دوطن له باغه تللې
مرغه کۍ ده مرغه کۍ ده
په پردي وطن کې مېشته
لېمه ګۍ ده لېمه ګۍ ده

دپردوژبوپه منځ کې
په پښتوکوي خبرې
بس په شانې دماشومو
پرښتوکوي خبرې
دپلارجان دزړه کراره
دمورجانې ډيوه ګۍ ده
په پردي وطن کې مېشته
لېمه ګۍ ده لېمه ګۍ ده

دوړې څپې په شانې
دسيندونوپه لمن کې
دوږمې غوندې کاواکه
دګلونوپه وطن کې
دساحل ترڅنګ ولاړه
ګل غوټۍ ده ګل غوټۍ ده
په پردي وطن کې مېشته
لېمه ګۍ ده لېمه ګۍ ده

دماشوم ساحل زانګوته
الاهوالاهو وايي
له مورجانې يې زده کړې
څه په مينه للو وايي
بې رنجويې سترګې تورې
جارماشومه ملالۍده
په پردي وطن کې مېشته
لېمه ګۍ ده لېمه ګۍ ده

پلاريې ستړی ستړی راشي
دا يې ټول سکون دزړه شي
لېمه مينه شي موسکاشي
دمورکۍ لېمه لېمه شي
داذان غوندې خوږه ده
مسلمانه افغانۍ ده
په پردي وطن کې مېشته
لېمه ګۍ ده لېمه ګۍ ده

لېمه ګۍ به منم هله
چې رڼاغوندې خوره شي
چې سمسورمې پرې وطن شي
لکه شنه شکردره شي
اوس خوبنده په کريټ کې
دانګورودانه ګۍ ده
دوطن له باغه تللې
مرغه کۍ ده مرغه کۍ ده

دکاکا خبرې واوره
لېمې غوږ دې راته کېږده
ستاوطن دی زخم زخم
ته مرهم ورباندې کېږده
ته موسکا درسره راوړه
انتظاردرته سلګۍ ده
دوطن له باغه تللې
مرغه کۍ ده مرغه کۍ ده

خپل وطن درنه هېرنه شي
ستاوطن افغانستان دی
چې ژوندون په کې ستومانه
مسافردبيابان دی
چې پر سر يې تاويدونکې
دباروتوبړبوکۍ ده
دوطن له باغه تللې
مرغه کۍ ده مرغه کۍ ده
ته ماشومه چيغه وکړه
چې دالوی جهان راويښ شي

شيطاني خوبونو وړی
چې ويده انسان راويښ شي
ه هرګل موورېدلې
سره داوسپنې ږلۍ ده
دوطن له باغه تللې
مرغه کۍ ده مرغه کۍ ده

لېمه ګۍ په هواراشه
په کتارکې پاس دزاڼو
هريوګل ته خنداراوړه
ته ژوندون شه دمړوپاڼو
منتظره موموسکاته
دژوندون هره ګړۍ ده
دوطن له باغه تللې
مرغه کۍ ده مرغه کۍ ده
په پردي وطن کې مېشته
لېمه ګۍ ده لېمه ګۍ ده

١٣٨٥-عقرب-٢٩-کابل