څومره چې حيرانه ده

هومره سرگردانه ده

راخو شه! محفل وته

څه قيصه روانه ده

بيا ساقې بې پامه شوي

دا خبره گرانه ده

وژني مې خو سترگو كښې

ډيره ځان اسانه ده

اوس شوه كوربنه د زړه

ما چې وې مهمانه ده

دا پښتانه اوښكه ده

ماته بلا گرانه ده

لا يې ستم زور وكړه

ما به وې ستومانه ده

څه زده؟ شيرين ياره چې

روغه يې كه ورانه ده

شاعر _شيرين يار يوسفزى

ايډيټ /اسدافغان