په تاريخ (قصص العرب) او (ابن ابي الحديد) کې راغلي، چې يو وخت اميرالمومنين عمر بن خطاب (رض) په مسجد نبوي کې ناست و، چې تر څنګ يې يو کس تېر شو او ويې ويل:  (اې عمره! ستا لپاره د جهنم عذاب دی!)

اميرالمومنين حاضرينو ته وفرمايل: ورشئ دغه کس راته راولئ! هغه څه وويل او ولې دومره قهرېدلی دی؟

کله چې هغه کس راوستل شو، ده مبارک ترې وپوښتل: صاحبه! تاسې دا خبره څنګه وکړه، او زما پر کوم قصور مو راته ښېرا وکړه؟

هغه ورته وويل: تاسې د خپلو واليانو او حاکمانو د ټاکلو پر وخت پر هغوی باندې شرايط قبلوئ، د قانون او انصاف د پلي کولو وعدې ترې اخلئ، مګر وروسته محاسبه او حساب و کتاب ورسره ولې نه کوئ؟ تاسې نه ياست خبر چې هغوی په خپلو کړو وعدو وفا کړې، انصاف او عدالت يې راوستلی که نه؟

اميرالمومنين ترې وپوښتل: وروره! روښانه خبره وکړه، آخر پېښه څه ده او مطلب دې څه دی؟

هغه وويل: صاحبه! په مصر کې چې تاسې کوم والي مقرر کړی، هغه ستاسې ټول شرايط او وعدې چې له هغه څخه مو اخيستې، هېرې کړې او داسې اعمال يې پيل کړي دي، چې تاسې ورڅخه منع کړى و.

اميرالمومنين ترې وپوښتل: ملګرې! ته کولای شې يو څو نمونې يې موږ ته بيان کړې؟  هغه کس د مصر د حاکم په هکله ډېر څه ورته واضح کړل.

د دغو شکاياتو تر اورېدلو وروسته اميرالمومنين د انصار قبيلې دوه کسان د تفتيش او څېړنې په موخه مصر ته واستول او ورته ويې فرمايل:

ملګرو! ولاړ شئ هلته په مصر کې د هغه ځای د والي په هکله له ولس او خلکو څخه پوښتنې وکړئ او ما ته د هغه په اړوند داسې کامل او صحيح رپوټ تيار کړئ چې بالکل پر حقايقو ولاړ وي او که فرضاً رښتيا خلکو له هغه څخه خوله وهل او شکايت يې ترې درلود، نو بې له مهلت ورکولو او وخت ضايع کولو يې زما په وړاندې حاضر کړئ.

دغه دوه کسان د اميرالمومنين د حکم د عملي کولو په غرض مصر ته روان شول، هلته په رسېدو يې له خلکو څخه د والي په هکله پوښتنې ګروېږنې پيل کړې، تر زيات تحقيق او تفتيش وروسته ورته څرګنده شوه چې رښتيا هم د دغه ځای والي له اميرالمومنين سره کړې ژمنې له ياده ايستلې او ولس ځنې په شکايت دی.

هغه و چې اميرالمومنين ته يې د والي په هکله مکمل رپوټ تيار کړ، وروسته دواړه راغلل د والي د کور دروازه يې وروټکوله او د دننه تګ اجازه يې وغوښت، څوکېدار راووت او ويې ويل: نن له والي صاحب سره د ليدنې-کتنې اجازه نشته.

دغو دووکسانو ورته وويل: حاکم به همدا اوس حتمًا زموږ په وړاندې حاضرېږي، که نه نو موږ يې دروازې ته اور وراچوو.

څوکيدار ننوت او حاکم ته يې وويل: والي صاحب! دوه کسان چې خورا خښمېدلي او په دروازه کې ولاړ دي، ستا د راوتلو انتظار کوي.

حاکم صاحب چې کله له کوره راووت، هغو دوو کسانو ورته وويل: موږ اميرالمومنين رالېږلي يو او د فورًا راتګ حکم يې کړی دی.

حاکم صاحب ورته وويل: ملګرو! راشئ خدای مو راوله! يو ګړی کښېنئ، زه به د سفر لپاره لږ تياري وکړم.

هغوی وويل: موږ ته اميرالمومنين حکم کړی چې حاکم ته به بېرته د شاتګ لپاره يو ګام مهلت لا هم نه ورکوئ.

د مصر حاکم چې له وېرې سره رېږدېدى، بې له دې چې کور ته ننوځي، د مدينې منورې پر لوري ورسره رهي شو. کله چې مدينې ښار ته ورسېد او د اميرالمومنين حضرت عمر (رض) په وړاندې حاضر شو، نو يې سلام وکړ، مګر اميرالمومنين هغه ونه پېژاند، دا ځکه چې د هغه صورت او کيفيت تر پخوا ډېر فرق کړی و، د مصر تر حاکم جوړېدو وړاندې غنم رنګ ډنګر انسان و، خو کله چې د مصر د حاکم په توګه هغه هېواد ته چې سرسبزه او لکه ناوې غوندې ښار و، واستول شو او پر دنده وګمارل شو، نو سور او سپين او د خورا چاغ بدن څښتن شوی و، ځکه خو اميرالمومنين يا خو رښتيا ونه پېژاند او يا به يې ښايې قصدًا ويلي وي، ويل: صاحبه! ته څوک يې او له کومه ځايه راغلی يې؟

حاکم وويل: اې اميرالمومنين ولې تا زه ونه پېژاندم؟ زه فلانی يم چې تا د مصر حاکم ټاکلی وم.

اميرالمومنين ورته وفرمايل: ستا پر حال باندې ډېر افسوس په کار دی، لـه کوم کار څخه چې ته منع شوی وې، هغه دې عملي کړی او د کوم کار چې تا ته حکم شوی، هغه دې بېخي له ياده ايستلی دى. په الله تعالی دې زما قسم وي چې زه به تا ته حتمًا عبرتناکه سزا درکړم.

تر دې وروسته اميرالمومنين د وړيو يوه زړه شکېدلې جامه، يوه لکړه او له بيت المال څخه درې سوه پسونه راوغوښتل او دغه کس ته چې د مصر حاکم و، وفرمايل:

واخله سړيه! دغه لباس واغونده، ما ستا پلار تر دغه لا هم په زاړه لباس کې ليدلی دی، دغه لکړه واخله، ما ستا د پلار په لاس کې تر دغه زړه او کږه وږه لکړه ليدلې وه او ولاړ شه فلاني څړ ځای ته هلته دغه درې سوه پسونه څروه او په لار کې چې څوک محتاجه او بېوزله په مخه درتلئ، د مېږو او وزو شيدې لوشه او هغوی ته يې ورکوه، هسې نه چې يو محتاج او بېوزله خالي لاس درڅخه ولاړ شي، صرف زما د کورنۍ کسانو ته يې تر هغو مه ورکوه، چې ما درته ويلي نه وي، ځکه زه خبر نه يم چې هغوی ته له دغو مالونو څخه څه برخه رسېدلې که نه؟

تر دې وروسته حضرت اميرالمومنين عمر (رض) ورته وفرمايل: ملګرې زما خبرې دې په ښه غوږ واورېدې که نه؟ ځه الله دې مل شه، خو پام کوه چې پخپله دنده کې کوتاهي ونه کړې. څه موده وروسته به که خير و، د خپلې دې دندې په هکله راته رپورټ تياروې.

د مصر حاکم چې شونډان په ځړېدل، هغه زوړ لباس واغوست، لکړه يې راواخيسته او په درې سوه پسونو او مېږو پسې شو. دا د ډېري سختې ګرمۍ موسم و. څه موده يې تېره کړه، کله چې له ها خوا بېرته راستون شو، نو د حضرت عمر (رض) په وړاندې حاضر شو او په ژړا او زاريو يې پيل وکړ، له ډېره غمه پر ځمکه ولوېد او ويې ويل: اې اميرالمومنين! دا کار نور زما په وسه نه دی پوره، که دې خوښه وي زما غاړه ووهه (ومې وژنه خو زه نور د دغه کار کولو توان نه لرم).

اميرالمومنين ورتــه وفــرمايــل: ښـــه دی چې د تکليـف احساس درته وشو. آ ښه! دا راته ووايه که چېرې تا پر خپل پخواني منصب بېرته مقرر کړم، نو څه به وکړې، بېرته به هغه آش هغه کاسه وي، که څنګه؟

هغه وويل: په الله تعالی قسم دی تر دې وروسته به زما په هکله خاص هغه رپورټ تر لاسه کړې چې ستا خوښ وي.

د دې وعدې تر اخيستلو وروسته اميرالمومنين بېرته هغه کس د مصر د حاکم په توګه په رسمي دنده وګماره. د الله تعالی کارونه دي له هغه کس څخه د مصر يو داسې مثالي عادل او منصف حاکم جوړ شو چې په تاريخ کې يې نوم په زرينو ټکو وليکل شو. په آخري اندازه اخلاص، تقوا او اهليت سره يې د دولت چارې پر مخ بېولې. (قصص العرب ٣ ټوک ١٦_ ١٧ مخونه/ ابن ابی الحديد ٣ ټوک ٩٨ مخ)

surgar dot net