شعرونه
تیر ایستل شوي شکمن
د امام په امامت باندې شکمن یو مونږ د پیر په کرامت باندې شکمن یو ښه خبره کې هم چل راته ښکاریږي مونږ د خپل ځان په صفت باندې شکمن یو دوي سودا زمونږ د سر همیشه کړې د مشرانو په وحدت باندې شکمن یو تل مو وینې ددوي تنده ماته کړې د شهیدو شهادت باندې شکمن یو غولولي یو په نوم د وفا هر وخت د خوبانو په الفت باندې شکمن یو د بدلون هر یو خوځښت راته دروغ ښکاري آن سپ
د امید څلې
دا شعر مې د خوشحال بابا د یو شعر په پل لیکلې چې پکې د هر شعر لومړنیو مصرو سیلابونه ددویمنیو مصرو دسیلابونو سره توپیر لري- د امید څلې مات مې زړګې دې خو چاودلې نه دې سینه مې ستړې خو همت مې لا بایللې نه دې په کږلیچونو کې لار ورکې به یم په رڼو سترګو کې لر لید مې لا بایللې نه دې
په پښتو ویاړم
په پښتو ویاړم زه خو پښتون يم په پښتو وياړم زه آدم خان يم په درخو وياړم لكه مجنون زه دليلې مينه كې په غرو رغو او په ميرو وياړم كه وي په لره او يا بره خاوره زه يې په كور او په ديرو وياړم دا د ملالې میوندوالې د غږ
د زړه خواله
د مهر علي وطن دوست (د بي بي سې د نوي کور نوي ژوند ډرامې ناظر) د زړه خواله تاسې سره شریکومه ـ وطن دوست یو له هغه شاعرانو څخه دې چې تر اوسه افغان ټولنې په ټولیز ډول نه دې پیژندلې او همدا راز ددې تکړه شاعر یوازې هغه شعرونه چې د ډودۍ د ګټلو په موخه لیکل شوي د سندرغاړو له خولو اوریدل شوي دي ـ هڅه به وکړم چې نور شعرونه، چې په ریښتیا هم دده د زړه اواز دې درسره شریک کړم ـ خدایه دا څنګه محتاجۍ دي چې تیریږي په ما
افسوس
افسوس نه مې لبا س ، نه مې اندا زخپل دې نه مې دې ترنګ او نه مې ساز خپل دې بياهم نعرې كړم چې افغان يمه دازما چغه، دا اواز خپل دې لكه هنداره كړي پيښې د نورو
التجا
التجا خلك واي چې تيارو پسې رڼا ده د سپرلي راتله خزان پسې ريښتيا ده خوزمونږ په چم كې دا خبرې دروغ دي دلته تل د تورو شپو مسته نڅا ده يو د بل په وينو شپې تيروي دلته دا د تورو بلاګانويوكلا ده
د غم سندره
دا ترڅو به مونږ کړیږو نور تر کومه به ژړیږو بم ، بارود خو مو دښمن وو اوس هوا نه هم نړیږو د خدای قهر پر مونږ جوړ دی د خپل ورور په دار ځړیږو رحیم نه پوهیږي کله شعر د غم نه به خلاصیږو
غزل
غزل خدايه دا شپې ورځې سبا زر كړې ما مې دخپل جانان تر خوازركړې بيا به قيصې كووده مينې ډكې زماخيالونه هم ریښتيازركړې شپه د بيلتون مي كړې روښانه ربه ديدن دياررا ته وړيازركړې زما پر شونډوپروت دا غم دبيلتون، لكه ديار، رانه جدا زر كړې رنځور رنځور زړګي
د سندرو خوند
تاچې دې شنو بنګړو ته شرنګ وركړى زما يې د زړه رباب ته ترنګ وركړى زما قلم كې دومره ځواك چيرته ؤ جانان د خپلې ښكلا رنګ وركړى ګنې زه چيرته او شعرونه چيرته! له خپلې مينې يې قلنګ ور
ښه راغلاست
ښه راغلاست راغليو ميلمنو ته ښه راغلاست وايم ښاغليوګلالوته ښه راغلاست وايم دا نن چې مو پرې غونډه ده پرتمينه دې ټولو پتيالو ته ښه راغلاست وايم
شكردې خدايه
شكردې خدايه !!!!!!!!!!!! شكر چې پښتون دې زيږولې يم غيږكې دميړانې لوبولې يم ماته چې پښتو دې راښودلې ده زه دې پرې سرلوړې ګرځولې يم بيا دې د غيرت احساس زما كړلو زه دې غيرتو ته هڅولې يم
مونږ پښتانه!
مونږ پښتانه! كه يې په مينه رانه وغواړې خپل ځان دركوو د مينې ځواب كې خپل د مينې ټول جهان دركوو خو كه خبره دې په زور كړه نو خبر اوسه چې غاښ به دې مات كړو د فرنګ پشان سوكان دركوو كه دې رڼا راوړه نو دا مو ده وعده درسره ځار به څانونه لكه تانه پتنګان دركوو
نوي نسل ته
نوي نسل ته ګهيځه راشه، رڼا رڼا شه كنه وړانګې خورې كه،سبا سبا شه كنه دژوندون هيلې موراوټوكوه يوه نړۍ ښكلا ښكلا شه كنه ته راشه پيل كړه زمونږنوې سحر دټولې ورځې رهنما شه كنه زمونږه شپ
ویر
ویر په لر مو وژنی او په بر مو وژنی کوټه کابل او پیښور مو وژنی خدای خبر ولی او دچا په لمسون داخونړی، سړی د سر مو وژنی پس د اوږدو شپو مو رڼا لیدلی دغه بدمرغه سپین سحر مووژنی سړی خو پریږده دوی مو ښځی کوچنیان ستوری سپوږمۍ وړانګی د لمر مو وژني خدایه قهار شه دوی هادی نه منی
ملګرو سره یوه شپه!
څه ښکلې یوه شپه وه، د یارانو په دیره کې ښایسته ګرمه میله وه، د یارانو په دیره کې ټوکې وې بحثونه وو قیصې او مشاعرې وې رنګینه سلسله وه، د یارانو په دیره کې چې هڅې تیری نه شي دا څو شیبې د وصل همدا مو اندیښنه وه، د یارانو په دیره کې روڼ تندې، پراخه غیږه او اخلاص منه خندا دا غونډه پښتنه وه، دیارانو په دیره کې
مورې
مورې مورې ستا دې لوړ مقام نه شم قربان درواري مې شه له تانه ټول جهان ګرانې مورې ستا عظمت ته مې سلام دې ته ده لوړو عظمتونو يې نښان پروادار زه دژوندون دستونزو نه يم
موسكا
موسكا نن بيا زما وطن ته خوشحالي ده په موسكا په ځوانو اننګو كې مې مستي ده په موسكا سمسور به ېې باغونه شي غوټۍ به شي ګلونه ماليار مې دچمن دې پسرلي ته په موسكا له ډيرهجر نه پس زه او محبوب يو،يو ځاې شوي ده وصل په سبا كه روښنايي ده په موسكا چه هسكې مو شملې د شمله ورو شولې بيا نن بي
مروراشنا ته
مروراشنا ته اې مروره اشنا اې زوروره اشنا! ته چی دې ځان بيلوې ما نه جانان بيلوې ما به ازار کړې ګوره يم به افسون ترګوره ځکه خو وايم درته زه په ژړا يم درته ولی رحيم کړوې ته خپل مجنون ځور وې
شكردې خدايه
شكردې خدايه شكر چې پښتون دې زيږولې يم غيږكې دميړانې لوبولې يم ماته چې پښتو دې راښودلې ده زه دې پرې سرلوړې ګرځولې يم بيا دې د غيرت احساس زما كړلو زه دې غيرتو ته هڅولې يم
په نارنج کې انار-سیاسي
دلته هر بوټې د بل سره يو كيږي نارنج هم مو په انار كې پيونديږي د هيواد مو يو عجيبه شان فضا ده تورې شپې پكې رڼا سره مل كيږي يو پرون پورې كافر او بل اشرار وو نن ديو جومات په صف كې ليدل كيږي يو مو وينې تويولې
اې كاش!
اې كاش زه پسرلې وې په ګلونو تلې راتلې او يا زه خوشحالۍ وې په غمونو تلې راتلې سندرې به وې جوړې نغمې د محبت هم كه غږ زه دشپیلۍوې په شعرونو تلې راتلې
د غم سندره
دا ترڅو به مونږ کړیږو نور تر کومه به ژړیږو بم ، بارود خو مو دښمن وو اوس هوا نه هم نړیږو د خدای قهر پر مونږ جوړ دی د خپل ورور په دار ځړیږو رحیم نه پوهیږي کله
د ښځی د نړیوالی ورځی په ویاړ ښځو ته
ته چې مور يې نو دعا يې د بچيو دې دنيا يې او دژوند چې شې ملګرې ټوله مينه او وفا يې ته چې خور شې نو هر څه شې ته د ورور ټوله متاع يې تاته لور هم ويل كيږي