ستا كوڅه كې يوه ساه اخلمه ځمه
نور نو خپل د زړه ګناه اخلمه ځمه

هر يو خاپ د هر قدم مې ورانومه
خپله هره اشتباه اخلمه ځمه

ستا د مينې له دې ښكلي خيالي ښاره
خاموشي اخلمه آه اخلمه ځمه

دا له نوره ډكه ورځ دې هم د تا وي
زه تيارۀ غوندې بېګاه اخلمه ځمه

ستا د مخ د رڼا ګانو له ستمه
كومو زلفو كې پناه اخلمه ځمه

چې قانع پرې ضدی زړه د سعادت كړم
تنفر دې د نګاه اخمله ځمه
عبدالستار سعادت