اى کابله! دا په کومه بلا وسوې؟
چې سره د خپل حرمت او حيا وسوې
سر تر پايه دې وجود ايره ايره دى
لکه ته چې د اسمان په برېښنا وسوې
لوي خېبر او ستر بولان دې ننداره کا
نه چې ته چرته کوم پټ او پنا وسوې
غر که لوي وي نو په سر باندې يې لار وي
تنګ نظري وه، که مستي وه چې دا وسوې
همراهانو درته واچول اورونه
په هوس کې د قدرت او دنيا وسوې
همخواهان دې هم لمنې وهي اور ته
نه پوهېږم په کوم تور او خطا وسوې
ستا کمال او استقلال لمبه لوګى شو
له جماله تر جلاله صفا وسوې
دا څه اور و؟ څه يې تاو و، څنګ يې تپ و
چې جمله د هرې غوښتې دعا وسوې
داسې اور دې د دښمنو په کاله شه
څنګ چې ته په بې دردۍ او جفا وسوې

(شيرين يار يوسفزى، د هريپور زندان

 

Shereenyar Yousafzai