکه د بریښنا دفابرکو، سړکونو او د ښاری تاسیساتو برخه کی وشول، اما بیا هم وضعیت نسبی مثبت روان و او لا هم د بدلون موندلو په حال کی و. تر ټولو یوه ګټوره دولتی پروژه چی احداث او بهره برداری ته وسپارل شوه، هغه د ننګرهار د ناوی د پراختیا پروژه وه چی څلور میکانیزه زراعتی فارمونه پکی جوړ شول، دغه پروژه هم زود ثمره نه وه، بلکی ثمر او حاصل او د حاصل عواید یی په لسم، پینځلسم کال د دولت عوایدو کی ولیدل شول، چی د ۴۰۰۰ شاوخوا کسان هم پکی استخدام ( دکار موندنی فوق العاده ښه فرصت) او هر فارم د ستروسو د میوو د تولید ترڅنګ، د سبو تولید، د غلو-دانو تولید، سیلو، ښوونځی، کلنیک، سینما، تحقیقی ستیشن او میکانیزه یونټونه، د اوسیدو کورونه او نور ضروری تاسیسات او دمالداری برخی لرلی. سره له دی چی دا هم دولتی پروژه وه، خو د ۳۰۰۰هکتاره شاوخوا شخصی زراعتی ځمکو ته یی هم اوبه برابری کړی او د تکنالوژی ترویج کی یی مهم رول ولوباو. له دی پرته دغی پروژی ګڼ شمیر ماهر تخنیکی پرسونل وروزل چی د خصوصی سکتور برخه کی یی رول ډیر مهم و. البته ددغی پروژی لږ برخه لومړنی پینځه کلن پلان کی او نوری برخی یی په نورو پلانون کی تکمیل شوی. دا اصلاً د اوبو لګولو یوه مجتمع وه چی د بریښنا د تولید، تخنیکی ورکشاپونو، زراعتی تاسیساتو ، ترانسپورت د ځمکی او خاوری د اصلاح او دکرنیزو علمی څیړنو برخی یی هم درلودی.
د کرنې سکتور په دوهم پنځه کلن پلان کې
په دوهم پنځه کلن پلان کې د کرنې د سکتور په ډګر کې مهم اهداف په لاندې توګه ټاکل شوي وو.
 د بیلابیلو زراعتي او اختصاصي پروژو عملي کول او د عامه تغذيي ښه کول.
 د صنایعو لپاره د خامو موادو چمتو کول.
 په کرنیزو صادراتو کې زیاتوالی راوستل.
دغه پلان له ۱۳۴۱- ۱۳۴۵ ش کال پورې دوام وکړ چې په هغه کې ۲۲ مهمې زراعتي پروژې شاملې وې. د ۳۲۴۲ تنو نویو مامورینو استخدام هم پکې شامل و دغه شمیره استخدام د معارف او مالیی له وزارت څخه وروسته په دریم کمیت کی شمیرل کیده.
د مهمو پروژو نومونه دا وو:
اوبه لګول او د خاورې سروې، د کیمیاوي سرو تطبیق، د ماشین الاتو واردول، ترویجي او نمایشي قطعات، د جغندرو ځنګلونو او میوه لرونکو ونو پراختیا، د وړیو پیله ورۍ او مچیو په تولید کې زیاتوالی، د بوټو او څارویو ساتنه، د محتوا له پلوه یی له لومړني پنځه کلن پلان سره توپیر نه درلود. د ټولو ولایتونو په پرتله په پکتیا، ننګرهار او هلمند کې ډیر کار وشو په ۱۳۴۸ کال کی وچکالي پیښه وشوه نو دولت مجبور شو چی د پلان په دوو وروستیو کلونو کی زیاته انکشافي بودجه د څاګانو کیندلو ته ورکړي، خو د څاګانو کیندلو هیڅکله غوره نتیجه نه ده ورکړي بلکې غوره نتیجه د سیندونو روانو اوبو لپاره د بندونو په جوړولو کې وه، خو په تیره بیا د پنج، آمو او هریرود په سیندونو کومې پروژې عملي نه شوې په مجموع کې د اوبو لګولو په سکتور کې صرف د کابل پرسیند په هلمند سیند او ډیر لږ د وردکو ولایت کې په سیندونو باندې پروژې عملي شوې. د وچکالۍ او د دولت د اقتصادي ضعف او یو شمیر فني ستونزو له کبله د دوهم پنځه کلن پلان یو شمیر پروژې دریم پنځه کلن پلان ته ولیږدول شوې. صنعتي پروژې عموما د هیواد په شمال کې پلي شوې لکه په بغلان، جوزجان، بلخ او کندوز کې. د افغانستان د شاهی دولت د لومړنیو پنځه کلنو پلانونو تحلیل او ارزیابی وښوده چی نه یواځی دا چی دکرنی تولیداو کی زیاتوالی راغی، بلکی ګڼ شمیر دولتی فارمونه هم تاسیس شول، ورپسی د افغانستان د لومړنی جمهوری نطام اوه کلن پلان کی هم د کرنی سکتور ¸مالداری او اوبو لګولو برخو ټه دیره پاملرنه وشوه . د هغه مهال وضعیت ښودله چی په ۱۳۵۴ ل. کال کی د هیواد د ټول نفوس په سلوکی ۷۰-۸۰ وګړی به کرنه کی بوخت وو. لکه د ۱۳۳۵ – ۱۳۵۱ کلونو په شان د اوه کلن پلان ۱۳۵۵ – ۱۳۶۲ کلونو کې هم کرنې د هیواد په سوداګري او ملي تولید کې لوی ارزښت درلود، نو ځکه په اوه کلن پرمختیایي پلان کې ورته لومړيتوب ورکړل شو. په دغه پلان کې اوبو، خاورې تخمونو او کرنیز تخنیک ته ډیره پاملرنه شوې وه. د دغه پلان لپاره تحلیل شویو ارقامو ښودله چې په هیواد کې ۴۴۴۲،۶ زره هکتاره کرنیزه ځمکه وه، چې له هغې جملې څخه ۲۲۲۹،۳ زره هکتاره یعنې ۵۲،۴ ٪ آبي او ۲۱۱۳ زره هکتاره یعنې ۴۷،۶ ٪ یې للمي زراعتي ځمکه وه للمي ځمکه کې یواځې غنم او وربشې کرل کیدای شي. ځنګلونه او څړځایونه ۵۶،۶ میلیون هکتاره ښودل شوي وو. چې په دې کې ۱،۹ میلیون هکتاره ځنګلونه او ۵۴،۷ میلیون هکتاره څړځایونه وو. د زراعتي ځمکو په سلو کې ۶۳ یې حبوبات او د حبوباتو په ډله کې په سلو کې ۶۹ يې یواځې غنم وو. خاورې د عضوي موادو له پلوه ضعيفې ارزیابي شوې وې او زراعتي امراض او د اوبو رسولو د شبکو د عنعنوي سیستم رواج د دهقانانو لویه ستونزه وه. د کوپراتیفونو نشتوالی او د زراعتي محصولاتو د انتقال لپاره د سړکونو نشتوالی لوی کمبود و چې باید په پلان کې ورته تدابیر سنجول شوي وای او د لومړني جمهوري نظام په اوه کلن پلان کې لاندې عمده زراعتي اهداف ټاکل شوي وو:
• د ملي عاید د لوړولو په خاطر د کرنیزو محصولاتو زیاتول.
• د خوراکي موادو او صنعتي خامو توکو د حجم زیاتول.
• د کرنیزو تولیداتو د صادراتو له طریقه د اسعاري عوایدو لوړول او په کرنیز موادو د متکي وارداتو تعویض.
• د بزګرانو د ژوند ښه کول او د عاید په وېش کې د نا انډولۍ له منځه وړلو په خاطر د دولت د عاید زیاتول.
• په ټولو کرنیزو تولیداتو کې د غنمو زیات تولید خوراکي لومړنیو توکیو ته د خلکو ډیره زیاته اړتیا ښکاره کوي د دغه پلان د تحقق په نتیجه کې لاندې زیاتوالی تر سترګو کیږي.
لاندې جدول د یوه بیلګه ییزپنځه کلن پرمختیایي پلان په ترڅ کې د یو شمیر زراعتي تولیداتو د زیاتوالي سلنه:
ګڼه محصولات ۱۳۵۴ ۱۳۶۱ د بدلون سلنه
۱ غنم ۲۸۵۰ ۳۵۰۰ ۳۳
۲ جوار ۷۸۰ ۹۵۰ ۲۲
۳ وربشې ۳۸۴ ۴۷۰ ۲۲،۴
۴ صنعتي بوټې
۵ پنبه ۱۶۰ ۳۵۰ ۱۱۹
۶ جغندر ۱۰۰ ۳۵۰ ۲۵۰
۷ ګني ۶۰ ۱۶۰ ۱۶۷
۸ تیلي بوټي ۴۰ ۶۰ ۵۰
۹ سابه ۷۲۰ ۱۱۵۲ ۶۰
۱۰ میوې ۸۸۰ ۱۱۷۰ ۳۳

لکه چې ارقام څرګندوي ترټولو زیات بدلون په صنعتي بوټو (پنبه، ګنیو او جغندرو) کې لیدل کیږي د دې معنا داده چې دولت غوښتل صنایع تقویه کړي خو میوې چې یو مهم صادراتي قلم وو نسبتا لږ تغیر کړی تر ټولو لږ بدلون په جوارو کې تر سترګو کیږي.
د اوه کلن پلان د درېو انتخابي کلونو په ترڅ کې د یو شمیر کرنیزو تولیداتو د تولید اندازه:
شاخصونه کلونه د حقیقي تو لیداتو زیاتوالی یا کمښت په ۱۳۵۵ کال کې د ۱۳۵۴ د کال پر اساس
۱۳۵۴ ۱۳۵۵ ۱۳۵۶
حـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــبوبات غنم ۲۸۵۰ ۲۵۳۶ ۲۶۵۲ ۴۵،۸
جوار ۷۸۰ ۸۰۰ ۷۸۰ ۵،۴۹
وربشې ۳۸۴ ۴۰۰ ۳۰۰ ۰،۷۵
وریجې ۴۳۵ ۴۴۸ ۴۰۰ ۰،۹
نور حبوبات ۳۲ ۴۰ ۳۵ ۰،۸۸
د حبوباتو مجموع ۴۴۸۱ ۴۶۵۲ ۴۱۴۷ ۰
صنعــــــــــــــــــــتي بوټــــــــــــــي پنبه ۱۶۰ ۱۰۶ ۱۳۶،۵ ۰،۸۸
جغندر ۱۰۰ ۹۰،۶۶ ۹۷ ۱،۷
ګني ۶۰ ۶۸،۱ ۶۴ ۰،۹۴
ټول صنعتي بوټي ۳۲۰ ۳۳۳۸ ۲۹۷۰ ۰،۹۴
کرنیز بوټي ۴۰ ۶۲ ۳۶ ۰،۵۸
آبي او للمي
سابه فالیز کاري ۷۲۰ ۶۱۸،۲ ۶۶۰ ۰،۷۹
کچــــــــــــــــــــــالو ۱۹۴،۵ ۳۵۴ ۲۰۰ ۰،۵۷
۰،۷۷
میوې ۸۸۰ ۹۰۰ ۶۹۲ ۰،۹۱
انګور ۴۲۰ ۴۷۱ ۵۳۰ ۱
نور بوټي ۳۷۵ ۴۱۵ ۵۸۱ ۱،۴
سرچینه: پوهاند حمیدالله امین، جغرافیه زراعتی افغانستان اودوکتورمحمدعلم اسحاقزی، تحلیل وارزیابی پلانهای انکشافی و تثبیت....
همدارنګه د مالدارۍ په برخه کې چې د کرنې یوه برخه وه او د مالدارۍ وده له کرنې سره په مستقیمه اړیکه کې ارزیابی شوی وه مهم تدابیر په پام کی وو: د اوه کلن پرمختیایی پلان په ترڅ کی د حیوانی تولیداتو ارزښت د ملي نا خالص محصول په سلو کې ۱۸ برخه جوړوله. له اوه کلن پلان څخه مخکې په ۱۳۵۴ هـ ش کال کې د مالدارۍ محصولاتو د صادراتو له امله د ټولو اسعاري عوایدو په سلو کې ۳۰ – ۳۵ برخه جوړوله. مالدارۍ ډیره عنعنوي بڼه درلوده نو ځکه دولت د یو شمیر حیواني کلینیکونو جوړولو، د څړځایونو د اصلاح او د مالدارانو د معلوماتو د زیاتولو او ترویجي پروګرامونو پراخولو ته په پلان کې ځای ورکړ. ډیره مهمه خبره دا وه چی دغه ارقام او تحلیلونه د باور وړ او کره وو.
د اوبو لګولو چارې:
د ۱۳۵۵ – ۱۳۶۲ اوه کلن پرمختیایي پلان په ترڅ کې د اوبو لګولو د چارو ښه کول د کرنې او مالدارۍ د ترقۍ بنسټ وبلل شو. له دې امله چې د ورښت منځنۍ حد په کال کې صرف ۲۹۴،۷ میلي متره اټکل شو او دغه اندازه ورښت د ونو -بوټو لپاره کافي نه دی، نو باید د اوبو لګولو یو سیستم چې د ابیارۍ له شبکو څخه جوړوي په پام کې نیول شوی وای. د دې مقصد لپاره دولت په اوه کلن پلان کې د اوبو لګولو لاندنۍ شبکې او پروژې په نظر کې نیولې وې. دغه برخې په درېو کټګوریو ویشل شوې وې:
الف: لويې پروژې:
۱. د خوش تیپې کانال او د واټر پمپ سټیشن.
۲. د کوکچې د اوبو لګولو جوړښت.
۳. د فراه رود پرمختیايي پروژه.
۴. د هريرود د اوبو لګولو د سيستم پرمختیا.
۵. د کیلګي د برېښنا او د اوبو ذخیرې د بند پروژه.
۶. د بلخ په سیند باندې د چشمه شفا د اوبو د ذخیرې د بند مطالعه او جوړول.
۷. د پنجشیر د بند پروژه.
ب: کوچنۍ او متوسطې پروژې:
۱. د غزني د سرده د اوبو لګولو پروژه.
۲. د پروان د اوبو لګولو پروژه.
۳. د کندز خان آباد د اوبو لګولو د اصلاح پروژه.
۴. د چهاردرې د ګورکان بریښنا او اوبو لګولو د پرمختیا د اصلاح پروژه.
۵. د غوربند پروژه.
۶. د بدخشان د سنګ سهر د اوبو لګولو پروژه.
۷. د ننګرهار د کامې د اوبو لګولو پروژه.
۸. د لغمان د نهر کریم د اوبو لګولو پروژه.
۹. د میدان وردک د خروار د سیمې د کوږ چنار د اوبو لګولو د سیستم اصلاح.
۱۰. د پنج د سیند د غاړو استحکام.
۱۱. د نیمروز او هلمند د حوزې د اوبو لګولو د سیستم انکشاف.
ج: د یو شمیر بندونو او نهرونو ترمیم او اصلاح.
۱. د بند سراج د بند جوړول او د مربوطه کانالونو کانالونو اصلاح.
۲. د کجکي د پرچاوې د دروازو ترمیم.
۳. د کجکي د لویدیځ برخې د پروژې ترمیم.
۴. د کوز دروېشان د کانال غځول.
۵. د آلوباغ د بند د ذخيرې جوړول.
۶. د کمال خان د بند ترمیم او د سیلاو د کنټرول د سیستم ښه کول.
۷. په هلمند کې د خوابګاه د بند جوړول.
۸. د نیمروز د سیند بند.
۹. د نهر لشکري د اوبو رسولو شبکه.
د دغو پروژو د تطبیق اهداف په لاندې تـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوګه وو:
I. د اوبو او خاورې د منابعو د متوازن انکشاف او د کرنې، مالدارۍ، صنعت، او د بریښنا د انرژي د سکتورونو وده.
II. د نا مساعده اقلیم د ناوړه اغیزو کمول، د موسمي سیندونو څخه استفاده، د سیلاونو د تخریب مخنیوی، د وچکالۍ په اړوند د تدابیرو نیول او د زراعتي تنوع رامنځته کول.
III. اوبه د هیواد مهمه منبع بلل شوې وه نو د ځمکې لاندې او د ځمکې په سر اوبو څخه د غوره استفادې امکان برابرول او د اوبو د منابعو ډیره ښه اداره او تنظیم.
IV. د اوبو لګولو د لویو او منځنیو پروژو په کار اچولو له لارې د استخدام د کچې لوړول.
د افغانستان په اوه کلن پلان کې زیاته اندازه مالي منابع د اوبو لګولو زیربنايي پرمختیا پروژو ته ورکړل شوی و. د ټولې پانګې اچونې په سلو کې ۱۸،۲ یعنې ۳۲ میلیونه افغانۍ د اوبو لګولو پروژو ته ورکړل شــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوې وې.
په دی توګه که چیری یوه مقایسه ترسره شی، زموږ تیر پلانونه تر ډیره خده دقیق، پّه علمی میتودولوژی ولاړ، له واقعیتونو سره برابر، د نتایجولرونکی، د غوره اهدافو درولودونکی او منسجم وو.
دافغانستان لومړنیو پنځه کلونو پلانونو کی څه نا څه نیمایی مصارف له بهرنیو پورونو او بلاعوضه مرستو څخه پوره کیدل. د بیلګی په توګه: زمونږ لومړنی علمی پنځه کلن پلان چی په ۱۳۳۵ ل. کال کی جوړ او تطبیق یی پیل شو. او تر ۱۳۵۱ل. پوری مو دری پنځه کلن پلانو اجرا کړل، (په هغو کی د ګرانتونو ډیر ښه مثالونه تر سترګو کیږی )دغو پنځه کلنو انکشافی پلانونو کی د بهرنیو مرستو اندازی او د تمویل مدارک په لاندی توګه وو:
(۱)جدول: د افغانستان لومړی،دوهم، او درییم انکشافی پلان کی د تمویل د منابعو سلنه
ګڼه د تمویل مدارک لومړنی پنځه کلن پرمختیایی پلان دوهم پرمختیایی پلان دریم پنځه کلن پرمختیایی پلان کتنی
۱ بهرنی انکشافی مرستی ۶۳.۸ ۸۳.۲ ۷۰.۳
۲ ددولت دعدایدومدارک ۳۶.۲ ۷.۷ ۱۷،۳
۳ خصوصی سکتور ــــــــ ۰.۷ ۴،۰
۴ مختلط سکتور ــــــــ ۸.۸ ۳،۷
۵ نور عواید ــــــــ ۰۰ ۰.۹
مجموع ۱۰۰ ۱۰۰ ۱۰۰

ددغو پلانونو په نتیجه کی په ټول هیواد کی ډیری مهمی عمرانی اوانکشافی پروژی تطبیق او اجرا شوی چی ګڼ شمیر یی همدا اوس هم بیساری دی او زموږ د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کی یی ستر رول درلود.
په تیره نیمه پیړی کی، خصوصا د لومړنی اقتصادی پنځه کلن پلان(۱۳۳۵ل.)کال څځه را وروسته افغانستان له بیلابیلو هیوادو مالی وسایل او منابع تدارک کړی دی چی یوه برخه پورونه او یوه برخه یی بلاعوضه کمکونه وو.
۲):جدول: د افغانستان پرمختیا لپاره د پنځه کلونو پلانونو په تطبیق کی د بیلابیلو هیوادونو پورونه او مرستی (ارقام په میلیون ډالرو)
ګڼه
بهرنی هیوادونه او موسسات په لومړنی پنځه کلن انکشافی پلان کی بهرنی مرستی
په دوهم پنځه کلن پان کی انکشافی مرستی په درییم پنځه کلن پلان کی انکشافی مرستی مجموع
کریدیت ګرانت کریدیت ګرانت کریدیت ګرانت کریدیت ګرانت
۱ پخوانی شوروی اتحاد 413.108 770.46 173.0 57.0 121.30 1.90 402.73 105.27
۲ د امریکی متحده ایالات 294.22 83.660 10.8 79.4 4.51 11.44 82.14 126.40
۳ آلمان - 3.0 30.4 10 10.46 2.57 40.86 10.57
۴ چکسلواکیا 352.9 - 3.8 - - - 355.7 -
۵ متفرقه - 11.721 - 5.0 - - - 16.721
۶ چین - - - - 13.17 - 13.17 -
۷ ملګری ملتونه - - - - - 13.52 - 13.52
۸ فرانسه - - - - - 0.34 - 0.34
۹ هند - - - - 0.40 0.40 0.40 0.40
۱۰ نړیوال بانک - - - - 0.35 - 0.35 -
۱۱ آسیایی بانک - - - - 0.50 - 0.50 -
مجموع 459.184 759.124 0.208 4.134 88.149 69.44 38.564 79.297

په دې ډول سره لیدل کیږی چې د شهید سردار محمد داود خان برنامی او ارمانونه دافغانستان دترقی لپاره یوه داسې بیلګه ده چی لا یی هم د تطبیق فرصت شته. دغه ارمانونه اوس هم د ملی او مترقی فکر لرونکو ته د یوه درس په توګه واقع کیدای شی او باید الهام ورڅخه واخیستل شی.