ليکنه :حامد

 

موږنن دتمدنونودټکر په زمانه کي ژوند کوو نن داسلامي اونورو تمدونو ترمنځ ټکر روان ده دا بريد داسلام مخالفو ځواکونو له لوري پيل شوي دي او اسلام د دفاع په حالت کي دي ز موږ ادعا دميډيا تشه اوپوچه خبر ياتبليغات ندي بلکي دايو حقيقت دي ځکه ددي تيوري سرخيل سمويل پي واټنګټون Semoil p watingtonپه خپل کتاب دتهذيبونو ټکرclash of civilizationsکي داخبره په ډاګه کړي ده دي دخپل کتاب په څلرمه برخه کي کاږي : لويديځ له خپلو لوړو دعوو سره له نورو تهذيبونو سره د ټکر په حالت کي دي په دي لړ کي دلويديځ ډير ويروونکي ټکر له اسلام او چين سره را منځته کيدونکي دي دي وايي اسلام او چين ستر تهذيبي عنعنات لري چي له لويديځ نه لوړ دي او ددوي په فکر له لويديځ نه په هرصورت لوړ دي دلويديځ په وړاندي د دواړو ځواک زياتيږي او ددوي او لويديځ په منځ کي دملي ګټو په سر شخړي په زياتيدو دي

 

په دي لړ کي که دهغه له کتاب څخه نور اقتباسات را اخلوخبره اوږديږي نو په دي يوه اقتباس بسنه کووداټکر که څه هم ډير اړخيز دي خو خطرناک اړخ يي دميډيا او مطبوعاتو دي او دمطبوعاتو اساسي توکي او وسلي توري او اصطلاحات دي دتمدنونو ددي ټکر په لړ کي ډير ويروونکي اړخ دتوريو او اصطلاحاتو کمزوري ده کوم لوري چي په دي برخه کي ځواکمن شي هغه بريالي او کمزوري لوري ناکام دي او زموږ شرعي توريو او اصطلاحاتو ته دښمن ځير دي او له د ننه څخه دهغو دتغير اوبدلون له پاره هڅي کوي او دا هڅي موږ په دوو ډولونو ويشو :

لومړۍ : له شرعي اصطلاحاتو اوقراني توريو سره جګړه او دهغو له منځه وړل

دويم: دداسي اصطلاحاتو رامنځته کول چي په ګيډه کي يي حق اوباطل دواړه پراته وي

په دي کي دشک ځاي نشته چي لويديځوالو دفصيحي عربي پر ځاي دعامي عربي دترويج له پاره کاراوهڅي کړي دي او ددي کار له پاره يي په مصر او عربي نړۍ کي خپل اجير ليکوالان او پوهان ګومارلي وو خو کله چي په دي کار کي بريالي نشول کوښښ يي پيل کړ چي هغه تعبيرات تغير کړي چي اسلامي حيثيت او ارزښت لري په دي موضوع وروسته په تفصيل سره ګړيږو لومړۍ راځو دي خبري ته چي دشرعي توريو او اصطلاحاتو ساتنه څومره ضروري ده

  

په شريعت کـي دديـــــــــــــني

اصطلاحاتو دساتني اهميت

 

دشرعي توريو او اصطلاحاتو غياب اوتغييردنبوت داثارواو نښو دله منځه تللو په معني ده امام ابن تيميه وايي په ځيني وختونو او زمانو کي کله دنبوت اثار او نښي پټي او تغير شي نو هغه څه چي رسول الله صلي الله عليه وسلم پري مبعوث شوي و خلک يي نه پيژني ځکه چي توري پټ شي نو معناوي هم ورسره ورکي شي اوپه دي صورت کي خلک دجاهليت په تياروکي پاتي شي ځکه دنبوت نور پټ شي اوپه دي وخت کي شرک زيات شي خلک په ډلو وويشل شي او دا فتني له هغو فتنو نه کمي نه دي چي دجګړو په سبب را منځته شوي وي او عملي اوقولي دواړه فتني جاهليت دي لکه مالک بن انس رضي الله عنه چي ويلي دي : کله چي علم کم شي جهل ښکاره شي او چي کله دنبوت اثار کم شي نو نفسي غوښتني ښکاره شي دشرعي محرماتو له پاره چي کوم نومونه ايښودل شوي دي دهغو په تغير سره خلک په هغو محرماتو باندي ور زړورکيږي اودهغو اهميت کميږي دبيلګي په توګه شراب (خمر) ديوه سخت حرام مشروب نوم دي او په دي نامه سره دمسلمان ذهن ته دهغو سخت حرمت ورلويږي خو که دانوم تغير کړل شي او روحي مشروب وبلل شي بيا يي هغه اساسي موخه او اهميت ختميږي او دحرمت ويره يي دمسلمان په زړه کي کميږي او دارازرشوت يو ه لويه ناروا ده چي په دي نامه سره داکار مسلمان دبي غيرتي او سپک عمل بولي خو که دانوم تغير کړل شي او په ډالۍ ياشيرني سره ونومول شي نو هغه دحرمت ويره يي کمه شي او نن موږ ددي ستونزي په خپله شاهدان يو هر ځاي داناولي ناروغي دخپل اصلي نوم په تغير سره زياته شوي ده ياد بيلګي په توګه داسلام دپيغمبر په اړه سپکي خبري کول (نعوذبالله)ياد نورو شرعي مقدساتو دسپيڅلتيا خيال نه ساتل او دا دلويديځ دنوي اصطلاح ترسيوري لاندي چي هغه دبيان ازادي بولي په دي اصطلاح سره نن خلک دي ناوړه کار ته تيارشوي دي او په اسلامي هيوادونو کي ځيني لويديځ ځپلي خلک داسي خبري کوي نو په دي کي شک نشته چي دشرعي توريو او مصطلحاتو ساتنه ضروري ده او په دي توګه سره کيدلي شي چي اوسني اسلامي امت له پخواني امت سره په اړيکه کي پاته شي او مخکي چي کوم التزام او دشرعي اصطلاحاتو احترام شتون لاره هغه به خوندي پاتي شوي وي اوکه اسلام دښمنه ځواکونه ددي اصطلاحاتو دبدلون هڅي کوي هغه به خلک پيژني چي دا زموږ اساسيات راڅخه غلا کوي او له خپل دين نه مو ليري کوي

 

شرعي اصطلاحات او توري لکه لمونځ ، زکات، کفر،ايمان ، جهاد او نور داسي محترم دي لکه دهغو معناوي چي څومره داحترام وړ دي ددي اصطلاحاتو ساتنه لازمي او دهغو تغير لو ي جر م دي دا چي په څه ډول په قرانکريم او نبوي سنت کي راغلي اوکارول شوي دي بايد هغه ډول وکارول شي ددغو په تغير سره ددوي احترام له منځه ځي بلکي ديني واجبات رواجي اوتقليدي عملونه ګرځي او هغه روحاني ارزښت يي له منځه ځي کوم چي شريعت ورکړي دي په دي توګه به ديني واجبات دپلرونو او نيکونو راپاتي عملونه بلل کيږي نه داسي چي هغه له الهي وحي نه صادر شوي

يوه شرعي اصطلاح ديوه داسي عمل اوشي نوم وي چي هغه پوره تفصيل لري دهغو مخصوص مفهوم وي او له هغه سره اسلام نور احکام او تعلقات تړلي وي نو ددوي تغير اصلا دهغه مفهوم دتغير په معني ده او له هغه سره چي کوم لوازم وي دهغو دبدلون په معني ده دبيلګي په توګه نن لويديځوال او هغوي ته مايله مسلمان پوهان ډير کوښښ کوي چي د(کافر)توري تغيرکړي او په نامسلمان يا بل کوم نوم سره ياد کړل شي په دي اړه ما دډيرو سترو مسلمانو ليکوالانو او علماو ليکني ليدلي دي چي کافر نامسلمان يا غير مسلم ليکي او يادوي دا کار که په هرڅومره ښه نيت کيږي ناروا ده ځکه دانوم قرانکريم او نبوي سنت کارولي دي او موږ يي بايد هغه شان وکاروو او بل ددي نامه په مفهوم پوري په اسلام کي دموالات بحث تړلي دي له هغو سره داړيکو له پاره اسلام خپل اصول او اخلاق لري ددي نامه په تغير سره اخر په هغه باب کي تغيراتو ته لاره پيدا کيږي او دا ډو ل تغيرات قرانکريم منعه کړي دي وتل ما اوحي اليک من کتاب ربک لا مبدل لکلماته ژباړه : تاته چي دخپل رب له لوري دکوم کتاب وحي شوي ده هغه تلاوت کړ ه دهغه توري څوک نشي بدلولاي . لا مبدل لکلماته واضحه او صفا جمله ده او دايت په پيل کي هم دتلاوت امرشوي دي علماوايي دلته له تلاوت نه اتباع مراد ده يعني دالهي وحي پيروي وکړه او دهغه کتاب له عدل او نيا و نه ډک ده په هغه کي ټوله اصلاح پرته ده دهغه کلمات پوره دي بدلون نلري قرانکريم بل ځاي وايي وتمت کلمة ربک صدقا وعدلا يعني ستاد رب خبره او کلمة درښتيا او عدل له پلوه پوره شوي ده امام ابن تيميه وايي : دهغه څه پيژندل چي موږ ته رسول الله صلي الله عليه وسلم راوړي دي او دهغه شيپيژندل چي دقران او حديثو په الفاظو سره هغه مراد کړي وي دهغو اساسي علم ده او دايمان ،نيک مرغي او خلاصون لاره ده

 

دارازپه حديثو کي هم دشرعي الفاظو دساتني ټينګارشوي دي لکه په يوه حديث کي راځي : لاتغلبنکم الاعراب علي تسمية العشاء العتمة اعرابو به عشاء (ماخستن) عتمه بلله نورسول الله صلي الله عليه وسلم وويل چي دوي دي په دي نامه کي پرتاسو غالب نشي يعني خپل نوم کاروئ دلته که څه هم په ځيني اثارو کي دعتمه توري دکاروني جوازراغلي دي خو په هرصورت دحديث مطلب واضح ده او هغه دشرعي نومونو دساتني اهتمام ده دمشکوة شريف په يوه حديث کي دويده کيدلو پرمهال يوه دعاراغلي ده رسول الله صلي الله عليه وسلم يوه صحابي ته دادعا ورښووله خو هغه يي په يوه توري کي تغير وکړ رسول الله او رسول الله له هغه تغير نه منعه کړ دعا داسي ده : اللهم اني اسلمت وجهي اليک وفوضت أمري اليک والجئت ظهري اليک رغبة ورهبة اليک لاملجأ ولا منجأ منک الا اليک اللهم امنت بکتابک الذي انزلت وبنبيک الذي ارسلت . هغه صحابي ددي وروستي جملي پرځاي وويل وبرسولک الذي ارسلت يعني دنبي توري يي په رسول سره تغير کړاو له دي تغير نه رسول الله صلي الله عليه وسلم هغه منعه کړ دلته که څه هم په دي تغير کي دمعني دبدلون خبره نشته او له وروسته )ارسلت)توري سره رسول توري ښه هم لګيږي خو رسول الله چي کوم توري ورښوولي و

دهغه له تغير نه يي منعه کړ

 

نوي اصطلاحات اوپه اسلامي

امت دهغــــــو ناوړه اغــــــــــــــــيز

 

توري ،اصطلاحات او جملي دتمدني جګړو وسلي دي دباطل تمدن او غيرانساني اوټيټ تمدن يا بدعتي اوله اسلامه کوږ حالت د نابودولو او له هغوسره دمقابلي له پاره داصطلاحاتو سمون او دتورو سمه کارونه مهمه ده ځکه خو داسلام په پيل کي رسول الله صلي الله عليه وسلم کوښښ کړي دي چي دجاهليت نومونه تغير کړي او هغه اصطلاحات له منځه يوسي په حذيثوکي په دي اړه پوره تفصيل پروت ده لکه دعاصيي نوم په جميله بدل شوي دارازدځيني صحابه و نومونه لکه عبدشمس اوداسي نور نومونه يي بدل کړي دي داراز له دي جملي نه يي منعه کړي ده چي ويل کيدل به :مطرنا بنوء کذاوکذا يعني فلاني ستوري پرموږ باران وکړ يالکه له خدايه پرته په بل شي دسوګند کولو چي په حديث کي منعه راغلي ده

توري او اصطلاحات ډير مؤثر وي او پر اوريدونکي باندي اغيز کوي لکه موږ وويل دتمدني جګړي وسله همدا توري او اصطلاحات دي دحق اوباطل په منځ کي دګډوډي له پاره همدا توري کارول کيږي په يوه حديث شريف کي دوروستي زماني په باره کي يوه وړاندوينه شوي ده دحديث يوه برخه داسي ده :……….. ستقذف العرب قتلاهم الي البحر وستکون اللسان فيه احد من السيف يعني عرب به خپل مړي بحرته وغورځوي اوپه دي جګړوکي به ژبه له توري نه ډيره تيره وي (پټه دي نه وي چي ددي حديث مخرج ندي راته معلوم) داد ژبي دتيره والي دحالت نن موږ شاهدان يو نن چي کومه جګړه په ميډياوار سره ياديږي هغه له نظامي بريدونو او تيريو نه ډيره سخته ده ميډيا ووار نورڅه دي همدا دتيري ژبي چلول دي په قرانکريم کي په يوه ايت کي مسلمانانو ته ديهودو ، نصاراو اونورو مشرکينو له خوا دستونزو دايجادولو په لړکي وايي : لتبلون في اموالکم وانفسکم ولتسمعن من الذين اوتوا الکتاب من قبلکم ومن الذين اشرکوا اذي کثيرا دلته که دلتسمعن نوري ته ځير شو هم خبره روښانه ده اوريدل کيږي خو خبري او اصطلاحات او په دي کي شک نشته چي دداسي باطلو خبر او ناروا اصطلاحاتو په اوريدلو سره دمسلمان زړه ټوټه کيږي نو ددي راز په پيژندلوسره لويديځوال هڅي کوي چي داسي اصطلاحات را منځته کړي چي هغه په يوه وخت دحق او باطل دواړو معناوي ولري

دا اصطلاحات اوس په لويديځه ميډيا کي بيخي ډيري کارول کيږي او له مختلفو لارو يي دتعميم او خپراوي هڅي کيږي دبيلګي له پاره دلته څو را اخلو او لنډي خبري پري کوو لکه ددين نوي تعبيراوتجديد چي دوي يي په ماډريټ اسلام سره نوموي ،دفقهي تجديد اوتطوير،اسلامي مساوات ، ديني افراط ، درأيي ازادي اوداسي نور داداسي اصطلاحات دي چي حق او باطل دواړه پکي نغښتي دي ددي اصطلاحاتو ځيني داسي دي چي ديني احکام له منځه وړي يا دديني معتقداتو تنقيص پکي راځي اويا خو بيخي دين تغيروي او لويديځوال تهذيب ترويجوي

داد باطل او حق ګډوالي هغه ستر جرم ده چي قرانکريم په دي الفاظو رد کړي دي : ولا تلبسوا الحق بالباطل وتکتموا الحق وانتم تعلمون يعني حق له باطل سره مه ګډوئ او مه يي پټوئ په داسي حال کي چي تاسو پوهيږئ ددين نوي تعبير او تجديد يوه داسي اصطلاح ده چي حق او باطل دواړه پکي نغښتي دي موږ دتجديد دين اصطلاح له ډير پخواراهيسي پيژنو چي هغه دهغوشرعي احکام دښکاروني په معنا ده چي په خلکو کي کمزوري شوي وي او دمنکراتو او بدعتونو دله منځه مړلو کار ته د دين تجديد ويل کيدل دأمت په تاريخ ددي ستر کار له پاره راپورته شوي خلک په مجددينو سره نومول شوي دي او دا اصطلاح له هغه نبوي حديث نه اخيستل شوي چي وايي :ان الله يبعث لهذه الأمة علي رأس مأية سنةمن يجدد لها دينهايعني الله جل جلاله سل کاله وروسته دي أمت ته داسي څوک راليږي چي دوي ته ددوي دين نوي کړي خو نن چي کومه نوي اصطلاح کارول کيږي داپه ظاهره له دي سپيڅلي اصطلاح سره يوشان مالوميږي او سطحي نظره خلک فکر کوي چي داخو سم او پرځاي کار دي خو اصلا داسي نده اوس خو ددين له نوي تعبيراو تجديد نه ددين تحريف مراد ده اوس خو له مسلمانانو غوښټل کيږي چي لويديځوال ثقافت او تمدن سره له ټولو ښو اوبدو ومنل شي او که په اسلام کي ددي تمدن په خلاف کوم شي وي هغه بايد تغير او تبديل کړل ددين دنوي تعبير يا ماډريټ اسلام دشعار پورته کوونکي مطلب داد ه چي دلويديځ تمدن ته دي غاړه کيښودل شي او دنوي زماني چي کومي غوښتني دي هغه بايد ومنل شي او دقران تفسير او دحديثو تشريح بايد له نويو ميتودونو سره سمه ترسره شي اونعوذبالله داد دين تحريف او بدلولو په معنا ده ددي مطلب داده چي سلفو او صحابه کراموله اسلام نه کوم ډول تعبير لاره هغه بايد شا ته وغورځول شي او نوي تعبير بايد پيدا کړل شي نو دا اصطلاح له طاهري سادګي سره په منځ کي دومره خبث او فسادلري چي ددي اصطلاح رامنځته کوونکي غواړي اسلام دعيسائيت اويهوديت په څير تحريف کړي او دادين درواج او کلتور يوه برخه وګرځوي او کوم ژوندي والي او مسقل تمدن چي په دي دين کي پروت ده هغه خنثي کړل شي يريدون ليطفؤا نور الله بافواههم ويأبي الله الا أن يتم نوره

داراز دفقهي دتطوير او تجديد هم په ظاهره مطلب داده چي بايد فقه له معاصرو ميتودونو سره سمه تدوين کړل شي خوحقيقت بل شي دي په مسلمانانو کي دترويج له پاره په ظاهره داسي ښودل کيږي اساس موخه داده چي ځيني فقهي احکام تغير کړل شي لکه جهاد او اسلامي ولاء او براء او داسي نور ډير ځايه ليدل شوي او اوريدل شوي دي چي ويل کيږي بايد په قرانکريم کي دجهاد په ايتونو کي ترميم وکړل شي او داغږ په اسلامي هيوادونو کي ځيني دکږو فکرونو خاوندانو پورته کړي دي بلکي په ځيني عربي هيوادونو کي داسي غوښتني شوي دي چي دنصاب په ديني کتابونوکي چي دجهاد په اړه کوم ايتونه راغلي دي او يا د يهودو په مذمت کي کوم ايتونه راغلي هغه بايد تغير او ياحذف کړل شي نعوذبالله يوله دي واردوشويو اصطلاحاتو نه دا ده چي وايي اسلام دمساوات دين دي داخبره سمه نده او دا هغه اصطلاح ده چي حق اوباطل دواړه پکي پراته دي په دي ځاي کي سمه او مناسب داده چي وويل شي اسلام دعدل دين دي او هر مستحق ته يي خپل حق ورکړي دي داسلامي مساوات په اصطلاح سره خو ذاسي ويل کيدلي شي چي نر او ښځه برابر دي مسلمان او کافر برابر دي او داسي نورپه اسلام کي ښځه او نر نه دي سره برابر بلکي اسلام داسي کړي دي چي ښځي ته يي خپل حقه حقوق ورکړي دي اونرته يي خپل حقوق ورکړي دي ځکه خو په قرانکريم کي داسي ايت نشي پيداکيدلي چي دتسويي امر پکي شوي وي لکه دعدل په باره کي چي ايتونه راغلي دي :ان الله يأمر بالعدل والاحسان ......او داراز : واذاحکمتم بين الناس أن تحکموا بالعدل او لکه قرانکريم چي امر کوي : اعدلوا هو اقرب للتقوي او داسي نور 

 

دمشتبه توروکارونه نارواده

 

په قرانکريم کي مسلمانانو ته امر شوي دي چي تاسو رسول الله صلي الله عليه وسلم ته داسي مه وايئ چي (راعنا)يا ايها الذين امنوا لاتقولو راعنا وقولوا انظرنا ددي ايت دنزول شاليد داسي دي چي په مدينه منوره کي چي کوم يهود اوسيدل هغوي له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره سخته دښمني لرله صحابه کراموبه رسول الله صلي الله عليه وسلم ته دخبرو په مهال داخبره هم کوله چي راعنا يعني زموږ رعايت وکړه او دارعنا توري په يهودو کي دښکنځل په معناو نوهغوي چي کله داتوري له صحابه و نه واوريد په خپلوکي يي وويل چي موږ په پټه رسول الله ته ښکنځل کوو راځئ اوس يي په ډاګه ورته کوو نو هغوي به راغلل او له مسلمانانو سره به درسول الله خواته کيناستل او ورته ويل به يي راعناپه دي خبره سره به دوي خوشاليدل او په خپلوکي به يي سره خندل ددوي داحالت سعد بن معاذ رضي الله وليد اوهغه ددوي په ژبه پوهيدي نوورته ويي ويل په تاسو دي دخداي لعنت وي اي يهودو زما ديپرخداي قسم وي که ستاسو له کوم يوه نه مي بيا داخبره واوريدله زه به دهغه سر ووهم اوپه دي موضوع کي دالوړ ايت شريف نازل شو.

 

مسلمانان هم ددي توري له کارولو نه منعه شول که څه هم هغوي داتوري ديوي عادي جملي په توګه کاراوه او هيڅ بده موخه يي نلرله خو مسلمانان له دي نه ځکه منعه کړل شول څو ديهودو دښکنځلو مخه ونيول شي امام القرطبي ددي ايت په تفسير کي وايي : په دي ايت کي ددي خبري دليل پروت دي چي بايدله مشتبه تورو نه ځان وژغورل شي او هغه ونه کارول شي هغه توري چي په هغوکي تعريض اوغوږوهنه يادکوم شرعي امر تنقيص شتون ولري دهغوکارونه نارواده

 

قاضي القضاةامام ابوالسعود محمد بن محمد العمادي (۹۵۱هــ)په خپل تفسير(ارشادالعقل السليم الي مزايا القران الکريم) کي ليکي :په دي ايت شريف کي ديهودو بل جنايت ته اشاره شوي ده او مسلمانانو ته خطاب شوي دي څو دهغوي داجنايت وپيژني دي ليکي چي کله به رسول الله صلي الله عليه وسلم صحابه کرامو رضي الله عنهم ته خبري کولي اودالهي معرفت بيان به يي ورته کاوه نودوي به ورته ويل چي يارسول الله راعنايعني زموږ رعايت وکړه موږ ته صبر وکړه چي ستاخبري ياد او زده کړووروسته امام ابوسعود هغه کيسه راخيستي چي ديهودو دجنايت تفصيل پکي بيان شوي دي او موږ مخکي بيان کړه دي وايي : څرنګه چي دراعنا په جمله کي ديهودو دجنايت تلبيس شوي وي او هغه پکي پروت و نو مسلمانان له هغي جملي نه منعه کړل شول او الله جل جلاله امر ورته وکړ چي تاسو داسي جمله وکاروئ چي په همدي معناوي خودا تلبيس ونلري اوهغه دانظرنا جمله ده : وقولوا انظرنه

 

له داډول اصطلاحاتو

سره دسلفوچلــــــــــنـد

 

کله چي دهارون الرشيد دزوي مأمون الرشيد دخلافت په زمانه کي يوناني فلسفه اوحکمت عربي ته وژباړل شو نو طبعا له هغه سره يوناني اصطلاحات هم راداخل شول اوهغه داسي اصطلاحات و چي حق اوباطل دواړه پکي پراته و نو سلفو علماو هغه رد کړل او ان دهغو له تلفظ نه يي هم ډه ډه کوله امام ابن تيميه په دي اړه ليکي :لويو امامانوبه خلک دمبتدعينود توريو او الفاظو له کاروني او استعمال نه منعه کول او له هغه مشتبه جملو نه چي حق او باطل دواړه پکي نغښتي وي ځکه په دي سره پهخلکو کي شکوک ،اختلافات او فتني پيداکيږي دا اصطلاحات لکه دالله له پاره دجسم وصف يادجوهر او عرض اصطلاحات چي يوناني فلسفي رامنځته کړي وي آن تردي پوري چي ويل کيږي امام احمد بن حنبل رحمه الله تعالي له ابوعيسي محمدبن عيسي برغوت سره په مناظره کي دنفي په صورت کي هم ددي اوصافو يادونه نه کوله بلکي ويل به يي : هو احد صمد لم يلد ولم يولدولم يکن له کفوا احدداراز دقدريه و دفتني په وخت کي امام الاوزاعي رحمه الله خلک دجبر له توري نه په مطلقه توګه منعه کول اوويل به يي چي داتوري په قران او حديثوکي نشته بلکي يواځي داسي وايئ :ان الله يهدي من يشاء ويضل من يشاء

 

لنډه داچي داسي مشتبه توري او اصطلاحات چي په هغو کي دحق اوباطل خلط او ګډوالي راغلي وي هغه شريعت منعه کړي دي او زموږ سلفو علماو دهغو له کاروني څخه ډه ډه کړي ده ځيني خلک به هغه ملايي مشهوره مقوله رامخته کړي چي وايي : لامشاحة في الاصطلاح يعني په اصطلاحاتو کي بايد جنجال جوړنکړل شي موږ وايو دا مقوله نبوي حديث نده چي داستدلال وړ وګرځي اوبل دا چي دا هغه اصطلاحات دمشاحة او جنجال وړندي چي هغه واضحه اوروشانه معني ولري او په داخل کي يي پسات او فتنه نه وي نغښتي او زموږ تربحث لاندي اصطلاحات خو دپسات او انحراف په موخه رامنځته شوي دي له داسي خطرناکو اصطلاحاتو نه ځان خبرول او دهغو پيژندل دهر مسلمان وجيبه اومسؤليت ده لکه مخکي چي مو وويل ما ځيني دين پلوه ليکوالان او علماء ليدلي دي چي هغوي له دي اصطلاحاتو نه ځيني يي کاروي او فکر کوي چي په دي توګه نرمه ژبه کارول ددعوت له پاره موثره او اغيزمنه ده په دي کي شک نشته چي ددعوت له پاره نرمه ژبه ډيره مهمه او موثره ده او بايد کوښښ وکړل شي چي له پوره نرم اسلوب نه کارواخيستل شي خو داسي نه چي ددي نرمي له پاره له اصولو تيرشوله اصولوتيريدل او معتقداتو ته ضرر رسيدل دمنلو نه دي په کوم شي کي چي شريعت څه ډول امر کړي وي مسلمان بايد هغه ته غاړه کيږدي او له ځانه دمصلحت په لټه کي نشي

والله اعلم وصلي الله علي سيدنا ونبينامحمد واله وصحبه وسلم

 


 

اسلامي ليکنه لوستل او ځان په هغه خبرول

 

 

 

سورغر ورځپاڼه