په نامه باندې دویاړمه جنانه

په نامه باندې دویاړمه جنانه
په خفګان باندې دژاړمه جنانه
هغه وخت هغه شیبې می نه هریږې
په ژاړه چي درنه لاړمه جنانه
ورځ هغه به کله راشي چی ستا غیږ کی
زه بې غم اوړم راوړمه جنانه
په امان شي له جنګونوپه ښایست کی
شمس قمر دنوره غواړمه جنانه
خدای د وچې دښتې هم راته باغ باغ کا
چی ګلونه ترې نه راوړمه جنانه
قسم خورم خوستی که سل ځله می مړ کی
که زه ستا دمینې واوړمه جنانه

سید کریم خوستی امارات العین
۲۰۱۰٭۷٭۱