که خدمت مه نه راځې ياره په وس کې

دا دوعا وس خو لرم د رب حکمت دی

دروغ نه وايم زه رښتيا خبره کړمه

تل چې داسې دوستې کړو د خداي قدرت دی

لکه مورچې فرديس زوي ته وې تل تږي

داسې ما هم ستا خندا ته ډير حجت دي

کله کله چې په مونږ نې تکليف راشي

بل څوک نه په دې کې خپل ځان ملامت دی

څوک چې ګورې څو دوستان په بد نظر

ګيله نشته دوي په زړونو کې نفرت دی

د بي ځايه خواهشات چې زړه ته راشي

په همدې کې د شيطان مصلحت دی

نور څه نه غواړم په د نيمګړي ژوند کې

ماته ګران مې بس د خپل وطن عزت دی

څوک چې حق وايې اخيربه منزل مومې

دالله رضامندي کې ښايسته ښکلی جنت دی

نن خوشاله به زه ولې ډيره خلقه نه وم

چې ورتګ مې خپل وطن ته ضرورت دی