کندهاره

 سعيدلودين

لــــه نـــامه سره دي ژاړم بې اختياره
کنـــدهــــــاره کنـــــدهــــــاره کندهاره

لا دي ويني له زړګي څخه بهيـــږي
لا بشر دي په اورونو کي سوځيږي
لا دي سترګو څخه اوښکي راتويږي

زمــــا د ژوند او د يادو ښکلی بهاره
کنــدهـــــاره کنـــدهـــــاره کنــدهـــاره

ستا چي هلته ددوښمن واری پر تن سي
چي په وينو د مظلومو سور کفن سي
زمــــا دلته په دردونو ټول بدن سي

زمـــا د خــــوارو پښتنو ښکلی دياره
کنـــدهاره کنــــدهاره کنــدهــــاره

زما له عمره سره تا کي جنازې دي
د کونډيانو د فرياد سوي نارې دي
لا له ځوانو وينو ډکي دي ويالې دي

د هر لوی آفت زغمونکې طاقتداره
کنـــدهاره کنــــدهاره کنــدهــــاره

دا چي نن بيا د غليم پر تا ګوزار دی
او پر ښکلی تن دي بيا ناسور پرهار دی
د نــا اهــلو اولادونــو دي دا کار دی

دا قسمت دی چي موږ يو نن بې سالاره
کنـــدهاره کنــــدهاره کنــدهــــاره

خوقسمت به نور په خوښه زموږ بدلېږي
په هوښيارو ځوانو ګوتو به کښل کېږي
د بــابــا روح به لحد کي خوشحالېږي


زما د ګران وطن با عزمه باتور پلاره
کنـــدهاره کنــــدهاره کنــدهــــاره

تــر بمبـــار او تــر اورونـــــو راوتــلی
د انــــار ګل دی نن بيا موږ ته راغلی
او د ژوند راز يې دی داسي راښودلی

په خنداوو د ژړا هستي کړی خواره
کنـــدهاره کنــــدهاره کنــدهــــاره


يادونه:
پورته شعر په کندهار کي د انارګل مشاعرې په مناسبت ويل سوی دﺉ .