لویه ورشو د پښتنو کې بې بھارہ نه واي
ښکلې ھوسۍ به د دامآنې دومره خوارہ نه وای
منگۍ ټیکرې گړونج ټوټې جونه تارتارہ نه واي
زمونږ د کلې د سیند غاړہ به وزگارہ نه واي
لکہ ماشوم به كټورو پسې لاس نه جگوم
خو سیل د زاڼو دې اسمان کښې بې قطارہ نه وای
زما د زړہ کاله ته گوټ، داسې ممکنه نه ده
کہ ستا نظر سرہ زما د سترگو لارہ نه واي
چا به زمانه د لاله گلونه څنگه ریبل
داسې که زہ په خپله خاورہ بې اختیارہ نه واي
تا به زما د کامرانیو جنډې ھسکې لیدی
زما د ژوند كه د بلا په کوڅہ لارہ نه وای
شيرين يار يوسفزى
هريپور زندان
شعرونه