نه مزدیګر نه می ګودر پاتې شو
شپه ورځ مې غم دزړه په سر پاتې شو
دغلیم زړه راباندې نه سړیږې
ډوب می په وینو کی ځیګر پاتې شو
دخدای دښمن له موږه څه غواړی نور
پرهار په زړه دهر بشر پاتې شو
دته ژړیږم چی له نه پوهیږو
روغ می نه سمه اونه غر پاتې شو
چی شاعرانو په شعروکی ستایل
لوړدنګ چینار نه می نښتر پاتې شو
زموږ اولاد د دجنګو دلاسه
لکه ګنډیر ګل بې ثمر پاتې شو
سیدکریم خان دخپل وطن دغمه
ډوب ددوبی په سمندر پاتې شو


خوستی امارات ا لعین ۲۰۱۰٭۵٭۳۰