سرليک: زما ژوندون


زما ژوندون زما زړګې ستا دهر ښاره لوګې
ستا دهرات ستا دفراه اوکندهاره لوګې
خپلو پرادیو صرفه ونه کړه په اور یی وسوې
جاردشم جار ستا دکابل او ننګرهاره لوګې
هرسړی خپله توره تکه سره کړه ستا په وینو
وطنه ستا دسمې غرو دهر پرهاره لوګې
جنت هیلمند اوجنت ګریش د په سره اور کی وسوو
زما لیمه ستا دهیلمند د ګرد غباره لوګې
وطنه ماته ستا دسمې دغره فرق نه شته دی
لاس پښې می ستا دهر نښتر اود څناره لوګې
ماته دښکلې خوست په شان والله هر ځاې ګران وی
زما لړمون ستا دبدغیس او دمزاره لوګې
مرګ می قبول دی خو به تا کی به فرق ونه کړمه
زه سیدکریم ستا دزابل او دتخاره لوګې