غزل

ښه شوله ډېره چې انکار دې وکړو
زما د،  واړه عمر کار دې وکړو

خلک چې نخښه ولي ګوري ورته
تا چې مخ پټ کړ نو ګوزار دې وکړو

هله پوښته زما د زړه زخمونه
خو، که د خپلې خندا شمار دې وکړو

زه لا څه نه وايم چې داغ دی په زړه
ته لا پېغور کړې چې ديدار دې وکړو

چې د راتلو يې زړه مايوسه نشي
چې دغه دومره انتظار دی وکړو

" خاطره" زه دا ستا نه چا وړی يم
وار به دې راشي که لږ وار دې وکړو