زه یو افغان

 


زه یو افغان دمسلمان په صفت
چی دوطن یتیمانان وګورم
په خپل دښمن می دمرګ زړه ونه شی
که نه دښمن راسره ظلم کوی
که په حیا کی رانه لاړ نه شی نور
دمجبورې به یی په سر وولم
دلته زما سره دا سوال پیدا شو
دشپې کورنو کی چی خلک وژنې
دته فوجونه سوله ساتې وایی
دا سوله ساتې فوج چی ښار کی اوسی
بې افغانانو دټول غروته لاړشی
چی دغیرت پاته یی ولګیږي
داسوله ساتې فوج که سوله غواړی
زموږ دملک نه دپه بیړه لاړ شی
زموږ وطن کی به خپل امن راشی
دا سوله ساتې فوج چی سوله غواړی
نو تور پنجاب دپه بمونو وران کی
چی په رښتیا سوله اوامن راشی
خو سوله ساتې فوج که تور پنجاب دی
زموږ دپاره یی یوه کیسه دی
خو یو افغان هم په دنه پوهیږی
بس تر هغه به وژل کیږو موږه
اوتر هغه به ټول دردیږو موږه
چی پښتون قوم واړه په یو غږ نه شی